د "علي اکبر هاشمي رفسنجاني" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
EmausBot (خبرې اترې | ونډې)
و r2.6.4) (روباټ زیاتول: diq:Haşemi Refsencani
و r2.7.2) (روباټ زیاتول: eu:Hashemi Rafsanjani
۵۹ کرښه: ۵۹ کرښه:
[[es:Akbar Hashemi Rafsanjani]]
[[es:Akbar Hashemi Rafsanjani]]
[[et:Akbar Hāshemī Rafsanjānī]]
[[et:Akbar Hāshemī Rafsanjānī]]
[[eu:Hashemi Rafsanjani]]
[[fa:اکبر هاشمی رفسنجانی]]
[[fa:اکبر هاشمی رفسنجانی]]
[[fi:Akbar Hašemi Rafsandžani]]
[[fi:Akbar Hašemi Rafsandžani]]

د ۱۲:۴۹, ۱۳ مارچ ۲۰۱۲ بڼه

علي اکبر هاشمي رفسنجاني

علي اکبر هاشمي رفسنجاني یو ایراني سیاستوال، لیکوال، دیني عالم او د ايران پخوانی ولسمشر دی.

پخواني وختونه او زده کړې

علي اکبر په ۱۹۴۵ ز د اګسټ پر ۲۵ نېټه د کرمان ولايت د رفسنجان ښار په بهرمان سيمه کې نړۍ ته سترګې پرانېستی. پلار يې ميرزا علي هاشمي او مور يې صفريان نوميږي. خپله رفسنجاني وايي زه سيد نه يم او هاشمي تخلص مې ځکه غوره کړې چې زما نيکه حاجي هاشم نوميده.

هاشمي به د پنځو کلو و، چې د خپل ورور قاسم په ملتيا يې د وخت دوديزې زده کړې پيل کړې. کله چې هاشمي د ۱۴ کلو شو د کاکا زوی، محمديې ورته مشوره ورکړه چې د نورو ديني زده کړو لپاره قم ته ولاړ شه. هماغه و چې نوموړی قم ته روان شو او هلته يې د وخت د مشهورو استادانو لکه بروجردي، امام خميني ،داماد ،ګلپايګانی ،شريعتمداري ،جايري يزدي ،نجفي مرعشي ،علامة طباطبائي ،زاهدي او منتظري ته زنګون مات کړ. او دشلمې پېړۍ په پنځوسمو کلونو کې يې د حجة الاسلام رتبه تر لاسه کړه. دا له ايت الله له هغې څخه يوه رتبه ټېټه ده.

هاشمي خپله کاږي :په ۱۳۷۷ ل کال، چې د حجة الاسلام سيد محمد صادق مرعشي لور يې راته وغوښته مېرمن مې له روحاني کورنۍ سره تړاو لري. د دغه واده پايله پنځه اولاده ( فاطمة، محسن، فائزة، مهدي، ياسر) دي.

سیاسي ژوند

د شلمې پېړۍ په پنځوسمو کلونو کې هاشمي د محمد رضا پهلوي پر ضد د خطبواو ليکنو له لارې مبارزه پيل کړه او د فدايان اسلام په نوم له ډلې سره چې د شاه مخالفه وه يو ځای شو. په ۱۹۶۳ ز کې ونيول شو او عسکري ته يې واستوه. په نظامي قرارګاه کې يې د څو مياشتو په ترڅ کې د وسلې کارونه زده کړ او بيا له همدې قرارګاه څخه په تېښته بريالې شو، خو بخت ورسره ياري ونه کړه. په ۱۹۶۴ ز کې دا ځل د ايران د لومړي وزير د ترور په پېښه کې د لاس درلودنې په تور ونيول شو او ۵ مياشتې يې په زندان کې تېرې کړه. په ۱۹۶۷ ز کې د درېيم ځل لپاره ونيول شو او ۳ مياشتې په زندان کې و. دا ځل يې ځکه ونيوه چې د شاه پر سر د تاج اېښودو له مراسمو سره يې مخالفت کړی و. په ۱۹۷۱ ز کې د څلورم ځل لپاره ونيول شو. دا ځل يې له مجاهدين خلق سره همکاري درلوده او ۷ مياشتې په زندان کې و. په ۱۹۷۲ ز کې د پنځم ځل لپاره ونيول شو. دا ځل يې پړه داوه چې د زندانيانو له کورنيو سره يې مرسته کړې وه يوه نيمه مياشت په زندان کې و. په ۱۹۷۵ ز کې ونيول شو او پوره درې کاله په زندان کې و. دا ځل يې هڅه کوله چې د مجاهدين خلق لپاره سمه او کره تګلار رامنځته کړي. د هاشمي له انده مجاهدين خلق له خپلې ار تګلارې بل لور ته روان شوي و. د ولسي فشار په ترڅ کې پاچا اړ شو چې په ۱۹۷۸ ز کې يې له زندانه ازاد کړي.

کله ، چې په ۱۹۷۹ ز کې په ايران کې د اوښتون بڅرکي پورته شول. خميني د انقلابي شورا غړی وټاکه چې ۱۹۸۰ ز پورې د ايران واکمنه شورا وه. رفسنجاني په ۱۹۷۹ ز کې د اسلامي جمهوريت ګوند په جوړولو کې ونډه درلوده. په ۱۹۸۰ ز کې پارلمان ته وټاکل شو او د پارلمان رئيس شو چې له پراخه صلاحيتونو څخه برخمن و. پردې سربېره رفسنجاني تر ۱۹۸۹ ز پورې د حکومت د وياند په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

رفسنجاني په ايران کې يو شمېر مهمې دندې ترسره کړې دي لکه په ۱۹۷۹ ز د کورنيو چارو وزير، په ۱۹۸۸ ز کې دوسله والو ځواکونو مرستيال. رفسنجاني له خپلو دغو دندو د ځان په اړه ډېره ګټه پورته کړې ده او په ايران کې يې دواک له کړيو سره ځان نږدې کړی.

هاشمي د لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۹ ز کې د ايران ولسمشر شو. وروسته بيا د دویم ځل لپاره د ۱۹۹۳ ز د جون پر ۱۱ مه بيا هم په ټاکنو کې ګټونکې اعلان شو. هاشمي د خپلې واکمنۍ پر مهال د بدلون په موخه درې ټکي په پام کې ونيول.

  • لومړی: په ايران کې د اقتصاد پياوړي کول چې خصوصي سکتور په خپل بر کې ونيسي.
  • دويم: د ايران بيارغونه او ابادول. په دې برخه کې يې د لويديز او ختيځ له هېوادو او ځينو نړيوالو موسسو پورونه وغوښتل.
  • دريېم: له لويديځ او ختيځ سره د اړيکو د ښه کولو پروسه.

رفسنجاني د خپل واکمنۍ په لومړې په دوره کې اعلان کړه ايران چمتو دی چې له هر ملګري هېواد ټيکنالوژي تر لاسه کړي چې د هېواد اقتصاد يې ورسره رغيدلې او غوړيدلې شي اوس نو سړی ويلای شي چې هاشمي دومره ايډولوژيک نه دی لکه څومره چې پراګماتيک دی.

لیکلي او چاپي اثار

له سياسي هلو ځلو سربېره هاشمي رفسنجاني د ليکوالۍ په ډګر کې هم خپل قلم کارولی دی او دغه کتابونه يې ليکلي دي .

  • انقلاب وپيروزي، خاطرات ۱۳۵۷ - ۱۳۵۸ ل
  • انقلاب در بحران، خاطرات ۱۳۵۹ ل
  • عبور از بحران، خاطرات ۱۳۶۰ ل
  • پس از بحران، خاطرات ۱۳۶۱ ل
  • ارامش و چالش، خاطرات ۱۳۶۲ ل
  • به سوی سرنوشت، خاطرات ۱۳۶۳ ل
  • اميد و دلواپسي، خاطرات ۱۳۶۴ ل

سرچينې