د "معمر القذافي" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
و r2.7.1) (روباټ بدلول: tg:Муаммар ал-Қазофӣ
۱۰۶ کرښه: ۱۰۶ کرښه:
[[ms:Muammar Gaddafi]]
[[ms:Muammar Gaddafi]]
[[mt:Muammar al-Gaddafi]]
[[mt:Muammar al-Gaddafi]]
[[my:ကဒတ်ဖီ ကာနယ် မူအမ္မာ အယ်]]
[[mzn:معمر قذافی]]
[[mzn:معمر قذافی]]
[[nds:Muammar al-Gaddafi]]
[[nds:Muammar al-Gaddafi]]

د ۲۱:۴۳, ۹ فبروري ۲۰۱۲ بڼه

معمر القذافي

معمر محمد ابو منيار القذافي (1 – جون 1942زېږدي__20- اکټوبر2011زېږدي) په لنډه توګه د معمر قذافي په نوم يادېږي . دی د ليبيا يو پاڅونګر مشر و چې د يوه غلي پاڅون په ترڅ کې کال ۱۹۶۹م.زېږدي کې د ۲۷شتو کلونو په عمر په ليبيا کې په رسمي توګه ولسمشر شو .

پخواني وختونه زده کړې

معمر القذافي د ۱۹۴۲ ز د جولای پر ۷ مه نېټه په سرت نومي کلي کې نړۍ ته سترګې پرانېستې. کورنۍ يې په کرنه او دڅارويو په روزنه بوخته وه او له همدې لارې يې خپله ورځ ګوډوله. القذافي د ۱۹۵۶ او ۱۹۶۱ ز ترمنځ په خپل کلي کې درس ووايه. همدغه مهال نوموړي له خپلو نورو ملګرو سره يوځای د انقلابي خوځښت بنسټ کېښود خو ترې خبر نه و، چې وروسته به همدا بنسټ د ګردې نړۍ پام د ځان لور ته راواړوي. سره له دې ، چې القذافي په زده کړه کې لاسبری و، خو د سياسي فعاليت له کبله له ښوونځي وشړل شو. له هماغه کوچنيتوبه له جمال عبدالناصر څخه اغيزمن و.

په ۱۹۶۳ ز کې حربي پوهنتون ته ولاړ او په ۱۹۶۵ ز کې ورځينې فارغ شو. وروسته بيا ورسره بخت ياري وکړه او د انګلستان په ساندهرست کې يې شاهي حربي پوهنتون ته ورغی.

کودتا

معمر القذافي په ۱۹۶۴ ز کې د ملتپالو ضابطانو ډله رامنځته کړه او په ليبيا کې يې د پاچا ادريس السنوسي پر ضد کودتا کې يې کارنده رول ولوباوه. او له برياليتوب وروسته يې په طرابلس کې جمهوريت اعلان کړ. ډګروال قذافي په ۱۹۷۰ ز کې له امريکايي او انګليسي چارواکو سره د خبرو اترو ميز ته کيناست او دې پايلې ته ورسيدل، چې له بنغازي څخه انګليسي نظامي اډې ووځي او درې مياشتې وروسته بيا د امريکا هويلس نظامي اډه هم له سيمې وکوچيده.

فکري تګلوری

ډګرمن القذافي په ۱۹۷۶ ز کې د شين کتاب په نوم يو پېړ کتاب وليکه او خپل سياسي افکار يې په کې راغونډ کړل. نوموړي په دغه کتاب کې د رېيم نړيوال نظر وړاندې کړ او دا يې د مارکسيزم او پانګوالۍ له بريده وراخوا وربولي او په ليبيا کې يې دواک بنسټ بولي. القذافي په نړۍ کې له ازادۍ غوښتونکو خوځښتونو لکه په اسپانيا کې د باسک خوځښت، په ايرلنډ کې جمهوري ګوند، بوليساريو او فلسطيني خوځښتونو سره بېسارې مرسته کوله ځکه خو په ۱۹۸۰ ز کې امريکايي ځواکونه د سرت خليج ته ننوتل او د ليبيا له ځواکونو سره ونښتل. د ليبيا د سرتيرو د مقاومت په ترڅ کې شا تګ ته اړ شول، خو په ۱۹۸۶ ز امريکا د ډګرمن قذافي پر دفتر بريد وکړ.

دليبيا او امريکا اړيکې د لړ ستونزو له کبله ډېرې ترينګلې شوې دي. يو لامل يې خپله د القذافي فکر تګلوری ګڼل کيږي. نوموړې امريکا ته د پانګوانګې د سمبول په سترګه ګوري او له ترهګرو ډلو ټپلو سره يې په مرسته تورنوي . د اړيکو ترينګلتيا هغه مهال خپل اوج ته ورسيده، چې په ۱۹۸۶ ز کې امريکايي الوتکو د القذافي دفتر ترخپل بريد لاندې ونيوه، خو له نوموړي سره بخت ياري وکړه او له بريده روغ رمټ ووت.

د لاکربي پېښه

په ۱۹۸۸ ز امريکا او انګلستان پر ليبيا تور ولګاوه، چې د امريکا د هوايي کرښې د ېوې الوتکې په نسکورولو کې يې لاس درلود، چې په ۱۹۸۸ ز کې د اسکتلنډا په لاکربي نومي سيمه کې راولويده او په دغه پېښه کې ۲۵۹ تنه سپرلۍ پردې سربېره د سيمې ۱۱ تنه هم د الوتکې د راولويدو له کبله مړه شول. متحده ايالاتو په ۱۹۹۲ ز کې پر ليبيا اقتصادي بنديز ولګوه، خو ليبيا په ۲۰۰۳ ز کې وتوانيده، چې دغې ستونزې ته حل لار ومومي. هماغه، چې عبدالباسط المقرحي او الامين فحيمة يې د سکاټلنډ سترې محکمې ته تسليم کړل، چې په هالنډ کې محاکمه شي. محکمې المقرحي په عمر بند محکوم کړ او د دويم يې په پېښه کې پړ ونه باله.

قذافي او ليبيا

قذافي په ۱۹۷۷ ز کې د "الاتحاد الاشتراکي العربي" په نوم ټولنه جوړه کړه او د ملت واک نوم يې پرې کېښود. د ۱۹۷۷ ز د مارچ پر ۲ مه نېټه قذافي ددې ټولنې مشر وټاکل شو او د ليبيا نوم يې له "الجمهورية العربية الليبية" څخه "الجماهيرية العربية الليبية الشعبية الاشتراکية العظمی" ته واړوه. پردې سربېره قذافي د ۱۹۷۹ ز په مارچ کې د واک او اوښتون تر منځ جلا والی رامنځته کړ او د ستر سيند په نوم يې دخوږو اوبه يوه پروژه پيل کړه ، چې د ليبيا له دښتو ښارونو ته دڅښاک اوبه وليږدوي.

د ۲۰۰۳ سپټمبر پر ۱۲ نېټه د جمعې په ورځ د امنیت شورا پريکړه وکړه، چې له ليبيا هغه بنديزونه ليرې کړي، چې دشلمې پيړۍ په اتيايمه لسيزه کې پر طرابلس لګول شوي وو، خو دا پريکړه دومره اسانه نه وه. امريکا او فرانسې هڅه کول، چې د دغې پريکړې پر وړاندې ستونزې راوپنځوي. د دوی غوښتنه دا وه، چې طرابلس بايد د فرانسې د هوايي کرښې يوتا هغې الوتکې د پېښې قربانيانو ته تاوان ورکړي، چې په ۱۹۸۹ ز کې په نيجر کې رانسکوره شوه ليبيا دا ومنله، چې تاوان به ورکوي.

اتومي دوسيه ، ليبيا او قذافي

د لندن د پال مال په سيمه کې د انګلستان څلورو چارواکو له خپلو ليبيايي سيالانو سره د هوټل په ځانګړې خونه کې د ۲۰۰۳ ز د ډيسمبر پر ۲۳ مه نېټه د خبرو اترو په موخه د ميز تر شا غونډه ووهله، تر څو دا خبره باوري کړي، چې ليبيا به له دې وروسته د پراخو ويجاړونکو وسلو نه جوړونې ته ژمنه وي. دغو خبرو پوره ۶ ساعته وخت ونيو، خو انګليسي چارواکي د خبرو اترو له بهيره خوښ برېښيدل. په همدغه ورځ ډګرمن نړۍ ته اعلان کړه، چې طرابلس د پراخو ويجاړونکو وسلو يو ډول هم نه لري او تاسې کولای شې، چې ليبيا ته راشۍ او هر څه له نږدې وګورې. خپله ډګرمن په همدغه ورځ له CNN سره په مرکه کې وويل، "په خپله راشې .... موږ هېڅ هم نه پټوو".

په دې وروستيو ورځو کې په رسنيو کې د قذافي نوم بيا زيات تر سترګو کيږي. له يوې خوا د ﻻ کربي پېښې په عمري قيد محکوم المقرحي د سرطان د ناروغۍ له امله بښل کيږي او له بنده ازاد شو، چې په خپله ليبيا کې د يوه اتل په توګه ترې هرکلی وشو او د هېواد د مشر په توګه د قدافي هرکلی امريکايان او نور متحدين يې په غوسه کړي.

له سويس سره د ليبيا اړيکې وروسته له هغې خړې پړې شوې چې د قذافي زوی "معتصم بلال القذافي" او ميرمن يې، په ۲۰۰۸ ز کال کې د سويس ژنيو ښار ته د يوه سفر په مهال په يوه هوټل کې د خدمتګارانو سره د بد چلند له امله د څو ساعتونو لپاره توقيف شول.

په تير سپټمبر کې که څه هم د هوټل هغه خدمتګارانو خپلې دوسيې له محکمې نه بېرته واخيستې، لېکن ليبيا د پېښې له امله سخت غبرګون وښود او پر سويس يې خپل تيل بند کړل او همداراز ددغه هېواد په بانکونو کې يې خپل پنځه مليارده ډالره پانګه هم وويستله.


سرچينې