د "کمپیوټر ساینس" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
Escarbot (خبرې اترې | ونډې)
و r2.7.2+) (روباټ زیاتول: az:İnformatika
و r2.5.1) (روباټ زیاتول: as:কম্পিউটাৰ বিজ্ঞান
۱۷۶ کرښه: ۱۷۶ کرښه:
[[an:Informatica]]
[[an:Informatica]]
[[ar:علم الحاسوب]]
[[ar:علم الحاسوب]]
[[as:কম্পিউটাৰ বিজ্ঞান]]
[[ast:Informática]]
[[ast:Informática]]
[[az:İnformatika]]
[[az:İnformatika]]

د ۱۳:۱۱, ۱۹ مارچ ۲۰۱۲ بڼه

Computer graphics Computational complexity theory
Programming language theory Human–computer interaction
Computer science deals with the theoretical foundations of information and computation, and of practical techniques for their implementation and application.


سولګرپوهنه (انګريزي: Computer Science) د مالوماتو او شميرنى انديزي او بيسټيزې زده كړې ته وايي،او په سولګریيزو غونډالونو كي ددوي كاريالونو او اوزارونو ته. [۱][۲][۳] چي دا په واروار د الګوريتم غونډاليزه زده كړه ،بهير او منځ ته راتلل څرګندوې او مالومات ليږدوي.

د Peter J. Denning, په وينا بنسټيزه پوښتنه په سولګر پوهنه كي داده چې, "څه كيداي شې جي اغيزمن وي په خپلجاري ډول?"[۴] کمپيوټر پوهنه ډير څيرمه ډګرونه لرې .لكه:سولګر كښنيزې،د شميرني پر ځانګړي پايلو د تاكيد،او څه هم نور اندونه .لكه:جړيزه شميريزه نظريه او د ځانګړتياوو زده كړه له محاسباتي ستونزو څخه

مخينه او پېښلیک

د کمپيوټر پوهنې لومړنۍ موندنې د نن ورځې د شمروزمې (Digital ) کمپيوټرونو د پنځوونې بنسټ ګڼل کېږي . د (چوکاټي شمرني) ابکوس په مټ د دقيقو شمېرلو شمېرلوستونه د حلولو په موخه د انټيک پير له وختونو څخه ګڼل کېږي . ويلهېلم شيکارډ په لومړي ځل د ميخانيکي شمېرني لومړنی ډوليزه بڼه په کال ۱۶۲۳م زېږيز کې وپنځووله ، خو وې نشو کولی چې بشپړ ېې ورغوي . بلېز پاسکال په لومړي ځل همدا ميخانيکي شمېرنی د کار لپاره په کال ۱۶۴۲م زېږيز کې چمتو کړ چې ورته ېې نوم پاسکالين ورکړ. چارلز بېبېج يو بېل ډول انجن وپنځاوه ، او بيا ېې د عمومي اړتيا له کبله شنننيز انجن (Analytical Engine) د ويکټورين پير په مهال رامنځته کړ ، چې له مخې ېې لولېس د هغه ماشين لارښودلیک (Manual) وليکه . د همدې لارښود لیک د ليکنې په وجه هغې ته د نړۍ تر ټولو لومړنۍ پروګرامره يا خپرونه لیکونکې وايي . د ۱۹۰۰ م زېږيز شاوخوا د پنچکارډ‌ ماشين په نوم يو ماشين نوی راووت . د ۱۹۴۰م زېږيز شاوخوا د پخوانيو ماشينونوپه پرتله په نوې بڼه د شمېرماشين يا شمېرنی په تکړه کاروونکې بڼه راووت ، د کمپيوټر اصطلاح د ماشين لپاره راوتلې نه دا چې د جوړوونکي نوم په هغه پنځوونه ايښوول شوی وي . وروسته له هاغه چې د همدغو شمېرنيو (کمپيوټري ماشينونو) څخه دا څرګنده شوه چې د لا پرمختګ په بهير کې نور هم غټ کارونه پرته له شمېرو پرې اسانه کيدی شي نو په کال ۱۹۵۰ م زېږيز کې د کمپيوټر ساينس په نوم د زده کړې اکاډميک ډګر جوړ شو . د نړۍ تر ټولو لومړنۍ د کمپيوټر ساينس پوهنې ډيپلوم ورکوونې بنسټ په ۱۹۵۳م زېږيز کې له کېمبرج پوهنتون څخه د کېمبرج ډيپلومه ان کمپيوټر ساينس په نوم راوواته . په امريکا کې په لومړي ځل د کمپيوټر ساينس بری لیک د پيورډيو پوهنتون څخه په کال ۱۹۶۲م زېږيز کې دود شو . په لومړنيو مهالونو کې ډېرو خلکو داسې نه ګڼل چې کمپيوټر دې د زده کړې په ځانګړي ډګر واوړي او يوه زده کړيزه څانګه دې شي ، خو وروسته وروسته د پنځوسمو زېږدي کلونو په پای کې دا په زبات ورسېده چې د کمپيوټر اړونده زده کړې ځانته مسلک او ډګر لري . د هماغه کلونو په لومړنيو مخکښو کمپيوټر اړونده پېژندل شوو نومونو کې د IBM نښه ټولو ته د کمپيوټر ساينس په ډګر کې د پاڅونونو راوستنې څرک ورکوي . IBM ( International Business Machines ) لنډون دی . په لومړي سر کې ېې د IBM 704 وپنځاوه ، او بيا وروسته ېې IBM 709 کمپيوټر راووېست ، چې بيا په پراخه توګه په آزمويښتي ، او څېړنيزو مراکزو کې ترې کار اخيستل کېده . تر اوسه له IBM کمپيوټرونو څخه کار اخيستل يو لوی باج ګڼل کږي ، ځکه په هغو کمپيوټرونو کې که څوک يو توری په نا وړه توګه بل ځای وکاروي نو ټول کمپيوټر بندېږي او خپرونه ټکر سره مخامخېږي ، نو ځکه باید چې ټول کمپيوتر له سره بيا ولګول شي چې لويه ستونزه رامنځته کوي . د ۱۹۵۰م زېږيزو کلونو شاوخوا د کمپيوټر ساينس ډګر د ودې پر مخ روان و ، او دا پورته ياده شوې ستونزه يوه عادي عامه ستونزه ګڼل کېده . وختونو وښوده چې د کمپيوټر کاروونه اوپه کارونو کې ېې اغېزمنتيا يو د کمپيوټر ساينس او ټکنالوژي اړين اړخ جوړوي . د نن ورځې نوي پيرد کمپيوټر له اړخه ډېر اړين بدلونونه حس کړي چې له مخې ې ماهره انفرادي وګړو څخه ېې کاروونه په پراخه کچه د عام وګړو لاس ته ورغلې . په لومړنيو پيرونو کې د کمپيوټر لاسته راوړه ګران و او د کمپيوټر بيې لوړې وې ، خو وروسته وروسته د کمپيوټر په خرڅلاو کې بدلون راغی او هر ځای په ارزانه بييه اخيستلی شو نو ځکه ېې د کاروونې لمن له مخکښو کمپيوټر کارپوهانو څخه نورو عامو خلکو ته وغځېده ، خو بیا هم د نن ورځې د کمپيوټر په برخه کې د نويو پنځونو له کبله دې ته اړتيا شته چې کارپوهانو ته مخه شي .


The German military used the Enigma machine (shown here) during World War II for communication they thought to be secret. The large-scale decryption of Enigma traffic at Bletchley Park was an important factor that contributed to Allied victory in WWII.[11]

سترې لاسته راوړنې

برسېره پر دې چې د کمپيوټر پېښلیک لنډ دی او اکاډميکه څانګه ېې لوی ډګر دی ، کمپيوټر ساينس په ساينس او تولنه کې ډېره بنسټيزه ونډه لري او اخيستې چې پدې ډول يادېږي :

  • د شمېر وزم تخنيک پاڅون (digital revolution ) ، چې د نن مهال مالوماتي پیر او انترنټ ونډه يادېږي .
  • د شمېرنې رسمي پېژندګلوي يا تشريح او په شمېرلو کې اسانتيا ، او ددې زبات چې په شمېر کې داسې شمېرنې لرو چې پرته له کمپيوټر څخه ېې حل اسانه نه برېښي نه هم ژر موندونکي ستونزې دي .
  • د پوستکاليو د ژبې آندود يا نظريه ، يو اوزار چې له مخې ېې په جوته توګه د راز رازو مالوماتو د تګلارې بېل پوړونه ورتلونکې لنډې لارې چارې يادېږي .

د سولګر پوهني ډګړونه

انديزه سولګرپوهنه

شمیرپوهنیزه سولپوهنه اتوماتا آندپوهنه شمیر آندپوهنه ګراف آندپوهنه ډول آندپوهنه ټولی آندپوهنه محاسباتي هندسه سولګر کوانتومي آندپوهنه

د شميرنې آندپوهنه

P = NP ?
شميرنيزي اندوني شميرنيزي جړې اندوې

د الګوريتومونو او اومتوكو جوړښت

د الګوريتم شننه الګوريتمونه د اومتوك جوړښت

خپرنيز ليلپوهنه او ژپې

ژباړني خپرونيزې ژبې

د سولګر توكي او جوړونۍ

ګڼيال سوليز Microarchitecture ګڼبهيريز

شميريزه او پيلاميزه شميرنه

بیو انفورماتیک Cognitive Science شميريزه كيميا شمیریزه اعصابپوهنه شميرزه پږنپوهنه شميريز الګورنيتم شميرپوهنيز پيلاميال

كاريالونه

The following disciplines are often studied from a more theoretical, computer science viewpoint, as well as from a more practical, engineering perspective.

چليز غونډال سولګر جالونه سولګر كښنيز سولګر ليد توكبنسټونه
سولګر خونديتوب مصنوعي زیرکتیا رباټیک انسان-سولګر غبرګون هرځای شته شمیرنه

دا هم وګورئ

اخځونه

  1. "Computer science is the study of information" New Jersey Institute of Technology, Gutenberg Information Technologies
  2. "Computer science is the study of computation." Computer Science Department, College of Saint Benedict, Saint John's University
  3. "Computer Science is the study of all aspects of computer systems, from the theoretical foundations to the very practical aspects of managing large software projects." Massey University
  4. Denning, P.J. (2000). "Computer Science: The Discipline" (PDF). Encyclopedia of Computer Science. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)

باندنۍ تړني