د "ابن بطوطه" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
EmausBot (خبرې اترې | ونډې)
و r2.7.3) (روباټ زیاتول: ba:Ибн Баттута
ZéroBot (خبرې اترې | ونډې)
و r2.7.1) (روباټ زیاتول: als:Ibn Battuta بدلول: bs:Ibn-Batuta
۴۹ کرښه: ۴۹ کرښه:
[[وېشنيزه:اسلامپوهان]]
[[وېشنيزه:اسلامپوهان]]


[[als:Ibn Battuta]]
[[an:Ibn Battuta]]
[[an:Ibn Battuta]]
[[ar:ابن بطوطة]]
[[ar:ابن بطوطة]]
۵۹ کرښه: ۶۰ کرښه:
[[bn:ইবন বতুতা]]
[[bn:ইবন বতুতা]]
[[br:Ibn Battuta]]
[[br:Ibn Battuta]]
[[bs:Ibn Batuta]]
[[bs:Ibn-Batuta]]
[[ca:Ibn Battuta]]
[[ca:Ibn Battuta]]
[[ckb:ئیبن بەتووتە]]
[[ckb:ئیبن بەتووتە]]

د ۱۰:۲۱, ۲۳ فبروري ۲۰۱۳ بڼه

مسلمان سېلانی ابن بطوطه زېږېدنه (۷۰۳ هـ ، ــــ ۱۳۰۴ ميلادي) ( مړينه ۷۷۹ هــ ، ـــ ۱۳۷۷ ميلادي) نوميالى مسلمان سيلاني ابن بطوطه چې په ۷۰۳ هـ د رجب په ۱۴ مه چې د ۱۳۰۴ ميلادي كال د فروري له ۲۵ مې نيټې سره سمون خوري د مراكش په ( طنجه ) TANGER ښار كې زېږېدلى دى، نوموړي نژدې خپل ټول ژوند په سير او سياحت كې تېر كړ، او له اته ويشت كلن اوږ د سفر وروسته بېرته خپل وطن ته وګرځېد او په ۷۷۹ هـ كې ومړ او په خپل هېواد كې خاورو ته وسپارل شو ، هغه د نړۍ لرې پرتو سيمو ته اوږده سفرونه لرل او د خپل سفر تجربې او ليدلي يې په خپل مشهور يونليك كې خوندي كړل اوپه دې توګه د ابن بطوطه شمار دنړۍ د مشهورو سيلانيانو په لومړي كتار كې راځي او ختيځ پوهان يې د مسلمانو سياحانو سرخېل TRAVELLERS PRINCE OF MOSLEM) ګڼي.

د ابن بطوطه بشپړ نوم محمد، لقب يې شمس الدين او كنيت يې ابوعبدالله ، د عبدالله زوى د محمد لمسى د ابراهيم كړوسى اوپه طنجي نسبت يې شهرت درلود، دده كورنۍ د بربري قبيلې له ((لواته )) پښې څخه وه، چې دخپل وخت مشهوره قبيله وه.

نوموړى د جون په ديارلسمه كال ۱۳۲۵ ميلادي د ۲۳ كلونو په عمر د حج د سفر په نيت له كوره ووت، اته ويشت كاله اوږده سفرونه يې وكړل، اوپه ۱۳۴۹ ميلادي د نومبر په مياشت كې خپل كور ته وګرځېد، په دې موده كې نوموړي د آسياډېر هېوادونه تر چينه پورې پل په پل كړل اوپه خپل لومړني سفر كې چې دحج كولو په اراده د شمالي افريقا او بحيره احمر له لارې روان شوى و د مصر اسكندريې ښار ته ورسېد، د لارې د نا امنۍ له كبله د خپل مقصد په لوري د شام او فلسطين له لارې مكې معظمې ته ورسېد اود حج له ادا كولو وروسته عراق او بيا ايران ته ولاړ، له هغه ځايه فارس ته تللى، موصل او دبكر ښارونه يې هم وكتل.

دوهم ځل بېرته مكې مكرمې ته راغى، دا ځل يې دوه كلونه ( ۷۲۹ ـــ ۷۳۰ )پورې دلته تېر كړل او دريم سفر يې د ختيځې افريقا او جنوبي عربستان برخو ته كړى او بيا له هغه ځايه د فارس خليج ته ورګرځېدلى اود هرموز تنګي له لارې بېرته مكې شريفې ته ستون شوى دى، دحج له ادا كولو وروسته له هغه ځايه ( اسوان ) ته ورسېد، بيا د مصر او شام له لارې وړوكې آسيا ( اناطول ) او ((كريميا)) اوبيا استنبول ( قسطنطينې ) ته ولاړ بيا د(( والګا)) درياب له لارې د آمو درياب پورې غاړه (ماوراء النهر ) ښارونو (( خوارزم)) او ((بخارا )) ته راغلى دى او له هغه ځايه د ((ترمذ)) او اوسني ((حيرتان)) له لارې بلخ ته راغلى دى، په افغانستان كې له هغه وروسته چې ((بلخ)) يې وليد د ((ميمنې)) د كوهستان له لارې ((هرات)) ته تللى دى او هلته د سلطان غياث الدين غوري زوى سلطان حسين يې ډېر عزت وكړ، په خپل يونليك كې نوموړى سلطان په ښه خوله يادوي اودهغه ځينې فتوحات يې هم ليكلي دي، بيا له ((هرات)) نه جام ، سرخس، مشهد، نيشاپور او بسطام ته تللى دى.

په دوهم ځل بيا افغانستان ته راغى ، داځل يې غوري او بغلان وليدل، او له هغه ځايه كندوز ته ولاړ او هلته يې يوڅه موده هستوګنه هم كړې ده، له كندوز نه د اندراب له لارې د هندوكٌش له غرو تېر شو، پنجشير، كوهستان، څرخ او غزني ته يې هم سر ورښكاره كړى، بيا كابل ته راغى ، له كابله د ګرديز اوګوملې له لارې دهند او سندهـ خواته ولاړ، دهلي ته ورسېد اوسلطان احمدشاه تغلق يې خورا ډېر درناوى او تود هركلى وكړ او له سلطان محمدشاه تغلق سره د سندهــ دپښتنو د اړودوړ اوجګړو څه پېښې يې په خپله سفرنامه كې خوندي كړې دي. دغه راز يې دهغه وخت دسياسي پېښو اوافغانستان دښارونوپه هكله يې خورا ښه معلومات راكړي دي.

د دهلي سلطان هغه ته دقضاء دنده وسپارله او تر دوه كاله پورې يې دغه دنده د مالكي مذهب سره سمه سر ته ورسوله او يوځل بيايې د سياحت مينه په زړه وورېدله، او په يو رسمي سفر له څو تنو ملګرو سره د چين په لوري وخوځېد، خو د مالديپ جزيرو ( مهل ديبه ، مهل ذيبه ) ته چې ورسېد بيا تم شو، هلته يې يونيم كال د قضا دنده په غاړه وه، اوبيا له هغه ځايه په ۱۳۴۴ ميلادي كې سرانديپ ، بنګال ( چاټګام، سلهټ ) اود هند د لرې پرتو سيمو ( كمبوديا ) تر كتلو وروسته چين ته ورسېد، او تر پېكنګ پورې ولاړ، بيا وروسته فارس ، شام ، عراق او مصر ته ولاړ، او په څلورم ځل له مصر څخه دمكې معظمې دسفر په نيت روان شو، اوپه څلورم ځل يې حج اداء كړ.

په ۷۵۰ هـ كې د المغرب ( فاس ) ښار ته ولاړ او هلته يې ډېره موده تېره كړه، بيا د هېر شوي اندلس ( سپين ) غرناطې ته ولاړ او دې وروستي سفر يې ډېره موده ونېوله، په ۷۵۳ هـ كې سوډان ته ولاړ اود افريقې د تورپوستې سيمې ( ټمبكټو ) TIMBUKTU او مالي MELLI سيمو وكتلې اود اګديز AGADEZ او توات TAWAT دښتې له لارې بېرته خپل هېواد مراكش ته وګرځېد اودخپل اوږده سفر موزې يې وكښلې اوله ځوږه ډك سفر يې پاى ته ورساوه.

دنوموړي دسفر لار نژدې ۷۵۰۰۰ پنځه اويازره ميله اټكل شوى، دخپل سفر حالات يې د ابوعنان د دربار يو هسپانوي عالم محمد د جزى الكلبي زوى ته واورول، هغه دده د سترګو ليدلي حالاتو ته د ( رحلة ابن بطوطة ) يا ( تحفة النظار وغرائب الانصار وعجائب الاسفار ) تر نامه لاندې ترتيب كړل اودكتاب بڼه يې وركړه، دنوموړي د لاس دغه يونليك د پاريس په موزيم كې خوندي دى.

لويديځ وال په نولسمه پېړۍ كې له دې يونليك څخه خبر شول، اود ۱۸۰۸ او ۱۸۰۹ او ۱۸۱۹ كلونو ترمنځ ددې يونليك ځينې برخې انګريزي ته وژباړل شوې اوپه ۱۸۲۹ ميلادي كې SAMUEL LEE ددې يونليك لنډيز چې نسخه يې دكيمبرج په پوهنتون كې خوندي وه انګريزي ته وژباړله، پروفيسور ګب GIBB هم ددې يونليك ځينې برخې انګريزي ته وژباړلې چې څو ځله چاپ شوي دي اود ټول يونليك بشپړه انګريزي ژباړه د كيمبرج پوهنتون په ۱۹۵۸ميلادي كال كې اوترهغه وروسته كلونو كې په دوه ټوكونو كې خپره كړه.

پرتغالي، فرانسيسي ژبو ته هم دغه يونليك ژباړل شوى دى. علي خان له انګريزي څخه اردو ته وژباړه، اوسيد محمد حيات حسن په ۱۳۱۴ هـ كې دلومړي ټوك بشپړه ژباړه او محمد حسين يې ددوهم ټوك بشپړه اردوژباړه كړې ده، ماته نه ده څرګنده چې ددې يونليك پښتوبشپړه ژباړه به هم چا كړې وي اوكنه؟

نوموړى په خپل يونليك كې د خلكوواړه دودونه مختلفې ميوې هم يادوي ، لكه كوپره چې نوموړي دمالديپ په جزيروكې دډوډۍ په ځاى خوړله، له سفر نامې يې بريښې چې نوموړى له لرغونو اثارو سره دلچسپي نه لري، يواځې يې دهغه وخت د مسلمانانو پر ټولنيز ژوند غږيږي اودهغه وخت پر جُغرافيه هم نه دى غږېدلى.

دده اوږده سفرونه مونږ ته دا درس راكوي چې كه انسان عزم ولري، خواري وګالي، ډېر څه ترلاسه كولاى شي اوپه تشو لاسونو هم ډېر څه له كلك عزم او پخې ارادې وروسته ترلاسه كېدلاى شي، اسلامي تاريخ ده ته ورته نور ډېرمسلمان سياحان هم لري، چې دده په پرتله يې كه څه هم لږ لارې وهلي خو لاس ته راوړنې يې ترده څو ځله زياتې دي.


سرچینې

اريانا دائرة المعارف، لومړى ټوك ، ۷۱۰ مخ.

اردو دائرة المعارف ، لومړى ټوك ، ۴۳۳مخ.

الدرر الكامنة ، حافظ ابن حجر ، ۳ ټوك، ۴۸۰ مخ.

بروكلمن ، ۲ ټوك، ۲۵۶ مخ.

د ابن خلدون مقدمه.

الاعلام ، لخيرالدين الزركلى، ۶ ټوك، ۲۳۵ــ ۲۳۶ مخ.

الرحالة المسلمون، ۱۳۶ـــ ۱۷۱ مخ.

ابن بطوطة، د ابراهيم العدولى ليكنه، د مصر د المعارف چاپ.

سو بړى مسلمان اردو

مفتي حبيب الله قاسمي