د "شهسوار سنگروال" د بڼو تر مېنځ توپير
د سمون لنډیز نسته |
د سمون لنډیز نسته |
||
۱۵ کرښه: | ۱۵ کرښه: | ||
[[وېشنيزه:پښتانه ليکوال]] |
[[وېشنيزه:پښتانه ليکوال]] |
||
[[وېشنيزه: |
[[وېشنيزه:سياستوال]] |
||
[[وېشنيزه:پښتانه]] |
[[وېشنيزه:پښتانه]] |
||
[[وېشنيزه:افغانان]] |
[[وېشنيزه:افغانان]] |
د ۱۸:۵۳, ۲۶ نومبر ۲۰۱۱ بڼه
شهسوار سنګروال په ١٩٥١م کال د لغمان په ښکلی او شاعرانه سيمی د سنګر په کلی کښې زيږيدلی دی ٠ لومړنۍ زده کړې يې د سنګر په ښوونځي او بيا په ١٩٦٩ کال كې د روښان ليسې څخه فارغ شو٠ لوړې زده كړې يې د ادبياتو او بشري پوهنو په څانګو کښې بشپړې کړې . لومړی يې د تاريخ څانګه او بيا يې د ادبياتو پوهنځی ولوست٠ سنګروال نيازی د ښوونې او روزنې ، راديو تيلويزون ، اطلاعات او کلتور ، ودانولو چارو ، د لوړو او مسلکې زده کړو په وزارتونو کښې رسمی دنده اجرا کړی ده. په ١٩٩٢ کال پېښور ته راغی لومړی يې د احمد شاه بابا په نوم ليسه جوړه کړه او بيا يې په ١٩٩٣ کال د احمدشاه ابدالي پوهنتون تاسيس کړ او د پوهنتون د رياست چارې يې په غاړه شوې ٠ په لندن کې د افغان ادبي جرګې تاسيس او مشري ، د 'شمله' فرهنګي مهالنۍ تاسيس او مشري يې كړې ده . چاپې شوي اثار يې دادي : شمله،هوسۍ او کيږدۍ ، د شبنم ښيښه ، د نکريزو پانه ، د ډرامې تاريخ او فن ، مساپر ، د سپين غر له پاسه څانګه ، د پښتو ادبياتو معاصر تاريخ ، د تاريخ په تله کې او د تاريخي جغرافيې څرنګوالی .
د شعر څوبېلگې
اخځونه
|