د "سلیمان ۱" د بڼو تر مېنځ توپير
د سمون لنډیز نسته |
AvocatoBot (خبرې اترې | ونډې) و r2.7.3) (روباټ بدلول: nn:Süleyman I av Det osmanske riket |
||
۸۴ کرښه: | ۸۴ کرښه: | ||
[[ms:Sulaiman al-Qanuni]] |
[[ms:Sulaiman al-Qanuni]] |
||
[[nl:Süleyman I]] |
[[nl:Süleyman I]] |
||
[[nn:Süleyman I]] |
[[nn:Süleyman I av Det osmanske riket]] |
||
[[no:Suleiman I den store]] |
[[no:Suleiman I den store]] |
||
[[oc:Soliman lo Magnific]] |
[[oc:Soliman lo Magnific]] |
د ۱۲:۳۴, ۲۹ جون ۲۰۱۲ بڼه
سلیمان ۱ | |
---|---|
زېږېدنه | ۱۴۹۴ |
مړينه | ۱۵۶۶ |
کوړنی | د عثمانیانو کورنی |
مخکنی حکمران | سلیم ۱ |
پیرو | سلیم ۲ |
سلیمان ۱ (په ترکي ژبی کی: سليمان، أنا قبل, Kanuni Sultan Süleyman) د عثمانیانو د حکمرانانو څخه یو مشهور سلطان وو چی په عثماني واکمنۍ کی د ۱۵۲۰ کال څخه تر ۱۵۶۶ کال پورې یی حکومت کاوه. د سلیمان ۱ د حکومت په وخت کی عثمانی امپراطوری اوج ته ورسېده. سلطان سلمان ۱ په ۱۴۹۵ کال کی د ترابزون په ښار کی په آناتولییا کی زېږېدلی وو. پلار یی سلطان سلیم ۱ وو. سلیمان کله چی ۷ کلن وو نو د زده کړی لپاره استانبول ته ولاړ. سلیمان په استامبول کی تاریخ پوهنه، د اسلام دین او ادبیات زده کړل. هغه تر زده کړی وروسته د آناتولی او کریمه د ولایتونو حکمران شو. د سلطان سلیم ۱ تر وفات وروسته په ۱۵۲۰ کال کی سلیمان د سلطنت پر تخت کښیناست.
د سلیمان جګړې
کله چی سلیمان ۱ د عثمانیانو سلطان شو نو پر بالکان یی پرید وکړ. په ۱۵۲۱ کال کی د سلیم ۱ اردو د بلگراد ښار ونیو. او صربستان د عثمانانو لاس ته ورغی. په ۱۵۲۲ کال کی سلیم د رهوډوس پر ټاپو برید وکړ. ۱۵۲۶ کال کی سلیم د موهاچ په جکړي کی وروستی چکی او اوهری (هنګری) پاچا لودویک یاګېلونی ته ماته ورکړه او چکی پاچا په جبې کی مړ شو. تر جګړي وروسته اوهری د سلیم ۱ لخوا ونیول شو او سلیم ۱ وکولای سول د ویانا پر ښار برید وکړی.
د ویانا جګړه
د ویانا جګړه د عثمانانو اردو او د هاپسبورګانو د اردو په منځ کی یو مهم جګړه وله او په دی جګړې کی د عثمانانو پوځ د ویانا ښار محاصره کړه مګر تر څو میاشت وروسته د سلیم پوځ د اروپایی حکمرانانو لخوا ماته وخوړله او عثمانیانو پوځ مجبور شول چی بالکان ته ولار سی. سلطان سلیم ۱ په ۱۵۲۹ کال کی لوی پوځ جوړ کړ. دغه پوځ تقریبًا ۱۰۰،۰۰۰ عسکران ۸۰۰ بېړۍ او ۲۰،۰۰۰ اوښان درلود. د سپتمبر په ۲۱. کی د سلیم اردو د ویانا ښار ته ورسېده.