د "شاه محمود هوتک" د بڼو تر مېنځ توپير
و Bot: Migrating 10 interwiki links, now provided by Wikidata on d:q31494 (translate me) |
و Bot: Migrating 1 interwiki links, now provided by Wikidata on d:q31494 (translate me) |
||
۴۴ کرښه: | ۴۴ کرښه: | ||
[[وېشنيزه : افغانان]] |
[[وېشنيزه : افغانان]] |
||
[[وېشنيزه : د افغانستان پاچايان]] |
[[وېشنيزه : د افغانستان پاچايان]] |
||
[[pnb:محمود ہوتکی]] |
د ۰۷:۲۷, ۹ مارچ ۲۰۱۳ بڼه
شاه محمود هوتک | |
---|---|
د افغانستان پاچايان | |
واکمني | هوتکي واکمني: ۱۷۱۷ ز.- ۱۷۲۵ ز. |
تاج گټنه | ۱۷۱۷ ز. او ۱۷۲۲ ز. |
بشپړ نوم | شاه محمود هوتک |
لقبونه | شاه, پاچا, مير, سلطان |
زېږون | ۱۶۹۷ ز. |
مړينه | ۲۲ د اپرېل، ۱۷۲۵ ز. |
د مړينې ځای | اصفهان |
مخکنی پاچا | عبدالعزيز هوتک |
وروستنی پاچا | شاه اشرف هوتک |
کورنۍ | هوتک |
پلار | ميرويس خان هوتک |
مذهبي گروهې | سني اسلام |
د افغانستان د ستر ملي او هېوادپال شخصيت مېرويس نيكه زوى ، شاه محمود د خپل پلار د مړينې په كال كه څه هم اتلس كلن وو ، مگر بيا هم ډېر مېړه پښتون وو او پر پلار هم ډېر گران وو ، ځكه چې له پلار سره په ټولو جگړو كې ملگرى وو او په حربي چارو كې ښې تجربېې حاصلې كړې وې . د پلار تر مرگ وروسته بيا د خپل اكا په خدمت كې وو او د پښتنو د كارو باره سره يې ډېره دلچسپي درلوده ، خو كوم وخت چې يې د خپل اكا پېشنهاد وليد ، نو د اكا له كړو څخه بېزاره شو او د هغه كار يې ورتمام كړ او څنگه چې د كندهار او پارس پخوانى رواج وو ، چې د ښار په هره خوا كې به يوه يوه مناره وه او په هره مناره كې به يوه نغاره د خلكو د خبرولو لپاره پرته وه ، نو هر وخت چې به يو مهم خبر وو ، نو دا نغارې به ډنگېدلې او خلك به راغونډېدل . محمود چې خپل اكا مړ كړ ، نو دا نغارې يې وډنگولې او خلك راغونډ شول . محمود د خپل اكا وړانديز دوى ته وښود او له پارسيانو سره جنگ يې په ايت او حديث ثابت كړ او بيا يې څرگنده كړه ، چې دده اكا د خپلې شخصي ارامۍ او خوش گزرانۍ لپاره غوښته ، چې پښتانه بيا د پارسيانو تر لاس لاندې او د هغوى مطيع كړي او زموږ مملكت بيا وران شي . تر دې وروسته يې نو وويل ، چې (( ما هغه وواژه )) پښتنو چې هغه وړانديز ولوست او ورمالومه شوه ، چې محمود رښتيا وايي ، نو ده ته يې افرين ووايه او دى يې د ځان پاچا كړ او د شاهۍ لقب يې وركړ ، نو (( شاه محمود)) وباله شو . دا زلمى پښتون د پښتنو پاچا شو او تر ۱۱۳۴ هـ كاله پورې يې د افغانستان د پاچا په حيث حكمراني وكړه او څوا واره يې د پارس او سيستان شرقي برخو ته لښكري وايستلې ، څو يې په ۱۱۳۴ هـ كال د پارس د حكومت پايتخت اصفهان محاصره كړ او تر اته مياشتې محاصرې وروسته يې د محرمې د مياشتې په ۱۱ يا ۱۵ په ۱۱۳۵ هـ ( ۱۷۲۲ ) ع كال د صفويانو وروستنى پاچا سلطان حسين خپل ځان او پايتخت د پښتنو لښكرو ته تسليم كړ . د پښتنو زلمي پاچا د خپلې شاهنشاهۍ په وختو كې د اصفهان تر فتح وروسته ډېرې لويې لښكركښۍ وكړې ، خو تر دوه نيمو كالو پاچاهۍ وروسته د برات د مياشتې په ۱۲ شپه ، ۱۱۳۷ هـ كال په اصفان كې د دماغي تاروغې له كبله ووژل شو . دا فاتح مېړه پښتون په ۲۷ كلنې تر دنيا تېر شو او د پښتنو په تاريخ كې يې ځلانده نوم او توره پرېښوده .
- عبدالروف بېنوا ، ميرويس نيكه ، ۱۳۸۴ لمريز ( ۲۰۰۵ ) زېږديز كال پېښور چاپ ، ۱۴۴ - ۱۴۶ مخونه