د "ابن رشد" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
Xqbot (خبرې اترې | ونډې)
و r2.7.3) (روباټ زیاتول: ckb:ئیبن ڕوشد؛ زیباسازی
۱۴۷ کرښه: ۱۴۷ کرښه:
[[sr:Ибн Рушд]]
[[sr:Ибн Рушд]]
[[sv:Averroës]]
[[sv:Averroës]]
[[ta:இப்னு றுஷ்து]]
[[ta:அவ்ரோசு]]
[[th:อิบนุ รุชด์]]
[[th:อิบนุ รุชด์]]
[[tr:İbn Rüşd]]
[[tr:İbn Rüşd]]

د ۱۲:۳۱, ۲۶ ډيسمبر ۲۰۱۲ بڼه

ابن رشد

محمد بن احمد بن رشد اندلسی چې ۱۱۱۲هجری سپوږمیز کال په ننۍ اسپانیا کې زېږېدلې دی. او په ۱۹۸هجری سپوږمیز کال مړ شوې.

زده کړې

علامه ابن رشد د خپل پیر په ټولو علومو لاسبری وو. په رنځپوهنه کې د جالینوس ټول علم ده خپل کړې وو. دده فلسفه د ارستو د فلسفې شننه او لنډیز دواړه وو. دده ستورپوهنه له مجسطي څخه ترلاسه کړې وه. فقه یې د مالکي مسلک فقه وه، چې دده د هم پيرو(هم عصرو) څخه وو. پدې توګه ده داسې کوم نوی علم منځته ندې راوړی، او نه یې د کوم نوي شي بنست اېښې دی. البته دې په خپلو هم پيرو کې د تنقیدي قوت له لامله ډېر ستر ځای درلود، چې دده مثال نه د هغه په پیر کې لیدل کېده، او نه هم له هغې څخه وروسته پیدا شوې. ددې کار ښکارندوي د ابن رشد لخوا د بطلیموس د ستورپوهنې نقد دی. لدې څخه پرته هم ابن رشد د داسې بنسټونو او اصولو بنستیز افکار هم لیدل کېږي، چې د دارنګه لوړو افکارو پنځونه له غښتلي عقلونو څخه شونې ده او بس. (وګورﺉ، د ارستو مابعد الطبیعاتو د مقالاتو تلخیص،لومړی قسم، ۱۳مه برخه)

دندې

ابن رشد د قضا په سپېڅلې دنده هم د ډېېرې مودې لپاره پاتې شوې.ابن رشد محمد بن احمد بن رشد اندلسی ۱۱۱۲هجری سپوږ میز کال په ننۍ اسپانیا کې زېږېدلې. او په ۱۹۸هجری سپوږمیز کال مړ شوې دی . ابن رشد خپلې زده کړې د حقوق او رنڅپوهنې په ځانګو کې ترسره کړې. او د ډېرې مودې لپاره د سویل او کوردوبا\قرتبه په ښارونو کې پاتې شوې دی. ابن رشد د قضا په سپېڅلې دنده هم د ډېرې مودې لپارهپه غاره درلود . ابن شد ځینی ځانگړی فلسفی عقاید درلوده لکه دا چی هغوی د بقای ماده و د خدای تعالی سره د یو بل ابدی شی باندی اعتقاد در لوده. هغه ویله چی کله نا کله فلسفه د دین سره تضاد او تناقض پیدا کوی . ابن رشد یوه سنی مسلمان او مالکی مذهبه و خو دخپل د فلسفی عقایدو په جرم د دینی عالمانو له خوا په کفر با ندی تورن سوی و. د اروپای او عیسوی مذهبی عالمانو (پاپانو) له خوا هم په کفر تورن سوی و. په غربی هیوادنو کی د هغوی فلسفه د ( ابن رشدیسم ) او یا ( اوروئسیسم ) په نامه نو میالی سوی دی . هغه کوشش کوله چی د ارسطویی فلسفه پر اسلام با ندی تطبیق کری . خو هغه خپله د قران شریف په باب ځانگړی فکرونه در لو ده چی د هغوی د (فصل المقال )په کتاب کی را غلی دی . ځنی کسان وایی چه د اسلام له نظره دغه یوه کفر کونکی کتاب دی . په هره توگه ابن رشد په نړیوال کچه کی یوه نامتو او مشهور فیلسوف دی . د جرمنی مشهور لیکوال (دانته) په خپل نومیالی کتاب کی چی د ( الهی کمدی ) په نا مه مشهور دی ابن رشد نه په ډېره درناوی سره یا دونه کړی دی . او همدا رنگه د غربی هیوا دونو نومیالی نقاشان د هغوی لرغونی انځورونه جوړرکړی دی . چی دوه انځورونه یی هم دلته راوستل سوی دی . سربیره پر دا د هغوی د ژوند په باب ډېر کتا بونه او ناولی لیکل سوی دی او شاهین یوسف د هغوی د ژوند سینمایی فیلم هم جوړرکړی دی . په 8318 عیسوی کال کی په اسمان کی یوه کوچنی سیاره هم د دوی په نوم باندی نوماند سو . ( مهندس داود عطایی قندهاری )

د ابن رشد فلسفي تګلاره

د ابن رشد په فلسفه کې په عمومي توګه دده له اسلافو او هم پیرو عرب فیلسوفانو تعلیمات لیدل کېږي. مګر یواځې دا اغیزې ندي، چې دده په فکري اړخ یې اغیزمن کړې، لکن د ارستو د فلسفې اغیز هم نشو ردولای، البته په دې افکارو کې یې د نوي اپلاتوي نظریاتو زیاتونه کړې. د عرب فیلسوفانو دا ځانګړتیا ده، چې دوي د ارستو په ښوونو کې د (عقول دوایر)یا کرویات ور زیات کړي، چې د عالم او لومړي متحرک ترمنځ لیدل کېږي، او د (انبثاق) نظریه یې هم عامه کړې ده. لدې خبرې څخه ددوي موخه دا وه، چې ټول کایناتو صدور د څښټن ذات دی، او ددې نظریې شننه یې داسې کړې، چې لومړې محرک د خوځښت اتصال لومړي ځل لپاره له ټولو نږدې کُری څخه کېږي. لدې څخه وروسته هغې ته نږدې کُرې څخه، په همدې توګه په تدریجي توګه عالم ارضي سره د هغې اړیکې...

له مړينې وروسته اغیزې

فرسک د آتن ښوونځې د رافائل اثر، د انځور هغه برخه چې ابن رشد پكې شتون لري
  • د ابن رشد مجسمه تر نن ورځې پورې د اسپانيا په كرتبې (قرتبه)‌ ښار كې شته.
  • رافائل، د اېټاليې نامتو انځورګر ابن سينا په خپلو انځورونو كې انځور كړې.
  • دانته په خپل مشهور كتاب "الهی كامډي" كې ده ته اشاره كوي.
  • خورخه لوئیس بورخس يو لنډه كيسه د "د ابن رشد لټون" كې ليكي: چې دده په لټه كې د كاميډي او تراژيدۍ په لټۀ كې دى.
  • جیمز جویس په خپل مشهور كتاب اولیس كې ده ته په لنډ ډول اشاره كوي.
  • او شخصیت اصلی فیلم "سرنوشت" به کارگردانی یوسف شاهین است.
  • دده په نامه په اسمان كې يوه سياره "۸۳۱۸ ابن رشد" نومول شوې ده.

اهم كتابونه

  • د ارستو د كتابونو شرحې او لنډيزونه:

او د مهمو ليكنو څخه يې يو څو په لاندې ټول دي:

نور نامتو كتابونه

  • كتاب الكليات.
  • كتاب "التحصيل" د علماو د مذهبونو د اختلاف په اړه.
  • كتاب "الحيوان".
  • كتاب "المسائل" په فلسفه كې.
  • كتاب "بداية المجتهد ونهاية المقتصد" په فقه كې.
  • كتاب "جوامع كتب أرسطاطاليس" په طبيعياتو او الهياتو كې.
  • كتاب "شرح أرجوزة ابن سينا" په رنځپوهنه كې.‏

سرچينې

آی کتاب (برداشت آزاد)



مسلمان فیلسوفان
يعقوب كندي | ابن سینا بلخي | ابن عربي | ابي نصر الفارابي | غزالي | ابن خلدون | ابن رشد | ابن طفیل | علامه اقبال | سيد جمال الدين افغاني| امير حمزه شينوارې | امام فخر الدين رازي | رابعه بلخي | غني خان | ابو الاعلى مودودي | شاه ولي الله | {سېد محمد طباطبايي | عمر خيام |ابن مسكوی | سېد حسن نصر | جلال الدین رومي |شقیق بلخي | شېخ الاشراق سهروردي