د "ننګرهار ولایت" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
و Khangul د د ننګرهار ولایت مخ ننګرهار ولايت ته ولېږداوه
JAnDbot (خبرې اترې | ونډې)
و r2.7.2) (روباټ زیاتول: be-x-old, ms, uk بدلول: hi
۱۰۹ کرښه: ۱۰۹ کرښه:
[[az:Nəngərhar]]
[[az:Nəngərhar]]
[[be:Правінцыя Нангархар]]
[[be:Правінцыя Нангархар]]
[[be-x-old:Нангархар (правінцыя)]]
[[bg:Нангархар]]
[[bg:Нангархар]]
[[bn:নানগারহর প্রদেশ]]
[[bn:নানগারহর প্রদেশ]]
۱۲۵ کرښه: ۱۲۶ کرښه:
[[fi:Nangarharin maakunta]]
[[fi:Nangarharin maakunta]]
[[fr:Nangarhâr]]
[[fr:Nangarhâr]]
[[hi:नंगरहार प्रान्त]]
[[hi:नांगरहर]]
[[it:Nangarhar]]
[[it:Nangarhar]]
[[ja:ナンガルハール州]]
[[ja:ナンガルハール州]]
[[ko:낭가르하르 주]]
[[ko:낭가르하르 주]]
[[ms:Wilayah Nangarhar]]
[[nl:Nangarhar]]
[[nl:Nangarhar]]
[[no:Nangarhar (provins)]]
[[no:Nangarhar (provins)]]
۱۳۹ کرښه: ۱۴۱ کرښه:
[[tg:Вилояти Нангарҳор]]
[[tg:Вилояти Нангарҳор]]
[[tr:Nangarhar Vilayeti]]
[[tr:Nangarhar Vilayeti]]
[[uk:Нангархар]]
[[ur:صوبہ ننگرہار]]
[[ur:صوبہ ننگرہار]]
[[vi:Nangarhar (tỉnh)]]
[[vi:Nangarhar (tỉnh)]]

د ۱۴:۳۸, ۴ مارچ ۲۰۱۳ بڼه

ننګرهار
د افغانستان نخشه ننګرهار نښه شوې.
پلازمېنه
 • کوارډيناټ
جلالکوټ (جلال اباد)
 • 34.4261° N 70.4479° E
د وگړو شمېر (2002)
 • گڼه گونه
{{{د وگړو شمېر}}}
 • {{{گڼه گونه}}}/km²
مساحت
7,727 km²
وخت UTC+4:30
اهمه ژبه/ژبې پښتو

ننګرهار د افغانستان له ختيځو سرحدي ولايتونو څخه دى چې د پاكستان له پښتونخوا ايالت سره ګډۀ پوله لري.ددې ولايت منځى د جلالكوټ ښار دى. د اټکل له مخې دا ولايت له كابل څخه وروسته د ېۍواد ګڼمۍشتۍ ولايت ګڼل كۍږي، چۍ د وګړو شمۍر يۍ له څه د باندۍ ۳۰۰۰۰۰۰ نه هم ډېره ده.


آرپوهه

په تاريخي لحاظ دغه ولايت په بېلا بېلو نومونو (نګار، نګارا ، نګاراهار، نګر....) ياد شوی . له دغه ولايت څخه پر ١٣٤٥ کي لومړی لغمان او بيا پر ١٣٤٨ ترې کونړ بېل او ځانګړي ولايتونه وګڼل شول. ددغه ولايت تاريخي سابقه يې د پخوانيو آريايانو له مدنيت سره اړيكه لري.د بوديزم دين په دې سيمه كې ډېره پرمختيا كړېده. د چينايي ګرځند هېوان تسنګ له قوله، نګارهارا Nagarahara د كلمې يادونه د اوستا په كتاب كې شوېده چې مطلب يې همدغه د ننګرهارسيمه ده. د لرغون پېژندونكو له كيدنو څرګندېږي چې له پينځلس زرو څخه زياتې وړې او منځني كچ مجسمې په مختلفو حالاتو كې له ننګرهار، په ځانګړي توګه له هډې څخه په لاس راغلي دي چې ډېره برخه يې د پاريس موزيم ته وړل شوي دي.دامجسمې د مميلادي دوېمې او شپږمې پېړۍ پورې اړه لري. يو بل ګرځند فاهبين دا آثار د دوهمې ميلادي پېړۍ دمخه بولي.

د بوديزم اهم ټاټوبې

ننګرهار دبوديزم اصلي او مهم ټاټوبې تشكيلوي. كه چېرې له لعلپورې، باسول نه تر بهسودو او درونټې پورې سيمه په دقت سره وكتل شي د غرو په لمنو كې د كابل د سين په غاړه په زرګونو واړه او غټ غارونه او د بوديزم عبادت ځايونه ليدل كېږي چې په هريو كې يې مذهبي مراسم ترسره كول او له دې عبادت ځايونو څخه په زرګونو مجسمې او اثار په لاس راغلي چې ټول د قاچاق په ډول له ملكه بهر وړل شوي.

په ننګرهار كې يوه لويه عباده خانه چې هلته د بوديزم ښوونه كېده هډې ته نژدې پرده ده. د بوديزم د علماؤ او ډول، ډول ژوو انځورونه يې د عبادتخانو په دېوالونو انځورول او د مرمر له غټو كاڼو څخه به يې په ډېر مهارت مجسمې جوړولې او انځورولې. هډه د جلالکوټ د سوېل ختيځ لور ته د يو ستر ښار نوم ؤ چې د هند او باميانو ترمنځ يې موقعيت درلود. درې كاله مخكې هم د وچ ډنډ ترڅنګ د بوديزم د يوې مذهبي راهبې قبر د يو ګنبذې لاندې موجود ؤ، چې د سړك پراخولو له امله ونړوله شوه.

د جلالکوټ سوېل لوري ته اته کيلو ميټره لري هډه پرته ده چي پکي د بودايي دوري ډير ښه په زړه پوري اثار خوندي وو. له ډير و لري لري ملکونو څخه به خلک د دي ليدو ته راتلل ، دي سيمي ته د اسلام تر رارسيدو پخوا ننګرهار د بودايي معدنيت مهم مرکز او د ساکياموني سرهر تاګونم بودا د کوپړۍ يو هډوکي دلته ښخ وو، ځکه هډه بلل کيدله

د ولايت پلازمېنه

د ننګرهار ولايت مركز د جلالکوټ (جلال اباد) ښار دى. جلالکوټ پر (٩٨٩-٩٩٠ه ق کلونو کي او شمالي هندوستان د پاچا جلال الدين اکبر مغل (٩٦٣-١٠١٤ه ق ) په حکم د کابل صوبي ( ولايت ) ديوان ( مستوفي ) خواجه شمس الدين خواني( ١٠٠٨ ه ق ) جوړ کړي دی. دا ښار په ۱۸۸۰ زېږيز كال کې د سېلاب په اغيز وران شو او د نوي ښاري پلان له مخې بيا ورغول شو.

جلالکوټ پنځه ناحيې لري ننګرهار پخوا هغه سيمه وه چي له سروبي څخه د خيبر تر تورخمه غځيدلي وه او د جنوب لخوا سپين غر پري راګرځيدلي په تاريخي لخاظ ننګرهار د پښتو ژبي پلار خوشال خان خټک ( ١٠٢٢-١١٠٠ه ق کي هم داسي ياد کړي:

اپريدي مومند شينواري ګوره څه کا
د مغلو لښکر پروت په ننګرهار دي

سراج العمارت او د امير شهيد بڼ چې هلته د امير حبيب الله خان او امان الله خان مقبرې هم شته چې د ليدلو ځايونه دي او په خوګياڼيو كې د نملې (مملې) بڼ يو تاريخي حثيت لري. جلالکوټ د افغانستان د پاچا اعلحضرت سراج الملت و الدين امير حبيب الله ( ١٣١٩-١٣٣٧ ه ق) ژمنی پايتخت و ، په جلا ل اباد کي د سراج العمارت باغ ،کوکب او باغ شاهي په نومونو باغونه لري ، نوموړي امير او زوی يې امان الله شاه غازي په باغ امير شهيد کي ښخ دي .

وټه

جغرافيه او اداري جوړښت

ننګرهار په ختيځو ولاياتو كې يو مهم ولايت دى. دا ولايت ۷۶۱۶ كيلو متر مربع مساحت لري. دا ولايت نژدې شپږ سو ه متره د بحر د سطحي څخه په جګوالي پروت دی. جلالكوټ ښار په ختيځ طول البلد ٧٠ درجي ٢٧ دقيقي ٥٤ ثانيي او شمالي عرض البلد ٣٤ درجي ٢٦ دقيقي او ٢٠ ثانيو کي واقع دي.

دا ولايت د اداري وېش له مخې په لاندې ولسواليو وېشل شوېدى.

اقليم او هوا

ننګرهار د هغه د پېداوار له مخې د مديترانه يي اقليم لرونكې او د استوا د كرښې لاندې ګڼل شوېدى. ځكه چې د مالټې، نارنج، خرما، شولو او ګنيو پېداوار هلته ډېر دي. وچ او تود اوړې او معتدل باراني ژمې لري چې دا وضعه يې په هوارو ځمكو كې صدق كوي. مګر د سپين غره سيمې او د كنړ درې چې صنوبري او ستنې لرونكو پاڼو لكه لمنځه او څېړۍ په ځنګلونو پوښل شوي، ډېرې موسمي بارانونه لري، لېكن د بهسود او كامې په برخه كې ټيټ غرونه د تېرو پاڼو لرونكو ونو ځنګلونه لري. اورښت پكې زياتره په ژمي او د پسرلي په پېل كې اوري، د اورښت كلنۍ اندازه يې د ۱۲۵۰-۴۰۰ ملي مترو په منځ كې تغېر مومي او د تودوخې منځنۍ درجه ۲۱ او لوړه يې د اسد په مياشت كې ۴۸ درجو ته پورته كېږي.

جغرافيايي او پوځي حالت

ننګرهار د پاکستان سره ګډه پوله لري، او د همدې سيمې خلک او د پېښور خلک د يو بل سره خورا نژدې اړيکې هم لري. هر کال ډېرۍ خلک د ډيورنډ پولې دواړه خوا تګ راتګ کوي. ددې ولايت اوسينی والي ګل آغا شېرزی دی.

د لومړي ځل لپاره د ۲۰۰۶ زېږیز کال د مارچ په مياشت کې په ننګرهار ولايت کې H5N1 وموندل شول.

نښلوونكي لوى لارې

د كابل تورخم لوى سړك له ننګرهار څخه تېرېږي. د كابل تورخم د سړك په دې تېر نېږدې كې پوره كرېړ شوې چې د نقليه وسيلو لپاره د ګټې وړ وګرځېد. د جلالکوټ- اسمار د سړك كرېړ اچولو چارې لا پرمخ روانې دي چې په نږدې راتلونكي كې به بشپړ شي.


انځوریز البوم

سياست

د ننګرهار ولايت اوسنی والي ګل اغا شېرزی دی.

باندنۍ تړنې

کينډۍ:د ننګرهار ولسوالۍ