د "برلين" د بڼو تر مېنځ توپير
و روباټ زیاتول: new:बर्लिन |
و r2.5.4) (روباټ زیاتول: or:ବର୍ଲିନ |
||
۱۵۷ کرښه: | ۱۵۷ کرښه: | ||
[[nrm:Bèrlîn]] |
[[nrm:Bèrlîn]] |
||
[[oc:Berlin]] |
[[oc:Berlin]] |
||
[[or:ବର୍ଲିନ]] |
|||
[[os:Берлин]] |
[[os:Берлин]] |
||
[[pam:Berlin]] |
[[pam:Berlin]] |
د ۰۷:۵۸, ۷ جنوري ۲۰۱۳ بڼه
برلين (انګرېزي: Berlin) د آلمان پلازمېنه ده. [۱]
د تاريخ څرگندويه ښار
د المان د تاريخ زياتره اړخونه په برلين کي څرگندويه دي. په دويمه جهانې جگړه کي د نازيانو د ماتې وروسته دغه ستر ښار د څلورو فاتح متحدينو قدرتونو امريکا، فرانسې، برطانيې او روسيې تر منځ سره ووېشل سو. په ۱۹۶۱ م مېلادي کال دغه ښار بالاخره په رشتيا تقسيم کړل سو او د برلين په مېنځ کي دېوال ووهل سو. د سوليزه انقلاب په ترڅ کي د شرقي المان حکومت له منځه ولاړی. د۱۹۸۹ م مېلادي کال د نوامبر په نهه نېټه د ختيځ او لوېديځ المان تر منځ پوله ليري کړل سوه او پدې توگه المان بېرته يو هيواد سو.
برلين په بدلون کې
اوس برلين د المان د فېډرالي دولت پلازمېنه دی. پدغه ښار کي د المان پارلمان بونډس ټاګ او دپارلمان سره تړلي ټوله مهه دفترونه او ادارې ځای پر ځای دي. خو د وزارتونو سره تړلې بعضي داسي ادارې هم سته چي په پخوانۍ پلازمېنه بون کي ځای پر ځای دي. د حکومتي ودانيو ناحيه، د برانډن بورګ دروازه او ژانډارمن بازار د برلين هغه ځايونه دي کوم چي ددغه ښار د تاريخ شاهدان دي او د سېلانيانو لپاره زيات کشش لري. په سړ جګړه کي د پوسټامرپلاټڅ ځای ته د مړې تراړې نوم ورکول سوی و، خو اوس پدغه سيمه کي جگې جگې ودانۍ جوړي کړل سوي دي. د الېکزانډرپلاټڅ نومي ځای څېره هم د تاريخ په څپو کي بدله سوې ده. الېکزانډر پلاټڅ پخوا د ختيځ برلين مرکز و. په زياته بيا د ختيځ ښار برخې او ناحيې ددغه ښار د تاريخ په هکله ډېر څه څرگندوي. د برلين ښار په تيرو کلنو کي داسي بدل سوی دی چي حتی اوس د بعضو خلکو لپاره مشکله وي چي د برلين د پخواني ديوال پولي وپېژني.
کلتوري مرکز
د برلين ښار يوازي تاريخي ښار نه دی. ددغه ښار کلتوري څېره هم د ستاينې وړ ده. دښار د موزيم د جزيرې نومي په برخه کي زړې ودانۍ د پروسيا د پاچهۍ وختونو بېرته راژوندي کوي. سترومهندسانو لکه شينکل او لانگانس دلته د ودانيو په جوړولو سره خپل ځانونه ابدي کړي دي. د ښار ددغي برخي په بهترينه ودانيو کي د بوډه ميوزيم ودانۍ هم شمېرل کيږي. د ښارستر اپراتياترونه، سېنماوي، نندارتونونه او کوچني هنري تياترونه د دغه ښار د ښاريانو د ساعت تېرولو دنده په غاړه لري. دهر مېلادي کال په فروري مياشت کي د برليناله په نوم يوه لمانځنه او غونډه تر سره کيږي. پدغه غونډه کي د فلم او هنر سره تړاو درلودونکي ستوري راټوليږي.