د "هند" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
EmausBot (خبرې اترې | ونډې)
و r2.7.3) (ربات: تغییر dz:རྒྱ་གར་ به dz:རྒྱ་གར
ZéroBot (خبرې اترې | ونډې)
و r2.7.1) (روباټ زیاتول: ti:ህንድ
۲۹۴ کرښه: ۲۹۴ کرښه:
[[tg:Ҳиндустон]]
[[tg:Ҳиндустон]]
[[th:ประเทศอินเดีย]]
[[th:ประเทศอินเดีย]]
[[ti:ህንድ]]
[[tk:Hindistan]]
[[tk:Hindistan]]
[[tl:Indiya]]
[[tl:Indiya]]

د ۰۱:۰۷, ۲۵ فبروري ۲۰۱۳ بڼه

بيرغ نښان
د هند
نخشه
موقعيت
پلازمېنهنوی ډېلی
۳۴°۳۱′ شمال ۶۹°۰۸′ ختیځ / 34.517°شمال 69.133°ختيځ / 34.517; 69.133
لوی ښار نوی ډيلی
حکومت فېډرالي جمهوريت,
پارلماني ولسواکي[۱]
جوړښت
 -  د اعلانېدو نېټه ۱۵ اګسټ ۱۹۴۷ 
 -  د پېژندلو نېټه ۱۵ اګسټ ۱۹۴۷ 
بشري پرمختيا (۱۹۹۳) ۰،۲۲۹ (n/a) (unranked)
د وخت سيمه (UTC+۴:۳۰)
 -  اوړی (DST)  (UTC+۴:۳۰)
د انټرنټ مخکښ شپول .in

هند، (په انګرېزي: India) چې په رسمي چارو کې د هند جمهوريت بلل کېږي، (په هندي: भारत गणराज्य بهارت ګناراجيا) د سوېلي آسيا يو هېواد دی. دا هېواد د جغرافيايي مساحت له مخې د نړۍ اووم لوی هېواد او د وګړو د شمېر له مخې د نړۍ دويم ګڼ جمعيته هېواد دی. يوه بله ځانګړتيا چې د دې هېواد په برخه کې ده هغه دا ده چې دا هېواد د نړۍ تر ټولو مشهوره ولسواکه (ډيموکراتيک) هېواد دی چې لسګونه توکمونه پکې د يوه بېرغ ترسيوري لاندې سره يوځای اوسېږي. د هند لوېديځه خوا هندي سمندر ته وتلې، د دغه هېواد په لوېديځ کې د عربو سمندرګی، په ختيځ کې يې د بنګال خليج پراته دي چې دا ټول د هند ۷۵۱۷ کيلومتره سمندري ساحل جوړوي[۲]. هند د نړۍ د نورو هېوادونو سره هم ګډې پولې لري. د دغه هېواد په لوېديځ کې پاکستان او افغانستان [۳]په سهېل کې د چين د خلکو جمهوريت، نيپال او د بهوټان هېوادونه، په ختيځ کې د بنګله دېش او د ميانمار هېوادونه پراته دي. همداراز د هند په سوېل کې د هندي سمندر له لارې د سريلانکا، مالديپ او اندونيزيا سره د اوبو ګډې پولې لري.

هند د اباسيند د درې د تمدن ځای دی او دا سيمه په تاريخ کې د بېلابېلو امپراتوريو د سوداګرئ او تګ راتګ يوه اهمه لاره پاتې شوې. د هند وړه وچه د ډېر پخوا نه د کلتوري بډاينې او د بېلابېلو کلتورونو تر مېنځ د سوداګرۍ اهمه وچه پاتې شوې.[۴] په دې هېواد کې د نړۍ ځلور اهم مذهبونو، هندويزم، بوديزم، جاينيزم او سکهيزم سرچينه اخيستې او له همدغه څای نه راوتلي، چې بيا وروسته زرتشتي، يهوديت، عيسويت او اسلام د بېلابېلو کلتورونو سره دې خاورې ته راغلي. کله چې د ۱۸ مې پېړۍ په پيل کې د ختيځ هند برتانيوي شرکت دې هېواد ته لاره وموندله نو هند هم ډېر ژر د لويې برتانيې د سلطنت برخه وګرځېدله او دا خاوره د انګرېزانو د نيواک لاندې راغله. کله چې هند د برتانيوي يرغل لاندې ؤ نو د هند د بېلابېلو توکمونو لخوا په ګډه د انګرېزانو په وړاندې ګڼ شمېر جګړې شوي چې د دغو جګړو او مقاومتونو په پايله کې په ۱۹۴۷ ز. کال کې دغه هېواد بشپړه خپلواکي لاسه ته راوړله.[۵]

د هند جمهوريت ۲۸ رياستونه او د ۷ متحدو سيمو يو ډيموکراټيک پارلماني سيستم لري. دا هېواد د نړۍ د لويو اقتصاد لرؤنکو هېوادونو په ۱۲ کتار کې ځای لري او د سوداګرۍ د ادلون بدلون په مارکېټ کې د نړۍ ځلورم پېرېدونکی قدرت ګڼل کېږي. له ۱۹۹۱ ز. کال نه راپدېخوا د اقتصادي سمونونو نه وروسته هند د نړۍ په اقتصاد کې يو چټک پرمختلونکی هېواد ګرځېدلی،[۶] خو، دا هېواد لا تر اوسه پورې د ډېر غربت،[۷] بې سوادۍ، ناروغۍ او د خوړو د کمښت او زمولتيا د ستونزو سره لاس او ګرېوان دی. هند نه يواځې يو ګڼ ژبنيز، ګڼ توکميز او متفرقه ټولنه لري بلکه دا هېواد د حيواني ځنګلي ژوند او د ځنګلي ژوند پراخه خوندي چاپېريال کور هم دی.

آرپوهه

د هند نوم د لرغونې پاړسي ژبې د لغت هندو, او د سانسيکرت د ژبې لغت سندو, نه راوتلی. سندو په پخوانيو تاريخي ليکنو کې د اباسيند د رود نوم دی.[۸] لرغونو يونانانو هندوان د اندوی (Ινδοί) په نامه پېژندل، چې د دغه نوم مانا د انډس د رود يا د اباسيند د رود خلک دی.[۹] د هند اساسي قانون او د هند په بېلابېلو ژبو کې د بهارت نوم هم د دغه هېواد لپاره د يوه رسمي نوم په توګه کارېدلی.[۱۰] د بهارت نوم د هند د افسانوي پاچا بهارتا له نوم نه سرچينه اخيستې. بل نوم چې د هند لپاره کارېږي هغه د پارسي ژبې نوم هندوستان دی چې د دغه لغت مانا د هندوانو خاوره يا د هندوانو زمکه ده.[۱۱]

يادښتونه

  1. "India at a Glance". Know India Portal. National Informatics Centre(NIC). د لاسرسي‌نېټه ۰۷ ډيسمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Kumar, V. Sanil (2006). "Coastal processes along the Indian coastline" (PDF). Current Science. 91 (4): 530–536. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Footnote: The Government of India also considers Afghanistan to be a bordering country. This is because it considers the entire state of Jammu and Kashmir to be a part of India including the portion bordering Afghanistan. A ceasefire sponsored by the United Nations in 1948 froze the positions of Indian and Pakistani-held territory. As a consequence, the region bordering Afghanistan is in Pakistan-administered Kashmir.
  4. Oldenburg, Phillip. 2007. "India: History," Microsoft Encarta Online Encyclopedia 2007© 1997–2007 Microsoft Corporation.
  5. written by John Farndon. (1997). Concise Encyclopedia. Dorling Kindersley Limited. د کتاب پاڼې 455. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7513-5911-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Poverty estimates for 2004-05, Planning commission, Government of India, March 2007. Accessed: 25 August 2007.
  7. "India", Oxford English Dictionary, second edition, 2100a.d. Oxford University Press.
  8. Basham, A. L. (2000). The Wonder That Was India. South Asia Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 0283992573. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Official name of the Union". Courts Informatics Division, National Informatics Centre, Ministry of Comm. and Information Tech. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اگسټ ۲۰۰۷. Name and territory of the Union- India, that is Bharat, shall be a Union of States. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Hindustan". Encyclopædia Britannica, Inc. 2007. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جون ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)

کينډۍ:Link FA کينډۍ:Link FA کينډۍ:Link FA کينډۍ:Link FA کينډۍ:Link FA کينډۍ:Link FA کينډۍ:Link FA کينډۍ:Link FA