د "ام سلمه هند بنت ابي اميه" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
و r2.7.2) (روباټ زیاتول: ur:ام سلمہ رضی اللہ عنہا
و r2.7.3rc2) (روباټ زیاتول: ru:Умм Салама бинт Абу Умайя
۳۵ کرښه: ۳۵ کرښه:
[[ml:ഉമ്മു സൽമ]]
[[ml:ഉമ്മു സൽമ]]
[[nl:Oemm Salama Hind bint Abi Oemmayya]]
[[nl:Oemm Salama Hind bint Abi Oemmayya]]
[[ru:Умм Салама бинт Абу Умайя]]
[[uk:Умм Салама бінт Абу Умая]]
[[uk:Умм Салама бінт Абу Умая]]
[[ur:ام سلمہ رضی اللہ عنہا]]
[[ur:ام سلمہ رضی اللہ عنہا]]

د ۰۷:۵۱, ۱۱ اکتوبر ۲۰۱۲ بڼه

ام سلمه هند بنت ابي اميه چې د بي بي سلمه په نامه هم پېژندل کېږي د اسلام د وروستي پيغمبر مېرمن وه. دپلارنوم يې سهيل اودمورنوم يې عاتكه وو. نوموړې په لومړني سركې دخپل اكا د زوی او درسول الله صلى الله عليه وسلم درضاعي ورور عبدالله بن عبدالاسدپه نكاح كې وه . نوموړې له خپل ميړه سره يوځای حبشې ته هجرت وكړ . هلته يې دسلمه په نوم زوی وزيږيد. وروسته مكې ته راغله اوبيايې دلومړنيومسلمانو ميرمنو په كتاركې مدينې منورې ته هجرت وكړ. ميړه يې عبدالله دخپل وخت له وتليو آس زغلونكو شميرل كيده .دبدر او اُحدپه غزاګانو كې يې برخه اخيستې وه . داُحدپه جګړه كې دخوړلوټپونو له امله يې دهجرت په څلورم كال سترګې له نړۍ پټې كړې . رسول الله صلى الله عليه وسلم دهغه دجنازې پرمهال نه تكبيرونه وويل . له لمانځه وروسته چا ترې وپوښتل چې يارسول الله تيروتنه خوبه مو نه وي كړي؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل چې ابوسلمه دزرو تكبيرونو حق درلود . رسول الله صلى الله عليه وسلم وروسته اُم سلمه ته دنكاح وړانديز وكړ خو هغې عذر ووايه . رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يې وويل چې يو خو زه خوراقهرجنه ميرمن يم , ډيراولادونه لرم ,او بله داچي عُمر مې ډيردى . خورسول الله صلى الله عليه وسلم ددغو عذرونو سربيره له هغې سره نكاح وكړه . نوموړي يوه پوهه اوهوښياره ميرمن وه . دحديثونو له مخې دغه بي بي له عايشې رضي الله عنه نه وروسته دافضليت دوهمه درجه لري . اُم سلمه رضي الله عنها د84 كلونوپه عُمر ترټولوبيبيانو وروسته وفات شوه. دجنازې لمونځ يې حضرت ابوهريره رضى الله عنه اداكړ.

دا هم وګوري