د "سولگریز جال" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
و r2.7.2) (ربات: تغییر tl:Network ng kompyuter به tl:Kalambatang pangkompyuter
۱۹۵ کرښه: ۱۹۵ کرښه:
[[tg:Шабакаи компютерӣ]]
[[tg:Шабакаи компютерӣ]]
[[th:เครือข่ายคอมพิวเตอร์]]
[[th:เครือข่ายคอมพิวเตอร์]]
[[tl:Network ng kompyuter]]
[[tl:Kalambatang pangkompyuter]]
[[tr:Bilgisayar ağı]]
[[tr:Bilgisayar ağı]]
[[uk:Комунікаційна мережа]]
[[uk:Комунікаційна мережа]]

د ۱۶:۰۸, ۱ فبروري ۲۰۱۳ بڼه

کينډۍ:صاف

Network cards such as this one can transmit data and receive at high rates over various types of network cables. This card is a 'Combo' card which supports three cabling standards.

له یو داسې انجینري انتظام څخه عبارت دی چې دکمپیوټري غونډالونواویا نوروکمپیوټر اړوندو وسایلو ترمنځ دنښلولو له چارو سره تړاولري .چې داوړ سره نښلیدونکي کمپوټري غونډالونه ،کمپوټري جال یا شبکه جوړوي . په داوړ جالونوکې لږترلږه دوه وسایل باید سره راګیروي چې له دغوداوړو وسایلو نه یویې معمولا کمپیوټر وي .داوسایل چې دیوه جال په بڼه له یوه بل سره نښتي وې کیدای شي له یوه بل څخه یوازې څومتره واټن ولري لکه دBluetooth له لارې سره نښتي وسایل ،یا هم کیدای شي له یوه بل څخه بې کچې ډیر واټن ولري لکه دانټرنیټ له لارې سره نښتي وسایل .

جال یا شبکه کله دمخابراتي اړیکو، کله دکمپیوټرپوهنې،کله دمعلوماتي تکنالوژۍ اوکله هم بیا دکمپیوټري انجینرۍ په لیکه کې درول کیږي .کمپیوټري جال ترډیره ددغو علمي اوانجینري انتظامونوپه تیوریکي اوعملي برخو(Applications) تکیه کوي نوپس وایو چې دکمپوټرونواونورواړوندو وسایلو یوتربله سره یوې نښتې ډلې ته کمپیوټرې جال وایو.ددې وړکمپیوټرې جالونو ښې نمونې ورځنی انټرنیټ، پراخ سیمیز جال(WAN) اویاهم سیمیزجال(LAN) دی . کورنی جال چې په یوه انګړ کې دوه یاڅو کمپوټرونه دکره مزیو په مټ سره نښلوي هم دکمپیوټرې شبکې یوه نمونه ګڼلی شو.

د وسایلو اوتوکیو دیوتر بل سره نښلولو اودیوه جال درامنځ ته کولو مفکوره له ډیرو وختونوراپدیخوا دخلکو په ذهنونو کې شتون درلود مګر دوخت په تیریدو سره دې مفکورې پرمختګ وکړ دتلویزونې چینلونو له جال نیولې خبره ان تر کمپوټرې جالونو راورسیده . کمپیوټرې جالونو دنړی والو پاملرنه ډیره ځانته راواړوله مګر خلک په دې لټه کې شول چې ددغو راز راز وسایلو اوتوکیو سره نښلول اوددوی دجالونو درامنځ ته کولو ترشاه څه موخه پرته ده؟ ایا داموخه به ګټوره وي اوکه نه؟دغو اودغو ته نورو ډیرو پوښتنو خپل ځوابونه پیدا کړل اوډیر پرمختګونه رامنځ ته شول. ددغو ټولو جالونو ترشاه یوه موخه پټه وه اوهغه دمالوماتو ،توکیو اوتوښو سره شریکول اوورته په ګډه توګه لاس رسی پیدا کول وه چې دShare ویو کی ورته کاریږي . داسې به وانګیرو چې مونږ ته کمپیوټر یونوی څیز دی غواړوپه هکله یې خورا ډیر مالوما ت تر لاسه کړو اوځان پرې پوه کړو نوددې کار لپاره مونږه اړیو چې له هغو ملګرو سره چې دکمپیوټر په نړۍ کې لوی لاس لري په یوه نه یوه ډول اړیکه ټینګه کړو اوورځنې دکمپیوټر په هکله مالوما ترلاسه کړو یا هم باید اړونده ښوونیزو ادارو ته مخه کړو ترڅو دکمپیوټر په هکله په زړه پورې اواړین مالومات ترلاسه کړو اویا هم په خپله که توان یې ولرو دکتابونو اونور توښو له لارې په دې هکله زده کړه کوو پس موخه داشوه چې ددغه کار لپاره له خلکو اواداروسره اړیکه ټینګه کړو اوځان ورسره په یوه نه یوه لاره ونښلو ترڅو هغوی دکمپیوټر اړوند مالومات اوتوښې چې زمونږ دزده کړي اړتیا ده له مونږ سره شریک او زمونږ په ګوتویې راکړي پس بیا هم موخه دمالوما تو او توښو سره شریکول اوورته ګډ لاس رسی شو. له دې خبرو څخه داسې ایسیږي چې دددې لپاره چې پوهه ،تجربې ، کړه وړه او توښې مو بو له بل سره شریکې کړې وي داړیکو، یوله بل سره دنښلیدو اړتیا جوتیږې چې داپه خپله دیوه جال اوشبکې درامنځ ته کیدواړتیا ښي. دجال یا شبکورامنځ ته کیدل دا پوښتنه چې څنګه کولای شو دشریکولو اویا دګډ لاس رسي له لارې معلومات،تجربې اوتوښې سره وکاروو؟ په خپله ځواب کړه. داسمه ده چې ځاني کمپیوټرونه هغه خورا پیاوړی توکي دې چې کولای شي چې په لوړه پیمانه معلومات ډیر ژر پروسیس اوپه ښه توګه سنبا ل کړي مګر داځاني کمپیوټرونه په یوه زرې توګه نشي کولای خپلو کارونکو ته توکې دګډ لاس رسي په مانا په رغنده اوګټوره توګه برابر کړي. دشبکو له رامنځ ته تګ څخه دمخه ددې دپاره چې کارونکی خپل اسناد (Documents) دلانور کار لپاره خپل بل ملګري یاملګرې ته ورکړي نو اړوه چې یا خویې چاپ (print) کړی اوهغه ته یې ورکړي اویا یې هم په یو ډیسک کې واخلې اوبیا یې هغه ته ورکړي. اویا هم که بل چا په دغه سند کې کوم ادلون بدلون راوستلی وای اسانه نه وه چې دغه بدلونه دې هم دغه سند ته ورګډ (Merge) شي. چې په دغه ډول دکمپیوټر کارول پخواو اوس هم د Stand-alone Environment په نوم یادیږي. مګر دکارونکو په فکر کې داراوګرځیدل چې څه به وشي که دغه ځاني کمپیوټرونه دمزیو په مټ سره ونښلوو اومالوماتو ته ګډ لاس رسی ولرو یا هم له دغې لارې په ګډه څوکارونکي له یوه چاپګر(Printer) څخه کارواخلو همداوو چې دامفکوره دعمل ډګر ته راووته او دکمپیوټرونو اونورو وسایلو داوړ سره نښلول یې دشبکې یا جال په نوم ونوماوه.

پس وایو چې کمپیوټري جال داسې یو غونډال دی چې مالوماتو ،توښو اووسایلو ته دګډ لاس رسي په موخه یو شمیر کمپیوټرونه یوله بل سره نښلوي .

شا لید

دکمپیوټرې جالونو دراتګ څخه دمخه کوم چې دځینومخابراتي اړیکو په غونډال یې تکیه درلوده دکاروونکیو په مټ دګڼونکو ما شینونو اوپخوانیو کمپیوټرونو ترمنځ دښوونو اوخبرونودلیږد رالیږد په موخه یو رنګ اړیکه تر سره شوي وه.

George Stibitz د۱۹۴۰ زیږدیز کال دسپتامبر په میاشت کېی دیو مخابراتي ډوله (Teletype) ما شین په مټ دDartmouth له کالج څخه چې په New Hampshire کې دی دهغوستونزو خبرونې چې دخپل Model K له امله ورسره مخ وه خپل دپیچلو شمیرو ګڼونکې

(Complex Number Calculator) ته چې په نیویارک کې وه ولیږل اوپه دغه بڼه یې بیرته ورته پایله تر ګوتو کړ ه.په کال ۱۹۶۲ زیږدیز کې کله چې J.C.R. Licklider دARPA لپاره کار کول پیل کړنوموړي یوه کاري ډلې ته پرمختګ ورکړ چې دIntergalactic Network په نوم یادیده چې ARPANet ددغې ډلې زیږنده ده.ددغې ډلې ARPA (Advanced Research Project Agency) ګټې اودلچسپې دمخابراتي ډوله توکیو نښلول له کمپیوټر سره چې د Linking Output Systemsپه نوم یادیده ډیره وه.ځکه یې نوموړې داسې یوجال منځ ته راوړ چې دIntergalactic Network په نوم یې یا دکړ.

په ۱۹۶۴ زیږدیز کال کې پلټونکوپه Dartmouth کې دتیت اوپرک یا دلرې واټن کارونکو لپاره چې خورا غټ کمپیوټرې غونډالونه یې کارول یو دوخت دګډ لاس رسي یو غونډال جوړ کړ چې دDartmouth Time Sharing System په نوم یې ونوماوه. په همدغه کال دMIT دپلټونکو ډلې چې دGeneral Electric اوBell Labs ډلو لخوا حمایه کیدلو دDEC’s PDP-8 په نوم داسې کمپیوټر جوړکړترڅو دټیلفون رو(Route) پرې نښه کړي اوهمداراز وکولای شي دتیلیفون دسنبا لښت په چارو کې ترې ګټه واخلي.

په ۱۹۶۰ کلونو کې Leonard Kleinrock, Paul Baran اوDonald Davies په مستقله توګه وکولای شویوجاليز یا شبکيزغونډال جوړکړي کوم چې دمعلوماتو دوړلو راوړلو لپاره Datagram او Packet کاروي .چې دPacket switched کمپیوټري جال ترمنځ کاریږي.

په کال ۱۹۶۹ زیږدیز کې دکالیفورنیا پوهنتون چې په لاس انجلس کې میشت دی ، SRI چې په ستا نفورد(Stanford) کې میشت دی،دکالیفورنیا پوهنتون چې په Santa Barbara کې میشت دی او دیوتا(Utah) پوهنتون یوله بل سره دARPANet دجال دپیلامې په توګه چې 50kbit/s circuits سرعت یې وه یوله بل سره ونښلول شول. ددغو پوهنتونو اوکارځایونو ترمنځ داړیکو دټینګښت لپاره دکمپیوټري جالونواوتکنالوژیواړتیا جوته شوه دااړتیا ډیره شوه او دکمپیوټر دسختکالو، پوستکالو اوهمغاړیو توکیو منځ ته راتګ اوجوړښت دوام اوپراختیا پیدا کړه. داپراختیا دکورنیو کاروونکو په مټ دکمپیوټري جالونودډیر کارولوڅخه نسبت پلټونکو ته جوته شوه.

نن ورځ کمپیوټري جالونه دورځنیو اړیکتیایي غونډالونو زړی بلل کیږي. اړیکتیایي پرمختګ په څو تیرو لسیزو کې زښت ډیر شوچې دا دپراختیا انګازې بی له یوه داومداره پرمختلونکې کمپیوټري جال څخه ناشوني وي. مګر اوس پوښتنه داده چې په ننۍ ورځ کې ولې کمپیوټرې شبکې ته اړتیا لیدل کیږي یا په بله بڼه ولې مونږ کمپیوټري شبکه کاروو؟

په لمړي سرکې باید وویل شي چې کمپیوټري شبکې دکار اغیزناکي یا موثریت زیاتوي او همداراز په ټیټه بیه دخدمتونودوړاندې کولو لامل ګرځي خوبیا هم کمپیوټري شبکې دلاندینیو موخو دترګوتوکولولپاره کاریږي :

مالوماتوته دګډلاس رسي لپاره(Sharing) پوستکالو اوسختکالوته دګډ لاس رسي لپاره له یوه ټاکلي مرکز څخه دکمپیوټرونو اونوروسایلود سنبالونې اوادارې لپاره له یوه ټاکلي ځای یا مرکز څخه دکارونکو اوکمپیوټري خدمتونو دملاتړکولو(Support) لپاره په ډیره ځانګړې توګه که چیرې یو کمپیوټر دیوې کمپیوټري شبکې غړی وي کولای شو له لارې یې لاندې توکیو ته ګډ لاس رسی ولرو:

  • اسناد لکه Memo ,spreadsheets, Invoicesاونور.
  • بریښنالیکونه او مل پایلونه
  • Word-Processing پوستکالي
  • Project Tracking پوستکالي
  • انځورونه،غږیږیا ویدیویي فایلونه
  • روانې یا ژوندی غږیږي یا ویدیویي خپروني
  • چاپګریا Printer
  • فکس ماشینونه
  • موډیمونه
  • سې ډي رام ډرایونه یا نور بیځایه کیدونکې ډرایونه لکهZip او Jaz ډرایونه
  • هارډیسکونه

دجال جوړونې لارې

جال جوړونه دکمپیوټری چارو یوه پیچلې برخه ده کوم چې دننۍ معلوماتي اواړیکتیایې ټکنالوجې ستره سوداګریزه برخه جوړوي. بې له جال جوړنې څخه کیدای شي دنړۍ تقریبا ټولې اړیکتیایي چارې په ټپه ودریږي. داد جال جوړنې برکت دې چې تیلیفون،تلویزون ،انټرنیټ اوداسې نور خدمتونه پر مخ روان دي . په ننۍ نړۍ کې دجال جوړونې یا شبکو دوه عمده بڼې شتون لري :

سیمیز جال (LAN) یا Local Area Network

کمپیوټري شبکې دمیچ (size) او دندو له مخې په دوډلو ویشل کیږي له دې پلوه سیمیز جال (LAN) هغه دی چې په نسبې توګه لږه یا کوچنۍ سیمه تر پوښښ لاندې راولي یا داچې لږ شمیر خلکو ته خدمتونه برابوي. دوه کمپیوټرونه چې دیوه مزي په مټ سره نښتي وي هم کیدای شي LAN ورته ووایواوپه سلګونو کمپیوټرونه چې په یوه ځانګړی سیمه کې یوله بله سره نښتي وي هم کیدای شي په LAN یې ونوموو. له نورو کمپیوټري شبکو څخه دLAN جلاکوونکې ځانګړ تیا داده چې LAN تر یو ي محدودې جغرافیاوي سیمې پورې محدودوي. دوګړو اوکاروونکو دشمیر له پلوه په ننۍ نړی کې سیمیز جال د (Peer-to-Peer) او(Client-Server) په ډولو نو سره کاریږي. په لومړي ډول جال کې هر کاروونکی خپلې توښې له ټولو هغونورو کمپیوټرونو سره چې ددغه جال برخه ده نیغ په نیغه شریکوي یا دګډ لاس رسي زمینه ورته برابروي. ښه مثالونه یې کورنۍ جال دی چې په یوه انګړ کې کارول کيږي یا هم دکوچنیو دفترونو جالونه مګر په Client-Server ډوله جال کې هر کمپیوټر یا کارونکی له Server نومې کمپیوټر اوهمداراز دجال له نورو ټولو کمپیوټرونو سره نښتی وي. داډول جالونه Server نومي کمپیوټرونه چې راز ،راز ګنجا یشونه (Capacities) لري کاروي چې له دغه پلوه داServer نومي کمپیوټرونه په دووډلو ویشل کیږي :

    1. د یوه زریو خدمتونو سرورونه(Single-Service Servers)
    2. دګڼو خدمتونو سرورونه(Multiple-Services Servers)

په هغه جالونو کې چې سرور یوازې اویوازې یوه دنده پرغاړه لري د یوه زریو خدمتونو دسرور په نوم یادیږي لکه Print Server ،File Server اوداسې نور. اوپه هغه جالونو کې چې سرور دګڼوچارو دترسره کولو یا په بل عبارت دګڼو خدمتونو دبرابرولو دنده پر غاړه لري دګڼو خدمتونو دسرور په نوم یادیږي لکه یو سرور کیدای شي په یوه زرې توګه فایل سرور هم وي ، Print Server هم وي، ویب سرور هم وي اوداسي نور.په سیمیز جال کې کمپیوټرونه کیدای شي دایترنیټ دمزي(Ethernet Cable) په مټ نیغ په نیغه یو له بل سره ونښلول شي اویا همد کیدای شي دHub یا Switch نومېو وسا یلو له لارې یوله بل سره ونښلي چې په عین وخت کې کیدای شي ډیر کمپیوټرونه ددغو وسا یلو له لارې سره ونښلي.

پراخ سیمیز جال (WAN) یا Wide Area Network

داسې یو جال چې یوه پراخه سیمه یا په نړیواله توګه کمپیوټرونه سره نښلوي په کوم کې چې په پراخه توګه راز ،راز توښې (Resources) په کار اچول شوي وي پراخ سیمیز جال ورته ویلی شویوه ښه نمونه یې هغه ګڼ هیوادیزه دسوداګرۍ چارې دې چې له پراخ سیمیز جال (WAN) څخه کار اخلې اوخپل سوداګریز مرکزونه چې په ګڼو ملکونو کې شتون لري یوله بل سره نښلوي. دپراخ سیمیز جال تر ټولو ستر ه اوښه نمونه ننی انټرنیټ دی. داسې هم ویلو شو چې ددغه پراخ سیمیز جال په مټ دنړۍ دیوه سر اوبل سر کمپیوټرونه سره نښلولی شو.اویا داچې پراخ سیمیز جال دهغو سیمیزوجالونو(LANs) ټولګه ده چې یو له بل سره نښتي دي. با ید وویل شي چې دنورو جالونو څخه د پراخ سیمیز جال جلاکوونکې ځانګړتیا داده چې داوړ جالونه هیڅ ډول جغرافیاوي سیمو پور ې محدود نه دي. پراخ سیمیز جال دیولړ پراخو او ګڼ شمیر تکنا لوجېو دسره راښکیلولو له لارې اړیکتیاوي برابروي کومې چې عبارت دي له :

  1. Point-to Point WANs لکه Point to Point Protocol(PPP)
  2. High-Level Data Link Control (HDLC)
  3. Frame Relay
  4. Asynchronous Transfer Mode(ATM)
  5. Synchronous Optical Network(Sonet)

دغه پورتنۍ ټولې پنځه ټکنالوژۍ دپراخ سیمیز جال دتکنالوژیو WANs Technologies په نوم یادیږي. دغه پورتنۍ دپراخ سیمیز جال تکنالوژۍ د خبري توکیو(Data) دلیږدرالیږد له پلوه چې دbit په مټ میچ کیږي اوهمداراز دSwitching دوړتیاوو له پلوه له یوه بل سره توپیر کیدای شي

Point-to-Point WANs

داډول دپراخ سیمیز جال ټکنالوژي په دوه ډوله کار کوي:

    1. Synchronously (په یوه وخت پیښیدونکې)
    2. Asynchronously (په یوه وخت نه پیښیدونکې)

Synchronous دبیټ دلیږلواورالیږلو هغه په ترتیب کړل شوی جریان ښیي چې دجریان دواړو غاړو (لیږونکي اوتر ګوتو کوونکي) ته یې وخت او سرعت په مجازي توګه سره مساوي وي .په دغه ټکنالوژۍ کې وسایل په خپل سري ډول (Automatically) خپل سرعت په منا سب ډول سره برابروي ، دجریا ن تیریدل اوراتیریدل په یوه link کې دولتاژونو ترمنځ دحالاتو له مخې ازمایل کیږي

په Asynchronous ټکنالوژۍ کې دبیټ دجریان دلیږد رالیږد لپاره ترتیب کړل شوی دوخت مساوات نه تر سترګو کیږي . همداراز په دغه ټکنالوژۍ کې دسرعت دمیچ دټاکلو اوبرابرولو لپاره هیڅ کومه ځانګړ تیا نه لیدل کیږي .

دData Service Unit(DSU) اوChannel Service Unit(CSU) اصطلاحګانې دکاروونکو او Telco (هغه ټول ګټی صنعت دی چې دټیلیفون خدمتونه خلکو ته برابروي.) تر منځ د Interface (هغه اله چې په منځګړ توب یې دوه غونډاله یوله بل سره اړیکه ټینګوي دانټر فیس په نوم یادیږي) په څیر کارول کیږي .ځینې وختونه CSU اوDSU دکاروونکې لخوا څخه وی او دهغه شته بلل کیږي دغه راز وسایل چې دکاروونکي(Customer) لخوابرابر شوي وي اودنوموړي مال وي دCustomer Premise Equipment(CPE) په نوم یادیږي .مګر ډیر ځله Telco(Telephone company) داوړ وسایل دپه کرایې ورکولو لپاره کارونکیو ته برابروي اویا یې په دوی(Telco) پورې اړوند سیمه کې ځای پر ځای کوي ترڅو کاروونکېو ترې کار واخلي .

دCSU(DSU) اوRouter ترمنځ Serial Interface کارول کیږي ، Telco بایدد CSU(DSU) له وسیلې سره دیوه مزي په مټ نښتې وي اودبلې غاړی دRouter لپاره بایددCSU(DSU) سره ورته configuration ولري داوړ سره نښلول اوټکنالوژې دPoint-to-Point WAN link رامنځ ته کوي .

په پام کې نیول شوې چې CSU بایددخبرتوکیواړیکتیایي وسیله

(Data Communications Equipment) یانې DCE وي .دغه وسیله Routers (the DTE) ته د

Clocking signal اسانتیا برابروي ترڅو راوټرونه وکولای شی په سم میچ دخبرتوکیو لیږد رالیږد ترسره کړي. هغه وسیله چې Clocking ترګوتو کوي DTE(Data Terminal Equipment) بلل کیږي .

که څه هم دDSU اوCSU اصطلاحات یوبل ته کارول کیږي مګر بیا هم دDSU اصطلاح دراوټر لپاره کاریږي .

ددې لپار ه چې دیوه link په داواړو سرونو یا خواکې راوټرونه سره ونښلوودDTE اوDCE سیریال مزی

(Serial cable) کارول کیږي .دDTE او DCE دسیریال مزیو ترمنځ با ید چې Cross-Connection شتون ولري.ددې لپاره ډیره اغیزناکه اوپرځای هغه دEthernet دCross-over مزي اصطلاح ده.

ددې لپاره چې دخبر توکیو لیږ درالیږد تر سره کړو اودFull-duplex اړیکتیایې غونډال څخه پوره ګټه واخلو نو دDTE مزی چې دلیږد لپاره (Tx) اودترګوتو کولو لپاره د(Rx) دمزیو جوړې لري دادRx اوTx دمزیو جوړې په DCE مزي بدلوي.


[Router 1 ]------- [DTE Serial]------Swap Tx and Rx------[DCE Serial]-------[ Router 2 ]

دڅلورو مزیو سرکټ عبارت له هغه لاین څخه دی چې دTelco څخه راځي ، داڅلور سیمان داسې یوله بل سره تاو(Twisted) شوي دې چې دوه جوړې مزې ترې جوړیږي. ددغه دووجوړو څخه یوه جوړه مزي دخبرتوکیو دلیږد اوبله جوړه دخبرتوکیو دترګوتو کولو دنده پر غاړه لري . داسې یوه تکنالوژي چې په عین وخت کې دخبر توکیو لیږد رالیږد ترسه کړی شي د Full-duplex اړیکتیایي تکنالوژی په نوم یادیږي .

Point-to-Point پراخ جالونه له T1 1.544Mbpsسرعت اوله دغه څخه په لوړ سرعت هم کاروکوي. اروپا د2.048Mbps اوله دې څخه هم په لوړسرعت سره تکنالوژي وړاندې کوي چې دE1 په نوم یادیږي .

په بنسټیزه توګه E1 هغه چینلونه چې 32 34kbps سرعت لري کاروي اوT1 هغه چینلونه چې

24 64kbps سرعت لري کاروي.

دپراخ سیمیز جال په هکله دلاډیرو معلوماتو لپاره په د Frame Relay,ATM او Sonet برخې ولولۍ .

بې مزیو جالونه(WLAN,WWAN)

په بسټیزه توګه بې مزیو جال له سیمیزجال(LAN) اوپراخ سیمیز جال(WAN) سره یو شان دی مګر په بې مزي جال کې دکمپیوټرونو او سرور ترمنځ مزی شتون نه لري . په بې مزیو جالونو کې د خبري توکېولیږد رالیږد دڅو رادیو ترانیسورونو(Radio Transceivers) په مټ ترسره کیږي په هغه ځایو کې چې دمزیو غځول ګران(قیمت) اوله کړاوه ډک کاروي داوړ بې مزیو جالونه ډیر ګټوردي. دلاډیرو مالوماتو لپاره د بې مزي سیمیز جال(Wireless LAN) اوبې مزي پراخ سیمیزجال(Wireless WAN) برخې وګورۍ.

ددې لپاره چې دکمپیوټرونو ترمنځ اړیکه رامنځ ته کړو بایدله Medium (هغه وسیله چې په مټ یې دخبرې توکیو لیږد رالیږد سرته رسولی شو لکه مزی، هوا اونور) څخه کار واخلو.دامیډیم عبارت دې له :

پروتوکولونو،فزیکې راوټرونه، ایترنیټ(Ethernet) اونورڅخه.

داد Open Systems Interconnection تر پوښښ لاندې دی کوم چې ټولې هغه پروسې چې دمالوماتو دلیږلو رالیږلو شونتیا رامنځ ته کوي په ځان کې لري.