د "روژه" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
و روباټ زیاتول: fa:روزه در اسلام
و r2.7.3) (روباټ زیاتول: min:Puaso
۱۰۶ کرښه: ۱۰۶ کرښه:
[[lb:Saum]]
[[lb:Saum]]
[[lbe:Зума дугьаву]]
[[lbe:Зума дугьаву]]
[[min:Puaso]]
[[ml:സൗം]]
[[ml:സൗം]]
[[ms:Ibadat puasa]]
[[ms:Ibadat puasa]]

د ۱۴:۴۸, ۹ فبروري ۲۰۱۳ بڼه

روژه په لغت كي مطلق بندوالي ته وايې، د هر شي څخه چي وي اوهر وخت چي وي. په قرآن کریم كي د بي بي مريمي د خبرو نه كولو تعبير هم په صوم سره سوي دي.

فقولي انى نذرت للرحمن صوما فلن اكلم اليوم انيسا

سورة مريم, ۲۶آيت


ژباړه: "نو ووايه په تحقيق سره ما نذر كړى دي درحمن (الله ج) له پاره روژه (خبري نه كول) وروسته له دي به خبري ونكړم زه نن ورځ له هيڅ يو انسان سره"

  • او شريعت كي دنيت پر بنا د ټاكل سويو شيانو څخه په ټاكلي وخت كي د يو مكلف شخص له خوا په خپل نفس باندي بنديز لګول دي.
  • مكلف شخص عبارت دي له عاقل او بالغ مسلمان څخه، او كه ښځه وي د حيض او نفاس څخه بايد پاكه وي.
  • ټاكل سوي شيان عبارت دي له خوراك. څښاك او جماع (يوځايوالي) څخه.
  • ټاكل سوي وخت عبارت دی، له صبح صادق څخه تر لمر لويدو پوري (دشپي تر راختلو پوري).

څرنګه چي روژه بيله نيته څخه نه صحيح كيږي نو د رمضان د مياشيتي د روژي او ټاكل سوي نذري او نفلي روژي نيت له شپي څخه تر زواله پوري صحت لري، كه په مطلق نيت سره وي او كه په نفلي نيت. او دنورو نيت لكه: قضايې، نذر مطلق، دكفاري روژه دشپي له نيت څخه پرته نه صحيح كيږي، همدارنګه د نيت تعين هم ضروري دي لكه قضايې، نفلي او كفاري روژي نيت. كه خوراك او څښاك په داسي حال كي وسي چي روژه يې هيره وي يا محتلم او شيطان يې وغولوي يا ځان غوړ كړي (دزخم غوړول) يا رانجه وكړي يا مچه واخلي يا څه ګرد او غبار او يايې مچ تير سي يا په ليدو او فكر كولو كي انزال سي روژه يې نه ماتيږي.

دروژي فرضيت

د رمضان په مياشت روژه فرض ده او دفرضيت دليل يې دا آية كريمه دي.

فمن شهد منكم الشهر فليصمه

سورة البقره, ۱۸۵آيت


ژباړه: " څوك چي حاضر سو له تاسي څخه مياشت دروژي ته، نو روژه دي ونيسي "

او دا آية مبارك هم د روژي په فرضيت باندي دي دلالت كوي:

كتب عليكم الصيام كماكتب علي الذين من قبليكم لعلكم تتقون °


(سورة البقره آية : ۱۸۳)

ژباړه: (فرض كړل سوي ده په تاسو روژه لكه فرض كړل سوي چي وه په هغو كسانو چي ستاسوترمخه وه) (لكه پخواني امتونه او پيغمبران تر آدم ﷺ پوري).

دروژي فضيلتونه

روژه ډير فضيلتونه لري چي په كتاب الله او نبوي احاديثو سره ثابت سوي دي لكه په دې آية كريمه كي:

شهررمضان الذي انزل فيه القرآن °


(سورة البقره آية: ۱۸۵)

ژباړه: (د روژي مياشت هغه مياشت ده چي قرآن كريم پكښي نازل سوي دي (يعني له لوح محفوظ څخه د دنيا اسمان ته)

او همدا رنګه دا حديث شريف:

عن ابي هريره (رض) عن النبي ﷺ قال: من صام رمضان ايمانا واحتسابا غفرله ما تقدم من ذنبه (متفق عليه _ رياض انصالحين ۲۶۱)


ژباړه: د حضرت ابى هريره (رض) څخه روايت دي چي رسول ﷺ فرمايلي دي:

(چاچي د روژي په مياشت كي روژه ونيوله په كامله توګه او دثواب په نيت، و به بخښل سي دده ټول مخكني ګناهونه). په بل حديت شريف كي ذكر سوي دي: د هر نيك عمل اجر يو په لس او تر اوه سوه پوري وركول كيږي لا تر دي هم زيات.

د روژي د اجر ا وثواب په باره كي الله ﷻ فرمايلي دي:

(چي روژه زما له پاره ده اجر او ثواب يې زه وركوم)

د ا چي خداي ﷻ يې د ثواب وركولو نسبت ځانته كوي معلومه ده چي دا ډير لوي اجر دي.

يو بل حديث مبارك په د ي دلالت كوي چي خداي ﷻ فرمايې: (د روژه دار د خولي بوي ماته له مشكو بهتر دي). په بل حديث شريف كي ذكر سوي دي چي (په جنت كي يوه دروازه دريان په نامه ده غير له روژه نيونكي څخه بل څوك دي دروازي ته نه سي داخليداي):

خداي ﷻ زموږ روژي ته كوم احتياج نه لري، د روژي فضيلت ا و بهتري يوازي په لوږه او تنده كښي نه ده بلكي بهتر ي او فضيلت يې په تامه (مكمله) روژه كښي دي. او تامه روژه هغه روژه ده چي روژه لرونكي له خوراك، څښاك او جماع څخه ځان وساتي. له دروغو، فحشاء، دحرامو دليدلو او اوريدلو، غيبت كولو او نورو نواهيو څخه هم د خداي ﷻ د رضار له پاره ځان وساتي او هغه څه چي د خداي ﷻ رضا پر ي حاصليږي په ډير اخلاص سره هغه وكړي او دخداي ﷻ رضا حاصله كړي، د جنګ او جدل څخه ځان وساتي او كه څوك يې شخړي ته مجبور هم كړي بايد شخړه ونه كړي.

كه دروژي په مباركه مياشت كي چاته شرعى عذر پيښ شي چي د روژي له نيولو سره هغه منافات او مشكلات ولري نو په هغه صورت كي به روژه لرونكي روژه خوري خوبيا به يې قضايي راوړي.

د روژې د خوړلو لپاره شرعى عذرونه

  1. سفر: كه چا د سفر په وخت كې روژه وخوړله روا ده مګر نيول يې فضيلت لري. خو شرط دادي كه دسفر مسافه تر ۷۲ كيلو متره كمه وه سفر كوونكي مسافر نه شميرل كيږي هغه سفر كوونكي ته مسافر ويلاي سو چي د سفر مسافه يې تر ۷۲ كيلو متره او تر هغه ډيره سي په بعضي ځايو كښي د ا مسافه ۸۷ كيلومتره ښوول سوي ده.
  2. ناروغي: كه چيري څوك مريض سي او د روژى په نيولو سره يې د مرګ ويره او يا د مرض د زياتوالي متصور سي او همدارنګه هغه چاته روژه خوړل روا دي چي په روژه نيول سره يې د ځان او يا اولاد د مرګ ويره وي لكه: تنده، لوږه، حمل او نور.
  3. حيض اونفاس: په حيض او نفاس كي روژه نيول قطعاً روا نه ده.
  4. زوړوالي: هغه چاته روژه خوړل روا ده چي د ډير زوړ والي په سبب د روژي نيولو قدرت ونه لري كه د فديي قدرت يې وي هغه به فديه وركوي.

روژه ماتوونكي شيان

هغه شيان چي روژه ماتوي په دوه ډوله دي:

  1. هغه شيان چي روژه ماتوي او هم كفاره لازموي هغه عبارت له خوراك، څښاك (غذا وي او كه دوا) او جماع په محل مشتهي كښي.
  2. هغه چي كفاره نه لازموي روژه ماتوي او قضاء هم لازموي.

لكه په شرعى عذر چي روژه وخوري او يا يې په خطا سره وخوري او يا يو داسي شي و خوري چي نه غذا وي او نه دوا لكه خاوره، تيږه او امثال يې او يا په جبر سره په چا باندي خوراك، څښاك او جماع وسي. جماع په محل غيري مشتهي كښي روژه ماتوي او كفاره نه لازموي. سګريټ، چلم، نصوار، شراب، هيروين او دې ته ورته عملونه په روژه كې منع او روژه پري ماتيږي. په دې سبب چي روژه يو داسي عبادت دي چي د روژه لرونكي د خولي بوي د خداي ﷻ په نزد له مشكو هم بهتر دي نو غوره داده چي دا بوي په پليت او چټل بوي باندي بدل نسي.

كفاره

كه څوك د روژى په مياشت كي بيله كومه غذره په قصد سره روژه وخوري كفاره پر لازمه ده او كه دغه مريض په دغه ورځ د اسي مريض سي چي د روژي خورك ورته روا كيږي او كه ښځه د روژى په مياشت كي روژه وخوري او كفاره پر لازمه سي او بيا په همدغه ورځ حائضه او يانفاسه سي كفاره ورځيني ساقيطيږي.

د روژي خوړلو له امله كفاره:

  1. غلام آزادول (كه څه هم اوس غلامان نسته)
  2. دوه مياشتي پرله پسي روژه نيول په دې شرط چي د روژي مياشت او هغه ورځي پكښي رانسي چي روژه نيول په كښي حرام دي، چي هغه ورځي عبارت دي دكوچني اختر لومړۍ ورځ، د لوي اختر لومړي ورځ او د تشريق دري ورځي چي ټولنه پنځه ورځي كيږي كه پر چا باندي دروژى كفاره لازمه سي تر څو پوري چي يې هغه كفاره نه وي راګرځولې بله كفاره نه پرلازميږي.
  3. شپيتو مسلمانانو ته يو وخت متوسطه ډوډۍ وركول او يا شپيته فديې وركول يوه فديه: غنم نيمه صاع (نيمه صاع اوس د دووكيلو ګرامو سره مساوي ده)، وربشي او خرما يوه صاع كيږي او يا يې بايد معادل قيمت وركول سي.

نور کالونه