د "مېرمن" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
W.Kaleem (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
Addbot (خبرې اترې | ونډې)
و Bot: Migrating interwiki links, now provided by Wikidata on d:q188830
۴۵ کرښه: ۴۵ کرښه:




[[am:ሚስት]]
[[ar:زوجة]]
[[arc:ܒܪܬ ܙܘܓܐ (ܒܝܬܝܘܬܐ)]]
[[az:Arvad]]
[[be:Жонка]]
[[be-x-old:Жонка]]
[[be-x-old:Жонка]]
[[br:Gwreg]]
[[cv:Арăм]]
[[cy:Gwraig]]
[[da:Hustru]]
[[fa:زن (همسر)]]
[[ko:아내]]
[[hr:Supruga]]
[[id:Istri]]
[[is:Eiginkona]]
[[kn:ಪತ್ನಿ]]
[[la:Uxor]]
[[lt:Žmona]]
[[mr:पत्नी]]
[[new:कला, परिवार]]
[[no:Hustru]]
[[no:Hustru]]
[[nn:Hustru]]
[[or:ସ୍ତ୍ରୀ]]
[[ru:Жена]]
[[simple:Wife]]
[[simple:Wife]]
[[sl:Žena]]
[[sh:Supruga]]
[[ta:மனைவி]]
[[te:భార్య]]
[[tr:Kadın eş]]
[[tr:Kadın eş]]
[[uk:Дружина (жінка)]]
[[vi:Vợ]]
[[war:Esposa]]
[[yi:ווייב]]
[[zh-yue:老婆]]
[[zh-yue:老婆]]
[[zh:妻子]]

د ۱۰:۳۵, ۱۷ اگسټ ۲۰۱۳ بڼه

مېرمن يا ښځه "ښځي ستاسي لباس دى، تاسي د ښځو لباس ياست!" (قرآنكريم) "ښځه ستاسي كرهڼه ده!" (قرآنكريم) "دنيا او هغه څه چې په دنيا كي دي ټول ښه او ښكلي دي، مګر د دنيا تر ټولو شيانو ښكلې او ښه، پر هېزګاره مېرمن ده!" (رسول اكرم ص) "لوى څښتن ښځه رفيق القلبه او حساسه پيدا كړې ده، نو له دې جهته يې د دوى احترام او رعايت پر نارينه واجب كړى دى!" (رسول اكرم ص) "په هر كور كي چې ښځه نسته، هلته خوښي او رڼا هم وجود نه لري!" (رسول اكرم ص) "ښځه د كور ډېوه او څراغ ده!" (رسول اكرم ص) "خداى(ج) پر هغو ښځو خپل رحمت اوروي چې د ژوندون له ټولو مشقاتو سره سره د خپلو زامنو په روزنه كي كوتاهي نه كوي، او يوه لحظه هم دوى ته په تريو تندي نه ګوري!" (رسول اكرم ص) "د ښځي حكمت كور ودانوي!" (سليمان ع) "ښځه د مراد غاړګۍ ده، دقت وكړه چې څنګه غاړګۍ په غاړه كوې!" (امام جعفر صادق) "ښايسته مېرمن سترګي روښانه كوي، او صالحه مېرمن زړه . . . . لمړۍ جوهر ده او دوهمه خزانه!" (ناپليون) "ښځه د ژوندون ملګرې او د درماندګۍ په وخت كي ښه غمشريكه ده!" (ګويته) "په هر كور كي چې مېرمن نسته، د سعادت فرشته هلته قدم نه ږدي!" (لوى سكندر) "ښځه خداى تعالى د نر په شان ښه پيدا كړې ده نو پرې يې ږدى، چې دا لطيف موجود او دا د زمانې پالونكې هم هغسي ښه ژوند وكړي!" (منتسكيو) "كه ښځه نه واى، د دنيا نوابغ به چا روزلي او پاللي واى؟" (بناپارت) "د ښځو غېږ د بشر لمړى دبستان، او د سړي جوړولو لمړۍ كار خانه ده!" (ولتر) "ښځه بهيترينه او وروستۍ آسماني تحفه ده!" (مېلتون) "ښگځه هغه مخلوق ده، چې په دې كي ډېر لطيف او ډېر صميمي فضيلتونه پيدا كيږي!" (جرن سون) "پوره او كامله ښځه د مځكي پر مخ ډېر شريف موجود دى!" (لويل) "ښځه د خلقت د اسرارو مخزن ده!" (كارل كوتزكو) "ښځه د آفرينش تاج دى!" (هردر) "ښځه خداى د ميني دپاره پيدا كړې ده!" (رومبو) "يوازي ښځه هغه وجود دى چې د پاك عشق او ريښتيني ميني حقيقت پېژني!" (شېلر) "ښځه هغه مخلوق ده چې عميق ګوري، او نر هغه مخلوق دى چې ليري ويني، يو عالم و نر ته يو زړه ښكاري او يو زړه و ښځي ته يو عالم دى." (ګرابه) "په ښځه كي يوه جاذبه سته چې ناقص عقلونه د هغې جاذبې درك نه سي كولاى." (ستوري) "ښځه د اوقيانو په شان ده چې د لږ او سپك فشار مقاومت نه سي كولاى، او درانه بارونه وړي ." (راسموس نيلسون) "ښځه مه وهئ حتى د ګلو په ښاخله هم!" (هندى متل) "ښځه هغه فرشته ده، چې په هلكتوب كي زموږ روزونكې، په زلميتوب كي زموږ كام بخښونكې، او په زوړ والي كي موږ ته ډاډ او تسليت را كوونكې ده." (آره تين) "اى ښځي! ته د مځكي فرشته يې، د آسمان له خوا ښكلى موجود يې . . . . ته هو، يوازي ته هغه وړانګه يې چې زموږ ژوندون را روښانه كوې." (الفونس دولا مارتين) "اى ښځي! ته د تقواى او سپېڅلتوب دپاره پيدا سوې يې." (ج- برد) "اى ښځي! ته هغه څوك يې، چې زه غواړم هرڅه چې لرم او نه يې لرم هغه ټول ستا په پښو كي نثار كړم." (اتره _ ج) "له ډيري پخوا زمانې څخه تر اوسه پوري ښځه د قربانۍ په وړاندي كولو او د مذهبي قوانينو په خپرولو كي پوره او كامله توجه لري، او ښځه ده چې مقدس قانون ساتي او پرورش وركوي." (ريګويدا) "اى ښځي! ته تر نر قوي يې! ته غريزه يې او دى عقل . . . تركمه پوري چې ژوند غريزه وي ته بي بي، يې او نر ستا مريى." (هانري شيانكو يكتنز)