د "ولسي لاره" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
و r2.7.1) (روباټ زیاتول: zu:Inkondlo yesizwe
و r2.7.2) (روباټ لرې کول: se:Našunallávlla
۲۷۳ کرښه: ۲۷۳ کرښه:
[[scn:Innu nazziunali]]
[[scn:Innu nazziunali]]
[[sco:Naitional anthem]]
[[sco:Naitional anthem]]
[[se:Našunallávlla]]
[[sh:Državna himna]]
[[sh:Državna himna]]
[[simple:National anthem]]
[[simple:National anthem]]

د ۱۲:۲۰, ۵ اپرېل ۲۰۱۲ بڼه

ولسي لاره (په پارسي: ملي سرود، په انګرېزي: National Anthum) د الفاظو يوه مجموعه وي، د كليمو يوه سلسله وي. د جملو يو تركيب وي او د نظم يوه ټوټه وي، خو دا بېله ځانګړنه نه ده، بلكې هر نظم او شعر خصوصيت لري. له دې كبله د ملي سرود سپېڅلى او د درناوي وړ مقام هغه الفاظ، كليمې، جملې او نظم ترلاسه كوي، چې د شكل له مخې يـې الفاظ ښكلي، شمېرلي او د الماسو او لالونو غوندې راڼه او توږلي وي او د مانا له لحاظه د يوه ملت ملي روح په كې خوندي شوى وي. د يوه ملت ملي وياړونه يـې ځلولي وي، د يوه ملت د پرون، نن او سبا د هندارې بڼه ولري او د يوه ملت د اوسېدونكو د پرمختګ او ترقۍ راتلونكې موخه په نښه كړي.

همدا سبب دى چې ملتونه او ملي حكومتونه د ملي سرود د رامنځته كولو لپاره د خپل هېواد لوى، لوى شاعران مسابقې ته رابولي، ټول د خپل، خپل فكر له مخې شعرونه جوړوي. مسئول مقام ته يـې سپاري او بيا يو جګپوړى هياْت ورته ټاكي چې هم يـې له ادابي او فكري او هم يـې له ملي اړخه ارزيابي كوي او په نتيجه كې هغه شعري ټوټه د ملي سرود لوړ او سپېڅلى مقام ترلاسه كوي، چې د شكل او محتوى له نظره په تول برابره او د يوه ملت د خصلت او جوهر ښكارندويه او څرګندويه وي. د شكل له نظره په لنډيز او د مانا له نظره په وجيزتوب ولاړه وي.

د ملي سرود بل شرط دا هم دى چې هغه به د اړوند هېواد په ملي او د اكثريت په ژبه ويل شوى او پېيل شوى وي او دا د ملي ژبې د يو شمېر نورو حقونو په څنـګ چې يو منل شوى او نړيوال حق دى. چې د امتياز او تفوق طلبۍ هېڅ تور نه پرې نښلي.

د منل شوي ملي سرود بله مرحله هغه ته د يوه موزون او پاخه كمپوز جوړولو مرحله ده، چې دا هم يا د مسابقې له لارې او يا هم د موسيقۍ د يوه پاخه استاد په وسيله جوړېږي او په درېيمه مرحله كې د هغه د ويلو لپاره د خوږغږو هنرمندانو يوه ډله ټاكل كېږي، چې په خاص شور، ځوږ، احساساتو او پرتم يـې ووايي.

ددې مرحلو تر ترسره كېدو وروسته ملي سرود په ملت او ټولنه كې خپل سپېڅلى او لوړ مقام ترلاسه كوي؛ د رسمي غونډو، مېلمستياوو او مجلسونو په پرانيستلو كې اورول كېږي؛ د عسكري قطعو، ښوونځيو، پوهنتونونو او نورو تعليمي او اساسي مركزونو درسي ورځې او محفلونه پرې پيلېږي. د ملي راډيو –ټلوېزيون خپرونې پرې پيل او پايته رسېږي او په ټولو ملي او رسمي مراسمو كې يـې سپېڅلى غږ پورته كېږي او د داسې درناوي مقام ته رسېږي، چې له اميره تر فقيره، له رئيس جمهوره تر مزدوره ټول مجبور او مكلف دي، چې د ملي سرود د غږېدلو پر وخت له ځايه ولاړ شي او احترام يـې وكړي.

د ملي سرود نوم دا ټول خصوصيات او ځانګړنې لري او كه دا ملي روحيه په كې ساتل شوې نه وي، نو بيا نه د ملي سرود مقام ترلاسه كولاى شي او نه د درناوي او احترام.

د سردار محمد داود خان د واکمنۍ ملي سرود

څو چې دا ځمكه آســـمان وي

څو چـــې دا جــهــان ودان وي

څو چې ژوند پر دې جهان وي

څو چـــې پاتــې يـــو افغان وي

تـــل بــه دا افـــغــــانستان وي


تــــل دې وي افــغــــان مــلــت

تـــــل دې وي جــمــهـــوريــــت

تـــل دې وي مــلــــي وحـــدت


تل دې وي افغان ملت جمهوريت

تل دې وي افغان ملت جمهوريت

مــلي وحــدت

 مـــلي وحـــدت


د کمونيستي دورې سرود

ګرم شــــه، لا ګرم شــه

   ته اى مقــــدس لمــره!

اى د ازادۍ لــمـــــره

    اى د نېكمرغۍ لمره

--

مـــوږ په توپانونو كي

پــــرې كړه د بري لاره

هـــم د تورو شپو لاره

هـــم د رڼايــــــــي لاره

سره د سربازي لاره

پـــاكـــه د وروري لاره

--

دا انــــقـــلابي وطن

اوس د كارګرانو دى

دغه د زمرو ميراث

اوس د بزګرانو دى

تــــېـر شــــو د ســــتم دور

وار د مـــــزدورانــــــو دى

--

مـــــــــوږ پــه نړيوالو كې

سولــه او وروري غواړو

موږه زيارايستونكو ته

پــــراخـــــــه آزادي غواړو

مـــوږ ورته ډوډۍ غواړو

كور غواړو ، كالي غواړو!


د برهان الدين رباني د واکمنۍ سرود

قلعهْ اســــــلام قلب آسيا

جاودان، آزاد، خاك آريا

زادگاهْ قــهرمانان بزرگ

سڼر زندهْ مردان خـــدا

الله اكـبـر _ الله اكــــبـــر --

تــيـــغ ايــمـــانش بــــه ميــــدان جهاد

بـــنـد استــبـــــــدادرا از هم گسست

مـــــــــــــلــــــت آزادهْ افغــانســـتــــان

در جهاد زنجيرمحكومان شكست

 الله اكبر_الله اكبر

-- درخـــط قــرآن نظام ما بود

پرچم ايمان بـــــه بام ما بود

هم صدا و هـــم نوا و هم آوا

وحـدت مــــلي مرام ما بود

     الله اكبر_الله اكبر

--

شادزى، آزادي زى، آباد زى

اى وطن در نور قــــانون خدا

مشعـــــل آزادگى در بـــرفراز

مـــــردم برگشته راشو رهنما

الله اكبر_الله اكبر


اوسنى ملي سرود

دا وطن افغانستان دى

دا عزت د هر افغان دى

كور د سولې، كور د تورې

هر بچى يې قهرمان دى

دا وطن د ټولو كور دى

د بلوچو، د ازبكو

د پــښــتون او هزارهوو

د تركمنو، د تاجكو

ور سره عرب، ګوجر دي

پاميريان، نورستانيان

براهوي دي، قزلباش دي

هم ايماق، هم پشه يان

دا هيواد به تل ځلېږي

لكه لمر پر شنه آسمان

په سينه كې د آسيا به

لكه زړه وي جاويدان

نوم د حق مو دى رهبر

وايو الله اكبر

وايو الله اكبر

وايو الله اكبر