د "ابو الفضل محمد بيهقي" د بڼو تر مېنځ توپير
و r2.7.2+) (روباټ زیاتول: kk:Әбу-л-Фазл Бейхақи |
Luckas-bot (خبرې اترې | ونډې) و r2.7.1) (روباټ زیاتول: ar:أبو الفضل البيهقي |
||
۲۰ کرښه: | ۲۰ کرښه: | ||
[[وېشنيزه:د افغانستان نوميالي]] |
[[وېشنيزه:د افغانستان نوميالي]] |
||
[[ar:أبو الفضل البيهقي]] |
|||
[[en:Abul-Fazl Bayhaqi]] |
[[en:Abul-Fazl Bayhaqi]] |
||
[[fa:ابوالفضل بیهقی]] |
[[fa:ابوالفضل بیهقی]] |
د ۱۸:۱۲, ۱۶ مې ۲۰۱۲ بڼه
ابوالفضل محمد بيهقي د سلطان محمود غزنوي د ديوان رسالت نوميالی او فاضل دبير، او د ستر او نامتو دبير خواجه ابو نصر مشکان د سلطان محمود د ديوان رسالت د ريس زده کوونکی، او په دري ژبه له خورا مشهورو مؤرخانو څخه ؤ، او د تاريخي پېښو د حقيقت په ليکلو کې يې ساری نه درلود. په ۳۸۵ هـ. س. يا په ۳۸۶ هـ. س. کال د خراسان د بيهق د حارث آباد په کلي کې زېږېدلی دی، ځکه چې د ۴۵۰ هـ. س. کال د پېښو ليکلو په وخت کې ليکي: «عمر من ۶۵ آمده» (زما عمر ۶۵ راځي) چې په دې حساب بايد ۳۸۵ هـ. س. کال کې زېږېدلی وي. خو بل ځای د ۴۰۲ هـ. د پېښو په وخت کې ځان شپاړس کلن بولي چې په دې حسان نو بايد په ۳۸۶ هـ. س. کې دنيا ته راغلی وي. [۱]
زده کړې
لومړنۍ زده کړې يې په نېشاپور کې کړي بيا يې د آل سبکتګين دربار ته لار وموندله، او په ۲۷ کلنۍ کې د سلطان محمود غزنوي د رسالت په ديوان کې د ابو نصر مشکان تر لاس لاندې د دبير په حيث وټاکل شو. د سلطان محمود تر مړينې وروسته چې سلطان مسعود له اصفهانه د غزني خوا ته راته ابوالفضل بيهقي د خپل استاد ابو نصر مشکان سره پر همغه کار پاتې ؤ او بيا نو دا استاد او شاګرد د سلطان محمود په ټولو سفرونو کې ورسره وو.
ابوالفضل بيهقي د خپل استاد ابو نصر مشکان ډېر نژدې معتمد ؤ او نولس کاله يې د هغه سره کار کړی، او د خپل استاد ټول مهم ليکونه ده پاکنويسول، او هغه وخت چې د ده استاد په ۴۳۱ هـ. س. کې مړ شو، نو دی خپل نژدېوالی هغه ته داسې بيانوي:
سرچينې
- ↑ تاريخ بيهقي - د ۱۳۲۴ هـ. ل. کال چاپ - ۱۷۹ او ۲۰۹ مخونه