د "پوهنپوهنه" د بڼو تر مېنځ توپير
و r2.6.4) (روباټ زیاتول: ky:Гносеология بدلول: fa:معرفتشناسی, mk:Епистемологија |
و روباټ زیاتول: yi:עפיסטעמאלאגיע |
||
۱۰۷ کرښه: | ۱۰۷ کرښه: | ||
[[vi:Nhận thức luận]] |
[[vi:Nhận thức luận]] |
||
[[war:Epistemolohiya]] |
[[war:Epistemolohiya]] |
||
[[yi:עפיסטעמאלאגיע]] |
|||
[[zh:知识论]] |
[[zh:知识论]] |
||
[[zh-min-nan:Jīn-sek-lūn]] |
[[zh-min-nan:Jīn-sek-lūn]] |
د ۰۵:۰۰, ۵ سپټمبر ۲۰۱۲ بڼه
کينډۍ:د فلسفې څنګپټه پوهنپوهنه (په انګرېزي:Epistemology) د فلسفې يوه څانګه ده. پدې فلسفه کې د فلسفي معيارونو له مخې په طبيعت کې د پوهې د شتون او د پوهې د حدودو ټاکل څېړل کېږي.[۱] د پوهې دغه ډګر دا ډول پوښتنې زېږوي چې:
- پوهه يا پوهنه څه شی دی؟
- پوهه يا پوهنه څنګه ترلاسه کېدونې ده؟
- موږ څنګه پوهېږو چې موږ پوهېږو؟
د دغې فلسفي څانګې لويه برخه بحث په طبيعت د پوهې او نوعيت څرخي او همداراز د پوهې او هغه ارزښتونو لکه رښتيا، ګروهه (عقيده)، او انصاف تر مېنځ د شتو اړيکو جاج اخلي. په دغه ډګر کې د پوهې د زېږون ټول عاملونه او همداراز د پوهې د بېلابېلو ادعاګانو په اړه د شک رامېنځ ته کېدل څېړل کېږي.
پوهنپوهنې ته په انګرېزي ژبې ايپېسټيمولوژي (epistemology) وييل کېږي او دا لغت د سکاټلندي فيلسوف جېمز فرېدريک فېرير (۱۸۰۸–۱۸۶۴) لخوا انګرېزي ژبې ته ورپېژندل شوی .[۲] په ډېرو سيندونو کې د اپيسټيمولوژي پېژند داسې ښکاره کوي چې ګنې دا پوهه د انتقادي فکر سره نژدې اړيکې لري لکه: "د علم او پوهې د طبيعت او بنسټ يوه داسې زده کړه يا نظريه ده چې په ځانګړي توګه د پوهې د مشروعيت او حدودو پورې اړونده ده" (د مېريام-وېبسټرانټرنټي سيندر-۱۱م چاپ).
سرچينې
- ↑ Encyclopedia of Philosophy, Volume 3, 1967, Macmillan, Inc.
- ↑ Encyclopaedia Britannica Online, 2007