د "افغانستان" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
و r2.7.1) (روباټ بدلول: li:Afghanistan
و r2.7.2) (روباټ بدلول: ilo:Apganistán
۴۹۳ کرښه: ۴۹۳ کرښه:
[[id:Afganistan]]
[[id:Afganistan]]
[[ie:Afghanistan]]
[[ie:Afghanistan]]
[[ilo:Afganistan]]
[[ilo:Apganistán]]
[[io:Afganistan]]
[[io:Afganistan]]
[[is:Afganistan]]
[[is:Afganistan]]

د ۰۰:۱۳, ۳ فبروري ۲۰۱۲ بڼه

Islamic Republic of Afghanistan
د افغانستان اسلامي جمهوریت
Da Afġānistān Islāmī Jomhoriyat
جمهوری اسلامی افغانستان
Jamhūrī-yi Islāmī-ye Afġānistān
بيرغ نښان
ترانهد افغانستان ملي سرود دوتنه:National anthem of Afghanistan.ogg
د افغانستان
نخشه
موقعيت
پلازمېنه
(او لوی ښار)
کابل
۳۴°۳۱′ شمال ۶۹°۰۸′ ختیځ / 34.517°شمال 69.133°ختيځ / 34.517; 69.133
حکومت اسلامي جمهوريت
 -  ولسمشر حامد کرزی
 -  د ولسمشر مرستيال محمد قسيم فهيم
 -  د ولسمشر مرستيال محمد محقق
جوړښت
 -  د اعلانېدو نېټه ۸ اګسټ ۱۹۱۹ 
 -  د پېژندلو نېټه ۱۹ اګسټ ۱۹۱۹ 
بشري پرمختيا (۱۹۹۳) ۰،۲۲۹ (n/a) (unranked)
د وخت سيمه (UTC+۴:۳۰)
 -  اوړی (DST)  (UTC+۴:۳۰)
د انټرنټ مخکښ شپول .af

افغانستان ; پښتو: د افغانستان اسلامي جمهوريت, فارسي (دري): جمهوری اسلامی افغانستان) په غرونو کې کلابند يو هېواد دی چې د اسيا د لوې وچې په څلورلاره کې پروت دی. په ټولګړې توګه دا هېواد د منځنۍ اسيا يوه برخه ده،‌ خو کله ناکله بيا په داسې سيمې څرګند شوی چې نه په منځني ختيځ او نه پر سوېلي اسيا پورې تړلې ده،‌ او دا پدې چې دغه سيمه د منځني ختيځ او سوېلي اسيا سره فرهڼيز، ژب توکميز او جغرافيکي اړيکې لري. دا هېواد په لوېديځ کې له ايران سره ،‌ په سوېل او ختيځ کې له پاکستان سره ،‌ په شمال ختيځ کې له چين سره، په شمال کې له تاجکستان ، اوزبكستان او توركمنستان سره ګډې پولې لري. په ۱۷۴۷ ز كال كې افغانستان د لومړي ځل لپاره د احمد شاه بابا له خوا د دولت په توگه اعلان او د هغه پولې مالومې شوې . افغانستان د لوېديځ او ختيځ په څلورلاره کې پروت د بېلابېلو قومونو او کلتورونو کور دی . دا يو ډېر لرغونی هېواد دی ، د تاريخ له نظره دا يو لوی سوداګريز مرکز پاتې شوی او په همدې توګه په بېلابېلو وختونو کې دبېلابېلو قوتونو له خوا تر يرغل لاندې راغلی او لوټ تالان شوی دی . د تاريخ په اوږدو کې دا سيمه د فارس، مقدونيانو، عربانو، مغولو، ترکانو، او يونانيانو لخوا نيول شوی. نوی افغانستان د لومړي ځل لپاره د درېيم افغان-انګليس جګړې وروسته په ١٩١٩ کال کې د يوه خپلواک هېواد په توګه هغه وخت راڅرګند شو کله چې بهرنيانو د افغانستان په چارو کې لاسوهنه پرېښوده. په دغه هېواد د روسيې د يرغل وروسته، په هېواد کې بد امني، خپلمنځي جګړې، د طالبانو واکمني او بيا وروسته د يوولسم د سېپتمبر د پېښې نه وروسته د امريکا يرغل د دغه هېواد تاريخ ويجاړ کړ.

ددغو ناخوالو په پايله کې اوس افغانستان د بيا ودانېدو په لورې روان دی، دا يوه داسې هڅه ده چې د اوږدمهالې جګړې او د هغه ويجاړيو چې د کلونو کلونو وسله والو نښتو په نتيجه کې منځ ته راغلې ځواب ووايي او همدا نوی حکومت هم د ملت په يووالي کې او د هېواد د بيا جوړولو په درشل کې خپل ګامونه پورته کړي، خو لا تر اوسه پورې نه دی بريالی شوی چې په هېواد کې په بشپړه توګه امن او ورورګلوي راولي.

افغانستان د خورا ډېرو ستونزو سره مخامخ دی، د نړېدلي اقتصادي نظام نه رانيولې، د ميلونونو مهاجرينو د بېرته ستنېدو پورې، د مخدره توکو قاچاق، د جنګسالارانو شته والی او په شته حکومت کې د بېلابېلو سياسي ګوندونو مخالفتونه، دا ټول هغه لاملونه دي چې د اوسمهال حکومت ورسره لاس او ګرېوان دی او همدا ټولې ستونزې دي چې د يويشتمې پېړۍ د افغانستان څرګندونه کوي.

نوم

د افغانستان نوم د دوه نومونو تړنګ نوم دی، يعنی لومړنی نوم يې افغان او دوهم د ستان وروستاړی دی چې مانا يې ده د افغانانو خاوره. د افغانستان نوم هم د افغان د نوم نه راوتلی چې په معاصر تاريخ کې کارېدلی دی. د اسلامي دورې راپدېخوا پښتنو دغه نوم د ځان لپاره کارولی. د W.K. Frazier Tyler, M.C. Gillet او د نورو تاريخپوهانو له قوله د افغان ويی په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره په ٩٨٢ زېږيز کال کې په حدود العالم من المشرق اللمغرب نومي کتاب کې ياد شوى دى .

د افغانستان د نوم وروستنی برخه يا په بله وينا د افغانستان د نوم وروستاړی ستان بيا د پارسي د ژبې نه پور شوی چې مانا يې ده زمکه يا خاوره. په انګليسي ژبه کې بيا ددې انډول افغان لېنډ يا Afghanland دی، چې د قاجاريانو او د برطانيې د حکومت په بېلابېلو تړونونو کې د افغانستان لپاره کارېدلی، او دا هغه تړونونه دي چې د برطانيې د حکومت او د پارس د حکومت د حدودالاربيې د ښکاره کولو په خاطر کښل شوي. په دغو تړونونو کې هغه سيمې چې پښتانه پکښې مېشته دي چې پدې کې د اوسيني افغانستان سوېلي برخې هم شاملې دي، د افغان لېنډ په نامه يادې شوي.

د افغانستان نوم د ١٨ پېړۍ نه راپدېخوا کله چې احمد شاه ابدالي خپله خاوره د پارس نه بېله کړه او يوه خپلواکه پاچايي يې جوړه کړه نو همدغه خپلواکه پاچايي په دغه نوم ياده شوې، خو د امير عبدالرحمن خان په وخت کې د افغانستان نوم په نړېواله کچه رسمي شوی. د ١٨ پېړۍ نه دمخه افغانستان د خراسان په نامه يادېده. ( يادونه:افغانستان هېڅ مهال د خوراسان په نامه نه دى ياد شوى ، بلكې هغه مهال ، چې خوراسان د افغانستان يوه برخه وه، هماغه برخه د خوراسان په نامه يادېده ، نه ټول افغانستان . په دې اړه اړينه ده ، چې ځينې نوي كتابونه كتل شي ) .

آرپوهه

د افغانستان نوم د افغان له ويي څخه اخيستل شوې، چې افغان د پښتون كام لپاره كارول كېده، د ډبليو.كې. فراېزر ټاېلر په حواله د افغان ويي د اسلام له راتګ څخه مخكې پښتنو د ځان لپاره كاراوه. دارنګه اېم.سي. جېلېټ او نور په لسګونو پوهان پدې ګروهه دي، چې افغان همدا پښتانو دويم نوم دى، نوموړې ژبپوه وايي چې: د لومړي ځل لپاره د افغان ويي په (حدود العالم) كتاب كې په كال ۹۸۲ز كال راغلې دى. د افغان د ويي په اړه ډېرې راى دي، څوك يې د دتالوت عليه السلام زوى ګڼي، څوك يې يهودي ګڼي، څوك يې د ابراهيم عليه السلام زوى.. چې موږ به يې دلته په لڼد ډول راواخلو: په مستندو تاريخونو كې د (افغان) ويي د لومړي ځل د پښتنو لپاره په ۱۳۱۶ز كال د سلطان ابوسعيد مرزا په پير كې د تاريخپوهانو لخوا وكارول شو. دارنګه دا ويي (افغان) د پښتنو لپاره د شاه عباس اعظم (چې په ۱۵۸۷ز كال د پارس يو لوى واكمن تېر شوې) په پير كې كارول شوې دى. د پښتنو (افغانانو) په اړه د افغانستان نامتو تاريخپوه احمد علي كهزاد په خپل تاريخ (تاريخ افغانستان لومړي ټوك) كې دا ښكاره كړې چې پښتانه دا حقيقت د (اريا) نسل يوه قبليه ده چې تقريبا شپږ يا اووه زره كاله مخزيږ د لومړي ځل لپاره له خپل ټاټوبي منځنۍ اسيا څخه باختر ته چې د امو له سيند څخه دېخوا سيمو ته راوكوچېدل او د زرګونو كلونو استوګنې څخه وروسته ۲۰۰۰ يا ۱۹۰۰م.خ كلونه پس ننني افغانستان، پارس او د سند د درې پر غاړه اباد شول. دې سيمې ته يې بيا اريانا يا اريانه ويجه وويله.

د مخزنې افغان ليكوال نعمت الله بيا د افغان ويي ابراهيم عليه السلام ته رسوي، او وايي چې د ساول يا تالوت په نامه يو واكمن ؤ، دده نوسې افغانا نومېده. د تالوت له مرګ څخه وروسته داود عليه السلام د واكمنۍ په پير لوړو پوړيو ته ورسېد، د سلېمان عليه السلام په پير كې د پوځ د سپه سالار په توګه وټاكل شو، ددې افغانا زوزات بې اندازې زيات شو، چې د وخت په تېرېدو سره د بني اسرايل په نامه ياد شول. په ۶مه مخزيږې پېړۍ كې د بابل واكمن بخت نصر په جودا بريد وكړ، او د افغانا زوزات يې د غور (د افغانستان يو ولايت) پر لور وشړل.

د وخت په تېرېدو سره دا ډله خلك د خپل نيكه (افغان) په نامه سره ياد كړاى شول، او نننې افغانستان هم د همدوي په نوم ونومول شو. دا راى يواځى او يواځى يوه افسانه كېدا شي ، چې د ځينو ذهنونو لخوا راجوړې شوي ، او په تاريخي توګه كوم اعتبار نلري.

يوه بله فرضيه چې د افغان په اړه وړاندې كېږي، هغه داسې چې د اريانا (ننني افغانستان) څخه يوه ډله سوداګر د مدينې منورې پر لورې ولاړل، هورې يې له نبي عليه السلام سره ليده كاته وشول، ددې ډلې مشر قېس بن احنف نومېده، په نبي عليه السلام يې ايمان راوړ، او خپل هېواد ته له راګرځېدو سره سم يې د اسلام تبليغ پېل كړ.پدې سره دده د قبيلې ټولو خلكو ايمان راوړ، قېس عبدالرشيد ډېر زامن درلود، چې يو يې افغانا نوميده،......

Emblem of Afghanistan
پېښليک
د اسلام نه دمخه پېر
د هخامنشيانو پېر (550-330 BC)
د سلوکيان پېر (330-150 BC)
د يوناني-باختر پېر (256-125 BC)
سکائيان (145 BC - )
کوشانيان (30 CE - 248 CE)
ساسانيان (248 - 410)
کیداریان (320-465)
هفتاليان (410-557)
ساسانيان (224-579)
کابل‌شاهان (565-670)
اسلامي پېر
د اميه خلافت (661-750)
د عباسي خلافت (750-821)
طاهريان (821-873)
صفاريان (863-900)[۱]
سامانيان (875-999)
غزنويان (963-1187)
سلجوقيان (1037-1194)
خوارزمشاهيان (1077-1231)
غوريان (1149-1212)
ايلخانيان (1258-1353)
تېموريان (1370-1506)
مغولان (1501-1738)
صفويان (1510-1709)
هوتکيان (1709-1738)
افشاريان (1738-1747)
د درانيانو سلطنت (1747-1823)
امارت (1823-1926)
پاچايي نظام (1926-1973)
جمهوري نظام (1973-1978)
ولسواکي جمهوريت (1978-1992)
اسلامي رياست (1992-1996)
اسلامي امارات (1996-2001)
اسلامي جمهوريت (2001-)
د افغانستان کورنۍ جګړه
1979–1989
1989–1992
1992–1996
1996–2001
2001–present

تاريخ

د باميانو بودايي پژۍ, چې تاريخي قدامت يې لومړنۍ پېړۍ پورې رسېده، او د نړۍ تر ټولو ستره پژۍ وه د طالبانو د واکمنۍ په وختونو کې په ٢٠٠٠ زېږيز کال کې له مېنځه يووړل شوې

افغانستان يو بې جوړې منځنۍ-مرکزي سيمه ده چېرته چې اېروآسيايي تمدنونو د يو بل سره معاملې کړي او ډېر ځله يې د يو بل سره جنګونه کړي او د ډېر پخوا نه د تاريخ يو مهم ځای پاتې شوی. د تاريخ په بهير کې دغه سيمه چې اوس د افغانستان په نوم يادېږي، د بېلابېلو خلکو لخوا نيول شوې چې پدغو کې آريايان، لرغوني ايرانيان، هندوآريايان، مېډز، پارسيوانان، يونانيان، ماوريان، کوشانيان، هېپتاليان، عربان، مغول، ترکانو، انګرېزانو، روسانو او پدې تازه وختونو کې امريکايان هم شامل دي. ډېر لږ ځل داسې پېښ شوي چې دا سيمه دې په بشپړه توګه د يوه توکم د واک لاندې راغلې وي. ډېر ځله داسې هم پېښ شوي چې د افغانستان وطني وګړو د خپل د هېواد څلورخوا پرتې سيمې د لاس لاندې کړي او خپله پاچايي يې جوړه کړې.
داسې وييل کېږي چې د عيسی (ع) نه ٢٠٠٠ او ١٢٠٠ کاله مخکې د هندوـ اروپايي ژبې د کورنۍ خلکو چې آريايان نومېدل، اوسيني افغانستان ته مخه کړه او په همدې سيمه کې مېشت شول، او د يوه ملت بنسټ يې کېښود چې د Aryānām Xšaθra يا Airyānem Vāejah په نوم يادېده، او ددې نوم مانا ""د آريايانو خاوره""، ده. داسې هم ويل شوي چې د زردشتي دين په افغانستان کې د عيسی (ع) د راتګ نه ١٨٠٠ نه تر ٨٠٠ کالونو پورې په همدې سيمه کې زېږېدلی وي. لرغونې ژبه اوېستايي هم په همدې وختونو کې ددې سيمه ژبه وه. په همدې توګه ويل کېږي چې د لرغوني هندو-آريايي ويدي تمدن هم ددغه هېواد له ختيځو سيمو سرچينه اخيستې خو پدې اړوند د لانورو څېړنو او پايلو اړتيا ليدل کېږي. د ۶مې مخ زېږيزې پېړۍ په منځ کې د فارس امپراتورۍ د مېډز خلک د خپل واک ترلاندې کړل او د آريانا امپراتوري يې د خپلو پولو په ولکه کې جوړه کړه. په ۳۳۰ مخ زېږيز کالونو کې د مقدونيې سکندر دا سيمه ونيوله. د سکندر د لنډمهالې نیونې وروسته، د هېلېنيسټيک واکمن رياستونه د سلوکيانو او باختريانو له خوا د سيمې واک چلېده، په همدې توګه د هندوستان ماوريانو د سوېل-ختيځ له لورې دغه هېواد ته لاره وموندله، خو تر هغه وخته پورې چې باختري واک بېرته پرسيمه خپله واګۍ ټينګوله د هندوستان ماوريانو دې سيمې ته د بودهيزم دين ورپېژندلی وه.

سياست

د تاريخ له نظره په افغانستان کې سياست د واک ترلاسه کولو يوې لوبې په څېر، د خونړيو کودتاګانو او د بې ثباته اقتدار يوه ښه بېلګه پاتې شوې.

اداري وېشنې

ولايتونه

د اداري وېش له مخې افغانستان په ٣٤ ولايتونو وېشل شوی او بيا وروسته همدا ولايتونه په ولسواليو وېشل شوي.

د افغانستان ولايتونه

د افغانستان ٣٤ ولايتونه :

  1. بدخشان
  2. بادغيس
  3. بغلان
  4. بلخ
  5. باميان
  6. دايکندی
  7. فراه
  8. فارياب
  9. غزني
  10. غور
  11. هلمند
  12. هرات
  13. جوزجان
  14. کابل
  15. کندهار
  16. کاپيسا
  17. خوست
  1. کونړ
  2. کندوز
  3. لغمان
  4. لوګر
  5. ننګرهار
  6. نيمروز
  7. نورستان
  8. روزګان
  9. پکتيا
  10. پکتيکا
  11. پنجشېر
  12. پروان
  13. سمنګان
  14. سرپل
  15. تخار
  16. وردګ
  17. زابل

جغرافيه

افغانستان په غرونو کې کلابند يو غرنی هېواد دی چې 1/3 برخې څخه يې زياته د غرونو د لړيو پوسطه پوښل شوې ده. د غرونو دا لړۍ له يوې خوا د هماليا له غرونو سره او له بلخوا د لوديځې اسيا د غرونو له لړيو سره اړيكې لري. ددې هېواد سهېلي او سوېل ختيځې سيمې د نور هېواد په پرتله هوارې سيمې او ډاګونه لري. په دې هېواد کې د سمندر د سطحې نه تر ټولو هسکه ساحه د نوشاک څوکه ده، چې دا د سمندر د سطحې نه ٧٤٨٥ مېتره او يا په بله وينا ٢٤٥٥٧ فوټه جګه پرته سيمه ده. ددې هېواد ډېرۍ سيمې وچې دي او د تازه اوبو زېرمې پکې لږ دي. د اسيا د فزيكي نقشې د كتنو څخه دا پاېله ترلاسه كېږي چې: د منځنۍ اسيا لوړې برخې د لوړړتيا له نظره د نړۍ د ډېرو مهمو غرونو څخه شمېرل كېږي چې ختيځې برخې يې ډېررې لوړې، ولې لوديځې برخې يې دومره جګې نه دي او د ختيځ څخه د لوديځ په لور پرتې دي، د افغانستان د غرونو لړۍ هم د ختيځ څه د لوديځ لور ته پرتې دي، د ختيځ څخه د لوديځ په لور پخپل امتداد كې په څو څانګو وېشل كېږي او له بل خا د هغهې لوړاولې د ختيځ څخه د لوديځ په لور وروو كمېږي ترڅوچې په ټيټو او جبه زارو ځمكو كې پاې ته رسېږي. د افغانستان د غرونو سلسلې د مركزي اسيا د غرونو د لړيو سره د جوړښټ او پېداېښت په لحاظ تقريبا يوشانې دي.

د افغانستان د غرونو لړۍ په ځانګړي توګه د هغې مركزري برخې چې له ختيځ څخه لوديځ خواته امتداد لري او بالاخره د هريرود په حوزه كې پاى ته رسېږي د هندوكس او د بابا د غره د شمالي او جنوبي برخو په منځ كې د اوبو د وېش بريد ټاكي. لدې پرته مختلفې سيمې د افغانستان شمالي برخې په ځانګړي توګه د تركستان او بدخشان سيمې د افغانستان د سوېلي او سوېل ختيځو سيمو يانې كابل، ننګرهار، غزني او كندهار څخه بېلې كړي دي او د اړيكتياو په لحاظ يې ستونزې پيدا كړې دي، په داسې حال كې چې نن ورځ دغه مشكلات د نقليه وساېطو پرمخ د سالنګ د سورنګ په كيندلو سره تر يوې كچې د ګټې په غرض له منځه تللي دي. افغانستان يو بري (وچ) اقليم لري، پدې هېواد کې د اوړي په وخت کې هوا ډېره توده او د ژمي په مهال ډېره سړه وي. په دغه هېواد کې کله ناکله رېږدلې (زلزلې) هم کېږي.

ددې هېواد په طبيعي شتمنيو کې مس، جست او وسپنه د يادولو وړ عنصرونه دي ددې تر څنګ ارزښمنې ډبرې او غميان لکه لاجورد، زمرد او لعل هم ددغه هېواد په سهېلي برخو کې موندل کېږي. د نورو طبيعي شتمنيو تر څنګ نفت، ګاز او د تېلو موندل شوي زېرمې هم د يادولو وړ دي. که څه هم چې دغه زېرمې لا تر اوسه پورې نه دي راوتلي او په کار نه دي اچول شوي او ددې سبب په افغانستان کې د روسانو يرغل او تر هغې وروسته په کورنۍ جګړه کې د هېواد ښکېل کېدنه ده خو بيا هم ددې هېواد لپاره همدا اهمې شتمنۍ دي چې په راتلونکي کې د انرژۍ د لويو سرچينو په توګه راڅرګندېدلای شي.

د پامير او واخان لوړه سطحه

د اسيا د وچې په منځۍ برخه كې لوړې او جګې څوكې موجودې دي چې د نړۍ د بام په نامه يادېږي. روسي زمكپېژندونكي ماركوو (Morkov) او همدا ډول نور زمكپېژندونكي پوهان دا منځۍ څوكې په دوو برخو وېشي. ختيځي برخې يې چې حقيقي څوكې دي ډېرې لوړې او د ۶۰۰۰ څخه تر ۷۰۰۰ مترو پورې د سمندر له كچې لوړوالې لري. دا برخه د لوى پامير په نامه يادېږي او د افغاني خاورې څخه دباندې شتون لري. لوديځې برخې يې چې نسبتا لږ لوړوالې لري او د يخچالي مورنو په واسطه نيول شوي دي د كوشني پامير په نامه يادېږي او دا برخه ټوله په افغانستان پورې اړه لري. دا غرنۍ لوړې سيمې د قراقرم، هماليا، هندوكس او كونلين (Kun Lun) د غرونو د لړيو د يوځاى كېدو په ټكي كې پرتې دي چې د منځنۍ اسيا د لويو غرو د لړيو مهمه كړۍ جوړوي، په دا سيمه كې د اوړي د خو ميشاشتو څخه پرته د كال په نورو وختو كې تګ او راتګ نه كېږي دا ځكه چې د واورو ګټونه دا برخې پټوي او د دوامدارو واورو او سختو بادونو په الوتلو سره يې ددې سيمې تګ راتګ ستونزمن كړې دى.

د هندوكش د غرونو لړۍ

د واخان په سويل لوديځه خوا كې يو لړ لوړ لوړ غرونه پراته دي چې د هندوكش او يا د هندي قفقاز په نامه اوږدې پرتې دي او د غرونو د هغې سلسلې سره چې په لوديځ كې يې پراته دي د افغانستان د شمالي او جنوبي برخو ترمنځ يو لوى ديوال تشكيلوي د غرونو دا لړۍ د ختيځ لور ته د افغانستان له خاورې څخه وځې او د قراقرم د غرونو د لړۍ سره يوځاى كېږي او د قروفېل كنډو د ۳۸۰۴ مترو په لوړوالي سره ددغو دوو سلسلو پهمنځ كې يو فاصل حد جوړوي.

  • د بابا د غرو لړۍ

د غرونو داا لړۍ تقريبا د افغانستان په منځۍ بخه كې موقيعيعت لري او دا لړۍ غرونه هم د هندوكس، فېروزكوه او د تيربند تركستان د غرونو په څېر د ختيځ څخه لوديځ لور ته پراته دي. كومې څانګې چې ددغې لړۍ څخه جلا كېږي مختلفو خوا ورته ځې چې ځينې څآنګې يې د شمال او شمال لوديځ لور ته او ځينې نورې يې د سويل او د سويل څخه شمال ته تګ راتګ د مشكلاتو سره مخامخ كړې دى. د زيات لوړوليپه نسبت ددې غره پورتنۍ برخې د كال په اوږدو كې د شپږو ميشاتو څخه زيتت وخت په واوور پټې وي او د تګ راتګ پكې نه كېږي، ددې لړۍ غرونو منځنۍ لوالۍ ۴۰۹۰ متره دى، او ډېره لوړه څوكه يې شاه پولاد نومېږي چې د سمندر له كچې څخه ۵۱۴۰ متره جګه پرته ده. دبابا غره د ډېرو مهمو څوكو لوړتيا چې د ختيځ څخه د لويديځ په لور پرتې دي د ۳۹۸۹ مترو څخه تر ۵۱۴۰ مترو پور رسېږي چې د نوموړو څوكو منځنۍ لوړتيا يې ۴۷۵۰ مترو ته رسېږي.

د فېروز غرونو لړۍ

د تيربند تركستان د غره لړۍ

سپين غر

د سپين غر لړۍ د افغانستان په ختيځه خوا كې پرتې دي د ۱۵۰ كيلو مترو په انازه اوږدوالې لري او پېښور د لوديځ د ۴۸ كيلو مترۍ څخه پيل كېږي او د لوديځ لور ته درومي. د سپين غر لړۍ څو څآنګې لري چې ځينې څانګې يې د كابل تر سيول ختيځو پورې رسېږي او د هغې ځاۍ څخه يې يوه بله ځانګه د سويل خواته ځي. د غرونو دا لړۍ لومړې د جلالكوټ حوه د ګرمې او غرنۍ بخه كې د لوګر سيند د كرمې له سيند څخه جلا كوي. او همدا ډول د كابل د سيند په واسطه د هندوکش د جنوبي لړيو غرو څخه جلا كېږي. ډېره لوړه څوكه يې د سېكارام په نوم يادېږي چې د سمندر له كچې څخه ۴۷۵۵ متره لوړه پرته ده. چې تل په واورو پټه وي. ددې غره شمالي او سويلي لمنې د لمنځو، نښترو، كاجو، جلغوزو او څېړيو زيات ځنګلونه لري او ډېر مشهور كنډو يې چې د پكتيا او لوګر ترمنځ پروت دى شترګردن نومېږي چې د سمندر له كچې ۳۷۲۰ متره لوړ پورت دى.

ختيځ تورغر

د سلېمان د غرو لړۍ

په افغانستان كې اورشيندونکي غرونه

په افغانستان كې د زمكپېژندنې په دويم او درېيم پير كې د اورشيندنې فعاليتونه زيات ول، هغه هم د سلېمان او هندوكس د غرو په لړيو كې كېداى شي چې ددغو اورغوځونكو غرو فعاليتونه په اروپا كې د الپ د غرو، د هندوستان په شمال كې د هماليا د غرو، په شمالي امريكا كې د كورديلر د غرو لړيو او په جنوبي امريكا كې د انديز د غرونو سره پرتله شي. د غرونو دا لړۍ د الپي غرونو يانې د الپ د معاصرو غرونو سره څخه ګڼل كېږي. له همدې كبله د اورغورځونې ډبرو لكه (لاوا) د افغانستان د غرونو زياتې برخې پټې كړي دي. زمكپېژندونكو پوهانو وكولاى شول چې د زمكپېژندنې د دويم او درېيم پير د اورغورځونې پاتې شونې يو له بله جلا او وڅېړي. دممهال په افغانستان كې د اورشيندنې كوم كارنده منځۍ نشته خو د افغانستان په ځينو برخو كې د اورشيندنې ځينې نښې نښآنې او پاتې شونې ليدل كېئ، همدا ډول د اورشيندنې ځينې نښې نښانې لكه د ننګرهار په سلطان پور، د پاروپامېزاد (هرات) ولايت د اوبي په شمال كې، د هامون هلمند په شمال او سويل يانې د غزني ولايت په نار دښته كې د تودو اوبو چينې د اورغورځونې له اثارو څخه شمېرل كېږي.

د زلزلو شاليد

ددې سره سر هچې په افغانستان كې داسې فعالې اورغورځونې نشته چې د زلزلې باعث شي خو كله كل هد افغانستان مختلفې سيمې د سختو او سپكو جړكونو سره مخامخ كېږي او دا له دې كبله ده چې د افغانستان د غرونو لړۍ د الپ د غرونو په څېر د ترثري (Tertiary) په دوره كې تشكيل شوي او تراوسه پورې هم د غرونو دا لړۍ نوي او د پرمختګ په حال كې دي. له دې كبله د غرونو ددې لړۍ چجارچاپېره زمكې او په ځانګړري ډول د افغانستان شمالي ختيځې برخې په لړزه كې وي. او همددا ډول ځينې زلزلې چې مختلفغې منشاوې لري په يوه سيمنه كې ډېرې محسوسېږي په عمومي توګه زيتې سختې زلزلې د افغاسنتا په شمالي ختيځو برخو كې پېدا كېږي. تخريبي زلزلې چې د تاريخ په مختلفو دورو كې منځته راغلي او په تاريخ كې ثبت شوي په لاندې ډول ښودل كېږي: هغه وحشتناكه او سخته زلزله چې دافغانستان ټولې سيمې يې وجړكولې په ۱۵۰۵ز كال ۹۸۳هجري لمريز كال وشوه، وروسته لدې په ۱۸۳۲ز كال يوه بله وېجاړوونكې زلزله د بدخشان په سيمه كې وشوه او زيات تلفات يې منځته راوړل.

لوی ښارونه

وټه

دوتنه:Afghan60c.jpg

افغانستان يو ډېر غريب هېواد دی، دا په نړۍ کې د غريبو او لږپرمختلونکو هېوادونو په کتار کې شمېرل کېږي. د افغانستان د وګړو د ۳ برخو څخه ۲ برخې يې تر ۲ امريکايي ډالرو لږو پيسو باندې په يوه ورځ کې خپل ژوند تېروي. د افغانستان وټه او اقتصاد د روسانو د يرغل، د کورنيو جګړو د پيل، د طالبانو د واکمنۍ او په اوسمهال کې د سياسي ربړو په پايله کې خورا زيانمن شوی. ددغو ناورينونو سره سره په افغانستان کې له ۱۹۹۸ ز. کال نه تر ۲۰۰۱ ز. کال پورې د وچکالۍ او طبيعي بدمرغيو په سبب هم دا افغانستان خلک خوار کړي.

صنعت

د تاريخي سابقې په نظ كې نيولو سره دا څرګنديېږي ېچ افغاسنان د ډرې رغونې زمانې څخه راپدېخوا د غاليو، ګېلمونو، مېمڅيو، ټغرونو، پوستينچو، پښګري، زرګري، مسګرۍ، كاشي كارۍ، كلالۍ او د نساجې د صنعت لكه د سپڼسيو، وړنيو او ورېښمينو ټوكرو (كرك، برك، قناوېز، نرمه خامتا) مهم صنعتي منځۍ ؤ، او د افغانستان په بېلو بېلو سميموكې په زياته او لږۀ اندازه جوړېدل او جوړېږي. لدې ډول صنايعو څخه غالۍ د افغانستند بډېرو مهمو لاسي صنايعو څخه شمېرل كېږي، د كورني اړتياوو د ليرې كولو سره سره بهر ته هم لېږدول كېږي او په امريكا، استراليا او اروپايي هېوادو كې ډېر ښه بازار لري او له دې لارې افغانستان په كال كې ډېر ښه عاېدات لاس ته راوړي.

د غاليو صنعت

غالۍ د افغانستان د ډېرو مهمو پيداوارو څخه ګڼل كېږي ،چې صنعت د افغانستانپ هشمالي سيمو لكه دولت اباد، فارياب، بلخ، مېمنه، اندخوى، قزل اياق او قرقين كې متمركز شوي د، په افغانستانكې جوړې شوې غالۍ د څرنګوالي، ډيزاين او دوام په لحاظ د اروپا او امريكا په بازارونو كې يو ځانګړې نوم لري. د غاليو صنعت د ډېرو لرغونو زمانو څخه په دې هېواد كې رواج لري او د ځينو نښو نښآنو څخه څرګندېږي چې د غاليو صنعت د مسېح عليه السلام د زوكړې څخه دمخه پدې هېواد كې دود ؤ، خود ۱۳ز پېړۍ څخه راپدېخوا يې زياته پراختيا كړې ده.

ماشيني صنايع

د عصري ماشينو، كارخانو او صنايعو بنسټ د لومړي ځل لپاره د امير شېرعلي خان او بيا وروسته د امير عبدالرحمن خان په وخت كې يو لږ څه په پرمختللي ډول كېښودل شو. د خپلواكۍ څخه دمخه هم افغانستان نوي ماشيني صنايع دلودل،خو دومره واړه او لږ ؤ، چې په عملي توګه يې د هېواد په اقتصاد باندې كومه اغيزه نه درلوده. امير شېر علي خان د هېواد د عصري كولو لپاره لومړني ګامونه پورته كړل، خو وروسته بيا دغه لړۍ ناڅاپه د انګرېزانو د يرغلونو په واسطه ( د افغان او انګليس دويمې جګړې) په واسطه وشلېده. امير عبدالرحمن خان د ۱۹ پېړۍ په وروستيو كلو كې د ماشين خانې په نوم د يوې عصري كارخانې بنسټ د افغانستان په كابل كې كېښ،د، ددې كارخانې اصلي كار د ساړو او ګرمو وسلو د مختلفو ډولونو لكه، توپ او ټوپك او د جنګي وسلو جوړول او تيارول ؤ، ددې سره سره يې په څنګ كې يوه ضرابخانه او د سپكو صنايعو ځينې څانګې هم موجودې وى. خو بايد وويل شي چې حكومت دغه دواړه فابريكې د حكومتي اړتياؤ د ليرې كولو لپاره جوړې كړې وى.

د برېښنا لاسته راوړنه

د شلمې پېړۍ د لومړۍ نيمايي څخه راپدېخوا برېښنا د انرژۍ د ډېرو مهم شكل په توګه د بشر په صنعتي او د ژوند په ټولو فعالتونو كې ورننوتې او استحصال او استهالاك يې په ډېرو چټكتيا زيات شو. خو په افغانستان كې د امير عبدالرحمن خان په وخت كې د برېښنا څخه د څراغونو د روښانولو لپاره ګټه پورته شوه، ا و د لومړي ځل لپاره يوه كوشنۍ ډاېنمو چې د ۴۰ څراغونو برېښنان څخه يې زيات ظرفيت نه درلود په كابل ك په كار پېل وكړ. لدې څخه وروسته په كابل، جلالكوټ، او پغمان كې د حرارتي برېښنا څو كوشنيو ماشينونو په توليد پيل وكړ، چې هېڅ يوه د شلو كيلو واټو څخه زيات ظرفيت نه دلرلود.

ډيموګرافي

Map of Afghanistan

ژبې

په افغانستان كې څه باندې ۳۰ خپلواكه ژبې شته چې د هېواد په بېلابېلو سيمو كې ور|باندې په مختلفو ګړدودونو خبرې اترې كېږي. يو فرانسوي ختيځپېژندونكي ژبپوهاند (benveniste خپله نظريه داسې څرګندوي چې د ګاونډيو هېوادونو كولتور پر افغانستان باندې اغيزه كړې ده، ولې ددې هېواد په خپلواكه تاريخ او محلي مشخصاتو په محوه كولو كې يې هېڅ ډول اغيزه نده كړې، خو په يقيني ډول ددېغې كولتورونو يو ځاى كېدل په ژبو او نژاد كې يو ډول پېچلتيا او اختلات رامنځته كړې دى. د افغانستان د ژبو اهميت د نړۍ د نورو ژبو په څېر د هغ ژبې د ويونكيو په شمېر پورې اړه لري د مثال په توګه په پښتو او دري ژبو باندې د افغانستان په ډېرو پراخو سيمو كې خبرې اترې كېږي ا و تقريبا د ټول افغانستاان خلك وربآندې پوهېږي. په داسې حال كې چې په اورمړي يا روشني ژبه باندې په څو محدودو كليو او بانډو كې خبرې اترې كېږي. چې پښتو او دري ژبې د افغانستان د ادبي ژبو منل شوي دي نو له دې كبله د حكومت پام هم ډېر دغو ژبو ته راګرځېدلې. په ټول هېواد كې په دواړو ژبو د پوهنې تعميم د حكومت موخه ده.

هڅوب

مذهب

په مذهبي توګه د افغانستان ۹۹% سلنه وګړي مسلمانان دي، چې لدې ډلې څخه له ۸۵% تر ۸۹% پورې سني او ۹% تر ۱۵% شيعه جوړوي. د ۱۹۸۰ز كال تر اخره نږدې ۳۰۰۰۰ څخه ۱۵۰۰۰۰ پورې هندوانو او سكانو هم د افغانستان په لويو او كوشنيو ښارونو لكه، كابل، جلالكوټ، كندوز، كندهار، خوست او داسې نورو كې استوګنه لرله. له دې پرته د هرات، بلخ او كابل ولايتونو كې په سلهاؤ يهود هم اوسېدل چې له كورنۍ جګړې څخه بهرنيو هېوادو ته ګډه شول، لدې ډلې څخه يواځې يو يهودي چې (زېبلون سيمينتو) نومېږي د خپل عبادتځاى ساتنې لپاره په كابل كې پاتې دى. د يادولو وړ ده، چېرې چې د شوروي تاړاك څخه هجرت كوونې افغانان له ډول، ډول ستونزو سره مخ كړل، له دې ډلې څخه يوه خطنرناكه ستونزه د لوديځو ټولنو لخوا د افغانانو عيسوي كوونه وه، چې دا ټولنې پدې وتوېدې چې هغه ډله افغانان چې له خپل دين څخه ناخبره ول، او يا يې د لوديځو هېوادو خوبونه ليدل، له خپل حق او رېښتوني دين (اسلام) سره مخه ښه وكړه او د يو څو روپو په بدل كې يې خپله لاره بدله كړه.

په دې لړ كې كله چې په ګران هېواد يو ځل بيا انګرېزي تاړاك راغې او ګران هېواد يوځل بيا د پردي تر چتر لاندې راغې، نو د تنصيري ټولنو لپاره د كار زيمنه ښه جوړه شوه، ځكه چې د امريكې ولسمشر ډبليو بوش د افغانستان او عراق پر خلاف جګړه يوه صليبي جګړه وبلله، په هيواد كې د لومړي ځل لپاره كليساګانې جوړې شوې، چې د بګرام، كندهار، جلالكوټ او د كابل ښار د اېټاليې د سفارت هغه يې د يادولو وړ دي، چې هر ه يكشنبه ورته د بهرنيو هېوادو عيسوي وګړي ورځې چې لدې كار څخه زموږ هغه ډله مرتد هېواد وال هم برخمن كېږي، چا چې د يو څو روپو لپاره خپل دين پلورلې. د عيسويت د بلنې چارې په ګران هېواد كې په نه اټكلېدونكي ډول پرمخ روانې دي، په دې اړه د هرات او بلخ علماؤ او ځايي خلكو د هغو كوريايي وګړو پر ضد چغه پورته كړه، چې د تنصيري بلنو لپاره افغانستان ته راغلي ول. په پاى كې افغان حكومت دې ته اړه شو، چې دا ډله خلك د اخلاقي فساد په نامه له هېواد څخه وشړي.

د ۲۰۰۷ كال په نيمايي كې يو ځل بيا د كوريايي كليسا ډلې د افغانستان پر لور راماتې شوې، چې لدې ډلې څخه ۲۱ كسه د طالبانو لاس ته ورغلل. دا ۲۱ كسيزه ډله چې انجونې او هلكان پكې ول، له كابل څخه د غزني پر لار، كندهار ته روان ول، چې ونيول شول. د عبدالرحمن په نامه د يوه افغان مرتد كېدنه د افغان دولت او سترې محكمې پر اسلامي مخ د شرم هغه څپېړه ده، چې ټول افغان ولس به يې د تل لپاره په ياده ولري. افغانستان چون يو بنسټيز اسلامي هېواد دى، نو لدې امله د مرتد سزا مرګ ټاكل شوې، چې د عبدالرحمن لپاره بايد اورول شوې واى، خو د افغان دولت له خولې مرتد عبدالرحمن ذهني ناروغ دى، حال دا چې دې ناروغ په خپله خوله دا اقرار كاوه ، چې زه نه ناروغ يم او نه هم څه ستونزه لرم، بلكه په خپله خوښه عيسوي (مرتد) شوې يم. كه چېرې افغان ولس په خپله ددې ناسور مخه په خپل لاس ونه نيسي، نو لرې دې نه وي، چې د ګاونډي پاكستان په څېر ددې ډلې عيسويانو شمېره له سلونو څخه مليونونو ته ورسېږي.

زده کړې

د ۲۰۰۳ زېږيز کال په پسرلي کې دا څرګنده شوه چې د افغانستان د ۷۰۰۰ ښوونځيو څخه نژدې ۳۰٪ ښوونځي په بشپړ توګه د کورنيو جګړو په پايله کې ړنګ شوي. ۱،۵٪ ښوونځي په پاکو اوبو سمبال دي او له ۴۰٪ نه لږ شمېر داسې ښوونځي دي چې څه نا څه د ناروغيو د نه خپرېدو لپاره وړ ځايونه ګڼل کېږي. د طالبانو د واکمنۍ په مهال د هلکانو زده کړو د هغوی په سياسي کړنلاره کې لومړيتوب نه درلودی او د انجونو پر زده کړو خو بنديز لګېدلی وه.

هوايي كرښې او ډګرونه

د افغانستان نامتو برېښناكوټونه

لوى لارې او سړكونه

  • كابل او شېرخان
  • كابل او كندهار
  • كابل او تورخم
  • كندهار او هرات
  • كندهار او سپين بولدك
  • هرات او تورغونډۍ

د افغانستان منظرې

دا هم وګوری

يادښتونه

نورې سرچينې

  • مير غلام محمد غبار. افغانستان د تاريخ په پېر کې، چاپکال، ۱۹۹۹.
  • Griffiths, John C. 1981. Afghanistan: A History of Conflict. André Deutsch, London. Updated edition, 2001. Andre Deutsch Ltd, 2002, ISBN 0233050531.
  • Levi, Peter. 1972. The Light Garden of the Angel King: Journeys in Afghanistan. Collins, 1972, ISBN 0002110423. Bobbs-Merrill Company, 1973, Indianapolis/New York, ISBN 0672512521.
  • Moorcroft, William and Trebeck, George. 1841. Travels in the Himalayan Provinces of Hindustan and the Panjab; in Ladakh and Kashmir, in Peshawar, Kabul, Kunduz, and Bokhara... from 1819 to 1825, Vol. II. Reprint: New Delhi, Sagar Publications, 1971. Oxford University Press, 1979, ISBN 0195771990.
  • Rashid, Ahmed (2000) "Taliban - Militant Islam, Oil and Fundamentalism in Central Asia", Yale University Press
  • Caroe, Olaf. 1958. The Pathans (about the ethnic origin of Afghans).
  • Toynbee, Arnold J. 1961. Between Oxus and Jumna. Oxford University Press, London. ISBN B0006DBR44.
  • Wood, John. 1872. A Journey to the Source of the River Oxus. New Edition, edited by his son, with an essay on the "Geography of the Valley of the Oxus" by Henry Yule. John Murray, London. Gregg Division McGraw-Hill, 1971, ISBN 0576033227.
  • Heathcote, T.A. The Afghan Wars 1839-1999, 1980,2003, Spellmount Staplehurst
  • Rall, Ted. 2002. "To Afghanistan and Back: A Graphic Travelogue" New York: NBM Publishing.

باندنۍ تړنې

پېژنڅېرې او ټولګړي مالومات

خبري وېبپاڼې

ټولنې

Teb Medical megaziene (jalalabad)

نور

دا هم وګورۍ

کينډۍ:Link FA