د "شکرې ناروغي" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
و r2.7.2) (روباټ زیاتول: gn:Tuguyasuka, os:Сæкæрниз بدلول: tr:Diyabet
و r2.7.1) (روباټ زیاتول: my:ဆီးချိုရောဂါ
۱۱۶ کرښه: ۱۱۶ کرښه:
[[mr:मधुमेह]]
[[mr:मधुमेह]]
[[ms:Penyakit kencing manis]]
[[ms:Penyakit kencing manis]]
[[my:ဆီးချိုရောဂါ]]
[[ne:मधुमेह]]
[[ne:मधुमेह]]
[[new:मधुमेह]]
[[new:मधुमेह]]

د ۱۸:۵۶, ۱۱ فبروري ۲۰۱۲ بڼه

ډايبېټېز مېلېټوز (Diabetes mellitus)
ډلبندۍ او باندنۍ سرچينې
شين ګردی د ډيابېټېز مېلېټوز نړيوال سمبول دی.[۱]
ICD-10 E10.E14.
ICD-9 250
MedlinePlus 001214
eMedicine med/546  emerg/134
MeSH C18.452.394.750

ډايبېتېز مېلېتوز يا په عامه اصطلاح د شکرۍ ناروغۍ، د مېټابوليک يا استقلابي ناروغيو يوه ډله ده چې د دې ناروغۍ د ناروغ په وينه کې د ګلوکوزو کچه لوړه وي. د خوږو د لوړوالي سبب يا خو د ناروغ بدن په کافي کچه انسولين نه جوړوي او يا هم د بدن ژونکې توليدېدونکي انسولين اغېزو ته ځواب نه وايي. نو کله چې په ناروغ کې د خوږو کچه لوړه وي بيا همدا بې نظمي يو لړ کلاسيکې نښې نښانې ښکاره کوي چې په دغو کې پولي يوريا يا ډېر ميژل، پولي ډېپسيا يا ډېره تنده او پولي فېجيا يا ډېره ولږه شامل دي.

ډايبېتېز مېلېتوز په درې اهمو ډولونو وېشل شوی:

  • د ډايبېتېز مېلېتوز لومړی ډول: د دې ناروغۍ دغه ډول هغه وخت پېښېږي کله چې د ناروغ بدن انسولين نه جوړوي، او ناروغ ته د انسولين د ستنو د لګولو اړتيا وي. د شکرې ناروغۍ همدا ډول د انسولين-اړونده ډايبېتېز مېلېتوز يا شکره هم وييل کېږي.
  • د ډايبېتېز مېلېتوز دويم ډول: د ناروغۍ همدا ډول، د انسولينو په وړاندې د مقاومت په پايله کې رامېنځ ته کېږي، دا يو داسې حالت وي چې د بدن ژونکې په سمه توګه د انسولين نه شي کارولی، او د انسولينو په وړاندې د نه ځواب وييلو له امله کله نا کله بدن د انسولينو د يوه بشپړ کمښت سره مخامخېږي. د شکرې همدې ډول ته د لويانو ډايبېتېز مېلېتوز يا شکره هم وايي.
  • جېسټېشنل يا د بلاربښت ډايبېتېز: د ناروغۍ دغه ډول په امېندوارو ښځو کې چې په وينه کې يې د ګلوکوزو کچه تر نورمال حد ډېره وي او تر بلاربښت دمخه يې د شکرې ناروغۍ نه وي لرلې، پېښېږي. د امېندوارۍ نه وروسته دا ناروغي د ډايبېتېز مېلېتوز دويم ډول ته پرمختګ کولی شي.

د شکرې د ناروغۍ په نورو ډولونو کې کانجېنېټل ډايبېتېز يا زېږون سره پيدا شوی ډيابېتېز، چې دا ناروغي د انسولين جوړېدنې د جېنېټيکي (ارثي) کمي په نتيجه کې رامېنځ ته کېږي، سېسټيک فايبروسېز ته اړونده ډايبېتېز، سټېرويډ ډايبېتېز چې د ګلوکوکورټيکويډ د ډېر ډوز په کارولو، او د ډايبېتېز مونوجېنېک ډېرې نورې بڼې شاملې دي.

له ۱۹۲۱ ز. کال نه راپدېخوا کله چې انسولين وموندل شول نو له هماغه وخت نه تر اوسه پورې د ډايبېتېز ټول ډولونه د درملنې وړ دي او د ډايبېتېز دويم ډول خو بيا د ګوليو په مرسته هم کنټرولېږي. د شکرې دواړه ډولونه په اوندنو يا اوږدمهاله ناروغيو کې شمېرل کېږي او دا دواړه په بشپړه توګه نه رغېدونکې ناروغۍ دي. د ډايبېتېز مېلېتوز لومړي ډول کې د پانکراس د پيوند هڅه هم شوې چې محدوده کاميابي لاس ته راغلې؛ همداراز د ګېسټرېک بايپاس جراحۍ په نتيجه کې د ياد وړ لاسته راونې په هغو ناروغانو کې ترلاسه شوي چې اکثراً يې د چاغښت د رنځور حالت او د ډيابېتېز مېلېتوز دويم ډول ناروغان ول. د بلاربښت اړونده ډايبېتېز تر لنګون وروسته له مېنځه ځي. که چېرته د ډايبېتېز سمه درملنه و نه شي نو د پېچلې روغتيا سبب ګرځي. د ډايبېتېز مېلېتوز په حادو پېچلتياوو کې هايپوګلايسېميا، ډايبېتېک کېتواسيدوسېز، يا غېرکېتويک هايپر اوسمولر کوما ورګډې دي. د دغې ناروغۍ په اوږدمهالو پېچلتياو کې کارډيوواسکولر يا د زړه او رګونو ناروغۍ، نېفروپاتي يا د بډوډو اوندنه بې وسي، رېټېنوپاتي يا د سترګو د رېټېنا تخريب شمېرل کېږي. په همدې خاطر د ډايبېتېز مېلېتوز يوه مناسبه درملنه ډېره اهمه ده، همداراز د وينې د فشار کنټرول او د ژوندتوګې ځينې عاملونه لکه سګرېټ څښل پرېښودل او د بدن تول يا وزن په رغنده حد کې ساتل ډېر اړين کار دی.

د ۲۰۰۰ ز. کال د احصايې له مخې په ټوله نړۍ کې لږ تر لږه ۱۷۱ ميليونه وګړي د ډايبېتېز له ناروغۍ کړېږي، چې دا د ټولې نړۍ د وګړو ۲،۸ % جوړوي.[۲] د ډايبېتېز په ټولو ډولونو کې د دويم ډول ډايبېتېز مېلېتوز ډېر عام دی چې د امريکا د متحده ايالاتو د شکرې د ناروغانو ۹۰ تر ۹۵ % کېږي.[۳]


سرچينې

  1. "Diabetes Blue Circle Symbol". International Diabetes Federation. 17 March 2006. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Wild S, Roglic G, Green A, Sicree R, King H (2004). "Global prevalence of diabetes: estimates for 2000 and projections for 2030". Diabetes Care. 27 (5): 1047–53. doi:10.2337/diacare.27.5.1047. PMID 15111519. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  3. "Type 2 Diabetes Overview". Web MD. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)