د "لویه جرګه" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
و r2.7.1) (روباټ زیاتول: ckb:لويه جه‌رگه‌
۴۹ کرښه: ۴۹ کرښه:


[[az:Loya cirqa]]
[[az:Loya cirqa]]
[[ckb:لويه جه‌رگه‌]]
[[cs:Lója džirga]]
[[cs:Lója džirga]]
[[de:Loja Dschirga]]
[[de:Loja Dschirga]]

د ۱۳:۴۵, ۲۰ نومبر ۲۰۱۱ بڼه

جرګه
لویه جرګه

جرګه یوه دوديزه قبايلي غونډه ده چې پښتانه قبايل د خپلو ستونزو د هوارۍ لپاره ېې جوړوي. دا چې د افغانستان د ټولنې سیاسي ، او ټولنيز جوړښت په قبايلي لرغونو دودونو سمبال دی نو د همدې لپاره د پېړيو پېړيو راهيسې دغه دوديزه لويه جرګه په افغانستان کې د هر اړخيزو زده کړنځايونو (انسټيټيوشنونو) لکه کورنۍ او ټولنې کې يو اړين رول ګرځېدلی .

لویه جرګه

لویه جرګه په پښتو ژبې کې له دوه تورو چې یو ېې لویه د ستر په مانا او بل ېې جرګه چې دغونډې او عربي کې د شورا په مانا ده جوړه شوې . په دې وروسته لسو کلونو کې په افغانستان کې له لویو جرګو څخه د سياسي کړکېچونو د ختمولو لپاره په فرمايشي توګه کار اخيستل کېږي ، خو د څېړونکو له څېړنې داسې ښکاري چې باید د لويې جرګې دوديزه بڼه په نوې غربي الوزمه لبراله توګه ونه کارېږي ، ځکه د افغانستان په ټولنه کې پردی سياست ، پردی دود دستور او مافيايي پېښې ناکامه شوي ځکه خلک پرې اعتبار نشي کولی . د لويې جرګې د دود له مخې ټول د لويې جرګې غړي باید چې د افغانستان د کليو او بانډو څخه پوهياله روحاني سپين روبي مشران وي . همدا رنګه ېې تر څنګ د ټولنې بې پرې افغان قانونپوهان ، استادان او د کړکېچ او ستونزې عاملين په بشپړه توګه د ټولنې د دود له مخې خپل د استازو سره يوځای شتون ولري. په حق او سپينو ويناو کولو سره په پای کې د مرکو هرې پرېکړې ته چمتو او سر کېږدي . دا دود له نړېوال سياسي دود او د هغوی مدني چوکاټ څخه پدې توپیر لري چې لويې جرګې کې ټول غړي او عاملين او موغزين ېې سپينې ويناوې ، سپين ويل او بې ډاره يا خاطردارۍ د پښتونولي او اسلامي اخلاقو په چوکاټ کې په نېغه خپلې خبرې کوي ، کوم چې په سياسي لحاظ ورته پوله ايښودل شوې. دا پدې چې لويې جرګې کې پرېکړې د دود سره سم د حل د را ايستلو په موخه د نياومنتيا عملي ژمنې ته په پام سره ترسره کېږي . په لويې جرګې کې د شتمن يا نېستمن په پلوۍ او خاطردارۍ هېڅ داسې څه په پام کې نه نيول کېږي .لویه جرګه په افغانستان کې اوږد تاریخ لري.افغانان کله چې افغانان ملي ستونزو سره مخامخیږي یا هم په ملي کچه پریکړې کوي نو د لويې جرګی جوړولو غوښتنه رامنځته کېږي . دغه دود په نړۍ کې نورو هېوادونو کې نه پلي کېده ، خو نن سبا د اروپا په هر يو هېواد کې دېته ورته غونډال د ټولنې د ارواپوهنې پر بنسټ رغول شوی. دا چې لويه جرګه افغاني بڼه لري ، افغانستان کې ېې سرچينه اخيتسې، ځکه هم د جرګې او مرکې د دود ټاټوبی په نړېواله کچه افغانستان بلل کېږي . که د غربي مشرانو جرګې کور (پارلمان) کې د يوې ټولنيزې يا سیاسي کړکېچ په هکله خبرې کېږي نو تر ډېره د کړکېچ د نسبيوالي او د غربي ګروهې د حقوق بشر تر څپرۍ لاندې قانونيت ته پام نیول کېږي . همدا ډول پخوا په افغانستان کې سپين روبيو د هېواد پر کچه د هرډول ستونزو د هوارۍ پخاطر سره راغونډېدل او کومه پرېکړه چې به ېې وکړه د هېواد سياسي مشرانو ته د منلو وړ وه ، خو اوس په لويې جرګې کې فرمايشي له سره تر پای جرګې پورې سياسي غړي ، حکومتي پوځيان ، ټوپکوال د ټوپک په زور خپل سره ځانچاري خبرې او پرېکړې کوي . په دودیزه توګه په لویی جرګې کې قومي مشران برخه اخلي او سياسي څېرې ېې کوربه توب او ترجماني په غاړه اخلي . افغانان پر خپلو روحاني مشرانو د ډیرو تجربو درلودلو په خاطر بشپړ باور لري . د افغانستان ټولې ستونزې د قبايلي اړخونو د نه يووالي په ترڅ کې رامنځته شوي او د همدې لپاره د جرګې لار غوره شوې. د تاريخ په اوږدو کې دغې خواته د افغانستان حکومتوالو پام نه درلود . تل ېې قبايلي سټې ځپلي او فرمايشي پردي قانون واکانو ته ېې د ټولنې واګي په لاس ورکړي چې تر ننه د افغانستان سوله ، ثبات او ټولنيز چوکاټ ېې ټکنی کړی . قومي مشران او دکلیواو بانډو مشران دخپلو اوږدو خدمتونو، عمراو دکورنیو پخاطر په لویو جرګو کې ټاکل کیږي.

د دوديزې لويې جرګې مخينه

د دوديزې لويې جرګې کړنلارې او تګلارې

د لويې جرګې تاريخې پرېکړې د پرديو د يرغل په موقې

اوسينۍ لويه جرګه په افغانستان کې

لویه جرګه دافغانستان دخلکود غوښتنو او ارادو غوره ښکارندويي کوي چې په لاندی توګه جوړیږي. لویه جرګه له ټول هیواد څخه ۵۰۰ غړي لري.چې له دی شمیری څخه ۵۰ تنه ېې د ولسمشر لخوا ټاکل کیږي او له پاتې برخې څخه نیمايی ېې ښځې دي چې دا شمیرې دبدلون وړ هم دی . دلویې جرګې غړي دخپلواکۍ، ملي حاکمیت، ملي یووالې او دهیواد لوړو ګټو په اړه پریکړی کوی . باید ووییل شي چې همدا لویه جرګه د اساسي قانون په موادو کې بدلون هم راولي. لویه جرګه په خپل لومړي غونډې کې خپل مشر ، مرستیال او دوه دارالانشاء ټاکی. درایی په وخت کې باید د لویی جرګې زیاتي برخه شتون ولري.لویه جرګه خپل ټولې غونډې او پحثونه په ډاګه توګه ترسره کوي خو که له پنځمې برخې څخه یوه برخه ېې د سري بحث غوښتنه وکړي او دپاتې غړو لخوا تصویب شي نو دا بحثونه به په سري توګه ترسره شي . د ولسی جرګې غړي ، د مشرانو جرګې غړي همدا رنګه د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو مشران، دکابینې غړي ، د ستری محکمې مشر او غړي همدا راز دلوی څارنوالې غړي کوالای شي په لویه جرګه کې برخه واخلي خو د رای ورکولو حق نلري

د افغانستان په پېښلیک کې ځینې مهمې جرګې

۱۷۴۸ز کال اکتوبر - کندهار، د نادرآباد پوځي کلا

په مشهد کې د نادر شاه افشار له وژل کیدو وروسته، احمد شاه دراني چې د نادر افشار د غنایمو د کاروان د لېږد مشري یې پر غاړه درلوده، له هند څخه مشهد ته د تلو په مهال په کندهار کې تم شو او او په کندهار کې یی د قومي مشرانو لخوا په یوه لویه جرګه کې چې ۹ ورځې یې دوام درلود نوموړۍ د پادشاه په توګه د جرګې د ګډونوالو لخوا ومنل شو.

۱۸۴۱ز کال - کابل، د عبدالله اڅکزي کور

۱۸۶۵ز کال - کابل

۱۸۹۳ز کال - کابل

۱۹۱۵ز کال - کابل

۱۹۲۳ز کال ژمی - جلال آباد

۱۹۲۴ز کال - کابل - پغمان

۱۹۲۸ز کال - کابل - پغمان

۱۹۳۰ز کال - کابل

۱۹۴۱ز کال د سپتامیر ۲ - کابل

۱۹۴۹ز کال د نومبر ۱۴ - کابل

۱۹۶۴ز کال - کابل

۱۹۷۷ز کال د جنوري ۳۰ - کابل

۱۹۸۵ز کال - کابل د پولېتخنیک پوهنتون

۱۹۸۷ز کال د نومبر ۲۹ - کابل د پولېتخنیک پوهنتون