د "کندز ولايت" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
و روباټ لرې کول: diq:Kınduz (deleted)
ZéroBot (خبرې اترې | ونډې)
و r2.7.1) (روباټ زیاتول: sr:Провинција Кундуз
۷۲ کرښه: ۷۲ کرښه:
[[sco:Kunduz Province]]
[[sco:Kunduz Province]]
[[simple:Kunduz Province]]
[[simple:Kunduz Province]]
[[sr:Провинција Кундуз]]
[[su:Propinsi Kunduz]]
[[su:Propinsi Kunduz]]
[[sv:Kondoz (provins)]]
[[sv:Kondoz (provins)]]

د ۲۲:۳۷, ۱ مارچ ۲۰۱۳ بڼه

 دا ليکنه نابشپړه ده، تاسې ددې ليکنې په بشپړولو کې د ويکيپېډيا سره مرسته کولای شئ.
کندز

د کندوز ولایت یو د افغانستان د شمال ختیځ ولایتونه څخه دی. چی مرکز یی د کندوزښار دی، یو د افغانستان د مهم تجارتی اوبندری ولایتونو څخه دی . ددې ولایت شمالي سرحد د آمو سیند تشکیلوي. تر اویا کالو د مخه یې نفوس ډیر کم و او مرکزیې د خان آباد ښارو. اوس د کندوز ښار ډیره ګڼه ګوڼه لري، ځکه چې ارواښاد محمدګل خان مومند او ارواښاد شیرخان خروټي د هیواد له ختیځو،جنوبي او نورو سیمو څخه هلته ډیرنواقل واستول او خلکوته وړیا او یا هم په ډیره ارزانه بیه ځمکې ورکړل شوې. ددې ولایت نفوس ډیرشو، په پخوانیو وختونوکې د آمو د سیند په غاړه یوه کلکه او مستحکمه کلا موجوده وه، چی هغه کلا مغلو ورانه کړه او بیا د امان الله خان په وخت(۱۳۰۰ هجری شمسی کې) دوباره جوړه کړای شوه. ده ولایت ډیرسمسور،اباد او ښیراز دی. ډیره ابادی او ښه زراعت لري. د کندوز ولایت یو د ښه آب هوا لرونکی ولایتونه څخه دی چی د دې ځای آب او هوا په هر قسم زراعت ته مناسب دی. د اوړی په موسم کې یې تودوخه تر۴۳ سانتي ګراد پورته په اوسطه توګه ۳۰ درجې او د ژمي تر صفر درجي راښکته کیږی. کلنی اورښت یې د ۳۰۰ – ۴۰۰ ملې مترو په منځ کې اټکل شوی. له بهر نه ۴۳۳متره ارتفاع لري، پسرلی یې تود او ژمی معتدله هوا لري. دا ولایت د غبرکوه، د قره باتور او خواجه عبدالقاسم په نوم مشهور غرونه لري. د خان آباد سیند، د ګاوکش نهر، د کندز نهر، د کندز سیند، نهر تقي او دعلې آباد نهرونه د دې ولایت د سمسورتیا سبب ګرځي. ددې ولایت خلک د ډیر ښه فرهنګ لرونکي دي او د نواقلو فرهنګ هم په دې ولایت ژور اثر کړی دی. دا ولایت ښې لیسې او حرفوي ښونځي لري. پهلواني، بزکشی، نیزه بازي او سیمه ییزې لوبې پکې ډیر دود دي. دقلعه ذال او د کندز زړی کنډوالې یې تاریخی ځایونه تشکیلوي، چی د بودیزم د دورې او د ګریکو بودیزم او ګریک و باختري سکې ترینه ترلاسه کیږی. د کندز ښار یو زوړ مسجد هم لري، چی تقریبا ۳۰۰ کاله قدامت لري. په دې ولایت کې د افتاب پرست ګل، وریجې، کونځلې او زغر ښه حاصل کوي او پوره شل کاله یې د پنبې تولید لومړی مقام درلود. دا ولایت د غوړیو یوه ښه فابریکه هم لري، چې د ورځی یې څو ټنه غوړي تولیدول د وریښمو صنعت هم هلته پرمختیا کړی ده، چې د چپنو، دستمالونو او جامو په جوړولو کې ترې کار اخلي. د دې ولایت خټکی، چی د امام صاحب په نوم یې پیژنو،نړیوال شهرت لري. نومړی ولایت ۱۰۴۸۰۰۰ اکړه آبی او ۴۲۸۰۰۰ اکړه للمي ځمکه لري او ۱۷۴۷۰۰ جریبه ځمکه یې د پستې، بادام، سنځلو،عکاسی، پنجه چنارونو او ځنګلونو نیولې ده. ددې ولایت ولسوالی او علاقه اری په لاندی ډول دي.

ولسوالي نفوس د ۱۹۹۰کال اټکل مساحت کندوز ۱۶۴۰۳۱ ۶۹۴ علي اباد ۱۷۵۷۳ ۴۱۹ امام صاحب ۱۳۵۱۸۸ ۱۴۴۵ خان اباد ۱۰۸۹۲۳ ۱۱۱۳ ارچي ۵۷۲۰۱ ۷۸۷ قلعه ذال ۴۵۵۷۵ ۲۳۹۹ چار دره ۴۸۰۸۴ ۹۶۸ ټول نفوس ۵۷۶۵۷۵ ټول مساحت ۷۸۲۵


د ...... ولايت

زمكنې جوړښت

kunduz is one of the best province in afghanistan and this is so agreculthure city ,now there is going in so fast the reconstuction of kunduz , mr hamid karzai sad that i will be make a kunduz like a Dubai and there is start more more new city in kuduz and now one of the best new city which is making new kunduz in the chardarah distric in kunduz the contracter Gulbaharzazai construction company is working in that,but mr Haji zirath khan the president of gulbahar zazai constuction company sad that there is no more and big project for this new city and i compaline more for goverment of afghanistan and they cant respect more for this,u will be get more information of that as that website www.gulbaharzazai.8m.net

د وګړو شمېر

فرهنګ

تاريخي سيمې

د اوبو سرچينې

مهم لاسته راوړنې

اړيكتيايي سېسټم

ځنګلونه

جګړې وراړولي زيانونه

سرچينې

  • د افغانستان د ولايتونو جغرافيه، ژباړه: اورنګزېب ارشاد، كال۱۳۷۹ه ل، خپرندويه ټولنه: د اريك د ګرځنده كتابتونونو اداره
  • د افغانستان تاريخي زمكپېژندنه، ليكوال: مير غلام محمد غبار، كال ۱۳۷۷هجري لمريز، د مېوند نشراتي مركز، صبا كتابتون-پېښور ښار