د "لوبه" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
Xqbot (خبرې اترې | ونډې)
و r2.7.3) (ربات: تغییر sco:Gemmes an sport به sco:Gemme؛ زیباسازی
و r2.7.3) (روباټ زیاتول: ml:കളി
۱۲۰ کرښه: ۱۲۰ کرښه:
[[mg:Kilalao]]
[[mg:Kilalao]]
[[mk:Игра]]
[[mk:Игра]]
[[ml:കളി]]
[[ms:Permainan]]
[[ms:Permainan]]
[[mwl:Jogo]]
[[mwl:Jogo]]

د ۱۶:۰۰, ۱۷ جنوري ۲۰۱۳ بڼه

لوبې د خلكو د عمومي روزنې يو توكې (جز) دى، چې د بشپري ټولنې د كولتور، اقتصادي، سياسي او فرهنګي اړيكو په پرمختګ كې غوره رول لري. د بدني روزنې د سېستم عمومي موخه د ټولنې د ټولو وګړو د روغتيايي حالت د بشپړېدو او ښه كېدو، د جسمي، دماغي، اروايي وړتياوو وده، او د ملي نواميسو د ساتنې او د بهر نيو غليمانو پ وړاندې د خلكو د غوره عادتونو او دودونو بشپړول ديز خو په هر صورت سپورټ د سولې زېرې (سفير) دى او سياسي پولې په رسميت نه پېژنيز د بدني روزنو (لوبو) رامنځته كوونكي د وخت هغه نامتو اتلان دي، چې د خپلو نه ستړي كېدونكيو كارونو او فعاليتونو له كوښښ څخه وروسته پدې توانېدلي، چې يوه لوبه راوپنځوي. د لوبو د پنځولو (منځته راوړلو)، بشپړتيا، او ساتنې لپاره پېړۍ، پېړۍ وختونه لږېدلي دي. لومړنې شې چې د ژوند ستونزې يې له منځه وړي، او ورځېني فعاليتونه يې اسانه كړي، همدا بدني روزنه ده. دغه راز لوبې او سپورټ د خلكو د سوچ او فكر ښه كوي، غم او بدخويي يوې خوا ته كوي. د ښه او غوره لوبې ترسره كولو لپاره لازمه ده، چې د ورزش بنسټونه په علمي او فني ډول زده شي. كه د سپورټ مينه وال او د بدني روزنې لارښوونكي يا هغه ټرېنران چې په ورزشي كلپونو كې د ورزش په بېلابېلو څانګو كې په تمرينونو بوخت دي، د ورزش له اصولو څخه بې خبره وي، نو پدې وخت كې يې كار دومره ګټور نه تمامېږي.، ځكه په هغو ځوانانو كې چې د ودې او پرمختګ په حال كې وي، سپورټي تمرينونه ډېره ښه اغيزه كوي. نو كله چې د بدني روزنې لارښود د لوبغاړو له حاله او د پام وړ ورزش په اغېزو بلد نه وي، د كار پاېله به يې منفي وي. لدې امله د ورزشي لوبو په برخه كې د لومړنيو مالوماتو درلودل اړين دي.


د افغانستان ملي لوبې

وزلوبه

وزلوبه د افغانستان ملي لوبه ده، چې د خلكو په منځ كې ډېر مينه وال لري، د وزلوبې د رامنځته كېدو تاريخ د مقدوني سكندر د لښكر كشيو په وخت پورې تړي، نكل دى چې په هغه وخت كې به آريايي اتلانو د دښمن په لښكرو كې د شپې لخوا يرغل كاوه او د دښمن پوځيان به يې ژوندي د هغوي له پوځي پڼدغالو څخه له ځان سره وړل. وروسته دغه جګړه ايز وړتيا د ورزش بڼه وموندله او د بوختياوو او نندارې لپاره به ترسره كېده. ددې لوبې د جوړېدو ځايونه د هېواد شمالي برخې دي، او ډېر ځله د بلخ ، جوزجان ، سمنګان ، بدخشان ، تخار ، كندز ، بغلان ، فارياب او پروان په ولايتونو كې دود لري. د وزلوبې د ترسره كولو لپاره، اتل يا لوبغاړې چې د (چاپ انداز) په نامه يادېږي، په سورلۍ كې لوى لاس لري او له ستونزومنو تمرينونو څخه وروسته په لوبو كې د ګډون ځواكمنتيا ترلاسه كوي. د وزلوبې د لوبې وسيله يو خوسى وي، چې له حلالولو او د نس له پاكولو وروسته هغه د څلرويشتو ساعتونو لپاره د اوبو په منځ كې كېښودل كېږي، چې د پوستكي مقاومت يې ډېر شي، او بيا يې د لوبې په بهير كې ونه شلېږي. د خوسي وزن له ۳۰ څخه تر ۴۵ كيلوګرامو پورې وي. د وزلوبې د ډګر سيمه ناټاكلې وي، خو د افغانستان د اولمپېك د رياست لخوا د مېدان د بر برخه ۳۵۰*۳۵۰ مربع متره او اوږدوالې يې ۳۵۰*۳۰۰ متره ټاكل شوې دى. لوبه په عمومي ورزشي لوبغالو (د فوټبال د مېدان په مساحت) او په سټېډيمونو كې هم ترسره كېداى شي. د وزلوبې په مېدان كې د پورته كولو، د حلال او توغ داېرې د پام وړ ځايونه وي. خوسې د پورته كولو د ځاى (داېره) په منځ كې وي، او په اسونو سپاره لوبغاړي د هغه په شاوخوا راټولېږي. د مېدان دمشر په لارښوونه د خوسي د پورته كولو لپاره هلې ځلې پېل كېږي.

نېزه ويشتنه

نېزه ويشتنه هم د افغانستان د لرغونو لوبو له ډلې څخه ده، چې خلك يې ډېره خوښوي. هماغسې چې وزلوبه د هېواد په شمال كې ډېر مينه وال لري، دارنګه نېزه ويشتنه د هېواد په جنوب كې ښه مينه وال لري، د مثال په توګه په پكتيا ، پكتيكا، غزني او خوست ولايتونو كې زياتره نارينه پدې لوبه بوخت وي. نېزه ويشتل د مټورو، غښتليو، او قوي خلكو لخوا ترسره كېږي. د هغې د لرغونتيا په اړه ويل كېږي، چې دغه لوبه د دښمن په لښكرو باندې د يرغل او د جګړې په ډګر كې غليمانو ته د ماتې وركولو په خاطر رامنځته شوې ده. ځينې خلك پدې باور دي، چې نېزه د ښكار وسيله ده، خو نن نېزه ويشتنه د يوې ښكلې نندارې او تفريح په توګه ډېر پلويان لريو نيزه ويشتنه په لويو ډګرونو كې ترسره كېږي. د لوبې بهير د مشر لخوا څارل كېږي. د لوبې د ترسره كولو لپاره په زمكه كې د لرګي مېخونه په ټاكلي واټن ټك وهل كېږي.


نړېوالې ورزشي لوبې

  1. فوټبال
  2. وليبال
  3. باسكټبال
  4. هاكي
  5. ټېنس
  6. پېنګپانګ
  7. بډمېنټون
  8. غېږه نيول
  9. جمناستك
  10. سېكل ځغلونه
  11. لامبو
  12. ځغاسته
  13. ټوپ اچونه
  14. ډبره اچونه
  15. وزن پورته كونه
  16. سوك وهنه
  17. بدنپالنه
  18. موټر ځغلونه
  19. اس ځغلونه


د لوبو نړېوال جشنونه

  1. د اولمپېك لوبې
  2. د فوټبال نړېواله سيالي
  3. د سوك وهنې نړېواله سيالي
  4. د كركېټ نړېواله سيالي