د "ستورپوهنه" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
و r2.7.1) (روباټ زیاتول: gn:Mbyjakuaa
و r2.7.2) (روباټ زیاتول: ilo:Astronomia
۲۵۳ کرښه: ۲۵۳ کرښه:
[[id:Astronomi]]
[[id:Astronomi]]
[[ie:Astronomie]]
[[ie:Astronomie]]
[[ilo:Astronomia]]
[[io:Astronomio]]
[[io:Astronomio]]
[[is:Stjörnufræði]]
[[is:Stjörnufræði]]

د ۲۳:۰۵, ۳ مې ۲۰۱۲ بڼه

A giant Hubble mosaic of the Crab Nebula, a supernova remnant

ستورپوهنه (چې اکثراً د آسټروفيزيکس په نامه هم يادېږي) د اسماني شيانو لکه ستوري، سيارې، لکۍ داره ستوري او د کهکشانونو په هکله د څېړنې يوه ساينسي زده کړه ده. په دې زده کړه کې د اسماني شيانو او د هغه شيانو چې د ځمکې د اتموسفير نه دباندې دي، د هغو د پېدايښت او اصل په هکله څېړنې او پېژندنې ترسره کېږي.دا زده کړه د تدريجي تکامل، فيزيک، کيميا، او د اسماني شيانو د حرکت او په همدې توګه د کايناتو د جوړښت او ودې په اړوند بحثونه کوي.
ستورپوهنه يوه داسې پوهنه ده چې د پخوانيو زمانو نه دود ده او د زړو علمونو نه يو علم ګڼل کېږي. که څه هم چې د ټيليسکوپ د پنځولو اړتيا ددې لامل وګرځېد چې ستورپوهنه په يو نوي ساينس بدل کړي خو د پخوانيو تمدنونو ستورپوهانو په مېتوديک ډول د شپې لخوا د اسمان کتنه ، او په همدې توګه ستورپوهنيز آرډيفکټونه هم د ډېرو پخوانيو پړاونو راپدېخوا موندل شوي دي.

د شلمې پېړۍ نه راپدېخوا د ستورپوهنې کارپوهنيز ډګرونه په دوه څانګو وېشل شوي. يو يې ليدنيزه ستورپوهنه او بل يې د نظري ستورپوهنې څانګې دي. ليدنيزه ستورپوهنه د ډاټا په شننو او ترلاسه کولو ځيره ده چې په لويه کچه دا د فيزيک د بنسټيزو اصولو د کارولو په مرسته ترسره کېږي. نظري ستورپوهنه د کمپيوټري پرمختګ يا شننيزو مخبېلګو په مرسته د ستورپوهنيزو ځليزو او شيانو لورې رڼا اچوي. دا دوه ډګرونه يو بل سره بشپړوي، د نظري ستورپوهنې په مرسته د ليدنو پايلې او هغه ليدنې چې د نظري پايلو پخلی پرې کېږي ښه سره پېژندل کېږي.

د تاريخ له مخې، شوقي ستورپوهانو په اهمو ستورپوهنيزو لاسته راوړنو کې ډېره ونډه درلوده، او په همدې توګه ستورپوهنه يو د هغو لږو ساينسونو څخه دی په کوم کې چې لېواله ستورپوهان يو کوانده رول د ستورپوهنيزو توکو په پېژندنه کې لوبولی شي، په ځانګړې توګه د ټرانسينټ ځليزې (transient phenomena) په ليدنې او موندنې کې.

بايده چې د نوې ستورپوهنې او ستورپېژندنې تر مېنځ ټکني نه شو او د دغو ببېلابېلو ډګرونو تر مېنځ توپير وکړو. وروستی نومېدلی نوم، ستورپېژندنه د ګروهو (عقيدو) يو غونډال دی کوم چې د انساني چارو د پېژندلو ادعا او وړاندوینې د اسماني شيانو د موقعيت او د هغو د خپلمنځي اړيکو له ليدنو وروسته رامېنځ ته کېږي. که څه هم چې دا دوه پوهنې يو ګډ آر (اصل) لري، خو د دغو دواړو علمونو پوه اندي په دې باور دي چې دا دوه بېلابېلې پوهنې دي.[۱]


د كائناتو پېداېښت (بګ بېنګ)

د كائناتو د پېداېښت په اړه چې د ستورپېژندونكيو پوهانو كومه نظريه وړاندې كړې كومه چې نن د ټولو په نزد د منلو وړ ده، او هغه نظريه چې دا كائنات د يوې لوې چاودنې (بګ بېنګ) په نتيجه كې منځته راغلي. ددې نظريې تائيد تر څو پېړيو پورې د ستورپېژندونكيو پوهانو د تجربو او لرليدو څخه د لاسته راوړنو له پاېلو څخه هم ؤ. د لوى چاودنې نظريې سره سم دا كاېنات په لومړي سر كې د ناټاكلې شكل په لرلو سره د يوه ستر كاڼي (Primary Nebula) په څېر وه.

بيا د يوې سترې چاودنې (secondaray separation) په نتيجه كې كهكشانونه راپېدا شول. او دا كهكشانونه نور زيات ووېشل شول، چې لدې وېش څخه بيا ستورې، سيارې، لمر او سپوږمۍ راپېدا شول. د كاېناتو [[پېدېښت] په يوه ځانګړي او له [[عقل] څخه وتلي ډول سره شوې. ددې كاېناتو پېداېښت په خپلسرې ډول له شونياوو څخه وتلې. قرآن كريم د كاېناتو د پېداښت راز په داسې راښكاره كوي:

    • ژباړه: آيا كاپرانو پدې خبره غور او فكر ندې كړې چې (لومړې مو) اسمان او زمكه (سره) يو ځاى (نښتي) ول، بيا موږ سره جلا جلا كړل.( القرآن، ۳۰-۲۱)

د قرآن كريم ددې آيت او د لوې چاودنې د نظريې ترمنځ چې كوم همغږي او يوشانته والې ليدل كېږي د هغې رد په هېڅ ډول ناشونې دى. دا څرنګه كېداى شي چې ۱۴ پېړۍ مخكې د عربو په صحرا كې داسې يو كتاب بياموندل شي چې داسې يوه رېښتوني ساېنسي حقيقت پكې موجود وي.

د ګېس ستر غونډارې

د كهكشانو له پېداېښت څخه مخكې د ګېس يو ستر غونډارې: ستورپېژندونكي پدې ګروهه دي چې په كون د كهكشانونو منځته راتلو څخه مخكې دا كون ټول له سره د ګېس په څېر ول، يانې له كهكشانونو څخه مخكې دا كون د يوه ستر ګېسي غونډارو يا ورېځو په څېر ؤ. او يا ددې مادې لپاره د ګېس څخه د دوړو كلېمه استعمالول لږ څه ښه راځي، (يانې يوه غېر متشكله دوړو په څېر). د كون دې شكل ته قرآن كريم په لاندې آيت كې داسې اشاره كوي او د (دخان) كلېمه يې راوړې چې د دوړې يا دود په مانا راځي:

  • ژباړه: بيا هه د اسمان اړخ ته پام وړ، كوم چې په هغه وخت كې يوه دوړه وه. هغه اسمان او زمكې ته وويل: (موجود شئ، كه چېرې ستاسو غواړئ او يا نه غواړئ. دواړو وويل: موږ راغلو امر منونكيو په څېر). (القرآن، ۱۱-۴۱)

وګورئ قرآن كريم يو بل بيان د (بګ بېنګ) له نظريې سره يوشانوالې. آيا دا رېښتيا د محمد صلى الله عليه وسلم له پېداېښت څخه مخكې چاته مالوم ول؟ نو بيا ددې ستر ساېنسي حقيقت كومه بله ذريعه كېدا شي؟ (د بګ بېنګ نظريه د تېر نږدې وخت ده، خو قرآن كريم دا حقيقت ۱۴ پېړۍ مخكې بيان كړې دى.

د ستورو ترمنځ څه دي؟

په لومړي سر كې داسې ګومان كېده چې د منظمو فلكي نظامونو څخه اخوا خلا بېخي تشه ده، مګر نن سبا ساېنسي ستورپېژندونكي دې پاېلې ته ورسېدل چې د ستور ترمنځ داسې يوه ماده شته چې د پل (bridge) په څېر دى او دې مادې ته يې د پلازما نوم وركړ. دا ماده په بشپړ ډول سره اوسپنه كړاى شوې (ionized) ګېس لرونكې ده. پدې ماده كې په مساوي ډول منفي چارچ لرونكي خپلواك الكترونونه او مثبت چارچ لرونكي برقي پاڼې (Ions) موجودې دي. پلامزما ته كله كله د مادې څلورم حالت هم وايي. ( د مادې درې مشهور حالتونه دي: جامد، ماېع او ګېس). څښتن تعالى د قرآن كريم په لاندې آيت كې د ستورو ترمنځ تشه كې د موجودې مادې په اړه داسې فرمايي:

    • ژباړه: (هغه چا چې په ۶ ورځو كې زمكه او اسمان او هرهغه څه پېدا كړل، چې د اسمان او زمكې ترمنځ وي. القرآن، ۵۹-۲۵).

زمكه ګرده ده

له لومړيو وختو كې خلكو دا ګومان كاوه چې زمكه هوار ده، او ددې لپاره به يې د لرې واټن له سفر كولو څخه ځانونه ژغورل، چې نه چېرې د زمكې په ختمېدو سره د هغې له لمنو څخه لاندې ونه لوېږي. فرانسس ډرېك لومړنې كس ؤ چې په ۱۵۹۷زېږيز كال كې يې په بحري بېړۍ كې د زمكې ګردچاپېره سفر وكړ، او دا يې په زبات ورسوله چې زمكه په اصل كې ګرده ( كروي) ده.

وييپوهنه

ستورپوهنې ته په انګرېزي ژبه astronomy وايي او دا د ستورو قانون په مانا ده. همدا ويي په اصل کې د يوناني ژبې د وييکې αστρονομία, آسټرونوميا، نه راوتلې چې άστρον (آسټرون، يعنی "ستوری") او νόμος (نوموس، يعنی "د نومونو قانون") مانا لري.

د "ستورپوهنې" او "آسټروفيزيکس" د وييونو کارونه

په ټولګړي توګه، دواړه نومونه، هم د "آسټرونومي" او يا هم د "آسټروفيزيکس" اصطلاحګانې د ستورپوهنې د مضمون لور ته اشاره کوي.[۲][۳][۴] د يو کره سيند (قاموس) د پېژند له مخې، "ستورپوهنه" يا "آسټرونومي هغې پوهې ته وايي چې د زمکې د اتموسفير نه دباندې د مادې او نورو اسماني شيانو د کتنو او پېژندلو سره سره د هغوی د فيزيکي او کيميايي ځانګړتياو په هکله څېړنې او بحثونه کوي."[۵]او د "آسټروفيزيکس" کلمه "د ستورپوهنې هغې څانګې ته وايي کوم چې د فلکي شيانو او ځليزو (فېنامېنا) د فيزيکي ځانګړنو، خاصيتونه او د هغوی خوځنده کړنو په هکله څېړنې کوي او همدغو ځانګړنو پورې اړونده پوښتنو ته ځواب وايي."[۶] په ځينو ځاينو کې، لکه د فرانک شو د کتاب فيزيکي کاينات په پېژندګلوي کې راغلي چې، "ستورپوهنه" د يو موضوع د کيفيتي زده کړو په راپېژندلو کې کارېږي خو "آسټروفيزيکس" بيا پر فيزيک مبنا د يو موضوع د بڼې په پېژندنه کې کارېږي.[۷] خو د هر څه سره سره، دا چې نوې ستورپوهنيزې څېړنې د فيزيک اړونده سکالوګانو سره سروکار لري، نو په همدې توګه نوې ستورپوهنه هم بايد آسټروفيزيکس يا ستورپږنپوهنه وبللای شي.[۲] بېلابېلې څانګې چې په همدې موضوع څېړنې ترسره کوي، کېدای شي د "ستورپوهنې" او "ستورپږنپوهنې" اصطلاحګانې وکاروي او دا هم څه نا څه د دغه حقيقت پخاطر چې يوه څانګه په تاريخي توګه د فيزيک د څانګې سره څومره پر کار اخته ده.[۳] د ستورپوهنې ډېری کارپوهان په اصل کې د فيزيک بريليک لري.[۴] آن ساينسي رسنۍ آسټرونومي اېنډ آسټروفيزيکس هم د دغو اصطلاحګانو د ناڅرګندتوب په ډاګه کولو يوه هڅه کړې.

تاريخ

کينډۍ:دا هم وګورۍ

پوهنيز بدلون

ستورپوهنيزې کتنې

د مالوماتو د راغونډولو چلندلار

ستورپوهنه او اسماني تخنيکونه

د ستورپوهنې څانګې

راډيو ستورپوهنه

د اکس وړانګې ستورپوهنه

د ګاما وړانګې ستورپوهنه

لمريزه ستورپوهنه

د سيارو ساينس

ستوريزه ستورپوهنه

کهکشاني ستورپوهنه

د کهکشانو دباندې ستورپوهنه

مېنځپوهنيزې زده کړې

د ستورپوهنې او ستورپېژندنې پرمختګ يوه بله اهمه مېنځپوهنيزه ډله رامېنځ ته کړې چې د ساينس د نورو ډګرونو سره تړاو پېدا کوي. دا څانګې دا دي:

  • ستورژونپوهنه: په کايناتو کې د ژونپوهنيزو غونډالونو د پېښو او تجريدي بشپړتابه زده کړه.
  • ارکيوستورپوهنه: په فرهنګي ډګر کې د لرغونې دوديزې ستورپوهنې زده کړه ده چې د لرغونپوهنې او وګړپوهنې د ثبوتونو په شننه کې رامېنځ ته شوې.
  • ستورکيميا: په تشيال کې د موندل شويو کيميايي توکو په اړه زده کړه ده چې اکثراً د ماليکيولي ګازونو، د هغوی د جوړېدو، د هغوی د تعاملونو او له منځه تللو په اړه بحثونه کوي. دا چې له نوم نه يې هم څرګندېږي دا زده کړه د ستورپوهنې او کيميا تر مېنځ رامېنځته شوی ډګر دی.

ناڅانګييزه ستورپوهنه

لېواله ستورپوهان کولای شي خپل اوزارونه پخپله جوړ کړي، دوی د ستورو د څارنو په خاطر ځانګړې مېلمستياوې او غونډې هم لمانځي چې يو له دغو نه يې سټېلافېن دی.

نژدې ټول آماتوره ستورپوهان، په خپلو لاسو جوړو تلسکوپونو د اسماني اجرامو کتنه ترسره کوي. اکثراً د دوی ټولو يو عام هدف وي او هغه د سپوږمۍ، د سيارو، د ستورو، او لکۍ لرونکو ستوريو، د ستوريزو بارانونو او د تشيال په ژوره کې د نورو اسماني اجرامو لکه د ستورو واښکي، کهکشانونه او سحابيانو ليدنې دي. د آماتورې ستورپوهنې يوه څانګه تشياليزه انځورګري ده چې په دغه څانګه کې يو آماتوره ستورپوه په شپه کې د اسمان انځورونه اخلي. د دغو آماتورانو هڅې دا وي چې د اسماني اجرامو د ليدنې په وخت کې ځانګړی تبحر لاس ته راوړي او د خپلو ځاني لېوالتياو د پام ساتلو سره د خپل د ليدنې کړنې تر يو حده کارپوهنيزې کړي.[۸][۹]

ډيري آماتوران خپلې کتنې د ليدوړ څپو په مرسته ترسه کوي، خو يوه وړه ډله بيا د ليدوړ نه دباندې نورې لارې هم په کار اچوي. چې په دغو کې د ټيټ سور فلټرونه په خپلو ټلسکوپونو کې او همدا شان راډيويي ټيليسکوپونه کاروي. د اماتوره راډيويي ستورپوهنې يو مخکښ کارل جانسکي وه چې د ۱۹۳۰ لسيزې کې يې د اسمان په څارنه کې راډيويي څپې کارولې. يو ګڼ شمېر اماتوره ستورپوهان په کور کې جوړ شوو ټيليسکوپونو او يا هم د راډيويي ټيليسکوپونو نه چې د ستورپوهنيزې څېړنې لپاره جوړ شوي وي، کار اخلي او د نورو اماتوره ستورپوهانو لپاره يې هم د کارولو لپاره ږدي (د ساري په توګه يو مايلي ټيليسکوپ).[۱۰][۱۱]

اماتوره ستورپوهان د ستورپوهنې په ساينس کې جوړېدونکې ونډې لري. دا يو د هغو څانګو نه ده چې اماتوره ستورپوهان په دې څانګه کې د اهمو لاسته راوړنو لامل ګرځي. هغوی د عدسيو په کچ و مېچ کې برخه اخيستلی شي او همدا ډول کچ و مېچ په مدارونو کې د وړو سيارو په اصلاح کولو کې کارېږي. اماتوره ستورپوهان د لکۍ لرونکو ستورو کې هم يوه رغونکې ونډه لري او په ترتيب سره د متغيرو ستورو کتنې هم کوي. په ګڼيالي تخيک کې پرمختګونو اماتورو ستورپوهانو ته نورې اسانتياوې برابرې کړي او د همدغه تخيک په مرسته د ستورپوهنيزې انځورګرۍ ډګر هم پراخ شوی او ښکاره برياليتوبونه يې لاس ته راوړي. [۱۲][۱۳][۱۴]

په ستورپوهنه کې لويې پوښتنې

که څه هم چې په ستورپوهنه کې د طبيعت او د کايناتو د منځپانګې او جوړښت د ښه پوهاوي او پېژندلو هڅې شوي خو لا تر اوسه پورې ګڼ شمېر پوښتنې بې ځوابه زموږ مخې ته پرتې دي. کيدای شي چې داسې بې ځوابه پوښتنو ته ځواب وييل د نوو اوزارونو د جوړښت او په فيزيک کې د نوو نظرياتو او تجربو لاسته راوړنو ته اړ وي.

  • آیا خاورينې سيارې د نورو ستورو (د لمر نه پرته) په شاوخوا کې هم شتون لري؟ ستورپوهانو د لويو ستورو او د هغوی په شاوخوا کې د نورو جسمونو په شتون ډاډه دي. نو په همدې خاطر د وړو خاورينو سيارو شتون هم يو احتمالي نظر دی.[۱۵]
  • آیا د کايناتو په نورو سيمو کې زمکنی ژوند شته؟ يا په ځانګړې وينا آیا انسان د کايناتو په نورو کورو کې هم ژوند کوي؟ که داسې وي، نو د فرمي تناقض لپاره تشريح څه شی ده؟ په بل ځای کې د ژوند شتون يو ډېر اهم ساينسي او فلسفي دلايل لري. [۱۶][۱۷]
  • جنس توکی او اېنرژی له کومه ده؟ ددې ربړې پوهېدنه، د تکامل او د هغه د لاملونو او سببونو پېژندنه يې ډېره ګټوره ده خو لا تر اوسه پورې موږ د دې ربړې په اړه هېڅ هم نه پوهېږو. [۱۸]
  • ولې کاينات رامېنځ ته شول؟ د بېلګې په توګه ولې فيزيکي ثابتونه داسې په غور او دقت سره تنظيم شوي چې د ژوند د شتون ضمانت کوي؟ آيا داسې کېدای شي چې دا د طبيعي کيهاني ټاکنې يوه پايله وي؟ داسې څه وه چې د کيهاني خورېدنې سبب شول چې زموږ همډوله کاينات يې رامېنځ ته کړ؟[۱۹]
  • د کايناتو آخري قسمت به څه وي؟[۲۰]

دا هم وګورۍ

کينډۍ:Wikiversity

لړليکونه

اړونده ليکنې

اخځليكونه

  1. اردو وېكيپېډيا
  2. طبعي جغرافيه، پروفېسر رياست علي عباسي، پاكستان بك سنټر- اردو بازار لاهور.
  3. the Quran & Modern Science (compatible or Incompatible), by Dr. Zakir Naik, beacon books Qazafi market Urdu Bazar, Lahore, Ph: 0427351662

سرچينې

  1. Albrecht Unsöld (2001). The New Cosmos: An Introduction to Astronomy and Astrophysics. Berlin, New York: Springer. ISBN 3-540-67877-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ B. Scharringhausen. "Curions Abouit Astronomy: What's the difference between astronomy and astrophysics?". د لاسرسي‌نېټه ۲۰۰۷-۰۶-۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |accessdate= (مساعدة)
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ S. Odenwald. "Archive of Astronomy Questions and Answers: What is the difference between astronomy and astrophysics?". د لاسرسي‌نېټه ۲۰۰۷-۰۶-۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |accessdate= (مساعدة)
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ "Penn State Erie-School of Science-Astronomy and Astrophysics". د لاسرسي‌نېټه ۲۰۰۷-۰۶-۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |accessdate= (مساعدة)
  5. "Merriam-Webster Online". Results for "astronomy". د لاسرسي‌نېټه ۲۰۰۷-۰۶-۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |accessdate= (مساعدة)
  6. "Merriam-Webster Online". Results for "astrophysics". د لاسرسي‌نېټه ۲۰۰۷-۰۶-۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |accessdate= (مساعدة)
  7. Lua error in Module:Citation/CS1/Date_validation at line 303: attempt to compare nil with number.
  8. "The Americal Meteor Society". د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اگسټ ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Lodriguss, Jerry. "Catching the Light: Astrophotography". د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اگسټ ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. F. Ghigo (2006-02-07). "Karl Jansky and the Discovery of Cosmic Radio Waves". National Radio Astronomy Observatory. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اگسټ ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Cambridge Amateur Radio Astronomers". د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اگسټ ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "The International Occultation Timing Association". د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اگسټ ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Edgar Wilson Award". Harvard-Smithsonian Center for Astrophysics. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اگسټ ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "American Association of Variable Star Observers". AAVSO. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اگسټ ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Origins: Are There Other Earth-like Planets?" (په انګرېزي ژبه کي). NASA Origins Education Forum. د لاسرسي‌نېټه ۲۰۰۶-۰۸-۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |accessdate= (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  16. "Complex Life Elsewhere in the Universe?" (په انګرېزي ژبه کي). Astrobiology Magazine. د لاسرسي‌نېټه ۲۰۰۶-۰۸-۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |accessdate= (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  17. "The Quest for Extraterrestrial Intelligence" (په انګرېزي ژبه کي). Cosmic Search Magazine. د لاسرسي‌نېټه ۲۰۰۶-۰۸-۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |accessdate= (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  18. "۱۱ Physics Questions for the New Century" (په انګرېزي ژبه کي). Pacific Northwest National Laboratory. د لاسرسي‌نېټه ۲۰۰۶-۰۸-۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |accessdate= (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  19. "Was the Universe Designed?". Counterbalance Meta Library. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اگسټ ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Hinshaw, Gary (2005-12-15). "What is the Ultimate Fate of the Universe?". NASA WMAP. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مې ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)

باندنۍ تړنې

کينډۍ:Sisterlinks

کينډۍ:Astronomy-footer

کينډۍ:Link FA