د "د ځمکې گړۍ" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
و r2.7.1) (روباټ بدلول: eo:Horo por la Tero
EmausBot (خبرې اترې | ونډې)
و r2.7.2+) (روباټ بدلول: tr:Dünya Saati
۵۰ کرښه: ۵۰ کرښه:
[[th:เอิร์ธอาวเออร์]]
[[th:เอิร์ธอาวเออร์]]
[[tl:Oras ng Daigdig]]
[[tl:Oras ng Daigdig]]
[[tr:Earth Hour]]
[[tr:Dünya Saati]]
[[tt:Җир сәгате]]
[[tt:Җир сәгате]]
[[uk:Година Землі]]
[[uk:Година Землі]]

د ۱۶:۲۵, ۴ اپرېل ۲۰۱۲ بڼه

دوتنه:د ځمکګړۍ نښان.jpg
د ځمکګړۍ نښان

د ځمکې ګړۍ (انګریزي Earth hour) له نړيوال اقليمي بدلون سره د مبازرې په موخه د نړيوال طبيعت صندوق يوه غوښتنه ده چې له شخصيتونو، د هستوګنې سيمو، تصديو او حکومتونو څخه د هر کال د مارچ مياشتې په وروستۍ شنبه د ماښام له اته نيمو بجو څخه تر نهه نيمو بجو پورې د يو ساعت لپاره څراغونه بند او نور بريښنايي لوازم ګل کړي، تر څو د ټيټ کاربن ايستنې او له اقليمي بدلون سره د مبارزې په اړه کلکه اراده څرګنده کړي. د دغه فعاليت اغيزه کومه ده؟ دغه فعاليت د لومړي ځل لپاره د اسټراليا په سيدني کې د مارچ په يو دېرشمه نېټه ماښام په اته نيمو بجو پيل شو چې له دوه مليونه او دوه لکه نه زيات کورونو او تصديو پکې برخه درلوده. د شمېرنې له مخې، په دغه يو ساعت کې سپمول شوې بريښنا د دوو لکو ټلويزيونونو د يو ساعت کارول پوره کولای شي. د نړيوال طبيعت صندوق موخه دا ده چې وګړيو د دې فعاليت په وسيله پوه شي چې خپل کوچني کړه وړه به زموږ پر چاپريال باندې ژوره اغيزه وکړي. نو موږ بايدد خپل ژوند په کوچنيو برخو کې د ټيټ کاربن ايستنې او چاپيريال ساتنې ته پاملرنه وکړو.