د "دیو جانس کلبی" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
و r2.7.3) (روباټ زیاتول: war:Diogenes han Sinope
و r2.7.2) (ربات: تغییر ro:Diogene din Sinope به ro:Diogene din Sinop
۷۳ کرښه: ۷۳ کرښه:
[[pnt:Διογένες ο Σινωπέας]]
[[pnt:Διογένες ο Σινωπέας]]
[[pt:Diógenes de Sínope]]
[[pt:Diógenes de Sínope]]
[[ro:Diogene din Sinope]]
[[ro:Diogene din Sinop]]
[[ru:Диоген]]
[[ru:Диоген]]
[[scn:Dioggini di Sinopi]]
[[scn:Dioggini di Sinopi]]

د ۲۳:۴۸, ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۲ بڼه

دیو جانس کلبی له كلبي فلسفيانو څخه ؤ، چې په ۴۱۲مخزېږ كال په سېنوپ كې دې نړۍ ته سترګې راوغړولې. پلار يې يو كاريګر سړې ؤ. ويل كېږي چې پلار يې د سېنوپ د قاضي لخوا محكومېږي، پدې ډول دېوجانس له ملكه تېښته كوي او مخ په آتن ځي. په آتن كې له كلبي او آنتیستنس سره اشنا كېږي. په لومړي پېر كې آنتیستنس دې د زده كوونكي په توګه نه مني، آن تردې چې له ځان څخه شړلو لپاره يې په لخته هم وهي. دېوجانس په آرامۍ سره دا عمل زغمي او آنتیستنس ته وايي، چې ته په هره اندازه چې كولې شې ما ووهه، مګر ترهغه وخته چې ته داسې كلمې لرى، چې په اورېدلو ارزي، نو ته به داسې هېڅ لخته پېدا نكړې، چې زما د وهلو لپاره به هغه دومره كلكه وي، چې وكړاى شي ما لدې ځاى څخه لرې كړي. فلسفي لدې ځواب څخه ډېر خوشالېږي او دېوجانس په خپلو زده كوونكيو كې ورګډوي. دېوجانس د خپل ښوونكي او د فلسفې اصول په بشپړ ډول ومنل. او دهغه په څېر يې هرډول ځانغوتنه يې د ثروت، وياړ او قدرت لپاره رټله او حقيره يې شمېرله. دېوجانس به څادر له ځانه تاوكړې ؤ، او د آتن په كوڅو او سړكونو كې به اوسېده.


سپي ډوله ژوند خوښوونكي فېلسوفانو يوه ډله

ورځينۍ ډوډۍ يې هم له هغو بسپنو څخه وه، چې كله ناكله به خلكو وركولې. دېوجانس


دېو جانس كلبي د يونان فلسفي ؤ. دا فلسفي د كلبي د مدرسې لاروې ؤ. په سېنوپ كې زېږېدلې او په اتن كې يې اوسېدلې. داسې ويل كېږي، چې د ديوي مور د مندر په يوه كونج كې به ناست ؤ. نو يوه ورځ بحري قزاقانو لاس ته ورغې. هغوي د كورنتك په يوه ماړه سړي ورخرڅ كړ. د نوموړي سړي كوشنيانو ته به يې ښوونه وركوله، تردې چې آزاد يې كړ. د ازادۍ څخه وروسته به يې د ښار په كوڅو كې د شپې لخوا څراغ په لاس پهره كوله.

د يادولو وړ ده چې د کلبیانو يا سپيي ډوله ژوند فلسفه (Cynics) د هغو ډېرو فلسفو څخه چې له سقرات څخه راپېلېږي، يوه هم د كلبيانو يا سپي ډوله ژوند خوښوونكو فلسفه کلبیون (Cynics) ده. ددې ښوونځي بنسټ اېښودونكې آنتيستنس د سقرات له زده كوونكيو څخه دى. ددې ډلې فېلسوفان په دوه وجو د كلبي فلسفې خاوندان ګڼي ېچ هغه دا دي: لومړې دليل: د ښوونځي د بنسټ اېښودو ځاى سیناسارگس Cynosarges ، چې د سپين سپي په مانا دى. دا ځاى د آتن سره نږدې د لوبو لپاره جوړ شوې ؤ. دويم دليل: هغه ددې فېلسي ښوونځي د لاوريانو د سپي ډوله ژوند ؤ، چې پدې نوموړي فېلسوفان يې پدې نامه ياد كړل.

لوېديځ فېلسوفان

سرچينې

  1. اردو ويكيپېډيا
  2. د فېلسوفان په تشيالي كې پاړسو وېبپاڼه