د "کندهار" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
و r2.7.1) (روباټ زیاتول: ne:कन्दाहार
و r2.6.4) (روباټ زیاتول: simple:Kandahar
۱۳۷ کرښه: ۱۳۷ کرښه:
[[sco:Kandahar]]
[[sco:Kandahar]]
[[sh:Kandahar]]
[[sh:Kandahar]]
[[simple:Kandahar]]
[[sl:Kandahar]]
[[sl:Kandahar]]
[[sr:Кандахар]]
[[sr:Кандахар]]

د ۱۷:۲۲, ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۱ بڼه

کندهار
قندهار

هېواد افغانستان
ولايت د کندهار ولايت
د وګړو شمېر ۴۵۰،۳۰۰
د بحر له سطحې لوړوالی ۱۰۰۰ متره
دين اسلام

کندهار (په انګرېزي:Kandahar، په دري: قندهار) د افغانستان دويم لوی ښار دی چې د افغانستان په جنوب کې د ارغنداو د سيند په دره کې پروت دی او د کندهار د ولايت مرکز دی. دغه ښار تقريبًا ۴۵۰،۳۰۰ نفوس لري. کندهار د افغانستان د تجارتي مرکزونو څخه يو مهم مرکز دی او د مالوچو (پنبې، پختې) او وچو مېوو د برار (توليد) هم ښار دی. په کندهار کې يو نړيوال هوايي ډګر هم شته. په اوس وخت کې دغه هوايي ډګر د ناټو هډه ده. دغه هوايي ډګر چې په ۷۰ کلونو کې جوړ شوی په منځنۍ آسيا کې تر ټولو لوی هوايي ډګر دی.

تاريخ

د کندهار ښار په څلورمه مخ زېږيزه پېړۍ کې د ستر سکندر لخوا تاسيس شوی. ستر سکندر دغه ښار ته د اسکندريا نوم ورکړ.

لرغونې زمانه

د اشوک کتيبه چي په کندهار کې پيدا شوه

کندهار تر ۳۰۵ کال عيسوي سنې مخکې د سلوکيانو حکمران په لاس کې وو. په ۳۰۵ عيسوي سنې مخکې کال کې سېلوکوس نيکاتور پر پنجاب بريد وکړ او اردو يي د هندي حکمران د چندر گپت موريا لخوا ماته وخوړله. تر جګړې وروسته سلوکوس نيکاتور او چندر گپت موريا يو د شولې تړون لاسليک کړ او د تړون په اساس سلوکوس نيکاتور چندر گپت موريا ته جنوبي افغانستان ورکړ او چندر گپت موريا ۵۰۰ فيلونه سيلوکوس نيکاتور ته وړکړ. په ۲۶۰ کال عيسوي سينې مخکې اشوک د خپل ورورونو تر وژلو وروسته د هندوستان حکمران شو. کله چې اشوک پر شاهي تخت کښيناست نو د کالنګا پر پاچايي يي بريد وکړ. اشوک تر خونړي جګړې وروسته د هندوييزم په ځاي يې بوديزم غوره کړ. اشوک په ډبره کي خپل هدايت نامه هک کړ. دغه هدايت نامه چې په آرامي او يوناني ژبو کې ليکل شوي دي په کندهار کې پيدا شو. په ۷ پېړۍ عربي پوځ کندهار ته ورسېده او په افغانستان کې اسلامي دوره پېل شوه.

حاجي ميرويس خان هوتک

د ميرويس نيکه مقبره

په ۱۸ پيړۍ کې د افغانستان د صفوي دولت په لاس کې وه. ددي دولت مشر په کندهار کې د ګورګين خان په نامه يادېدئ. ګورګين خان پر پښتانو ډېر ظلمونه کول. نو په دي وخت کې د پښتنو مشران سره راټول شوه او يوه لويه جرګه يي جوړه کړه. هغه وو چې په ټولو يي حاجي ميرويس خان د قوم په مشري وټاکه. حاجي ميرويس هوتک د پښتنو سره لاس يو کړ. په اول کې يي ګورګين خان ته نصيحت وکړ خو هغه ونه مانه. ځکه يي د ګورګين سره جګړه پېل کړه. په دغه جګړه کې ګورګين خان ووژل شو. تر جګړې وروسته په ۱۷۰۹ کال کې بښتانه د پر ديو د لاسه خلاص شول. کله چې پښتنو د دښمن د لاسه خپله آزادي واجيسته نو يي د ميرويس خان څخه غوښتنه وکړه چې د پاچاهي چاري پر غاړه واخلي. حاجي ميرويس خان په خټه هوتک او د ښالم خان زوي وو چې په ۱۷۱۵ کال کې وفات شو. مقبره يي د کندهار په کوکهان کې پروت ده. په ۱۷۳۶ کال کې نادر شاه افشار پر کندهار بريد وکړ او په ۱۷۳۸ کال کې دغه ښار د نادر شاه د اردو لخوا نيول شو او پارسي اردو د ناضر شاه په هدايت کندهار ته لمنخه ور کړ. ناضر شاه غوښتل پر کابل بريد وکړي او د دي په سبب يي په کندهار کې خپل مقر جوړ کړ. په دي وجت کې په کندهار کې لوي قيام پېل شو. مګر د نادر اردو مخالفينو ته ماته ورکړه او نادر شاه کولاي شول خپل اردو کابل ته ولېږل.خداي تعلي (ج)دي فردوس جنتونه ور په برخه کړي او دده روح دي تل ښار وي.

احمد شاه بابا

د لوي احمد شاه بابا مقبره

د نادر شاه تر وژل وروسته په ايران او افغانستان کې يو سم منظم حکومت وجود نه درلود. يو جوان قوماندان چې نوم يي احمد خان ابدلي وو د نادر د مرګ ځخه ګټه واخيست او اردو ټول کړ او کندهار ته ولاړ. څو هغه وو چې د کندهار د شير سرخ بابا په زيارت کې د پښتنو مشران سره را ټول شوه او يوه لويه جرګه يي جوړه کړه. په دي جرګه کې ډېرې خبرې وسوې څو هغه وو چې د دي زيارت ملنګ صابر شاه د غنمو يو وږي را واخيست او د احمد شاه بابا په لنګوټه کې يي ورجګ کړ او احمد شاه بابا يي په پاچاهي وټاکئ احمد شاه بابا په کندهار کې خپا مقر جوړ کړ او کندهار بيا د افغانستان دولت پايتخت (پلازمېنه) شو. احمد شاه بابا په ۱۷۷۳ کال کې پسله شپږويشتوکالو پاچاهۍ څخه وفات او مړ شو او په کندهار کې د خرقي شريقي د تعمير ترڅنګ ښخ شو خداي تعلي (ج)دي فردوس جنتونه ور په برخه کړي او دده روح دي تل ښار وي.

۱۹ پيړۍ

د کندهار جګړه په ۱۸۸۰ کال کې
افغاني وسله والان

په ۱۸۳۹ کال کې د افغان-انګرېز لومړۍ جګړه پيل شوه. د ۱۸۳۹ کال د جولاي پر ۲۵ انکرېزي پوځ کندهار ته ورسېده او کندهار د انګرېريانو لخوا نيول شو. په ۱۸۴۲ کال کې انګرېزي پوځ د افغانانو لخوا ماته وخوړله. په ۱۸۷۸ کال کې انګرېزي پوځ بيا پر افغانستان بريد وکړ او د افغانستان څو ښارونه يي ونيو. د کندهار جګره د انګرېزي او افغاني پوځ په منځ کې وروستي جنګ وو. دا جګړه د ۱۸۸۰ د جولاي پر ۲۷مه پيل شوه او تقرابًا ۳۰۰۰ عسکران وژل شول. دا جګړه د ۱۸۸۰ د جولاي پر ۲۷مه د کندهار د ميوند په ولسوالۍ کې پېښه شوېده چې په آسيا کې ېې د برتانوي واک د اختتام او د ختيځو ولسونو د آزادۍ غوښتونکو پاڅونونو اساس کښېښود . د جنرال ډانلډ سټيوارټ په قومانده دوولس زره کسيز پوځ د ۱۸۷۸ کال د نوامبر پر ۲۱مه د کندهار د پښين ولسسوالۍ ته داخل او ښار تر يوې نيمي مياشتي وروسته يعنې د جنورۍ پر اوومه سقوط وکړ . په سمله او لندن کي د افغانستان څخه د کندهار د بېلتون پلانونه تر غور لاندې وو څو چې انګريزانو د ۱۸۸۰ د اپريل پر لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې کندهار نور نو له افغانستانه بيل شو او شيرعلي د مهردل خان زوي به د « کندهار او ورپورو سيمو د خپلواک والي » په توګه د کندهار چارې پر مخ بيايي . په کندهار کې د انګريزانو سياسي افسر ډګروال سنټ جان د مې پر يوولسمه يوه لويه غونډه راوبلله او د کندهار ولس يې لدې اقدامه خبر کړ . سنټ جان د دې غونډې پر مهال شېر علي « د کندهار او ورپورو سيمو والي » اعلان کړ ( والي هغه چا ته ويل کېده چې په کورنيو چارو کې به خپلواک او په بهرنيو چارو کې به د برتانويانو تابع و د کندهار ټولې سيمې د انګريزي پوځ لخوا ساتل کېدې . دا مهال په ټول هيواد منجمله کندهار کې د انګريزانو پر ضد جهاد او غزا د شدت په حال کې وه چې د انګليس- افغان دوهمه جګړه بلل کيږي . په دې بهير کې د هيواد په شمال او جنوب کې د سلطنتي کهول څخه دوه ځوانان را ښکاره شول چې مخ پر کابل د يون په حال کې وو . عبدالرحمن خان د امير محمد افضل خان زوي له تاشکنده او محمد ايوب خان د امير شيرعلي خان زوي له هراته په سوقياتو بوخت ول . لومړنى يون « محتاطانه » لاکن دوهم يون « جګړه ييز» و . انګريزانو د دې نوو پرمختياوو په ليدنه او شننه سره عبدالرحمن خان غوره کړ چې په عين حال کې د روسيې ملاتړ او رضاءيت هم ورسره مل و .مرستيال واکمن ( وايسرا ) کله چې عبدالرحمن خان د کندهار تر غوښتلو تير شو ، نو سټيوارټ ته صلاحيت ورکړ چې عبدالرحمن « د کابل او ورپورو سيمو» د امير په توګه رسمأ ومني او هغه هم کله چې عبدالرحمن لا په چاريکار کې و ، د ميوند له جګړې نه فقط پنځه ورځې مخکې د ده په غياب کې هغه د کابل او مربوطه سيمو واکمن اعلان کړ .

جهاد په کابل ، مشرقي ، جنوبي ، غزني او کندهار کې شديدأ جاري و . په بېل کړاي سوي کندهار کې چريکي عمليات د شدت په حال کې وو . پر انګريزانو او د هغوي پر رسد او کاروانونو پرله پسې حملې کېدې څو چې باالاخره انګريزان د ښار په څلورو ديوالو کې د کلابندۍ په حال کې راغلل مخورو او مشرانو ايوب خان ته پرله پسې احوال ورکاوه چې ملت عمومي پاڅون ته چمتو دى . د هرات او ورپورو سيمو ولس د ۱۸۸۰ په جون کې د ديني علماوو په فتوا سره ايوب خان د افغانستان د امير په توګه وټاکيً او د ده په نوم يې خطبه وويل . پدې توګه د انګريزانو پر ضد جهاد اعلان شو او ګڼ شمير ملي مجاهدين مخ پر کندهار او کابل راوخوځېدل.

د کندهار پوځي قوماندان جنرال بوروز او سياسي افسر ډګر وال سنټ جان ته د ۱۸۸۰ د جولاي پر دوولسمه خبر راغيً چې د ايوب خان د پوځ مخکښه ځواک « واشېر» ته رارسېدلي او دى پخپله هم له هغه نه ډير ليري نه دى . د جولاي پر شلمه يو برتانوۍ غونډ هلمند ته ولېږل شو او په همدې ورځ د ملي مجاهدينو دغه لښکر هم د ميوند دښت ته راورسېد.

۲۰پيړۍ

د طالبانو وسله والان په ۱۹۹۴ کال کې کندهار ته ورسېدل

په ۶۰ کلونو کې په کندهار کې د امريکايي انجنيرانو لخوا لوي نړيوال هوايي ډګر جوړ شو. دغه هوايي ډګر په مرکزي آسيا کې تر ټولو لوي هوايي ډګر دي. کله چې شوروي پوځ په ۱۹۷۹ کال کې پر افغانستان بريد وکړل نو د کندهار هوايي ډګر يي ونيو او کندهار د شوروي قومانداني مرکز شو. په ۱۹۹۲ کال کې کندهار د مجاهدينو قوماندان ګل آغا شيرزي په لاس کې وو. په ۱۹۹۴ کال کې د طالبانو وسلوالان د پاکستان څخه کندهار ته راغلل او په دي ښار کې يي خپل مرکز جوړ کړل. طالبان جنايي انسانان او قوماندانان چې پر افغانانو ډير ظلمونه کول ووژل. په ۲۰۰۱ کال کې کندهار د امريکايي پوځ لخوا ونيول شو.

د کندهار يادګرونه

د کندهار زوړ ښار چې د کندهار په مرکز کې دي د زړي کلا پواسط چاپيرسوي وه چې په دغه کلا کې شپږ دراوزې لري. د زوړ ښار په مرکز کې زوړ بازار پروت دي. سلطان بابر په ۱۶ پيړي کې د خپل برياليتوب په ياد د چل زيني معبد په سرپوزي کې جوړ کړ. د کندهار يو ډېر مقدس ځاي د خرقې شريف زيارت دي چې په هغه کې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم جامې پرتې دي. او دهغه ځنګ چې د احمد شاه بابا مقبره پرته ده. همداراز د کندهار د کوهکران په سيمه کې د ميرويس هوتک د مقبرې لرغوني وداني وجود لري. په ۱۹۹۹ کال کي د ملا عمر په هدايت يو جومات چې د حضرت عمر بن خطاب جامعه په نوم يادېږي جوړه شوه.


د کندهار عکسونه

سرچينې

  • MAREK, Jan. Dějiny Afghánistánu. Praha : Nakladatelství Lidové noviny, 2006. ISBN 80-7106-445-9.
  • MAREK, Jan. Afhánistán. Praha : Nakladatelství Libri, 2003. ISBN 8072771280.