د "بي-٥٢ سټراټوفورټرېس" د بڼو تر مېنځ توپير
و r2.7.3) (روباټ زیاتول: et, uk بدلول: gl, ro, sr, vi؛ زیباسازی |
و r2.7.3) (روباټ زیاتول: eu:Boeing B-52 Stratofortress |
||
۵۲ کرښه: | ۵۲ کرښه: | ||
[[es:Boeing B-52 Stratofortress]] |
[[es:Boeing B-52 Stratofortress]] |
||
[[et:B-52 Stratofortress]] |
[[et:B-52 Stratofortress]] |
||
[[eu:Boeing B-52 Stratofortress]] |
|||
[[fa:بی-۵۲ استراتوفورترس]] |
[[fa:بی-۵۲ استراتوفورترس]] |
||
[[fi:B-52 Stratofortress]] |
[[fi:B-52 Stratofortress]] |
د ۰۰:۵۸, ۲۰ ډيسمبر ۲۰۱۲ بڼه
اوږده ليکنه |
---|
بوئينګ سټراټوفورټرس بي-٥٢ (انګریزي: B-52 Stratofortress) بم غورځونکې الوتکې دي چې د دروند وزنه الوتکو په ډله کې راځي.کولاى شي بېلابېل هوايي ماموريتونه سرته ورسوي، دا الوتکې خورا ډېرې چټکې دي (البته دصوت له سرعت څخه نه دي چتکې) چې کولاى شي د ٥٠٠٠٠ فټه په لوړوالي الوتنه وکړي، او همدارنګه په دوديزو اوعصري بمونوسربېره د اتومي بمونو د وړلو اوغورځولو توان هم لري. بي ٥٢ ډوله الوتکې تر ٣٥ کالونو پورې د امريکا دعمله لرونکې دروند وزنې بم غورځونکې الوتکو په لړ کې ريکارډ ټينګ کړى و. دا بم غورځونکې الوتکې د دې ځواک لري چې اوسنۍ هر ډول وسلې لکه توغندي، راکټې او نورې بېلابېلې وسلې وتوغوي او وغورځوي. که چېرې د دې الوتکو بڼې لږ هم پرمختللې شي تر ٢٠٤٥ زېږدي کال پورې به د امريکا په اردو کې د تاريخ تېرې او پخواني ماډل الوتکې په توګه راڅرګندې نه شي. دې ستراتيژيکې بم غورځونکې الوتکې په هغه وخت کې ١٤١٦٠ کيلومتره واټن په يوه ساه طى کاوۀ نو ځکه د لويو وچو ترمنځ الوتکه يا کانټيننټل بلل کېده، خو لکه څنګه چې په هغه وخت کې په هوا کې سون توکي رسونکې الوتکې نه وې؛ نو اوس کولاى شي چې خورا ډېره اوږده الوتنه وکړي. مخینهدا الوتکه د (BUFF) په نامۀ چې د (Big Ugly fat fellow) پټ لوزى (مخفف) دى هم يادېږي چې مانا يې ( بدرنګه غټ چاغ انډيوال ) دى. دې الوتکې خپله لومړنى الوتنه د ١٩٥٢ زېږدي کال د اپرېل په پنځلسمه نېټه تر سره کړه، A ماډل الوتکې يې د ١٩٥٤ زېږدي کال د اګست په پنځمه لومړنى پرواز وکړ، B ماډل الوتکه يې د ١٩٥٥ زېږدي کال د جنوري په پنځه ويشتمه په لومړي ځل والوتله، C ماډل الوتکې يې د ١٩٥٦ زېږدي کال د مارچ په نهمه پرواز وکړ، تر دم ګړۍ ٧٤٤ دانې B52 الوتکې جوړې شوې دي. په دې الوتکه کې پر نورو شيانو سربېره ډېر په زړه پورې خبره داده چې د سون توکو ټانکۍ يې په وزرونو کې دي کله چې دا ټانکۍ خالي وي، نو هغه د چا خبره د ډېر لوړ سړي لاس هم نه ورسېږي خو کله چې تشې وي نو بيا يې چې د وزرونو لاندې تېرېږې بايد د سر سره پام وکړې چې د تېلو د ټانکۍ سره ونه لګېږي. تر اوسه پورې په ټوليز ډول ٧٤٤ بې ٥٢ ډوله الوتکې جوړې شوې دي، چې وروستى ماډل يې H ماډل نومېږي چې په ١٩٦٤ کې يې خپله الوتنه وکړه. ځانګړنېبي ٥٢ ډوله الوتکې د بوئينګ شرکت جوړې کړې دي ، اته دانې (TF-33) ماشينونه پکې کارېدلي دي،چټکتيا يې په ساعت کې٩٣٠کيلومتره ده ، پنځه نفره عمله لري ، د خطر په وخت کې پراشوټي سيستم هم لري، ټوټل بيه يې ٥٣،٤ ميليون ډالره ده.
سرچينې |