د "هڅوب" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
Xqbot (خبرې اترې | ونډې)
و r2.7.3) (روباټ زیاتول: af:Kultuur
JAnDbot (خبرې اترې | ونډې)
و r2.7.2) (untranslated message diq:Zagon
۳۰ کرښه: ۳۰ کرښه:
[[da:Kultur]]
[[da:Kultur]]
[[de:Kultur]]
[[de:Kultur]]
[[diq:Portal:Zagon]]
[[diq:Zagon]]
[[dv:ސަގާފަތު]]
[[dv:ސަގާފަތު]]
[[el:Κουλτούρα]]
[[el:Κουλτούρα]]

د ۱۴:۱۸, ۱۴ ډيسمبر ۲۰۱۲ بڼه

هڅوب یا کلتور یا فرهنګ یا دود، دود دستور او ثقافت د تاريخ په يوه ټاکلې دوره کې ، يا د بشر په ټول تاريخ کې د ټاکلې انساني ډلې يا د ټول بشر د پنځولو (خلق کړو) او پنځېدلو عيني او ذهني شتو جونګ (مجموعه)ده د کلچر اصطلاح لومړی وار ټايلر E.R.Tylor د دولسمې لمريزې پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې استعمال کړه او داسې يې تعريف کړه: کلتور يوه پېچلې مجموعه ده چې معلومات، معتقدات، هنرونه، اخلاق، قوانين، آداب و دودونه او ټول هغه تمايلات ، قابليتونه او کسب کړي عادتونه په کې دي چې انسان يې د ټولنيز غړيتوب په حال کې تر لاسه کوي.