د "شاتو مچی" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
۶۹ کرښه: ۶۹ کرښه:


==په كندو كې د شاتو د مچيو كتنه==
==په كندو كې د شاتو د مچيو كتنه==
دمچيو د كندو دكتلو په وخت كې بايد دا لاندې ټكو ته كلكه پاملرنه وشي:
دشاتو د مچيو د روزنكي له خوا بايد د مچيو كندو وكتل شي او د ملكې له ژوند او كار دې دشاتو د مچيو رونكى خپل ځان مطمئن كړي.

د شاتو د مچيو روزنكى بايد د مچيو د كتنې ياداشت او ريكارډ واخلي او هم دې د ملكې حقيقي عمرياداشت او ريكارډ كړي.
كه چيرې په كندو يا ځاله كې ملكه مړه شي فوري دې د هغه بكس يا صندوق شماره ياداشت شي او د نوې ملكې چې له نر مچى سره يوځاى شوې وي . صندوق ته برابره او معرفي شي چې له هغې پرته د شاتو د مچيو كندو نيمګړى دي.
دشاتو د مچيو په يوه كندو كې ملكه بايد له دري كلونوځخه د زياتې مودې لپاره ونه ساتل شي او بايد حتماً هغه تبديله شي كه مصنوعي خوړو يا غذا ته چيرې ضرورت او اړتيا وي نو ورته دې برابركړل شي.

==مچيو ته د ملكې د ورپيژندولو طريقه==
==مچيو ته د ملكې د ورپيژندولو طريقه==
==اصطلاحات==
==اصطلاحات==

د ۱۹:۳۳, ۶ جون ۲۰۱۲ بڼه

دشاتو مچۍ يوه حشره ده چې دري جوړې پښې لري . ډير سپيشيزونه لري، د اقتصاد له پلوه د اهميت اوارزښت وړ ګڼل كيږي. كورنى جوړښت ئې نر،ملكه او كاريګران تشكيلوي او هر يو ئې جلا دنده سرته رسوي. د نر مچۍ وظيفه د ملكه القاح كيدل دي او د ملكه دنده ئې له نر سره يو ځاى كيدل او د هګيو اچول دي.كاريګران نكتار(شيره) او ګرده راټولوي چې د غه عمليه د زراعت او كرنې په توليد كې د اهميت وړده.

د مچيو شات د غذايي ارزښت له پلوه ښه غذا ګڼل كيږي چې ګلوكوز،فركتوزاو سكروز او يوه اندازه اوبه لري اوله هرحيثه غني دي. د انسانانو لپاره خاصتاً د ماشومانو د ودې لپاره يي سپارښتنه كيږي.

Apis dorsata on comb

مچۍ نه يواځې شات توليدوي ، بلكه موم او پروپولس هم توليدوي او نور اضافي مواد چې كولاي شي ماركيټ ته عرضه شي، موم،كريم،صابون او نورو محصولات چې د روزمره معشيت او د اقتصاد د پياوړتيا لپاره ښه وسيله او بهترين مصروفيت ګڼل كيږي په توليد كې د استفادي وړ دي. د ګرده افشانۍ په هكله ويلاي شو چې د زراعتي محصولاتو زياتوالي او د ميوو د ښه كيفيت لوړ حاصل او دشكل او جوړښت او د ماركيت د ارزښت او پايښت له پلوه د اهميت وړ كار بلل كيږي. د شاتو مچې يې د القاح لپاره ښه وسيله ده ، نو له دې حشرې سره په نرمۍ سره كړنه پكارده ځكه چې له يوې خوا د عايد منبع او له بلي خوا په عمومي توگه محيط سازګاروي. د مچيو د روزنې لپاره بايد له ماهرانو سره ليدنه او كتنه وشي او فني مشوري واخستل شي.د مچيو د بيماريو او روزنې لارې چارې بايد په پوره مهارت زده كړل شي. لومړي ځل بايد په لږ پيمانه كار شروع شي او وروسته وسعت وركړل شي . ځرنګه چې د افغانستان كرنيز سكتور، لكه د نورو سكتورونو په شان د اوږدې مودې تپل شوې جګړې له امله ډير تاوانې شوي اود هغه بيا رغونه حتمي ګڼل كيږي خو پخوا تر دې چې كرنيزې چاري بيا راژوندۍ شي. بايد داسي پلان جوړ شي چې د كرنيزو چارو ځينو برخو ته پكې د لومړيتوب حق وركول شي،

Eastern honey bee (Apis cerana) from Hong Kong

د شاتو مچۍ او چرګان د كرنيزو چاروهغه برخې دي چې بايد د افغانستان په بيا ودانولو او رغولو كې ورته د لومړيتوب حق وركړل شي ځكه چې :

  1. مچۍ په لنډ وخت كې په توليد او عايد پيل كوي
  2. لږسرمائې ته اړتيالري.
  3. ځمكه لرونكي او زمكه نه لرونكي دواړه كولي شي د شاتو مچې ورزي.
  4. د بل كسب ترځنګ كيدلي شي د شاتو مچۍ هم وروزل شي.
  5. هرځوك(ځوان،زوړ او ښځې) كولاي شي د شاتو مچۍ وروزي.

ځوك چې غواړي د شاتو مچۍ وروزي بايد پخوا تر روزلو ديو بل مچۍ روزنكي شخص نه چې د دروزلو عملي تجربې ولري د مچيو د روزلو په اړه معلومات تر لاسه كړي. دخلكو د پوهاوي لپاره د شاتو د مچيو د روزلو په هكله علمي او فني ليكونه ته اړتياده د همدې اړتيا پر اساس دا اثر وليكل شو چې زمونږ ګران هيوادوال وكولي شي د شاتو د مچيو د روزلو لپاره يو لارښود تر لاسه كړي اوله دې لارښوده د شاتومچيو په روزلو كې ګټه واخلي.

د شاتو د مچيو د روزلو اساسات

هغه ځوك چې د شاتو مچيو ساتل او روزل غواړي نو تر هرځه د مخه بايد اساسات زده كړي، دا اساسات لاندې بيانيږي: كه ځوك غواړي د شاتو مچۍ وروزي نو له فني مشورو دې پيروي وكړي. له دې رشتې سره له سروكارپيداكولو سره سم بايد د مسلك په هكله پوره اشنائي پيداكړي. د مچيو د روزلو لپاره د محيط، اراضي او دهغو بوټو مطالعه ضروري ده چې دشاتو مچۍ يې ګلان خوښوي او شات ورځخه توليدوي.

ددې مفيدې او ګټورې حشر د روزنې په باب بايد مچۍ روزنكي فني لارې چارې زده او هغه وپيژني. دشاتو مچيو روزونكي ته لازم دي چې د شاتو مچيو د روزلود ماهرانو له علمي تجربو ځخه په استفاده دشاتومچيو د روزنې پورې اساسات زده كړي او هميشه له فني ماهرانو او اشخاصو سره ارتباط ولري. د هغه چا لپاره چې په لومړي ځل غواړي د شاتو مچۍ وروزي كولاي شي د شاتو د مچيو له يوې ځخه تر دوو پورې كالوني يا كورنۍ وروزي.

دشاتو د مچيو د نوعيت په هكله دې پوره معلومات حاصل كړي.له هر ډول مرض او افت ځخه پاكو مچيو روزنه دې وشي او له مچۍ روزونكى دې خپل ځان مطمئن كړي چې دا مچۍ له مرض او افت ځخه پاكې دي. دشاتو مچيو دكورنۍ ضعيف والى او قوي والى دې په نظر كې ونيول شي او دا په يوه كندو كې د ملكې، پوره شمير كارګرانو(دښځيو مچيو) او نرو مچيو موجوديت او ساليمتوب پورې اړه لري. دملكې د عمر په باب چې ځوانه ده ،زړه ده ؟ ايا د نر سره جوړه شويده كه ځنگه؟په دې باب بايد پوره معلومات ولري. په كندو كې د ذخيره شويو شاتو او دهغه دمقدار په باب پوره خبرتياوې او پوهه بايد موجوده وي. كه ځوك غواړي چې د مچيو له روزنې سره سرو كار پيداكړي نو د ماهرانو له فني مشوروځخه دې تل استفاده وكړي.

د موقعيت او اراضي انتخاب

دشاتو د مچيو د روزلو ځاى او اراضي بايد دا لاندې خصوصيات ولري: په كوم ځاى كې چې د شاتو د مچيو روزنه تر سره كيږي نو بايد د شاتو د مچيو د استفادې وړ بوټواو ونو شميرهلته زيات وي. منطقه بايد باد ونه لري ځكه چې د شاتو مچۍ به بادكې له الوتلوځخه ډډه كوي. دځاى په انتخاب كې د ګلانو موجوديت او د ګلانو اندازه ضروري شرط دي چې د كال په اوږدو كې ورځخه دشاتو مچۍ استفاده وكړي. كله چې د شاتو مچۍ له يو ځاى ځخه بل ځاى ته وړل كيږي نو د صندقونو سوري دې بند شي او دشپې په تپه تياره كې دې چې د خلكو غال مغال نه وي صندقونه وتړل شي او بيا دې يوړل شي. كه چيرې د غذا كموالى محسوسيږي نو مصنوعي غذا دې برابره كړل شي. منطقه بايد جبه زاره نه وي او نورې ستونزې هم بايد ونه لري. مچۍ بايد له هر مرض او افت نه خوندي واوسي. په كوم ځاى كې چې فابريكې موجودې وي هوا ككړه وي او بدبوي موجوده وي هلته دې د مچيو روزنه تر سره نه شي. د مچيو د روزلو لپاره دې د غرونو لمنې ، ځنګلونه او نورښايسته ځاىونه انتخاب شي. د شاتو د مچيو د روزلو لپاره مناسب ځاى هغه دې ميوه لرونكو او غير ميوه لرونكو ونو باغونه او ډير ګلان موجود وي. په كوم ځاى كې چې باغونه وي دروزنې ځاى دې هلته انتخاب شي.

دشاتو د مچيو لپاره د ځاى غوره كولو شرايط

دشاتو د مچيو د روزنې لپاره د ځاى په انتخاب كې بايد روزنكى لاندې ټكي په پام كې ونيسي. په كوم ځاى كې چې مچۍ روزل كيږي د هغه ځاى په باب پوره معلومات لازم دي او دشات وركونكو بوټو پيژندل، دشاتو دمچيو د روزنكي لپاره اساسي وظيفه ګڼل كيږي. دځاى خوښول د ونواو بوټو د ګلانوپه موجوديت پورې تړلى دى. دصندقونو په ترتيب سره ايښودل او انسجام يې د قطارونوجوړول ، دصندقونو دشمارې پر اساس سرته رسيدلاي شي. په هغه ځاىونو كې چې سركونه او كورونه وي او ډير بيربار وي هلته د صندقونو كېښودل پكار نه دي دشاتو د مچيو صندوق بايد په پايه يا بل شي باندې له ځمكې لوړ كېښودل شي. دشاتو د مچيو د ژوند كولو ځاى بايد له شاتو وركوونكو بوټوتر يو يا دوه ۲-۱ كيلومترولرې نه وي. د اوبو منابع بايد د شاتو د مچيو له كورنيوځخه ډيره فاصله ونه لري او بايد هغو ته نږدې وي. دشاتو د مچيود كالونې ليدنه بايد په يوه ټاكلي وخت كې وشي. دشاتود توليد مقدار د صندقونو په تناسب پورې اړه لري. دشاتو توليد او لاس ته راوړنه دشات وركوونكو بوټو پر موجوديت ، نوعې او شمير پورې اړه لري.

دشاتو مچيو سره كار كول

د شاتو د مچيو سره د كار كولو په وخت كې د مچيو روزنكى بايد دا لاندې شيان په پام كې ونيسي. له كندوځخه دشاتو راټولول بايد د اصولو او د فني طريقو په نظركې نيولو سره وشي. دليدنې ،كتنې او يا دشاتو د راټولولوپه وخت كې دودپمپ وركول ضروري دي او دا ددې لپاره چې مچۍ له كندو ووزي اوسړى ونه چيچي.

دود وركول بايد د دود پمپ په ذريعه وشي. دضايع كيدو مخنيوى پكار دي ، د شاتو راټولواو دموادو استعمال بايد به ښه طريقه وشي او مواظبت يې ضروري دي. دكندو د ليدنې ، كتنې او تفتيش كولو په وخت كې بايد د جالۍ له خولۍ ځخه استفاده وشي چې د شاتو د مچيو له چيچلواو نېش وهلو ځخه سړى په امان كې پاتې شي.

دشاتود مچيو سره په ډيره نرمۍ ګوزاره كول پكاره ده او له تندې ګوزارې ځخه بايد ډه ډه وشي. دصندوق يا كندو د خلاصولو په وخت كې له مچيو سره بايد په نرمۍ رفتار وشي او مچۍ په غصه نه شي او د نېش وهلو شرايط ورته برابر نه شي. له كندو ځخه د قاب يا چوكاټ پورته كول بايد په ډيره اسانۍ سرته ورسيږي او د خپل ځان په طرف يې ډير ورو او كرار كش كړۍ چې د مچيو د غصې او قهر سبب نه شي.

عطريات بايد استعمال نه شي ځكه د شاتو مچۍ د عطرو بوى نه خوښوي او پرانسان د مچيو د هجوم او حملې سبب ګرځي. موظف كسان دې له سپين لباس ځخه استفاده وكړي ځكه د شاتو مچۍ له نورو رنګونوځخه ناراحته كيږي او په غصه كيږي. كله چې سوځيدونكى لمر يار باران وي نو د شاتو د مچيو له كندو سره غرض كول پكارنه دي ځكه چې مچۍ په دغه وختونو كې ډيرې ناراحته وي.

دشاتو د مچيو دعبور او مرور د لارې خيال ساتل پكار دي او دپوره نظم او نسق رعايت دې وشي چې په دې توګه د مچيو له نېش وهلوځخه مخنيوى وشي.

په كندو كې د شاتو د مچيو كتنه

دمچيو د كندو دكتلو په وخت كې بايد دا لاندې ټكو ته كلكه پاملرنه وشي: دشاتو د مچيو د روزنكي له خوا بايد د مچيو كندو وكتل شي او د ملكې له ژوند او كار دې دشاتو د مچيو رونكى خپل ځان مطمئن كړي.

د شاتو د مچيو روزنكى بايد د مچيو د كتنې ياداشت او ريكارډ واخلي او هم دې د ملكې حقيقي عمرياداشت او ريكارډ كړي. كه چيرې په كندو يا ځاله كې ملكه مړه شي فوري دې د هغه بكس يا صندوق شماره ياداشت شي او د نوې ملكې چې له نر مچى سره يوځاى شوې وي . صندوق ته برابره او معرفي شي چې له هغې پرته د شاتو د مچيو كندو نيمګړى دي. دشاتو د مچيو په يوه كندو كې ملكه بايد له دري كلونوځخه د زياتې مودې لپاره ونه ساتل شي او بايد حتماً هغه تبديله شي كه مصنوعي خوړو يا غذا ته چيرې ضرورت او اړتيا وي نو ورته دې برابركړل شي.

مچيو ته د ملكې د ورپيژندولو طريقه

اصطلاحات

مواد او سامان آلات

شات

بيولوژي

په كالوني كې د شاتو د مچيو ګډ ژوند

ملكه

كارګران (ښځې مچۍ)

ډورن يا نران مچۍ

دملكې القاح

د شاتو مچۍ ځاله

دنويو كاګرانو منځ ته راتگ

نباتي ګرده

د شاتو د مچيو نځا

ګارډمچۍ

د مچيو د نوې كالونې منځ ته راتگ

د شاتو مچيو ترمنځ ارتباط ټينګول

دشاتو مچيو سپيشيزونه

دشاتو د مچيو محلي ډولونه

ګلان او د شاتو مچۍ

ګرده افشاني