د "پريانکا چوپړا" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
و r2.7.1) (روباټ بدلول: ms:Priyanka Chopra
و r2.7.1) (روباټ لرې کول: rmy:प्रियंका चोपड़ा
۵۰ کرښه: ۵۰ کرښه:
[[pnb:پریانکا چوپڑہ]]
[[pnb:پریانکا چوپڑہ]]
[[pt:Priyanka Chopra]]
[[pt:Priyanka Chopra]]
[[rmy:प्रियंका चोपड़ा]]
[[ro:Priyanka Chopra]]
[[ro:Priyanka Chopra]]
[[ru:Чопра, Приянка]]
[[ru:Чопра, Приянка]]

د ۰۳:۴۸, ۱۸ فبروري ۲۰۱۲ بڼه

پریانکا چوپړا
(انګلیسي: Priyanka Chopra)[۱]
(هندي: प्रियंका चोपड़ा د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
چوپړا انځور د ۲۰۰۸م کال اکتوبر
چوپړا انځور د ۲۰۰۸م کال اکتوبر
چوپړا انځور د ۲۰۰۸م کال اکتوبر

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۸ جولای ۱۹۸۲[۲][۳][۴]
جمشېدپور, جارکنډ, هند
استوګنځای نيويارک   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت هند   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 167 سانتي متره   د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک لوبغاې, موډل
مورنۍ ژبه انگليسي
هندي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) هندي [۵]
انگليسي [۶]
مراټي ژبه   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د فعالیت وخت 2002–تر اوسه
د کړنې څانګه ټنګټکور [۷]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
 پدما شري په آرټ کې (۲۰۱۶)
نړیوال فلم جایزه د ښه فلمي ستوري لپاره (لپاره د: Fashion ) (۲۰۰۹)  د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
پريانکا چوپړا
پريانکا چوپړا

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو[۸]  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

پريانيكا چوپړا، (هندی प्रियंका चोपड़ा) د هندوستان ښكلې پېغله پريانيكا غوښتل انجنيره او ياهم ارواپوهه و اوسي ، خو برخليك بل څه ور په برخه كړل ، هغه اوس د ښكلا ملكه او د هندي فلمونو مركزي ښځينه ګرځېدلې ده.

پريانيكا چوپړا د هندي سينما نوې او ښايسته لوبغاړې ده. په فلمي بهيركې دځينو لغړو او بربنډوسكانسونو له امله ډېره ژر دهندي سينما دمينه والو پر زړونو كښېناسته.پريانيكا چوپړا پر 1361 لمريز كال د هند په يوه هنري او سينمايي كورنۍ كې سترګې نړۍ ته پرانستې. پلار يې ( ډاكټر اشوك چوپړا) او مور يې ( ډاكتره مادو چوپړا ) نوميږي. پريانيكا په كور او ملګرو كې د چانسين او ميمي په نومونو ياديږي. پريانيكا تېزې قهوه يي سترګې ، تور وېښتان او پنځه فټه او 7،5 انچه ونه لري. دبدن دروندوالى يې 53 كيلوګرامو ته رسيږي.

چوپړا خپلې منځنۍ زده كړې لومړى په ( لامارتينير) كالج او بيا ديوه لنډ وخت لپاره په ( مارياګوريتي) كې تر سره كړې دي، وروسته د لوړو زده كړو لپاره د امريكا دمتحده ايالاتو ( بوستن) پوهنتون ته لاړه. پريانيكا غوښتل انجنيره او ياهم ارواپوهه و اوسي ،خو برخليك يې بل څه ور په برخه كړل . هغه په كالج كې د ښكلا ټوټه بلل كېده. د چوپړا د ملګرو او كالجيانو خبرو هغه مهال رښتينې بڼه خپله كړه، چې پريانيكا د هندوستان د1380لمريز كال د ښكلا په سياليو كې دهند دښكلې پېغلې نوم وګاټه ، د پريانيكا لپاره دا ډېر ستر وياړ و. د پر يانيكا دښايست او ښكلا اوازې په ټول هند كې خپرې شوي، دخپرونو، مجلو او ورځپاڼو مخونه ددې په انځورونو ښكلي شوي و، هرځاى د هند دښكلې پيغلې يا مس انډيا خبرې كېدلې. هغه نوره د هندي سينما نجلۍ وګرځېده، د انجنيرۍ او ارواپوهنې خوبونه يې هېر شول او په ښه زړه سينما ته راغله. پريانيكا په خپل لنډهنري مزله كې په ګڼ شمېر فلمونو كې رولونه پرمخ يووړل، مشهور فلمونه يې ، دسوني ديول او پريټي زنټا تر څنګ ( ده هيرو)، دسنجيدت او دينوموريا ترڅنګ( پلان)، د اكشې كومار اولاراداتا ترڅنګ ( انداز ) ، د بابي دېول ترڅنګ ( قسمت)، د سلمان خان او اكشې كومار ترڅنګ ( مج سې شادي كروګي)، د ارجون رامپال ترڅنګ ( اسامبها)، د اكشې كومار او پرل راهول ترڅنګ ( اعتراض) او ځينې نور و. د پريانيكا چوپړا د راتلونكې پروژې او فلم نوم ( واټ) دى، چې تر اوسه نندارې ته نه دى وړاندې شوى، خو بايد پر دې منښت ( اعتراف) وكړو، چې انداز فلم پريانيكا چوپړا ته د سينما لاره اواره كړه. پريانيكا دشعر او شاعرۍ ترڅنګ دلنډو كيسو ليكواله هم ده. پريانيكا په هندي نجونو كې دسشميتاسين ډېره لېواله ده او په دې عقيده ده، چې د سشميتاسين د شخصيت تر اغيز لاندې راځي.

پر يانيكا چوپړا دهند دممبيي ښار ديوې اونيزې له خبريال سره په مركه كې ويلي، چې په لغړو فلمونو كې كار كول خوند وركوي او تر ډېره بريده هڅه كوي، په رومانټيكو او عشقي فلمونو كې كار وكړي. پر يانيكا په خوى او بوى كې دماشومتوب په تله تلل كيږي.

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Priyanka Chopra Jonas explains why she wanted to take Nick's last name — د نشر نېټه: ۱ اگسټ ۲۰۲۰ — د خپرولو نیټه: ۶ فبروري ۲۰۱۹
  2. پیوستون : 13719613X  — د نشر نېټه: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/3242984 — subject named as: Priyanka Chopra — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. subject named as: Priyanka Chopra — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/2e5c6d31917c417c9c23594c5ff31bc3 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/178924643
  6. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jcu20221138788 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  7. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jcu20221138788 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  8. MusicBrainz artist ID: https://musicbrainz.org/artist/34d61873-7bdd-4dd8-91d4-9ae585b4622b — د نشر نېټه: ۱۶ سپټمبر ۲۰۲۱ — خپرونکی: MetaBrainz Foundation