د "هرات" د بڼو تر مېنځ توپير
Afghan King (خبرې اترې | ونډې) د سمون لنډیز نسته |
|||
۹۳ کرښه: | ۹۳ کرښه: | ||
[[tr:Herat]] |
[[tr:Herat]] |
||
[[uk:Герат]] |
[[uk:Герат]] |
||
[[ur: |
[[ur:ہرات]] |
||
[[vi:Quận Hirat, Herat]] |
[[vi:Quận Hirat, Herat]] |
||
[[war:Herat]] |
[[war:Herat]] |
د ۰۳:۵۴, ۲۸ نومبر ۲۰۱۲ بڼه
هرات | |
---|---|
هېواد | افغانستان |
ولایت | د هرات ولايت |
د اوسېدونکي شمیر | ۳۹۷،۴۵۶ |
د بحر له سطحې لوړوالي | ۹۲۰ متره |
دین | اسلام |
هرات د افغانستان دریم لوی ښار دي چې د افغانستان په شمال لویدیځ کې پروت دي. دغه ښار تقریبًا ۳۹۷،۴۵۶ نفوس لري او د هرات د ولایت مرکز دي. د هرات په ښار کې د هري مشهور سیند بهیږي.
تاریخ
لرغونې زمانه
د هرات سیمه د ۵۵۰ کال عیسوي سنی مخکې تر ۳۳۰ کال پورې د هخامنسیانو د حکمرانانو په لاس کې وه. د هخامنشیانو حکمران کوروش ۲ هرات ته د هرایوا نوم ورکړ. د هرایوا ولایت د هري ( په لرغونې پارسي کې هریا ) د سیند په اساسی نومول شوی دی چې په لرغونې پارسي کې طلایی اوبو یا زرینو اوبو معني لري. په ۳۳۰ کال عیسوي سنی مخکې کې ستر سکندر د هخامنشیانو وروستی حکمران ته ماته ورکړه او د هرات په سیمې کې یی نوي ښار جوړ کړ چې د آرتاکوآنا (Artacoana- Ἀρτακόανα) په نوم یادېده. د اسکندر تر وفات وروسته د سېلوکوس نیکاتور نوي حکمران شو. په ۳۰۵ کال عیسوي سنی مخکې کې سېلوکوس نیکاتور پر پنجاب برید وکړ مګر پوځ یی ماته وخوړله او هرات د هندوستانی راجا (پاچا) چندر گپت لاس ته ورغۍ. په ۱۶۷ کال عیسوي سنی مخکې هرات اشکانیانو حکمرانانو لاس ته ورغۍ. د ۲۲۶ کال څخه تر ۶۵۲ هرات د ساسانیانو حکمرانان په لاس کې وو. د ساسانیانو حکمرانان هرات ته د هارېو نوم ودکړل. په ۷ پېړۍ کې عربي پوځ افغانستان ته ورسېده او اسلام یی پراخه کړه.
اسلام
د ۶۵۰ کال څخه تر ۱۲۲۱ کال پورې هرات د لوي خراسان د حکمرانانو په لاس کې وو. په ۱۲۲۱ کال کې د چنګز خان پوځ افغانستان ته ورسېده او هرات د چنګېز خان په امر خراب شو. په ۱۳۸۰ کال کې هرات د تیمور لنګ لاس ته ورغۍ او هرات د کرتیان کورنۍ مرکز شو. په ۱۵۰۷ کال کې هرات د ازبکانو لخوا ونیول شو. په دې وخت کې صفوي امپراطور شاه اسماعیل پر ازبکانو برید وکړ او په ۱۵۱۰ کال کې هرات د صفوی پوځ لخوا ونیول شو. د ۱۷۲۵ کال څخه تر ۱۷۳۶ کال پورې هرات د هوتکی کورنۍ په لاس کې وو. په ۱۷۴۷ کال کې احمد شاه بابا هرات لاس ته راوړ.
۲۰ پېړۍ
په ۶۰ کلونو کې په هرات کې د امریکایی انجنیرانو لخوا هوایی ډګر جوړ شو. دغه هوایی ډګر د ۱۹۷۹ کال ځخه تر ۱۹۸۹ کال پورې د شوروي پوځ په لاس کې وو. تر جګړې وروسته اسماعیل خان د هرات والي شو. په ۱۹۹۵ کال کې طالبان هرات ته ورسېدل. په ۲۰۰۱ کال کې د هرات جګړه پېل شوه او هرات د امریکایی پوځ، د شمال د اتحادیی او د ایران د سپاه پاسداران انقلاب په ګډ عملیات سره د طالبانو ځخه آزاد کړل شو.