د "هيلري کلنټن" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
و روباټ زیاتول: uz:Hillary Clinton
و r2.6.6) (روباټ زیاتول: fy:Hillary Clinton
۵۴ کرښه: ۵۴ کرښه:
[[fo:Hillary Clinton]]
[[fo:Hillary Clinton]]
[[fr:Hillary Rodham Clinton]]
[[fr:Hillary Rodham Clinton]]
[[fy:Hillary Clinton]]
[[ga:Hillary Rodham Clinton]]
[[ga:Hillary Rodham Clinton]]
[[gl:Hillary Clinton]]
[[gl:Hillary Clinton]]

د ۲۰:۳۱, ۲۱ فبروري ۲۰۱۳ بڼه

هيلري کلنټن

هيلري کلنټن چي پخوانی نوم ئي هيلري ډاين رودهام دی په ۱۹۴۷ ز کال د اکتوبر پر ۲۶ د شيکاګو پر شاوخوا د ايلينويس په ښار کښي په هغه کورنۍ کي دنيا ته راغلې چي رېښه ئي انگليسي ده .

زده کړې

هغې په ۱۹۷۳ ز کال داييل پوهنتون د حقوقو فاکولته پاي ته ورسوله. په همدغه پوهنتون کي په ۱۹۷۰ کال د خپل راتلونکي مېړه بل کلنټن سره هم معرفي سول .

سياسي ژوند

هيلري کلنټن په ۱۹۹۲ کال کي دماساچوسيت په ښارکي د ماشومانو د دفاع په فونډ کي حقوقي مشاوري دنده پر غاړه لرل. او په ۱۹۷۴ کال په واشنګتن کي د امريکا د کانګريس د حقوقي چارو دکميټې په اپارات کي مقرره سوله.

هغې دواترګيت د مسلې او د ريچارد نيکسن پر خلاف چي بايد له مقامه ګوښه سي د دوسې په څېړونو کي هم برخه اخيستې ده. په ۱۹۷۵ کال ارکنزاس ته ولاړه، او په همدې کال ئي دبيل کلينتون سره واده وکړ .

په ۱۹۹۲ کال د بل کلنټن په انتخاباتي کمپاين کي ئې فعاله ونډه واخيسته. د هغه تر ټاکل کېدو وروسته ئي په ۱۹۹۳ کال کي دجمهوري رياست په چوکاټ کښي دروغتيايي خدماتو دکمېټې د مشري دنده پر غاړه درلوده.

په ۱۹۹۴ کال کي د وايټواټر Whitewater په مسله کي چي د ارکنزاس په ښارکي د ۱۹۷۰ نه تر ۱۹۸۰ کال پوري د بل کلنټن دغير منقول جايداد دمالې پر سر لانجه وه، يوه له مهمو څېرو څخه وه، دا په دې معنا چي دغه دعوه هغې پر مخ وړله. البته دا يو بله لويه قيصه ده چي د ددوي دزراعتي مځکو دمالي پر سره راپيدا سول او دا وايټواټر د مسلې په نامه ئې شهرت پيداکړ.

کله چي په ۱۹۹۸ کال په سپينه ماڼۍ کښي ديوې پراکتيک کونکی انجلی، مونيکا ليوينسکي سره د بل کلنټن د نامشروع اړيکو راز رسوا شواو د دې مسلې پر س لانجه راپيداسول، دا مسله د سياسي رقابتو نوله مخي دومره گټه سول چي بايد بل کلنټن د جمهوري رياست له مقامه گوښه سوي واي. په همدي وخت کي هيلري کلنټن د خپل مېړه بل کلنټن په پلوی ودرېدله اوهغه ته ئي نجات ورکړ .

په ۲۰۰۰ کال کي د دموکرات ګوند لخوا د نيويورک د ښار نه کانديده هيلري کلنټن په ۲۰۰۱ کال د سناتور په توګه د امريکا په کانګريس کي دنده پر مخ بيايي. هيلري په ۲۰۰۶ کال کي د دوهم ځل لپاره بياهم دهمدې ښار نه دسناتور په توګه وټاکل سوه. هيلري د يوشمیر قوانينو په ليکلو کي فعاله ونده اخيستې او په ۲۰۰۲ کال کي ئي دامريکا په کانګرس کي د عراق پر خلاف دجګړې د پيل په پلوی رايه ورکړه. خو اوس په دي ورستيو وختوکې دعراق څخه امريکايي پوځونو دايستلو سرسخته پلوی ده.

هیلاری دبیل کلینتون دخانمي له ۱۹۹۳ کال نه تر۲۰۰۱ کال پوري په سپينه ماڼۍ کي ژوند وکړاود امريکا لومړی مقام لرونکې ښځه وه .

هيلري کلنټن په ۲۰۰۸ کال کې ئي د جمهوري رياست د مقام لپاره د دموکرات ګوند دوهمې استازي په توګه له باراک اوباما څره سخته سيالي وکړه، خو دنومبر پر ۷ مه له دې سياليو نه ووتله او خپله ناکامي ئي ومنله. پس له هغه نه ئې د باراک اوباما په پلوی ئي فعاليت پيل کړ. دا دي اوس د دسمبر په لومړۍ ورځ ۶۱ کلنه هيلري کلنټن د باراک اوباما لخوا د امريکا دبهرنيو چارو د وزيرې په توګه ونومول شوه.