د "پلازموډيم فالسيپارم" د بڼو تر مېنځ توپير
د سمون لنډیز نسته |
و "پلازموډيم فالسيپارم" وژغورلی شو ([edit=autoconfirmed] (لامحدوده) [move=autoconfirmed] (لامحدوده)) |
(بې توپيره)
|
د ۲۲:۳۵, ۲۵ فبروري ۲۰۱۲ بڼه
پلازموډيم فالسيپارم يو پروټوزوني پرازيت دی، او دا د پلازموډيم هغه يو جنس دی چې په انسانانو کې د ملاريا ناروغي رامنځ ته کوي. دغه پرازيت د انافېلېس د غوماشې په ذريعه انسانانو ته ورځي. پلازموډيم فالسيپاروم د پرازيتي انتاني ناروغيو خطرناک ډول دی او په همدې توګه د پلازموډيم فالسيپارم ملاريا په نړيواله کچه يوه مرګونې انتاني ناروغي ده او د دې ناروغۍ د پېچلتيا کچه ډېره لوړه ده. ددې سره سره دا په انسانانو کې د ملاريايي انتاني ناروغيو ۸۰٪ برخه جوړوي چې د دې ناروغۍ د ۹۰٪ ناروغانو د مړينې سبب ګرځي.
مخينه
په انسانانو کې د ملاريا ناروغي د پلازموډیم د جنس د يو ډول پروټوزوه په اخته کېدو سره مېنځ ته راځي. د ملاريا نوم د اېټاليوۍ ژبې male aria, يا مالې اري يا څخه راوتلی دی چې مانا يې بده هوا ده. دا نوم په ۱۷۱۷ زېږيز کال کې د لانسيسي هغه وړانديز پورې اړه لري کله چې هغه د مردارو ډنډونو زهرجن بړاس ته اشاره کوله او پدې اند وه چې د ډنډونو همدا زهرجن بړاس دا ناروغي مېنځ ته راوړي.