د "بوټی" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۲۶ کرښه: ۲۶ کرښه:


'''نباتات''' هغه ژوندی اورګانیزمونه دی چی د Plantae اړوند دی. نباتات خپله انرژی د د لمړ د وړانګو څخه د یو پروسی په ترځ کی چی فوتوسنتیز نومیږی اخلی. پدی برخه کی په خاصه توګه یو اورګانیل د کلوروفیل په نامه فعالیت کوی، چی کلوروپلاست لری او دهغه له کبله د پانو ته شین رنګ ورکوی. ځینی نباتات پرازیتی دی او په کافی اندازه کلوروفیل نلری ، او دپرازیتو نباتاتو په ډله کی راځی.
'''نباتات''' هغه ژوندی اورګانیزمونه دی چی د Plantae اړوند دی. نباتات خپله انرژی د د لمړ د وړانګو څخه د یو پروسی په ترځ کی چی فوتوسنتیز نومیږی اخلی. پدی برخه کی په خاصه توګه یو اورګانیل د کلوروفیل په نامه فعالیت کوی، چی کلوروپلاست لری او دهغه له کبله د پانو ته شین رنګ ورکوی. ځینی نباتات پرازیتی دی او په کافی اندازه کلوروفیل نلری ، او دپرازیتو نباتاتو په ډله کی راځی.

هغه علم چی نباتات مطالعه کوی د [[بوتانی]] په نامه سره یادیږی.‌


د نباتاتو احصایه په دقیقه توګه سره ستونزمنه ده مګر په ۲۰۱۲ کی داسی ویل کیده چی د نباتات سپشزونه ۳۰۰ څخه تر ۳۱۵ زرو پوری رسیږی چی پدی ډله کی تر ټولو ډیره برخه یی تخم لرړنکو نباتو نیولی ده. چی تعداد یی ۲۶۰ څخه تر ۲۹۰ زره ته رسږی.
د نباتاتو احصایه په دقیقه توګه سره ستونزمنه ده مګر په ۲۰۱۲ کی داسی ویل کیده چی د نباتات سپشزونه ۳۰۰ څخه تر ۳۱۵ زرو پوری رسیږی چی پدی ډله کی تر ټولو ډیره برخه یی تخم لرړنکو نباتو نیولی ده. چی تعداد یی ۲۶۰ څخه تر ۲۹۰ زره ته رسږی.

د ۱۱:۰۸, ۱۹ اپرېل ۲۰۱۲ بڼه

How to read a taxoboxويکيپېډيا:How to read a taxobox
How to read a taxobox
ګل کوونکی نباتات
Fossil range: Early CretaceousRecent
  1. REDIRECT کينډۍ:Phanerozoic 220px
  2. REDIRECT کينډۍ:Fossil range/marker
  3. REDIRECT کينډۍ:Fossil range/marker
Magnolia virginiana Sweet Bay
ساينسي ډلبندۍ
سلطنت: Plantae
وېش: Angiospermae
Lindley[۱] [P.D. Cantino & M.J. Donoghue][۲]
Clades

Amborellaceae
Nymphaeales
Austrobaileyales
Mesangiospermae

Synonyms

Anthophyta
Magnoliophyta Cronquist, Takht. & W.Zimm., 1966


نباتات هغه ژوندی اورګانیزمونه دی چی د Plantae اړوند دی. نباتات خپله انرژی د د لمړ د وړانګو څخه د یو پروسی په ترځ کی چی فوتوسنتیز نومیږی اخلی. پدی برخه کی په خاصه توګه یو اورګانیل د کلوروفیل په نامه فعالیت کوی، چی کلوروپلاست لری او دهغه له کبله د پانو ته شین رنګ ورکوی. ځینی نباتات پرازیتی دی او په کافی اندازه کلوروفیل نلری ، او دپرازیتو نباتاتو په ډله کی راځی.

هغه علم چی نباتات مطالعه کوی د بوتانی په نامه سره یادیږی.‌

د نباتاتو احصایه په دقیقه توګه سره ستونزمنه ده مګر په ۲۰۱۲ کی داسی ویل کیده چی د نباتات سپشزونه ۳۰۰ څخه تر ۳۱۵ زرو پوری رسیږی چی پدی ډله کی تر ټولو ډیره برخه یی تخم لرړنکو نباتو نیولی ده. چی تعداد یی ۲۶۰ څخه تر ۲۹۰ زره ته رسږی.

تعریفونه

د نبات لپاره معاصر تعریفونه

الجی

فنجی

تنوع

تدریجی تکامل

امبریوفایت

فوسیل

ساختمان،‌ وده او انکشاف

هغه فکتورونه چی وده متاثره کوی

د نبات وده هوا، لمر،‌ اوبه ، په خاوره کی موجود عناصر، دخاوری جوړښت، نباتی هورمونونه او داسی نور متاثره کوی.

نباتی حجره=

حجره د ژوند جوړښتيز او وظیفوي واحد ته وېل کيږي چې د یو قابل نفو‌‌ذ دېوال پواسط احاط او د خپل مثل د جوړولو قابلیت لري . د راز راز ژوندیو ارګانیزمونو حجرې ځان ته ځانګړې قابلیت لري . ټول ارګانییزمونه په د وه ډ لو وېشل شوي : 1) Prokaryotes ، چې حجرې يې منظمې هستې نه لري 2) Eukaryotes ، چې حجرې يې حتما دمنظمو هستو لرونکي دي .

د یو ارګانیزم په جوړښت کې د شاملو حجرو تر منځ د پام وړ توپیرونه موجود وي . په کثیرالحجروي ارګانیزمونو کې لوړ ې اختصاصی شوې حجرې شتون لري چې ځانګرې دندې تر سره کوي د بېلګې په ډول د جرړو(Root ( د جرړو د وېښتو(Root hair) حجرې د فلویم یا د پاڼې د مېزوفیل د حجرو سره یو شان نه دي . په هر حال د حجرو مطالعه نباید د هغو د توپیرونو په څرګندولو سره شروع کړو بلکه د هغو په ورته والي باید ځان پوه کړو . د ټولو حجرو لپاره یوشان دندې ځانګړې شوي کوم چې د هغوپه واسط په ټولیز ډول ژوند مشخصېږي . ټولې حجرې د خپل مثل په تولید،د انرژي په کارولو او بدلولو ، د سترو او پېچلو مالیکولونو په جوړولو قادر دي . حجره لکه ټول ژوندي موجودات د اوږد مهال د تکامل پايله ده چې د خپل لوړ انتظام لرونکې جوړښت له وجې مشخصېږي . د حجروي جوړښت کشف نېغ په نېغه د مایکروسکوپ د اختراع سره تړاو لري . په 1965 کال هالندي پوه روبرت ګوک ساده مایکروسکوپ ته نوی شکل ور کړ او دهغه په مرسته يې د کاک ټوټه مطالعه کړه هغه ددې ټوټې پر مخ ځانګړی جوړښتونه تر سترګو کړل چې وروسته يې د حجرې په نوم یاد کړل . د ډېرو څېړنو وروسته د م. . شلېدن (1838) بوتانیک ، او زولوګ ت. شوان (1839) لخوا د ارګانیزم د حجريي جوړښت تیوري ترتیب شوه . د دې تیوري پر بنسټ ټول ژوندي موجودات د حجرې او د هغه د مشتقاتو څخه جوړشوی . د ا رګانیزم د حجريي جوړښت تیوري څو اړخيز ارزښت لري . ددې تیوري په رڼا کې دهغو اندونه یووالې کوم چې د ژوندیو موجوداتو د منځ ته راتک په اړوند وړاندی شوي وه خپل سموالی تر لاسه کوي اود ژوندیو موجوداتو د مطالعې لپاره د حجرې په کچه د څېړنو امکان برابروي . د کثیرالحجروی ارګانیزمو د مطالعې په وخت کې باید هېر نکړو چې هره حجره د بلې سره په ټینګ ،نیژدې او متقابل ارتباط کې عمل کوي یعنې ارګانیزم د مفرداتو کل دی نه دا چې د حجرو مجموعه .

د وراثت ساتنې او دهغه دمعلوماتو د لېږد مالیکولي بنسټ ==

  • پروتینونه
  • DNA او دهغه رول د وراثت په لېږد کې
  • ارثي کود
  • د پروتینو بیوسنتز

د موادو د راکړی ورکړی د انتظام ځانکړتیا د اوبو لېږد نباتي حجرې ته : 1) Diffusion and Osmosis خپرېدل او ازموس 2) حجره لکه ازموتیک سیستم

په نباتي حجره کې د موادو لېږد را لېږد :

1) اکتیف او پاسیف لېږد 2) د لېږد را لېږد پړاونه

د نباتي حجرې جوړښت

ډېره موده داسی انګېرنه وه چې حجره د سیتوپلازم یوه کتله ده ، چې د حجري دېوال پواسط احاط او د هستې لرونکې ده . دا انګېرنې د میکروسکوپي مېتود د څېړنو د نوښت څخه د مخه شتون درلود. د نوري ځواکمن میکروسکوپ د لید ځواک 150ـ200 نانومتره ده چې نشي کولای ډېری برخې وښي او د هغو جوړښت را په ګوته کړي دا امکانات د برېښنايي میکروسکوپ اختراع برابر کړل. ددې میکروسکوپ لید ځواک د نوري میکروسکوپ پر تله 2-3 برابره لوړ دی چې د0.1-1 نانومتره رسېږي .د برېښنايي میکروسکوپ په مټ وښودل شوه چې حجره د یو پېچلي جوړښتیز سازمان په دلودو سره داسی یو سیستم دی چې په ځانګړو غړو وېشل شوې .


د نباتي حجرې انځور

Plant cell structure

د نباتی حجری اورګانیلونه

  1. حجري دېوال
  2. پلازمالېما
  3. پلازمودیم
  4. Microtubules
  5. هسته
  6. ګلد جي اپارات
  7. واکول
  8. میتوکاندریا
  9. کلوروپلاست
  10. اندوپلازمیک ریتکولم


نباتي حجره د حجري ديوال او دهغې د محتویاتو څخه جوړه شوې . د ژوند اساسي ځانګړتیا په حجري محتویاتو یعنې پروتوپلاست پورې تړلې ده . یوه بالغه نباتي حجره د واکول ( vacuoles) یا تشې لرونکې ده چې په حجري عصاره یا شربت ډکه شوې . پروتوپلاست د هستې ،سیتوپلازم او په هغه کې د نغښتو غړو : پلاستید او میتوکاندریا څخه چې د نوري میکروسکوپ په واسط د لید وړتیا لري جوړشوی . مګر سیتوپلازم د يو پېچلي سیستم په درلودو سره په ځان کې یوشمېر ممبران لرونکې جوړښتونه لکه ګولجي اپارات ،اندوپلازماتیک رېتیکولم ،لېزوزوم او غېر ممبران لرونکي جوړښتونه لکه میکروتروبلسونه،ریبوزوم او داسی نور رانغښتي ، دا ټول نومول شوی غړي د سیتوپلارم په ماتریکس یا په اساسي پلازما کې غوټه شوي . ټول دا یاد شوي غړي ځان ته جوړښتونه او اولتراسترکچرونه لري . اولتراسترکچر ـــ په فضا کې د هغو ما لیکولونو د ځای په ځای کېدو موقیعت ته وايي چې نوموړی غړې ورڅخه جوړ شوی . د ډېرو کوچنیو غړو(ریبوزوم) اولتراسترکچر ليدل هم د برېښنايي میکروسکوپ پواسط ممکن نه دي . د علم د تکامل سره سم نور نوي جوړښتونه په سیتوپلازم پېدا کېږي ، زمونږ اوسنې معلومات د حجرې د جوړښت په اړوند په هېڅ ډول پوره نه دي . د حجرې او دهغې د ځینو غړو تقریبي اندازې په لاندې ډول اټکل شويدي : حجره 10، هسته 5ــ30 ، کلوروپلاست 2ـ 6 ، میتوکاندریا 0،5ــ 5 میکرومترو او ريبوسوم 25 نانومتره اټکل شوي دي . د حجرې د غړو( organelles ) په supramolecular Structures کې د ضعیفو کېمیايي اړیکو (weak chemical bonds) په نوم جوړښت تر ټولو ستر رول لوبوي . دلته تر ټولو مهم رول هاېدروجني ، وا ن دروالس (van der Waals) او ایوني اړیکي تر سره کوي . ددې اړیکو څخه د رامنځ ته شوې انرژي مهمه ځانګړتیا په دې کې ده چې هغه د مالیکول د حرارتي خوځښت کېنیتکې انرژي په لږه اندازه لوړوي . له همدې وجې ضعیف کېمیایې اړیکې ژر رامنځه ته کېږي او بېرته ژر له منځه ځي . ددې اړیکو د ژوند پاېښت یواځې یوه ثانیه ده . ددي اړیکو په څنګ کې hydrophobic interactions د ستر ارزښت لرونکي دي . دا په دې وجه چې په اوبلن چاپېریال کې هاېدروفوبیک مالیکول یا دهغه یوه برخه داسی ځای نیسي چې ونشي کولای د اوبو سره په تماس شي . په دې حالت کې د اوبو مالیکولونه داسې یو بل سره یوځای کېږي چې غېر قطبي ګروپونه سره تمبوی او هغوی سره نژدې نژدې کوي . همدا weak chemical bonds تر ډېرې کچې د داسی ماکرومالیکولونو لکه پروتین او نیوکلیک اسید شکل ټاکي په همدا شان د مالیکولو د متقابل عمل او د subcellular جوړښت د self-assembly او جوړو منجمله د حجرې د غړو په بنسټ کې قرار لری. سیتوپلازم د خپل پېچلي جوړښت د ساتنې لپاره انرژي ضرورت لري د ترموډېنامیک د دوهم قانون پر بنسټ ټول سیستمونه د ترتیب اوتنظیم د کمښت په لور مېلان کوي یعنی د انتروپيي په لور . Entropyــــ د سیستم بي نظمي ته وېل کيږي. له همدې وجې د مالیکول هر با ترتیبه موقیعت د انرژي یو باندني جریان ته ضرورت لري . د ځانګړو organelles د فیزیالوژیکو دندو تشریح د حجرو څخه د هغو د بیلولو ( insulation ) د میتود په ودې پورې اړه لري . دا میتود د دیفرنسیال سا نتریفوژ(differential centrifugation) په نامه یادېږي چې د پروتوپلاست د ځانکړو برخو په وېشلو بنا شوی دی. د برېښنايي میکروسکوپي او دیفرنسیال سا نتریفوژ یوځای کارونې ددې امکان برابر کړ څو د ځانګړو organelles د جوړښت او دندو تر منځ اړیکي را وسپړو.

د نباتي حجرې حجريي دېوال Cell wall of plant cells

نباتي حجره د یو کلک حجريي د ېوال په لرلو سره ځانګړې شوې ده . حجريي د ېوال د حجرې شکل ټاکي ، نباتي حجرو او انساجو ته میخانیکي ټینګوالی او اتکا ورکوې ،د حجرې دننه د ډېرېدونکي هاېدروستاتیک فشار د تخریب څخه د سیتوپلازماتیک پوښ ساتنه کوي . په هر حال نشو کولای چې دا د ېوال ته یواځې د میخانیکي چوکاټ په سترګه وګورو . نوموړی د ېوال د داسې خواصو لرونکې دی چې کولای شي د حجري دننه د اوبو د فشار په وړاندې مقاومت وکړي اوپه عېن زمان کې د ودې او پراختیا د خاصیت لرونکې دی . هغه د یو انتي انفکشن د ېوال په شان د منرالي موادو په جذب کې برخه اخلي او د یو خاص ایون بدلونکي په څېر دنده سرته رسوي . داسی معلومات تر لاسه شوی ،چې د حجريي د ېوال د کاربوهایدریدي برخو تعامل د هارمونونو سره دیو لړ فیزیالوزیکو بدلونو د رامنځ ته کېدو سبب ګرځي . د ځوانو وده کونکو حجرو لپاره لمړنی حجریی د ېوال یوه ځانګړتیا ښودل شوې د هغو د زړېدو سره سم دوهم حجريي دېوال رامنځ ته کېږي . لمړنی حجريي دېوال د قاېده سره سم لږه اختصاصي شوې بڼه لري د دوهمي د ېوال په انډول ساده جوړښت او لږ پنډوالی لري . د حجريي د ېوال په جوړښت کې سلولوز ، هیموسلولوز ، پکتیني مواد ، شحمونه او یوه اندازه پروتینونه شامل دي . د حجريي د ېوال اجزاوې د حجرې د حیاتی فعالیت محصولات شمېرل کېږي . هغوی د سیتوپلازم څخه ترشح کېږي او د پلازمالیم پر مخ بدلون مومي .د لمړنی حجريي د ېوال د موادو ترکیب په لاندی ډول سره ښودل وی: 25سلمه سلولوز ،25سلمه هیموسلولوز ، 35سلمه پېکتیني مواد د 1ــ8 سلمې جوړښتیز پروتینونه . په دوهمي حجریی دېوال کې د سلولوز اندازه ډېره ده اود حجريي د ېوال اسکلیټ له تړل شوو میکرو او ماکروفبریلونه څخه جوړ شوی . سلولوز (С6Н10О5)n د اوږد او غېر شاخ شاخ شوي ذ نځیر په شان جوړښت لري چې له 3ــ10 زره د ډی ــ ګلوکوز له بقایاو څخه چې د b-1 ، 4 ــ glycosides په شان نښتي دی جوړشوی . د سلولوز مالیکولونه د micelle سره او هغه بیا له میکروفبریل سره او وروستی بیا له ماکروفبریل سره نښتی دی دا درې واړه د یوې هاېدروجني اړیکې پواسط یوځای شوي . د میسلونو قطر 5نانومتره،د میکروفبریلونو 25ــ30نانومتره او ماکروفبریلونو 0.5 میکرومتره ټاکل شوی دی. د میکروفبریلونو او ماکروفبریلونو جوړښت یو شان نه دی . د ښه کرستال شوو منظمو برخو په څنګ کې غېر کرستالي (امورف ) برخې هم شتون لري . میکرو او ماکروفبریل سلولوزونه د حجريي غشا په ژلاتیني امورف کتله ـــ ماتریکس کې غوټه شوی دي . ماتریکس له هیموسلولوز ، پېکتیني موادو او پروتین څخه جوړ شوی دی . هیموسلولوز د پنتوزpentose او هکسوز hexose له مشتقاتو څخه شمېرل کېږي . د نوموړو مرکبونو د پولیمیریزشن درجه د سلولوز په انډول لږه ده (150ـ300 مونومېره د b-1,3 او b-1,4 ګلوکوزید د اړیکو په شان ) . د هیموسلولوز له جملې څخه تر ټولو زیات اهمیت ګلوکان اسید لري چې د لمړني حجريي د ېوال په جوړښت کې شامل دی. ګلوکان اسید د ډيـی ــ ګلوکوز بقایا او د b-1,4 ګلوکوزید رابط لری چې د ګلوکوز د شپږم کاربن څخه يي جانبي ذ نجیر راوځی په خاص ډول د ډي ــ کیسلوز له بقایاو څخه . د کیسلوز سره کولای شي د ګلکتوز او فوکوز بقایاوې یو ځای شي . هیموسلولوز د سلولوز سره د نښتلو وړتیا لري نو له همدې وجې هغوی د میکروفبریل په شا اوخوا سلولوزي پوښ جوړوي او هغه په یو پېجلي ذ نځیر پورې تړي .

د نباتی حجروی دیوال انځور

داولی دیوال مالیکولی ساختمان په نباتات کی.

پېکتیني مواد ـــــ د کاربن هاېدرید له ټیپ څخه پولیمري مرکباتو ته وېل کېږي . دا مرکبات د حجريي غشا د لوړ ې کچې د اوبو ساتنې وړتیا لري . د پېکتینی موادو تر ټولو مهم استازی ramnogalakturonan دی چې د oc-D-galacturonic acidد بقایا پر بنیاد منځ ته راغلې او ځنې وخت د هغو سره رامنوز یو ځای کېږي. رامنوز (С6Н1205) ــ ګلوکوز دمشتقات شمېرل کېږي . د رامنوز د شاملېدو له وجې د نوموړي polysaccharide اساسي ذ نځیر ذیګزاکس شکل غوره کوي .ځنې وختونه د رامنوز د کاربن څلورم اتوم د ګلاکتوز ځای نیسی. پېکتیني مواد په ډېره کچه د کاربوکسیل د ګروپ لرونکي دي چې کولای شي د دوه ولا نسه فلزاتو ایونونه سره یوځای کړي د بېلګې په ډول Са+2 چې د حجريي دېوال د غړو په یو ځای کولو کې مهم رول لوبوي . Са+2 ایون کولای شي د К+ او Н+ ایون سره تعویض شي او په دې شان د کاتیون د تعویض وړتیا تامین کړي.حجريي دېوال تر10سلمې د protein extensions لرونکی دی . دا ګلیکوپروتید دی چې تر 30سلمې يي ټوله امینو اسیدي برخه د پروتین په اوکسي پرولین تبدیله شوې . د اوکسي پرولین سره د کاربوهایدرید ذ نځیر چې د ارابینوز د مونو ساکارید له څلور بقایاو څخه جوړ شوی یو ځای کېږي . د D. Lamport د څېړنو پر بنیاد همدا د ارابینوز ذنځیر دی چې د extensin جوړښت ته ثبات وربښي . او په همداشان extensional چې د پولی ساکاریدونو تر منځ د اتصال د یوې کړۍ په شان دنده سر ته رسوي د حجريي دېوال په جوړښت کې شتون لري دا ټول په یو واحد اسکلیت سره یو ځای کوي . ددې په څنګ کې د حجريي دېوال په جوړښت کې ځانګړی کاربوهایدراید چې پروتین او پېکتین سره نښلوي شتون لري ، چې د معاصرو معلوماتو له مخې د حجرو د متقابل عمل د پېژندنې په تامینولو ، اخستونکوو خواصو (receptor properties ) او له انفکشن څخه د ساتنې په برخه ونډه اخلی . په حجريي دېوال کې یو لړ انزایمونه په خاص ډول hydrolases (ګلوکوزید ، ګلیکوزید او نور ) ځای په ځای شوي . دا انزاېمونه اړونده اړیکي را خلاصوي او کولای شی حجريي دېوال تر فشار لاندې راولي .

حجريي دېوال د خپل پنډوالي او بڼې د بدلولو وړتیا لري،چې له همدې وجې د هغه دوهم جوړښت رامنځ ته کېږي .د حجريي د ېوال پنډوالی د لمړنی د ېوال پر مخ د نوو پوړونو(قشرونو) په راوتلو تر سره کېږي . په دې معـنی چې دا راوتل د یو کلک پوړ پر مخ رامنځ ته کېږي، سلولوزي فبریلونه(الیاف) په هر پوړ کې په موازي ډول ځای په ځای شوی او په ګاونډي پوړ کې یوبل سره په یو زاویه کې موقیعت نیسی .داسی اټکل کېږی چې microtubules د سلولوزي الیافو د لوري دټاکلو دنده په غاړه لري ، چې تر ډېرې کچې دا حالت د دوهمي د ېوال د کلکوالي له وجې رامنخ ته کېږي . په هر اندازه چې د سلولوزي پوړونو تعداد ډېرېږي په هغه اندازه د ېوال پنډوالی زیاتېږي ، هغه خپله الاستیکي او د ودې وړتیا له لاسه ورکوي . په دوهمي حجريي دېوال کې د سلولوز اندازه زیاتېدونکې حالت غوره کوی ځنې وختونه تر 60 سلمې رسېږي . د حجريي دېوال ماتریکس د حجرې په زړېدو سره د راز راز موادو لکه لیګنین او سوبرین Lignin, suberin پواسط ډکېږي .

Lignin ــ دا هغه پولیمیر دی چې د معطرو الکولو دcondensation پواسط تر لاسه کيږي . د لیګنین منځ ته راتګ د لرګیکېدو د کلکوالي د زیاتېدو او د هغه د اوږدښت د کمېدو سره ملتیا لري. د سوبېرین مونومېرونه عبارت دي له مشبوع او غېر مشبوع oxo fatty acids څخه . په سوبېرین لړلې حجريي دېوالونه (د غشا کاک کېدل) د اوبو او محلولونو د نفوذ په وړاندې خپله وړتیا لږه وي . د حجریي دېوال پر مخ کېدای شي کوتین او شحم را پېدا شي .کوتین له oxo fatty acids او د هغه له مالګو څخه جوړه شوی ماده ده چې له حجريي دېوال څخه د اپیدرميس د حجرو پر مخ راوزي او د کیوتیکل په جوړولو کې برخه اخلي .د کیوتیکل په جوړښت کې شحم ( wax) چې له سیتوپلازم څخه راوځي شامل دی . د کیوتیکل ماده د اوبو له تبخیر څخه مخنیوی کوي او د نباتي انساجو د اوبو او تودوخې رژیم تنظیموي . څېړنو په حجريي دېوال کې د ټولو پورته یادوشوو مواد متقابل موقیعت او اثر د یو احتمالي مودل په وړاندې کولو سره تثبت کړ. د دې مودل پربنسټ په لمړني حجريي دېوال کې سلولوزي الیاف په بې ترتیب ډول او یا خو اساساً عمود د حجرې د اوږد محور . د سلولوزي الیافو تر منځ د هیموسلولوز مالیکولونه چې په خپل وار سره د پېکتیني مواد پواسط له پروتینو سره نښتي ځای پر ځای شوي . لدې ځايه کولای شو چې د دې موادو تسلسل په لاندی ډول وړاندې کړو :

سلولوزـــ هیموسلولوزــ پېکتیني مواد ــ پروتین ــ پېکتیني مواد ــ هیموسلولوزــ سلولوز .

سلولوزي الیاف او د حجريي غشا د ماتریکس مواد په خپل منځ کې سره اړیکې لري . د سلولوزي الیافو او هیموسلولوز تر منځ هایدروجني رابط یواځنې غېر کوولا نسي رابط شمېرل کېږي(تر ډېرې کچې ksiloglyukan ) . د کیسلوګلوکان او پېکتیني موادو او همداشان د پېکتیني موادو او پروتینی extensin تر منځ کووالا نسي رابط رامنخ ته کېږی .

1) سلولوزي میکروفبریل 2) هیموسلولوز 3) Ramnogalakturonan 4) پروتینی extensin 5) پېکتیني مواد

د نباتي حجرې حجريی دېوال د پلاسمودسمونو پواسط د نفوذ وړتیا لري . هغوی په حجري دېوال کې په متساوي یا ګروپي ډول موقیعت اختیاروی .پلاسمو د سمونه د نباتاتو د ټولو ګروپونو په حجرو کې پېدا شوي غېر له هغو چې reproductive حجرې لري . په هر мкм2100د حجريي دېوال کې له 10ــ 30 پورې پلاسمودسمونه اټکل شوي . پلاسمودسم د یو کانال په شان چې 1MKM سور لري د پلازمالیما پواسط ډک شوی . د دې کانال په مرکز کې دسموتروبکا چې د اندوپلازماتیک جال د ګاونډ یو حجرو د ممبران څخه جوړ شوی شتون لري . دسموتروبکا د پروتینو او سیتوپلازم د پوړونو پواسط احاط شوې چې په خپل وار سره د ګاونډیو حجرو دسیتوپلازم سره یوځای کېږي . د پلاسمودسم له برکته ټول سیتوپلازم په یو واحد یعنې symplast کې را نغښتې دی . د حجريي دېوالونو د متقابلو اړیکو سیستم او بین الجروي خلا د apoplast (ازاده فضا ) په نامه یادوي . سیمپلاست او اپوپلاست د حجرو تر منځ د اوبو او منرالي موادو د لېږد را لېږد مهمه لاره شمېرل کېږي . د اپوپلاست حجم او د پلاسمودسم خوځنده جوړښت (U. V Gamaley) د ترانسپورتي د ندو د انتظام لپاره مناسبه لار شمېرل کېږي . د حجريي دېوال پنډوالی په راز راز نباتاتو کې د یوې لسمې څخه تر 10 мкм پورې متغېر دی . د cortical parenchyma یا د پوټکي د پارنشیما حجرو تر ډېرې کچې نري مګر د اپیدرمس د اختصاصي حجرو ، xylem, phloem او نور یو اندازه پنډ دي . د حجرې د حجريي دېوال اړخونه کېدای شي د پلاسمودسم د شمېر او پنډوالی له مخې یو شان نه وي . د اپیدرمس د حجرې د حجريي دېوال باندنی اړخ د هغه د دننني (داخلي) اړخ پر تله پنډ او د لږ پلاسمودسم لرونکې دی . د دوو ګاونډ یو حجرو د حجریی دېوال ترمنځ د هغو د تماس په برخه کې د منځنۍ صفحې په نوم صفحه شتون لري چې د هغې په جوړښت کې پېکتیني مواد د کلسیم د pectates ( د پېکتین اسید کلسیمي مالګې ) په شان شامل دي . دا مواد وده کوونکي حجري کلک او سره جوته کوی . د کلسیم په کمښت سره پېکتیني مواد په slime (بلغم) بدلېږي او ددې سره جوخت د انساجو osliznenie او د حجرو ټوټه کېدل tissue maceration تر سترګو کېږي . د مېوې د پخېد لو په صورت کې د حجرو تر منځ د منځنۍ صفحې پېکتینی مواد چې حجرې سره جوته وي ځان ته محلولي بڼه (مایع) نیسي له همدې وجې میوه نرمېږي . د حجرې د انقسام په وخت کې لمړی د منخنې صفحې پوړ جوړېږی . حجريي دېوال د الاستیکي (بېرته ګرځېدونکی) او پلاستېکي (بېرته نه ګرځېدونکی) کشش وړتیا لري . الاستېکي کشش په حجره کې د اوبو د زیاتېدونکي فشا ر (د تورګر د فشار) له وجې را منخ ته کېږي .د سلولوز ماکروفېبریلونه په خپل منخ کې یو بل سره اړیکی نه لري هغه یواځې د ماتریکس سره نښتي دي . دغه فبریلونه د فشار له وجې یو د بل څخه جلا کېږی او په دا شان حجريي د ېوال خان نری کوي . پلاستیکي بېرته نه ګرځېدونکی کشش په حقیقت کې د حجريي دېوال وده شمېرل کېږي . د حجريي د ېوال وده د هغه د نرمېدلو سره شروع کېږي . میکروفبریلونه عملاٌ په اوږدوالي کشش نه لري ، ددې لپاره چې د غشا کشش رامنځ ته شې هغوی باید د کشش د محور په شا او خوا وخوځي تر څو یو له بل څخه جلا شي .د میکروفبریلونه خوځښت د یو بل تر څنګ د کشش د ودې د تامین لپاره خورا مهم شمېرل کېږي . هر څومره چې دا خوځېد نه اسانه رامنځ ته شي هغومره د حجريي دېوال پلاستیکي وړتیا ډېرېږي . هایدروجني رابطې د میکروفبریلونو او د کیسلوګلوکان (پېکتیني مواد) تر منځ د خوخښت اسانتیا رامنځ ته کوي . ددغو رابطو ځانګړتیا د هغو په lability یعنې اسان تخریب او تعمیر کې ده چې د انرژي ډېره کارونه په کې نه پکارېږي . وروسته له هغه چې د حجري کشش رامنځ ته شو د نوو جوړو شوو سلولوزي میکروفبریلونو د ماتریکس د موادو تر منځ رابط رامنځ ته کېږي . تېزابیکېدل د حجرو کشش زیاتوي ، دلته extension. مهم رول تر سره کوي دا څرګنده شوې چې دغه پروتین د حجريي دېوال د کشش مربوط рН کاتالیز کوي . د ګلوکاناز glucanase enzymes انزایم چې د کیسلوګلوکان د تجزيې سبب ګرځي د حجريي دېوال په نرمولو اغېزه کوی . حجريي دېوالونه غېر فعال او په پوره اندازه استوار دي چې د میخانیکي او دفاعي دندود سره ته رسولو په تامین کې ونډه اخلي . مګر د پاتوجنو د اغېزې په صورت کې هغوی کولای شي په یوه ثانیه کې نوې بڼه غوره کړي . غېر لدې د حجريي دېوال د مواد د تجزيې څخه لاسته راغلی مالیکول د یو سګنال رول لوبوي ، چې نباتی ارګان ته د انفکشن په وړاندې د دفاعي دندو د سرته رسولو معلومات رسوي . څرګنده شوې چې د حجريي دېوال تحریب کېدای شي د هغو الیګوساکاریدو د را ټولېدو سبب وګرځي ،کوم چې د سګنالي مالیکول (فیتو الېکسن ،اتلین اونور) د جوړولود تحریک وړتیا لري او د پاتوجن سره په ګډه د ځنو نورو جلا شوو برخو د نورو سیګنالو، ودې او مورفوجنوس سبب ګرځي A Tarchevsky ) I. ) .

د نباتي حجرې سیتوپلازم

سیتوپلازم یو پېچلې څو برخه ایز ، شکل بدلونکی ، دېفرنسیال سیستم دی چې یو لړ ممبران لرونکي او غېر ممبران لرونکي جوړښتونه يي په ځان کې رانغښتي دي . د میتابولیزم ټول اساسي جریانات په سیتوپلازم کې تر سره کېږي . د سنتریفوګېشن په مرسته کولای شو سیتوپلازم په دوه برابرو برخو ووېشو . ټول یو اندازه درانده organelles د رسوب په شان په لاندنۍ برخه کې لیدل کېږي او د سیتوپلازم اساسي ماده hyaloplasm د یوې مایع په شان په پورتنې برخه کې تر سترګو کېږی . هیالوپلازم یا اساسي پلازما هغه برخه ده چې هلته د حجرې ټول organelle ځای پر ځای شوي دي . د حجرو ترمنځ د موادو د لېږد را لېږد او همدا شان د یو لړ organelles تر منځ داړیکو ټول بهیر په سیتوپلازم کې دننه او یا دهغه له طریقه تر سره کېږي. دلته ډېر مهم بیوشیمک جریانات تر سره کېږي او یو لړ انزایمونه هم شتون لري .


Hyaloplasm هیالوپلازم ـــ دا یوه بې سترکچره کتله نه ده . هغه پېچلی دېفرنسیال مګر اسانه بیا رغوو نکی جوړښت لري چې د حیاتي فعالیت داسی جریانات لکه د vesicle او organelle بین الحجريي ترانسپورت ، د انزایمي جریاناتو ځواکمنتوب او دهغو مېشته کېدل دا ټول د هیالوپلازم د حالت سره تړاو لري .

پاتی برخی

مآخذونه

فایتوفزیولوژی

فوتوسنتیز

معافیتی سیستم

داخلی اختلالات

ایکولوژی

اهمیت

خواړه

غیر خواړیزه محصولات

دښکلا لپاره استعمال

پوهنیز او کلتوری استعمال

منفی استعمال

مآخذونه

  1. Lindley, J (1830). Introduction to the Natural System of Botany. London: Longman, Rees, Orme, Brown, and Green. xxxvi. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Cantino, Philip D. (2007). "Towards a phylogenetic nomenclature of Tracheophyta". Taxon. 56 (3): E1–E44. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)CS1 maint: ref=harv (link)