د "محمد حنيف بکتاش" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
Addbot (خبرې اترې | ونډې)
و Bot: Migrating 1 interwiki links, now provided by Wikidata on d:q5648195 (translate me)
۲۱ کرښه: ۲۱ کرښه:


[[وېشنيزه:پښتانه شاعران]]
[[وېشنيزه:پښتانه شاعران]]



[[en:Hanif Baktash]]

د ۲۰:۵۷, ۸ مارچ ۲۰۱۳ بڼه

حنيف بکتاش

دوکتور محمد حنيف بکتاش (۹ د مۍ، ۱۹۶۱ ز. - ۴ د اکتوبر، ۲۰۱۲ ز.) (په انګرېزي:Hanif Baktash) يو افغان تاريخپوه، د پښتو شعر او ادب يو معاصره شاعر او ليکوال و. همداراز د بي بي سي راډيو د پښتو څانګې يو وياند او خبريال هم و.

مخينه، زده کړې او دندې

محمد حنيف بکتاش په ۹ د مۍ ۱۹۶۱ ز. کال کې د وردک ولايت مرکز ميدان ښار کې زېږېدلی و. هغه په خټه پښتون و. هغه د مينه بکتاش چې د بي بي سي د دري څانګې ويانده او خبرياله ده، خاوند و او دوه ځامن ترې پاتې دي.

حنيف بکتاش خپلې لومړنۍ زده کړې د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې ترسره کړي، پيل په مزار شريف کې بيا وروسته په ميدان ښار کې، بيا کندهار، هلمند او دولسم ټولګی يې په ۱۹۷۸ ز. کال کې د کابل ښار په حبيبيې ليسې کې بشپړ کړی و. لوړې زده کړې يې د کابل پوهنتون د پېداګوژۍ په انستيتيوت کې بشپړې کړې. تر دې وروسته پخواني شوروي اتحاد ته يې سفر وکړ او هلته يې په ۱۹۹۳ ز. کال کې د تاريخ په څانګه کې خپله دوکتورا واخيستله. د هماغه کال په دوبي کې انګلستان کې مهاجر شو[۱] او په ۲۰۰۲ ز. کال کې يې برتانيوي تابعيت هم ترلاسه کړ. په انګلستان کې مېشتېدو وروسته يې د بي بي سي راډيو د پښتو څانګې سره کار پيل کړ او په ۱۹۹۸ ز. او ۱۹۹۹ ز. کال کې يې د وياندۍ تر څنګ د خبريالۍ دنده هم پر مخ بيوله. له ۲۰۰۹ ز. کال راهيسې يې په هامبورګ کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د سلاکار په توګه دنده ترسره کوله. هغه په پښتو، دري، انګرېزي او روسي ژبو پوهېده.[۲]

ليکلي آثار او څېړنې

په ۱۹۷۶ ز. کال کې بکتاش د پښتو شاعرۍ يوه جايزه وګټله چې په پښتو شعر کې يې ځانګړی سبک جوړ کړ.[۳] بکتاش د يو لړ آثارو ليکوال دی چې په دې توګه دي:

  1. يادداشت هاونوشته ها  : يادښتونه او ليکنې (په دري ژبه شننيز اثر) 1984 کابل افغانستان
  2. دځنګله سترګوکې : (د پښتو شعرونو ټولګه) 1987 کابل افغانستان [۴]
  3. کله چې لمردخدای ايتونه لولي (د پښتو شعرونو ټولګه) 2009 کابل افغانستان[۵]
  4. شعرې که خنجر است : هغه شعر چې خنجر دی (د پښتو او دري شعرونو ټولګه ) 1983 کابل افغانستان
  5. صدا : غږ (د بکتاش او د نورو ځوانو شاعرانو د شعرونو ګډه ټولګه په پښتو او دري ژبو) 1984 کابل افغانستان

سرچينې