د "يمال" د بڼو تر مېنځ توپير
و r2.7.3) (ربات: تغییر ar:انهيار جليدي به ar:انهيار ثلجي |
و r2.7.1) (روباټ زیاتول: ne:हिम पहिरो |
||
۵۶ کرښه: | ۵۶ کرښه: | ||
[[ms:Runtuhan salji]] |
[[ms:Runtuhan salji]] |
||
[[mwl:Abalanxa]] |
[[mwl:Abalanxa]] |
||
[[ne:हिम पहिरो]] |
|||
[[new:च्वापुहुर]] |
[[new:च्वापुहुर]] |
||
[[nl:Lawine]] |
[[nl:Lawine]] |
د ۰۳:۰۸, ۲۶ فبروري ۲۰۱۳ بڼه
يو يمال (په انګرېزي: Avalanche) د غره له سر نه يا له يوې لوړې څوکې يا غونډۍ نه مخ په ځوړه د واورې چټکې ښويېدنې ته وييل کېږي چې د دغې ښويېدنې د پارېدنې سبب هم طبيعي او هم انساني کړه وړه کېدای شي. يمال يو ډېر ويجاړونکې واوره ښويېدنه ده چې د دود له مخې په غرنيزو سيمو کې رامېنځ ته کېږي. د يمال د راپېښېدو او په کوزه سرعت هوا د اوبو سره ګډولای شي. ډېر ځواکمن او ستر يمالونه د ځان سره د غرو کاڼي او ګټ، ونې او نور بوټي د خاورو او ريښو سره يوځای د واورې د ښويېدنې په لور راباسي تر ليري واټنه يې لېږدوي. يمالونه د بهانده واورې نه جوړ شوي دي او د غر ښويېدنې، خاورې ښويېدنې او د واورې د ګينګړو د راولېدلو سره توپير لري. د نورو طبيعي پېښو په پرتله چې د ناورينونو سبب ګرځي، يمالونه کله نا کله، ناڅاپي او په ناټاکلو ځايونو کې نه رامېنځ ته کېږي. يمالونه د ځانګړو غرونو د هغو لړيو پورې اړونده دي، چې واوره پکې اوري او د واورې کچه پکې ډېرېږي او د ولاړې واورې ډېرۍ لاپسې ډېرېږي. په غرنيزو سيمو کې يمالونه د خلکو ژوند او ژواک ته تر ټولو جدي او لوی خطرونه پېښوي چې د ويجاړۍ او تباهۍ کچه يې تر دې وي چې د غرونو د سر واورې تر ډېر ليري واټن او په سرعت سره د مېشتو سيمو په سر خپروي.