د "خبريالي" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
و r2.7.2) (روباټ زیاتول: kk:Журналистика
EmausBot (خبرې اترې | ونډې)
۹۹ کرښه: ۹۹ کرښه:
[[kab:Taɣamsa]]
[[kab:Taɣamsa]]
[[kk:Журналистика]]
[[kk:Журналистика]]
[[km:វិជ្ជាជីវះខាងសារពត៌មាន]]
[[km:សារព័ត៌មាន]]
[[kn:ಪತ್ರಿಕೋದ್ಯಮ]]
[[kn:ಪತ್ರಿಕೋದ್ಯಮ]]
[[ko:저널리즘]]
[[ko:저널리즘]]

د ۱۰:۵۹, ۲۹ مې ۲۰۱۲ بڼه

خبریالي د پیښو او مسایلو په برخه کې مخاطبینو ته د رپوټونو او څیړنو د وړاندې کولو کړنې ته وايي. که څه هم په خپله په ژورنالیزم کې دننه ډیر توپیرونه دی خو آر خبره ترې د ښاروندو خبرول دی. د سازمانونو او بنسټونو لکه: حکومت او سوداګرۍ له پوښښ څخه پرته، خبریالي د یوې ټولنې کلتوري اړخونه لکه هنر او وختیری هم تر خپل پوښښ لاندې نیسي. همدارنګه سمونې، انځور خبریالي او لاسوندیز (مستند) هم د خبریالی د کار د ډګر برخه جوړوي. == ريښتينې خبريالي او ريښتينى خبريال خبريالي يا ژورناليزم داسې يوه سپېڅلې دنده ده چې كه څوك يې په ريښتينې مانا په اخلاص او سپېڅلتوب تر سره كړي، نو په هيڅ يوه ټولنه كې به د خلكو داسې ستونځې پاته نه شي چې د حل لاره او د پاى ټكى ونه مومي، په تېره بيا په اوسمهالي ژورناليزم كې خو به د هيڅ يوې كليوالې او ښاري سيمې داسې څوك نه وي چې په يو نه يو ډول دي د رسنيو (مېډيا) يوې وسيلې ته لاس رسى ونه لري، هغه څوك چې تعليم لري د ورځې په اوږدو كې د ورځنيو او د شپې له خوا د چاپېدونكيو ورځپاڼو له لارې كولاى شي د نړۍ او خپلې سيمې له حالاتو ځان خبر وساتي، خو هغه څوك چې ليك لوست نه شي كولاى او يا هم له ښارونو څخه لرې په كليوالو او غرنيو سيمو كې ژوند كوي، د راډيو له لارې شېبه په شېبه د نړۍ او سيمې له حالاتو خبرېږي او د رسنيو تر دغو دوو وسيلو را وروسته بيا ټلويژن دى چې كه څه هم دا د رسنيو يا مېډيا نوې وسيله نه ده او د ايجاد يې ډېر كلونه شوي دي خو د ټلويژن په برخه كې نويو پرمختګونو د خلكو په زړونو كې د مېډيا تر بلې هرې وسيلې زيات محبوبيت او ځاى پيدا كړ. د دې لامل ښايي دا هم وي چې د ټلويژن پر پرده هر څۀ په مخامخ توګه ليدل كېږي او په اوس وخت كې تر پخوا زيات د بيان ازادي ده او څوك نه شي كولاى له خپل ولس او نړۍ څخه يوه خبره پټه وساتي او د دې تر څنګ اقتصادي ګټې ته په پام سره هم په پاكستان او هم په افغانستان كې ډېرى خلكو شخصي ټلويژني چينلونه پرانيستل چې د هغو په وسيله څلرويشت ساعته تفريحي خپرونې كوي او تاوده- تاوده خبرونه ترې خپروي او په څنګ كې ورڅخه د اعلانونو او اشتهارونو په وسيله خپلې ګټې هم تر لاسه كوي او تر ټلويژون را وروسته بيا انټرنيټ د رسنيو يا مېډيا په دونيا كې يوه داسې پرمختللې او چټكه وسيله ده چې د نړۍ په هره برخه كې مېشت خلك كولاى شي په ډېره بيړنۍ توګه د نړۍ د هغه بلې څنډې د خلكو له ژوند او حالاتو خبر شي، په تېره بيا په انټرنيټ كې ځينو عمومي ويبپاڼو يا سايټونو لكه فېس بوك، اركيوټ او ځينو نورو خو خلك دومره سره نيژدې كړل چې هر څوك كولاى شي خپل نظريات او خپلې خبرې د سترګو په رپ كې د نړۍ تر هغه بل كونجه و رسوي.


نو په داسې چټك ژورناليزم يا پرمختللې خبريالي كې هم كه يو خبريال د ژورناليزم پر دې نوې لاره په پخوانيو ورو او سستو ګامونو تګ كوي نو فكر نه كوم چې هغوى دي په ټولنه كې د يوۀ ريښتيني او رسا خبريال په توګه وپېژندل شي، ځكه پخوا كه د يوې سيمې خبريال د خپلې سيمې د ستونځو په اړه او يا د يوې پېښې په اړه د ورځپاڼې دفتر ته خبر استاوه نو ډېره بيړه به يې ځكه نه كوله چې هغه مهال به يواځې څو ورځپاڼې چاپېدلې او خلكو به يوه يا دوې ورځې وروسته ترې خبرېدل او دا چې شخصي ټلويژنونه نه وو، حكومتي او سركاري ټلويژنونو به يواځې حكومتي خبرونو او يو- نيم غټو پېښو ته په خپلو خبرونو او خپرونو كې ځاى وركاوه، خو په اوسني چټك او بيړني ژورناليزم كې يو خبريال ټكنى يا سست نه شي پاتېداى، ځكه كه هغه د كومې پېښې يا ستونځې په اړه په چټكۍ سره اقدام ونه كړي او كار پرې ونه كړي نو ډېر ژر به ويني چې پر هغه موضوع به بل چا كار كړى وي او بيا به نو د دۀ زيار او خواري اوبو وړې وي.


همدا رنګه اوسني ژورناليزم د سانسور او چوپتيا هغه پولې هم ماتې كړې دي چې خبريال به نه شو كولاى په خپلواكه توګه پر هره موضوع كار وكړي او خلك ترې خبر كړي، نو په داسې حال كې هم كه يو خبريال يواځې دې ته ناست وي چې كله به پېښه كېږي چې زه يې په اړه خپلې ادارې ته خبر وركړم او يا يواځې د لوړپوړيو حكومتي چارواكيو او يا د سياسي ګوندونو د مشرانو خبري كنفرانسونو ته ګونډې ووهي چې نن به نو له خيره د پلانكي- پلانكي صاحب د خبري كنفرانس په اړه خبر جوړوم نور نو بل كار نه لرم، فكر كوم دا د ژورناليزم مخ ور تورول دي او دا د خبريالۍ له سپېڅلې دنده سره ناانصافي او ټګي كول دي.


يو ريښتينى ژورناليسټ يا خبريال بايد هيڅ وخت په دې فكر كې ونه اوسي چې څوك خبري كنفرانس كوي كه يې نه كوي دا د دۀ په كار پورې هيڅ اړه نه لري او يا خداى مه كړه چېرې كومه چاودنه كېږي كه نه كېږي چې دى يې په اړه خپلې ادارې ته تازه خبر (Breaking news) وركړي او دۀ ته پرې د ښۀ او ځيرك خبريال تاج ور پر سر شي، فكر كوم دا د ورځني ژورناليزم يا د روانو چارو يوه برخه ضرور ده خو د دې دا مانا نه ده چې يو ژورناليسټ دي يواځې د امكاني خبر پيدا كېدو ته انتظار وباسي او خپله ورځ دي بېځايه او بېكاره تېره كړي. كه څوك د ژورناليزم ريښتينو اصولو ته پام وكړي او ځان په بشپړه توګه ترې خبر كړي نو فكر نه كوم چې يو بااستعداده او انرژي لرونكى خبريال به د خپلې ټولنې پر پټو پاته شويو حقايقو او ستونځو سترګې پټې كړي.


زموږ په سيمه كې دا شكايت موجود دى چې د امنيتي ستونځو له امله خبريالان نه شي كولاى په شخصي توګه ځينې سياسي او مذهبي حقايق را وسپړي او يا د ځينو خپرندويه وسيلې د خپلو ټاكل شويو پاليسيو له امله د دې زغم او توان نه لري چې د خپل خبريال هغه زيار- چې هغه د زړۀ په وينو كار پر كړى وي- تر خلكو پورې و رسوي او د ژورناليزم اصولو ته ژمن او ريښتيني و اوسي، خو هغه خبريالان چې په سيمو كې يې چندان سياسي شخړې او د ګوندونو تر منځ سياسي ناندرۍ او رقابتونه نه وي او سيمه يې يواځې د ځينو دودونو، رواجونو او ټولنيزو ناخوالو له امله وروسته پاته وي او يا د ځينو زورواكو او شتمنو كسانو له امله يې د خلكو ژوند په تيارۀ كې وي، هغه خبريال نو ولې بايد پټه خولۀ پاته شي او ولې دې خبرې ته لاس تر زنې كښېني چې د دې شخړې هوارېدل خو يواځې زما د وس كار نه دى، دا بدمرغۍ به نو په خدايي امر سره له منځه ځي دا هيڅ امكان نه لري، ځكه د هرې سيمې او هرې ټولنې د پرمختګ او پرشاتګ سبب خپله د هغې ټولنې خلك وي، خو د قلم څښتن ليكوال او ژورناليسټ بايد د خپلې ټولنې ناوړه دودونو او د انسانانو دردونو ته د يوۀ عادي كس غوندې ونه ګوري، هغه بايد ډېر حساس و اوسي او د هر هغه څه په اړه چې د دۀ انساني وجدان او مذهبي اصولونه يې نه قبلوي بايد فكر وكړي او د له منځه وړلو لارې يې ولټوي. دلته به زموږ د ټولنې د ځينو ناخوالو په اړه خبرې وكړو چې تر شا يې ډېر سياسي او تاريخي علتونه پټ دي خو موږ به يې د يوۀ خبريال لپاره پر هغو ناخوالو باندې د كار په اړه وږغېږو.


- كه يو لس كلن ماشوم- چې كڅوړه يا ګونۍ يې را اخيستې وي- لوڅې پښې پر ګندګيو ګرځي او كاغذونه ټولوي، كالي يې خيرن او څيرې پيرې وي، مخ يې د شپو- شپو ناولى وي، نو آيا د يوۀ خبريال وجدان او ضمير به څنګه دا ومني چې هغه دي تر دې ماشوم تېر شي او دغه ماشوم دي ونۀ پوښتي چې ولې په دې واړه ځان په لوڅو پښو پر دې ګندګيو ګرځي؟ او كاغذونه ټولوي؟ آيا ولې ښوونځي ته نۀ ځي؟ ولې له نورو ماشومانو سره لوبې نه كوي؟ او داسې ډېرې نورې پوښتنې چې د ماشوم له ماشومې دونياګۍ سره تړلې دي.


- كه يوه اويا كلنه يا اتيا كلنه سپين سرې ووينو چې د سړك له غاړې ناسته ده او له خلكو څخه خير غواړي او په داسې حال كې چې د سترګو بينايي يې هم له لاسه وركړې وي او د زيات ضعيفوالي له امله پر لاره هم تلاى نۀ شي او د ناروغۍ له امله يې زګېروى هم خېژي، آيا يو خبريال به د زرګونو نورو بې حسه او بې پروا خلكو غوندې په كومو سترګو تر دغې سپين سرې تېرېږي او د يوې شېبې لپاره به ورته نوك نه نيسي او دا پوښتنه به ترې نه كوي چې اې زما د وطن مورې! ته ولې دلته د سړك له غاړې ناسته يې او خير غواړې؟، آيا تۀ زامن نۀ لرې؟، آيا خاوند دي مړ دى؟، آيا په خپلو خپلوانو كې دي دومره څوك نه شته چې تا وساتي؟ او همداسې ډېرې پوښتنې شته چې كه يو خبريال يې په ريښتينې مانا د خپلې ټولنې تر خلكو و رسوي نو فكر كوم چې نۀ يواځې به يې خپله يوه انساني او وجداني وظيفه تر سره كړې وي، بلكې خلكو ته به يې له داسې ځپليو او د حالاتو په مېچن كې له اڼل شويو خلكو سره د مرستې او خواخوږۍ احساس وركړى وي.


- كه يو مزدور چې له سهاره تر ماښامه خواري كاږي، خولې تويوي، لاس او پښې يې تڼاكې وي او بيا هم دومره ګټي چې يواځې د سهار ماښام ډوډۍ يې په وشي او نور نو نه په ماشومانو د ښوونځي د ويلو او نه هغوى ته د ښو كاليو د اخيستلو توان ولري او پر ځاى يې د هغۀ بادار- چې د دۀ په وينو او خولو يې ځان شتمن كړى وي- د ژوند له هيڅ ډول اسانتياوو بې برخې نه وي، آيا په داسې حال كې د يوۀ ريښتيني خبريال په زړۀ كې دا خبره نه ور ګرځي چې اخير زما په ټولنه كې به تر څو پورې داسې ظلم او تېرى كېږي چې انسان ته د انسان په سترګه نه كتل كېږي، كه يو خبريال داسې حالت ونۀ بوږناوه او د داسې انساني توپير پر وړاندې يې مبارزه ونۀ كړه او خلك يې د دې ناوړه نظام له منځه وړلو ته ونۀ هڅول نو فكر كوم هغه ژورناليسټ يا خبريال نه، هغه تش د خبريال په نامه د خلكو غولوونكى او تېرايستونكى دى.


همدارنګه بې شمېرې ستونځې او ناخوالې شته چې كه د ژورناليزم په اوسني پرمختللي دور او د بې شمېره چاپي، اورېدنيو او ليدنيو رسنيو په شتون كې هم يو خبريال دا احساس ونۀ كړي چې ټولنه دي يې له هر ډول انساني توپيرونو پاكه شي او خلك دي يې د توپك پر ځاى قلم په لاس كې واخلي، نو فكر كوم هغه د ژورناليزم ريښتينوالى او خپل ضمير او وجدان تر پښو لاندې كړي دي.


كه موږ وګورو د نړۍ په پرمختلليو هېوادونو او ټولنو كې رسنيو هغه علمي او ساينسي بدلونونه راوستي دي چې ښايي موږ يې تصور هم ونۀ كړو، ځكه هغوى خپل ټول علمي، اقتصادي، سياسي، ساينسي او ټولنيز پرمختګونه له رسنيو سره تړلي دي او د رسنيو په وسيله خپل ولس ترې خبروي، په دې توګه يې ولس په چټكۍ سره هغه پرمختګونه په خپل ژوند كې عملي كوي او بيا نو دې ته اړتيا نه پېښېږي چې يو څوك دي يې د ژوند له اسانتياوو بې برخې پاته شي او له همدې امله يې ژبې هم د نړۍ د سترو ژبو په كتار كې شمېرل شوې دي. نن كه انګرېزي د نړۍ په سترو ژبو كې شمېرل كېږي او زموږ غوندې د وروسته پاته ټولنو د خلكو پرمختګ هم اوس د انګرېزي ژبې له زدكړې سره تړلى دى او ورته اړ يو، د دې يواځينى لامل دا دى چې هغوى خپلې ژبې ته بېساري خدمتونه كړي دي او خپله ژبه يې د رسنيو له لارې په ټوله نړۍ كې د باران غوندې خپره كړې ده. اوس چې له نېكه مرغه زموږ په سيمو كې رسنيو تر پخوا زيات پرمختګ كړى دى، نو له دې څخه په استفادې سره موږ هم د دې توان لرلاى شو چې د خپلو هر ډول ستونځو او ناخوالو په له منځه وړلو كې رسنۍ د ځان ملګرې كړو او هيڅوك داسې پاته نه شي چې د رسنيو له سترګو او زوره پټ خپلو ناوړه اعمالو ته دوام وركړي. دا به څنګه امكان ولري؟ د دې پوښتنې ځواب په ټولنه كې د حساسو او باسواده خلكو په شتون پورې تړلى دى او د دې تر څنګ د رسنيو په داسې استازيو پورې تړلى دى چې هغه ته ژورناليسټ يا خبريال ويل كېږي، كه خبريال ځيرك، حساس، زړور، چابك او په هغه ژبه كې چې دى كار پكې كوي، حاكم ونۀ اوسي نو نۀ شي كولاى د خپلې ټولنې له دردونو او ستونځو خلك خبر كړي يا د خپلې سيمې له تاريخ، وياړونو او پرمختګونو چاته و ږغېږي او يا په خلكو كې د انساني توپير پالنې د له منځه وړلو شعور او فكر را ژوندى كړي.

په يوه مانا ريښتينې خبريالي د پيغمبرۍ درجه لري، هغه داسې چې كه يو خبريال په بې پرې او بې طرفه توګه خپلو انساني حقوقو ته په پام سره د داسې غيرانساني اعمالو، كړو وړو او ناوړه دودونو په اړه- چې له امله يې د هغې ټولنې انسانان ځورول كېږي، ژوند يې له تباهۍ سره مخامخېږي، پر هر ډول انساني حقوقو يې تېرى كېږي- خپل ولس او نړۍ ته مالومات وركړي نو دا ډول خبريالي هيڅكله تر پيغمبرۍ كم كار نه شي بلل كېداى، خو ډېر خلك بيا پرته له دې چې د ټولنې د خدمت او پرمختګ فكر دي ولري، ژورناليزم د ځان په ګټه كاروي او د څو پيسو د لاسته راوړلو په خاطر د ژورناليزم سپېڅلى نوم بدناموي او په اصطلاح د ژيړ ژورناليزم (Yellow journalism) په پاللو سره د نورو انسانانو د پاللو پر ځاى د ځانپالنې د تلپاتي ژيړي په ناروغۍ اخته وي. يو وخت د بي بي سي يوۀ تكړه ژورناليسټ اسماعيل سعادت په يوه مركه كې د ژورناليسټ په اړه ډېر په زړه پورې نظر وركړى و، هغه ويلي و:


"كه څوك غواړي چې خدمت وكړي نو ژورناليسټ دي شي او كه غواړي چې پيسې وګټي نو د ژورناليزم پر ځاى دي تجارت يا بل كار ته مخه كړي"، د دې دا مقصد هم نه دى چې يو څوك دي كاڼي په نس پورې وتړي او هيڅ دي نۀ خوري او هيڅ ګټه وټه دي نه كوي، بلكې د دې مقصد دا دى يو څوك بايد د ژورناليزم په وسيله د ډېرو پيسو د ګټلو په نيت دې سپېڅلې دندې ته را نۀ شي، بلكې د ټولنې د خدمت او د ناخوالو د له منځه وړلو فكر دي ولري، بيا نو پيسې څۀ چې هغه د چا خبره په خدمت خداى هم پيدا كېږي.


موږ دلته د ژورناليزم پر تيورۍ او اصولو خبرې نه كوو چې د ژورناليزم په بېلابېلو ښاخونو او څانګو كې د كار لپاره بايد كوم ټكي په پام كې ونيول شي، خو كه څوك غواړي چې د خبريالۍ سپېڅلې او له كړاوونو ډكې دندې ته لاس واچوي نو هغه بايد د زدكړو تر څنګ داسې يو فكر، احساس او شعور ولري چې د عادي خلكو په پرتله هر څۀ ته په ځانګړي او ژور نظر وګوري، ويې څېړي او په اړه يې نور خلك د يوۀ مثبت او سالم فكر له مخې خبر كړي. هو دا سمه ده چې د ژورناليزم اصول او تيوري به يو څوك په پوهنتون كې زده كړي او يا به يې په اړه كتابونه مطالعه كړي خو د ژورناليزم يا خبريالۍ تر شا چې كوم ماغزۀ، كوم حساسيت او كومه ځيركتيا په كار ده، هغه څوك د ژورناليزم د تيورۍ يا اصولو په زده كولو سره نه شي تر لاسه كولاى، ځكه خبريالي د ژوند د نورو هنرونو او كسبونو غوندې داسې يو كسب نۀ دى چې يو څوك دي يې په شاګردۍ سره زده كړي، د بېلګې په توګه د درزيتوب، تركاڼۍ، مستريتوب يا نورو كسبونو زدكړه ښايي ډېره پوهه ونۀ غواړي او زده شي، خو د خبريالۍ لپاره فكر كوم يواځې پوهه شرط نه ده، بلكې حساس زړۀ او فكر او انساني درد ورسره مهم شرط دى چې دا د هر چا په برخه نۀ دي او يا كېداى شي زموږ په ټولنو كې د موجودو محروميتونو له امله موږ ټول داسې شوي يو چې حساسيت او شعور مو له لاسه وركړى دى او هر څۀ ته په برسېرن نظر ګورو.


بيا هم هماغه خبره ده چې دغه محروميتونه او د زورواكو او استعاري ډلو له خوا په ټولنه كې موجود غلامانه فكرونه، د بې علمۍ او جهل ټپونه، په تيارۀ كې د اوسېدو مصنوعي نصيبونه او بېوزلۍ هم يواځې او يواځې د رسنيو له لارې له منځه تلاى شي او دا هغه وخت امكان لرلاى شي چې د ټولنې له حساسو، ځيركو او زړورو خلكو څخه مو ريښتيني خبريالان را ووځي او د تش په نامه خبريالانو له لاسونو څخه د خبريالۍ قلمونه واخلي او د خبريالۍ د سپېڅلې دندې له لارې په ټولنه كې انسان ته ور پېښې هر ډول ستونځې له منځه يوسي او نړۍ ته وښيي چې ريښتينې خبريالي او ريښتينى خبريال څه ډول وي.




مخینه