د "شهسوار سنگروال" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
۱۵ کرښه: ۱۵ کرښه:
# د پښتو ادبياتو معاصر تاريخ ، د تاريخ په تله کې
# د پښتو ادبياتو معاصر تاريخ ، د تاريخ په تله کې
# د تاريخي جغرافيې څرنګوالی
# د تاريخي جغرافيې څرنګوالی
.


==د شعر څوبېلگې==
==د شعر څوبېلگې==

د ۲۱:۱۲, ۵ اگسټ ۲۰۱۳ بڼه

دوتنه:شهسوار سنگروال.jpg
شهسوار سنګروال

شهسوار سنګروال په ١٩٥١م کال د لغمان په ښکلی او شاعرانه سيمی د سنګر په کلی کښې زيږيدلی دی ٠ لومړنۍ زده کړې يې د سنګر په ښوونځي او بيا په ١٩٦٩ کال كې د روښان ليسې څخه فارغ شو٠ لوړې زده كړې يې د ادبياتو او بشري پوهنو په څانګو کښې بشپړې کړې . لومړی يې د تاريخ څانګه او بيا يې د ادبياتو پوهنځی ولوست٠ سنګروال نيازی د ښوونې او روزنې ، راديو تيلويزون ، اطلاعات او کلتور ، ودانولو چارو ، د لوړو او مسلکې زده کړو په وزارتونو کښې رسمی دنده اجرا کړی ده. په ١٩٩٢ کال پېښور ته راغی لومړی يې د احمد شاه بابا په نوم ليسه جوړه کړه او بيا يې په ١٩٩٣ کال د احمدشاه ابدالي پوهنتون تاسيس کړ او د پوهنتون د رياست چارې يې په غاړه شوې ٠ په لندن کې د افغان ادبي جرګې تاسيس او مشري ، د 'شمله' فرهنګي مهالنۍ تاسيس او مشري يې كړې ده .

چاپ شوي آثار

چاپې شوي اثار يې دادي :

  1. شمله
  2. هوسۍ او کيږدۍ
  3. د شبنم ښيښه
  4. د نکريزو پانه
  5. د ډرامې تاريخ او فن
  6. مساپر
  7. د سپين غر له پاسه
  8. څانګه
  9. د پښتو ادبياتو معاصر تاريخ ، د تاريخ په تله کې
  10. د تاريخي جغرافيې څرنګوالی

د شعر څوبېلگې

ګـــــل اوســـــــې وطنـــــــه چنــــــــــــارونـه دې شمله شمله څانګې دې غونچې غونچې ګــــــلونـــــــه دې شمله شمله
بیـــــا دې ســردرو کــــې د تــــــــاوس بڼـــــکــــې وځـــــــــــلو مسته دې ځــــوانـــي شــه نــښــتــرونـه دې شمله شمله

اخځونه

  1. http://samsoor.com/sheruna.php