د "بوديزم" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
EmausBot (خبرې اترې | ونډې)
و r2.6.4) (روباټ زیاتول: mzn:بودیسم
و r2.7.2) (روباټ بدلول: az:Qaumata (Budda)
۳۳ کرښه: ۳۳ کرښه:
[[as:বৌদ্ধ ধৰ্ম]]
[[as:বৌদ্ধ ধৰ্ম]]
[[ast:Budismu]]
[[ast:Budismu]]
[[az:Buddizm]]
[[az:Qaumata (Budda)]]
[[bar:Buddhismus]]
[[bar:Buddhismus]]
[[bat-smg:Budėzmos]]
[[bat-smg:Budėzmos]]

د ۱۸:۵۰, ۵ مې ۲۰۱۲ بڼه


د يوې لړۍ برخه ده 

بوديزم


Dharma Wheel
د بوديزم تانبه
Outline of Buddhism

د بوديزم پېښلیک

Timeline - Buddhist councils

اهمې څېرې

گوتاما بودا
Disciples · Later Buddhists

درما or concepts

څلور نجيب حقيقتونه
Noble Eightfold Path
د شتون درې نښې
Dependent origination
سمسارا · Nirvāṇa
Skandha · Cosmology
کارما · بیازېږون

Practices and attainment

بوداتوب · Bodhisattva
د روڼ آندۍ څلور مرحلې
Wisdom · Meditation
Smarana · Precepts · Pāramitās
درې غمي · رهبانان
روحاني

هېوادونه او سيمې

ښوونځي

تریوادا · مهایانا
وجرایانا

ليکنې

چینایي قانون · پالي قانون
تبتي قانون

اړوندې لیکنې

پرتلیزه زده کړه
کولتوري عناصر
کره کتنه

بودیزم (پالي/سنسکرېټ : बौद्ध धर्म Buddha Dharma) يو دهرمايي په خدای باندې باور نه لرونکې ګروهه ده . همدارنګه يوه فلسفه او ارواپوهنیز اړخ لري . بودیزم د پالي او سنسکرېټ په لرغونو ژبو کې هم ياد شوی . پالي او سنسکرېټ ته د بودیزم لرغونې ژبې وايي . په دغو ژبو کې ېې بودها دهرما يا دهما ياد کړی چې مانا ېې د ويښتابه زده کړه ده راوتلې .د هندوانو په قول ځکه هم بودها ته سدهارتا ګاؤتاما وېل کېږي . وروسته بیا د بودها په نوم مشهوره شوی دی . پیلنیؤ لاسوندونو څخه ښايي چې بودها په لومبیني نوم ځای کې زېږېدلی دی . لومبيني سیمه اوس د نیپال يوه برخه ده. همدارنګه وېل کېږي چې بودها د ۸۰ کالو شاوخوا په کوشنګړ د هند هېواد کې مړ شوی دی . هغه ښايي چې د پینځمې مخزېږدي پېړۍ شاوخوا اوسېده . بودهیزم د هندشاوخوا چې برصغیر هم ياد شوی سیمې کې د پینځمې پېړۍ شاوخوا خپور شوی دی . همدارنګه د اسیا د لویې وچې سهیلې ، شمالي منځينی او د ختيځې لور اود اروپا خوا ته د دوه زرمې شاوخوا مهالونو کې وغځېده . او په پای کې د نيپال د هېواد د ځينو برخو پرته هندي بوديزم په نورو سيمو کې په نظري توګه له مېنځه لاړ. د څېړونکو تر منځ د نن ورځې تر ټولو ډېره برخه بوديزم ښايي چې په درېو دودويزو ډلبنديو وېشل شوي وي چې بېلګې ېې په لاندې توګه څرګندېږي .

د يوې کاروونکې طرحې په توګه دغه ګروهه د ځايي علماؤ لخوا په دوه برخو وېشل شوې ده . تهراوادا او ماهايانا . ځينې بودايي علما بیا نورې لارې غوره کوي .

د بوديزم ښوونځي

د بودیزم ښوونځي په طبيعت کې د بې حده آزادۍ تر پولې نه ځي ، او د وحېې له مخې د کتابونو او صحيفو، يا ګروهو له اهميت څخه ډېر توپیريزه ګروهه ده بيا په ځانګړې توګه د هغوی د عبادت طريقې چې له مخې ېې بنسټ په درې عملي طريقتونو باندې څرګندېږي د عبادت بنسټيزې ستنې بلل کېږي. دغه درې طریقتونه يا د بودیزم بنسټيز ښوونځي پدې نومونو يادېږي . بودا ، دهرما (سبقونه) ، او سانګها (ټولنه). په يوې ځانګړې عبادتځای کې پناه اخيستل او لرې د بودا په څېر يوې عبادت خونې کې په ورته عبادت مشغولا دبودیزم د دود تابيا او تسليمېدل ګڼل کېږي . همدا د بودا د تګلارې، د راهب عمومي توپیر دی له نورو عامو وګړو يا نا راهبانو څخه . همدارنګه د طریقې نور اړخونه ېې بیا د اخلاقياتو په څرنګوالي پورې ، د روحانيونو د ټولنې ملاتړ ، د معمول ژوند څخه انکار او اړونده روحانيت ته نژدې کېدل ، د ذهني سېک ترلاسه کولو تمرين کول او ارواهي درملنه خپلول، د اوچتې سطحې پوهه ، بصيرت او هوښيارۍ فصل کرل ، د بودا لیکلي نصيحتونه لوستل ، د بودا څخه مرسته په هر کار کې غوښتل د هغه نمانځنې ، او ځان اړوېستل تر څو د هغه په لار کې روحاني تمریناتو کې ننوځې. د بودا د سبقونو ځينې برخې ، ژوند ته په درنده کتلو راڅرخي او د آزادۍ موخې ېې په يوې رسالې چې ٫٫ د څلور مشهوره حقایق ٬٬ په نوم يادېږي . دا سبقونه ېې د دوکها په ګروهې ولاړ دي ، د دې اصطلاح څخه د ٫٫ګاللو موخه ٬٬ يا په بله مانا پر ځان باندې زغم تېرولو مانا راوځي چې د ژوند د ناخوالو سره تړاؤ لري .ځان د ژوند هر اړخ ته تسلیمول د همدې سبق طبيعت بیانوي چې د ژوند بند ته وررسېدو تکل هم بلل کېږي . همدا د بودیزم دمورال او اخلاقو بنسټيزه ګروهه بلل کېږي.

د بودا ژوند

د پخوانيو لیکنو څخه داسې څرګندېږي چې بودا په ۵ مې مخزېږدي پېړۍ کې يوه داسې چاپېريال کې زېږېدلی چې د برصغير (د پخواني هند شواخواسیمې ) په یوې کلتوري ،او جغرافيايي سیمو پورې اړه لري [10].

د بوديزم آندود او پوهه

د بودا د ښوونو یوه ټوټه:

له مړینې وروسته بیا په بل جسد کې را ژوندي کېږو. دا بیا ژوندي کېدنه مو څو ځله تکرارېږي، چې دې بیا ځلې ژوندي کېدو ته د شتون څرخۍ وایي. یا ژوند و مړینه وایو. شتون غم دی، زېږېدنه غم دی، زړبوډي او زړښت غم دی، ناروغي غم دی، غم او خواشیني، ماتم او ناهیلتیا غم دی، له هغه څه سره تړاو چې زړه مو نه غواړي، غم دی. لرېتوب له هغه څه چې زړه مو غواړي، غم دی. لنډه دا چې د زړه تړاو غمجنوونکې دی. او دا غم هغه وخت پای ته رسېږي چې چې نور هېڅ ځانتیا یا درک کوونکې نه وي، څه هغه د ژوند په قید کې وي یا نه وي. موخه باید لدې غمجنې څرخۍ څخه د څان ویستل وي.

کينډۍ:Link FA کينډۍ:Link FA کينډۍ:Link FA کينډۍ:Link FA