د "د کارن خبرې اترې:Kanay" د بڼو تر مېنځ توپير

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
←‏سلامونه: نوې برخه
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
۱۰۲ کرښه: ۱۰۲ کرښه:


--[[کارن:Ahmed-Najib-Biabani-Ibrahimkhel|Ahmed-Najib-Biabani-Ibrahimkhel]] 23:37, 3 جون 2011 (UTC)
--[[کارن:Ahmed-Najib-Biabani-Ibrahimkhel|Ahmed-Najib-Biabani-Ibrahimkhel]] 23:37, 3 جون 2011 (UTC)

== کاڼی صيب سلامونه ==

محترم لیکوال کاڼی صيب هيله ده چې زما لیکنه ولولۍ او سترګې ترې وانه ړوۍ . محترمه دلته هر څوک لیکل کوي چې ويکيپېډيا معياري ، بې پرې ورغوي تاسو د ولسي جرګې د غړو ، خپل د ځينو پېژندګليو لیکوالو ، هنرمندانو او يا سياستوالو پېژندګلوي د شخصي پاڼې يا مجلې په توګه پر مخ وړۍ چې دا د پوهنغونډ لپاره غیر معياري بڼه ده لطفآ تاسو دې اړخ ته پام وکړئ ستاسو لیکنه د رڼا ترين په هکله ناسوبه ستاينيزه بڼه لري زه يې بيا سموم هيله ده چې په هماغه ډول ېې پرېږدۍ .
په درنښت
ګل خان

د ۱۳:۲۶, ۱۸ ډيسمبر ۲۰۱۱ بڼه

قدرمنه کاڼی صيب السلام عليکم!

تر هر څه دمخه روغتيا او ځانجوړي مو غواړم.

قدرمنه! عرض دا دی چې دغه لانديني سرليکونه هېڅ کوم ډول مالومات نه لري که چېرته تاسو وخت لری او تاسو ته زيار نه درپېښېږي نو همدغو لاندينيو سرليکونو ته يو څو کرښې مالومات وليکۍ.

ډېره مننه!

--افغان خان 04:13, 27 سېپتمبر 2009 (UTC)

السلام عليکم

قدرمنه کاڼی صيب السلام عليکم!

خدای مو روغ او جوړ لره. ويکيپېډيا کې ستاسې زياتونې د قدر وړ دي. خو عرض دا دی چې که چېرته تاسو د ځينو سرليکنو په ليکلو کې لږ څه دقت وکړی نو دا به زموږ کار آسانه کړي. لومړی دا چې تاسې د پاړسي ژبې ګ کاروۍ او که د دغه ګاف پر ځا د پښتو ژبې ګ وکاروۍ دا به زموږ کار راته آسانه کړي. دويم دا چې تاسو يوه ليکنه په څو څو نومونو دوه ځلي خپروۍ، لکه ساري په توګه د تولستوی په نامه مو يوه ليکنه خپره کړې وه چې بيا مو بله ليکنه د تولستوی د بشپړ نوم تر سرليک لاندې بله ليکنه خپره کړې وه چې مېنځپانګه او شخصيت دواړه يوه موضوع ده. که چېرته تاسو داسې کار و نه کړۍ نو زموږ کار به مو راته آسانه کړی وي. هېره دې نه وي چې تاسې ځينې مالومات د بي بي سي د پښتو وېبپاڼې نه کټ مټ دلته خپاره کړي، که چېرته له دغه کار نه هم صرف نظر وکړو نو دا به ښه ځکه وي چې موږ حق نه لرو د نورو وېبپاڼو نه د هغوی د اجازې نه پرته ليکنې يې دلته خپرې کړو، په دغه باب هم يو څو شکايتونه تر ما رارسېدلي. چې ما هم د مجبورۍ له مخې ړنګې کړي. د ويکيپېډيا مېنځپانګه وړيا ده او هر څوک په ليکنو کې زياتون او لنډون راوستلی شي، چې همدا کار د دې سبب شوی چې ځينې پښتانه ليکوال زړه نه ښه کوي چې په ويکيپېډيا کې خپلې ليکنې خپرې کړي.

تر دې دمه همدومره، خدای مو پخپلو چارو کې بريالی او د پاک الله نه ستاسو روغتيا غواړم.

په ډېر درنښت

--افغان خان 15:06, 23 ډيسمبر 2009 (UTC)

يو ځل بيا سلام

قدرمنه کاڼی صيب يو ځل بيا سلامونه!

ستاسو د بې ځنډه پيغامونو نه مننه کوم. زه ستاسو د نظرونو هر کلی کوم. زه به خپل کوشش وکړم چې هغه ليکنې چې په پاړسي او په اردو او يا هم په کومه بله ژبه ليکل شوي هغه يا ړنګې او يا هم پښتو ته وژباړم، يو څه وخت دمخه مې د ويکيپېډيا په لومړي مخ باندې د ويکيپېډيا د ليکوالو د پام را اړولو په موخه د ژباړې لپاره نومېدلي مخونه ټول په يوې وېشنيزې کې سره راټول کړل او له ټولو نه مې غوښتنه هم دا وه چې د نورو وېبځايونو نه د مقالو او ليکنو د کاپي کولو پر ځای په علمي او تخنيکي لور ته پام ور ډېر کړي او هغه ليکنې چې د ژباړې لپاره نومېدلي هغه وژباړي، خو په دغه باب مې هېڅ کومه مثبته پايله و نه ليدله، نو اوس به زه همداسې وکړم چې هغه ټول مخونه چې د ژباړې لپاره نومېدلي د هغو ټولو مېنځپانګه به ليرې کړم، او يواځې پښتو سرليکونه به يې په دې تکل پرېږدم چې کېدای شي په راتلونکي کې څوک دغه تشه ډکه کړي.

که چېرته تاسو کوم بل وړانديز لری نو زما سره يې شريک کړی، زه غواړم چې د نوؤ ليکنو چوکاټ چې په لومړي مخ کې دی، هغه هم ړنګ کړم تر څو ځينې ورانکاران و نه شي کولای چې دلته ګډوډي جوړه کړي.

په درنښت

--افغان خان 10:43, 24 ډيسمبر 2009 (UTC)

کاڼي صيب ته يو وړانديز

محترم کاڼی صاحب السلام عليکم!

ګرانه وروره ستاسو ليکنې او زياتونې د قدر وړ دي. خو د ويکيپېډيا د تګلارې له مخې بايد د پوهنغونډ ټولې ليکنې بې طرفه او بې پرې وي. که چېرته موږ په يوه ژوندليک کې د يوه ليکوال او بل ليکوال او يا هم ټولو ليکوالو سره تکړه، خوږژبی او نور صفتي القاب وکاروو نو د ليکنې تول خرابېږي او د ويکيپېډيا د تګلارو نه سرغړونه ده. تاسې کولای شی خپلې ليکنې پرته د اضافي اوصافو نه وليکۍ. دا يوه غوښتنه ده له تاسې نه چې خدای دې تاسو په دې نه خپه کوي. بله خبره چې روښانه ده هغه دا ده چې د هرې ليکنې د سمولو په چوکاټ کې په پای کې ليکل شوي چې که چېرته تاسو نه غواړۍ چې ستاسو په ليکنه کې څوک لاسوهنې او بدلون راولي نو لطفاً يې دلته مه خپروۍ. د دې مطلب دا دی چې د ويکيپېډيا ليکنې وخت په وخت نوې کېږي او بدلون پکې راځي. او دا بدلون هر څوک پکې راوستلای شي.

خدای دی وکړي چې تاسو ويکيپېډيا پرې نږدۍ او په راتلونکي کې د هرې ليکنې په اړه کومه پوښتنه يا اعتراض ولرۍ د هماغې ليکنې د خبرواترو په مخ کې ورباندې بحث وکړۍ. او يا هم د ويکيپېډيا د مدير نه مرسته وغواړۍ.

په ډير ادب

خان ګل

خپله رايه ورکړۍ

سلامونه

لطفاً د Portal د پښتو انډول لپاره رايه ورکړۍ. د رايې د ورکولو لپاره تاسې دا کوډونه کارولی شی.

  • د portal لپاره د ور د لغت د غوره کولو لپاره دا لاندې کوډ وليکۍ:

| {{ملاتړ}} || {{بډ}}|| {{بډ}}|| {{بډ}} || --~~~~

  • د portal لپاره د تانبه د لغت د غوره کولو لپاره دا لاندې کوډ وليکۍ:

| {{بډ}} || {{ملاتړ}}|| {{بډ}}|| {{بډ}} || --~~~~

  • د portal لپاره د تمبه د لغت د غوره کولو لپاره دا لاندې کوډ وليکۍ:

| {{بډ}} || {{بډ}}|| {{ملاتړ}}|| {{بډ}} || --~~~~

  • د portal لپاره د دړه د لغت د غوره کولو لپاره دا لاندې کوډ وليکۍ:

| {{بډ}} || {{بډ}}|| {{بډ}}|| {{ملاتړ}} || --~~~~

--Ahmed-Najib-Biabani-Ibrahimkhel 21:20, 26 می 2011 (UTC)


د ويکيپېډيا په اړه ستاسې نظر

قدرمن کاڼی صيب السلام عليکم!

د ولادمير پوتين په اړه چې کومه ليکنه دلته ده په هغې کې تاسو ليکلي:

د ټولو کاروونکو پاملرنه: له پښتو ویکیپېډیا نه خپله شخصي او انګرېزي ویکیپېډیا مه جوړوئ.

د شخصي نه مو مطلب څرګند نه دی خو د انګرېزي نه دومره پوه شوم چې د پښتو ويکيپېډيا ډېرې داسې ليکنې دي چې په انګرېزي کې دي او بايد وژباړل شي. موږ تل هڅه کوو چې د انګرېزي ويکيپېډيا د ليکنو د معيار سره سم د پښتو ويکيپېډيا ليکنې هم پرمختللې کړو. د دې چارې لپاره دغه لاندينۍ موخې په نظر کې نيول کېږي:

  1. په پښتو ژبه د کره او پراخو سرچينو د نشتوالي پخاطر د انګرېزي ويکيپېډيا نه هغه بې پرې او بې طرفه ليکنې پښتو ته ژباړل کېږي چې ګټه يې ټولو ته وي.
  2. د سايسنس په ډګر کې د انګرېزي ويکيپېډيا د ليکنو نه ګټه اخيستل کېږي.
  3. د جغرافيايي سيمو په اړه مالومات هم د انګرېزي د ويکيپېډيا نه کاپي کېږي.
  4. د افغانستان اړونده مالومات بايد د افغاني بې طرفه منابعو نه راټول او بيا د يوې مقالې په توګه په ويکيپېډيا کې خپرې شي.
  5. زما په نظر د دينونو او فلسفې اړونده مالومات هم بايد بې پرې وي، چې لوستونکي ته د فکر کولو او بيا د خپل خوښې د دريځ ټاکلو موقع وربرابره کړي.

که چېرته تاسې د داسې کوم څه په اړه نيوکې او ګوتنيونې لرۍ چې هغه ستاسې په نظر کره او يا سم نه دي نو تاسو کولای شی چې د اړوندې موضوع د خبرواترو په مخ کې د بحثونو له لارې پېښې شوې ستونزې حل کړۍ. هېره دې نه وي چې پښتو ويکيپېډيا د هېچا شخصي پاڼه نه ده. دا د ټولو پښتنو ګډه پاڼه ده چې ټول په ګډه کولای شي چې د پوهې او علم په بېلابېلو برخو کې د مالوماتو په راټولولو سره يو هر اړخيز پوهنغونډ (دايرة المعارف) جوړ کړي.

--Ahmed-Najib-Biabani-Ibrahimkhel 18:00, 2 جون 2011 (UTC)

سلامونه

ډېر ګران او قدرمن کاڼی صيب السلام عليکم!

ستاسې پيغام مې ولوسته او ستاسې په مطلب پوره پوه شوم. ستاسې ټولې خبرې سمې دي. موږ به هڅه وکړو چې د انګرېزي مېنځپانګې ليکنې لرې کړو او پر ځای يې د پښتو ژبې لنډ مالومات ځای پر ځای کړو. که چېرته چا غوښتل چې يوه ليکنه نوره هم پرمختللې او مخکښه کړي نو بيا کولای شي چې د انګرېزي او يا هم په هره ژبه چې يې خوښه وي مالومات راغونډ کړي بيا يې وژباړي او په پښتو ويکيپېډيا کې يې خپرې کړي. موږ دا هم هڅه کوو چې په ورکنومي توګه څوک و نه شي کولای چې پخپل سر په ليکنو کې لاسوهنې وکړي او د همدې لپاره د ويکيپېډيا ليکنې د ورکنومو او نوو کارنانو د سمونو نه ژغورو. که چېرته څوک په يوې ليکنې کې سمونې او کره کتنې ترسره کوي نو بايد ځان ته کارن نوم ولري ترڅو د نوموړي کس له لوري د ايډټونو او سمونونو پته هم ولګېږي. د دې وروسته که چېرته ستاسې په ليکنو کې خپلسري لاسوهنې کېږي نو پازوالانو ته خبر ورکړۍ او يا هم د هماغې ليکنې د خبرو اترو په مخ کې خپل دريځ روښانه کړۍ. تاسې په دې هم ډاډه اوسۍ چې تاسو کولای شی چې د روسي ژبې نه ډېرې ګټورې ليکنې پښتو کولای او بيا يې دلته خپرولی شی.

موږ غواړو چې تاسې تل د ويکيپېډيا سره مرسته وکړۍ، په ځانګړي توګه د تاريخ او جغرافيې په برخه کې. تاسې چې په روسي ژبې پوره لاسبری لری نو کولای شی چې د روسيې د بېلابېلو جغرافيايي سيمو مالومات، د سيمو نومونه، د هغه هېواد د بېلابېلو ژبو، د هغه هېواد د نومياليو او مخکښانو مالومات په پښتو ژبه دلته خپاره کړۍ. خدای دې وکړي چې زما په خبرو مو سر نه وي خوږ شوی، لنډه دا چې که چېرته کوم ورانپوهاوی ترمېنځه شوی وي نو بخښنه دې وي.

--Ahmed-Najib-Biabani-Ibrahimkhel 23:37, 3 جون 2011 (UTC)

کاڼی صيب سلامونه

محترم لیکوال کاڼی صيب هيله ده چې زما لیکنه ولولۍ او سترګې ترې وانه ړوۍ . محترمه دلته هر څوک لیکل کوي چې ويکيپېډيا معياري ، بې پرې ورغوي تاسو د ولسي جرګې د غړو ، خپل د ځينو پېژندګليو لیکوالو ، هنرمندانو او يا سياستوالو پېژندګلوي د شخصي پاڼې يا مجلې په توګه پر مخ وړۍ چې دا د پوهنغونډ لپاره غیر معياري بڼه ده لطفآ تاسو دې اړخ ته پام وکړئ ستاسو لیکنه د رڼا ترين په هکله ناسوبه ستاينيزه بڼه لري زه يې بيا سموم هيله ده چې په هماغه ډول ېې پرېږدۍ . په درنښت ګل خان