د "سوخوی سو ۳۵" د بڼو تر مېنځ توپير
و r2.7.1) (روباټ زیاتول: fa:سوخو-۳۵ |
Ripchip Bot (خبرې اترې | ونډې) و r2.7.1) (روباټ بدلول: es:Sukhoi Su-35 |
||
۹۱ کرښه: | ۹۱ کرښه: | ||
[[de:Suchoi Su-35]] |
[[de:Suchoi Su-35]] |
||
[[en:Sukhoi Su-35]] |
[[en:Sukhoi Su-35]] |
||
[[es: |
[[es:Sukhoi Su-35]] |
||
[[fa:سوخو-۳۵]] |
[[fa:سوخو-۳۵]] |
||
[[fr:Soukhoï Su-35]] |
[[fr:Soukhoï Su-35]] |
د ۲۳:۴۶, ۱۳ فبروري ۲۰۱۲ بڼه
سوخوی سو ۳۵ Сухой Су-35 | |
---|---|
دوتنه:Prandtl–Glauert singularity.jpg | |
هېواد | |
د الوتکې ډول | ښکاری الوتکه |
د الوتکې تولیدونکی | سوخوی ОКБ Сухого |
لمړی الوتنه | ۱۹۸۸ |
د الوتکې استعمالونکی | روسي هوایی ځواک د ونزوئلا هوایی ځواک |
د الوتکې قیمت | ۶۵،۰۰۰،۰۰۰ ډالاره |
سوخوی سو ۳۵ ( په روسی : Cy-35) د جت د برید کوونکی ښکاری الوتکو د څلورم نسل ( پښت) یو ډول الوتکه ده چې په ۱۹۸۸ کال کې د سوخوی سو ۲۷ تر عصری کولو وروسته جوړه شوه . د سوخوی سو ۳۵ لمړی الوتنه د جون په میاشت کې په ۱۹۸۸ کال کې عملی شوه. روسی پوځ د هغی الوتکې څخه په رسمی ډول د ۱۹۹۵ څخه کار واخیست.
توصیف
سوخوی سو ۳۵ کولای سی پر هوایی او ځمکنی هدفونو برید وکړی. دغه الوتکه هم کولای سی په شپه کې او د اورېدولو په وخت کې جګړه وکړی. په الوتکه کې دوه رادرونه نصبیږی چې دN-011,N-015.په نومونو یادېږی. دN-011رادرکولای سی دریش هدفونه تعقیب وکړی ( وڅاری). د N-015رادر د الوتکې د شا په برخه کې پروت دی. نوموړی رادر کولای سی د سوخوی تر شا بریدکوونکی الوتکی تعقیب وکړی. سوخوی سو ۳۵ کولای سی پر اته هدفونو یوځل برید وکړی. د پیلوټ کابین په مخه کې د انفرا رید سینرور نصبېږی. سوخوی سو ۳۵ دوې د ټوربوجت ماشینونه لری چې د Ljulka AL-35F په نوم یادېږی.
وسلې
د سوخوی سو ۳۵ په الوتکه کې یو ماشیندار نصبېږی چې د مرمی کالیبر یی ۳۰ م.م. دی. د سوخوی ښکاری الوتکه کولای سی ۱۲ عصری رهبری راکتونه ولری چی د الوتکې تر تنې او وزرې لاندی نصبېږی. دغه راکتونه د رادار، لیزر (laser) او د اینفراریډ (infra red) د وړانګې (شعاع) رهبری کېدلای سی.
ځانګړنې
- د الوتکې ډول : ښکاری الوتکه
- دالوتکې د سورلی شمېره: ۱ پيلوټ (سو-۳۵، سو-۳۵ بې ام، سو-۳۵ اس) / ۲ پیلوټان (سو- ۳۵ یو بې)
- جوړونکى شرکت:سوخوی
- د ماشینونو محرکه ځواک :
- اوږدوالى:۲۲،۲متره
- سور:۱۵،۵متره
- جګوالى:۶،۴متره
- خالص وزن:۱۷۵۰۰ كيلو گرامه
- له بارسره اخري وزن:۳۴۰۰۰ كيلو گرامه
- د چټکتيا اخري حد : ۲۴۵۰ كيلو متره په ساعت کې
- له ځمکې څخه په لوړه ارتفاع کې الوتنه: ۱۸۰۰۰ متر
- په يوه ساه الوتنه (په هوا کې بې له تېل سون ټوکواخيستلو): ۴۰۰۰ كيلومتره
- وړونکې وسلې: ۸۰۰۰ كيلو ګرامه
د سوخوی سو ۳۵ ډولونه
- سوخوی سو ۳۵ ( Su-35)
- سوخوی سو ۳۵ بې ام ( Su-35BM )
- سوخوی سو ۳۵ س ( Su-35S)