د "د ريال مادريد فوټبال کلب" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
و r2.7.1) (روباټ بدلول: vi:Real Madrid C.F.
EmausBot (خبرې اترې | ونډې)
۹۸ کرښه: ۹۸ کرښه:
[[th:สโมสรฟุตบอลเรอัลมาดริด]]
[[th:สโมสรฟุตบอลเรอัลมาดริด]]
[[tr:Real Madrid CF]]
[[tr:Real Madrid CF]]
[[tt:Реал Мадрид]]
[[tt:Реал (футбол клубы, Мадрид)]]
[[uk:Реал Мадрид]]
[[uk:Реал Мадрид]]
[[ur:ریال میدرد]]
[[ur:ریال میدرد]]

د ۱۴:۳۷, ۱۴ ډيسمبر ۲۰۱۲ بڼه

د ريال مادريد فوټبال كلب (په اسپانوي: Real Madrid Club de Fútbol)، چې خلك يې په ريل مادريد هم پېژني، د اسپانيې هېواد تر ټولو مشهور فوټبال كلب دى. د دغه كلب يا په اصطلاح، فوټبال ټيم اساس په ۱۹۰۱ مېلادي كال كې د همدغه هېواد په ماډريډ ښار كې ايښودل شوى دى. رويل (شاهي) ماډريډ نوم د دغه هېواد د هغه وخت د باچا له خوا په كال (۱۹۲۰) مېلادي كال كې وركړل شو. ماډريډ ۳۱ ځله د لاليګا (د اسپانيې د فوټبال د مسلكي اتحاديې) عنوان خپل كړى، ۱۸ ځله يې په دغه هېواد كې د فوټبال كلبونو د خپلمنځي كلنيو سياليو (كوپا ديل ريا) كپونه گټلي، ۸ ځله يې د يوفا سوپر كپ لوبې ګټلې، ۹ ځله يې د يوفا چمپين ليګ او درېيو نورو نړيوالو كپونو په ګټلو سره نوموړى كلب د فيفا يا د فوټبال د نړيوال فدراسيون) له خوا د شلمې پېړۍ تر ټولو بريالى كلب وګڼل شو. دغه كلب په (۱۹۵۰) كال كې په هسپانيا كې دننه او نورو اروپايي لوبو كې په زياته كچه وځلېد او له هغه امله يې نړيوال موقف ټينګ كړ. د دغه كلب اصلي لباس كه څه هم څو ځله د نوښت په موخه بدل شوى دى، خو اصلي رنګ يې د شنو ليكو لرونكى سپين دى او اوسنۍ بڼه يې هغه لباس ته ورته ده چې تقريباً اتيا كاله وړاندې وه. دغه كلب د ۶۴ كلونو راهيسې د ماډريډ ښار د سانتياګو په لوبغالي كې تمرين كوي. ماډريډ د ۴۰۱ ميليونو عايد په درلودلو سره د نړۍ تر ټولو شمتن د فوټبال كلب دى. د نوموړي كلب يوازنى لوى سيال د هسپانيې دويم تكړه فوټبال كلب بارسلونا دى.

ماډريډ په ۱۹۳۱ كال كې د لومړي ځل لپاره چامپين ليګ وګاټه او په دويم كال يې هم دغه وياړ خپل كړ، چې د اروپايي كلبونو په تاريخ كې دا يوازنى كلب و چې دوه ځله يې په پرله پسې توګه دغه وياړ خپل كړ. په دغه كلب كې د راول نومي لوبغاړي د ۱۹۹۴ - ۲۰۱۰ كال پورې په ۷۴۱ لوبو كې لوبه كړې ده او د ۳۲۳ ګولونو په لګولو سره د دغه كلب تر ټولو زيات ګول لګوونكى ګڼل كېږي. د يادولو وړ ده چې د دغه كلب په تاريخ كې څلور نور داسې لوبغاړي تېر شوي دي چې هر يوه يې تر دوه سوه ګولونو زيات لګولي دي. همدا راز كريسټيانو رونالډو د ۲۰۱۱ - ۲۰۱۰ په چمپين ليګ په يوه سيزين كې د ۴۰ ګولونو په لګولو سره ريکارډ ټينګ كړ. په دغه كلب كې تر ټولو ګړندى ګول چې په ۱۴ ثانيو كې وهل شوى دى، هغه د برازيلي لوبغاړي رونالډو په واسطه په ۲۰۰۳ كال كې ووهل شو. ايكر كسيلاس، د دغه كلب ګولي - چې تر پنځه سوه زياتو لوبو كې يې لوبه كړې ده - نه يوازې په دغه ټيم كې ريكارډ ټينګ كړى، بلكې نوموړى د نړۍ تر ټولو تكړه ګولي يا ګول كيپر هم دى. د يادولو وړ ده چې د نړۍ تكړه او مشهوره لوبغاړو لكه: زين الدين زيدان، رونالډينو، كريسټيانو رونالډو، كاكا، ډي سټيفانو، پوسكاس او زمورا غوندې تكړه فوټبالرانو په دغه نړيوال كلب كې لوبه كړې ده. د هارورډ پوهنتون د يوې څېړنې پر اساس ريل مادريدد ۲۲۸ ميليونو ملاتړو په درلودلو سره د نړۍ تر ټولو مشهوره كلب دى او تر دغه کلب وروسته په دويم مقام كې مانچسټر يونايټيډ فوټبال كلب دى، چې ۱۱۶ ميليونه ملاتړي يا په اصطلاح، مينه وال لري.


سرچينې