د "روح الله خميني" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
و r2.7.2) (روباټ زیاتول: mzn:روح‌الله خمینی
EmausBot (خبرې اترې | ونډې)
و r2.6.4) (روباټ زیاتول: map-bms:Ruhollah Khomeini
۷۴ کرښه: ۷۴ کرښه:
[[lt:Ajatola Chomeinis]]
[[lt:Ajatola Chomeinis]]
[[lv:Ruholla Homeinī]]
[[lv:Ruholla Homeinī]]
[[map-bms:Ruhollah Khomeini]]
[[ml:ആയത്തുല്ല ഖുമൈനി]]
[[ml:ആയത്തുല്ല ഖുമൈനി]]
[[mr:रुहोल्ला खोमेनी]]
[[mr:रुहोल्ला खोमेनी]]

د ۰۲:۳۷, ۱ اپرېل ۲۰۱۲ بڼه

دوتنه:Allah-eser-green.png
سیّد روح‌الله مصطفوی موسوی خمینی
زېږېدنه ۲۲ سپتمبر ۱۹۰۲
مړينه جون ۱۹۸۹
هېواد ایران
دین د اثنى عشرى شیعه

سیّد روح الله مصطفوی موسوی خمینی یا آیت الله خمینی یا امام خمینی (۲۲ سپتمبر ۱۹۰۲ – مړینه: ۳ جون ۱۹۸۹ ) داسلامی انقلاب ارواښاد لارښود او داسلامی جمهوریت بنسټګر وو.

ژوند

سیّد روح الله مصطفوی موسوی خمینی په ۱۹۰۲ کال کې دنیکمرغه ولادت په ورځ په خمین ښار کې نړ ۍ ته سترګې رڼې کړې. ددغه نابغه او هوښیار ماشوم دژوند لا پينځه میاشتې نه وې تېرې شوي چې دهغه مهال درژیم ګوډاګېو دهغویء پلار ، ایت ا... سید مصطفی موسوي شهید کړ اودغه ستر انسان دخپلې ګرانې مور او مشر ورور علامه سید مرتضی موسوي تر سرپرستۍ لاندې ورړزل شو.دماشومتوب پېر یې په خمین ښار کې دهمدغه ښار له عالمانو او فاضلانو په لومړنېو زده کړو تېر کړ او يه نولس کلنۍ کې داسلامي علومودزده کړې لپاره داراک ښار ته لاړچې په هغه وخت کې ېوه ستره دعلمي حوزه او دیني مرکز ګڼل کیده.په هغه مهال داراک علمي حوزه دیوه وتلي مجتهد او لوېې استاد ایت ا...العظمی شیخ عبدالکریم حایري یزدي تر سرپرستي لاندې اداره کیدلهچې بیا یې دقم دمذهبي ښار دسترو عالمانو په غوښتنه يه ۱۳۴۰ هجری قمری کال کې دغه ښار ته کډه وکړه او دحضرت امام رضا (ع) د قدرمنې خور ، حضرت بی بی معصومه(س) دسپیڅلی حرم تر څنګ یې دقم دسترې علمي حوزې بنسټ کیښوده.


سرچینې