د "د هخامنشیانو ټولواکمني" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
و r2.6.5) (روباټ زیاتول: mzn:هخامنشیون
FoxBot (خبرې اترې | ونډې)
و r2.7.2) (روباټ زیاتول: br:Impalaeriezh an Ac'haemenided
۵۲ کرښه: ۵۲ کرښه:
[[bg:Ахемениди]]
[[bg:Ахемениди]]
[[bn:হাখমানেশী সাম্রাজ্য]]
[[bn:হাখমানেশী সাম্রাজ্য]]
[[br:Impalaeriezh an Ac'haemenided]]
[[bs:Ahemenidsko carstvo]]
[[bs:Ahemenidsko carstvo]]
[[ca:Dinastia Aquemènida]]
[[ca:Dinastia Aquemènida]]

د ۲۱:۲۹, ۱۱ نومبر ۲۰۱۱ بڼه

د هخامنشانو پاچایی


د هخامنشیانو پاچایی ( په مېخي ليک: ) د ۵۵۹ ق.م. څخه تر ۳۳۱ ق.م. پورې په نژدې ختیځ کی یو پاچایی وه چی مرکز یی د فارس په ولایت کی ( په ایران کی ) پروت وو. په دی وخت کی هم د ماد امپراطوری، لیدیه ( ترکیه )، بابل ( عراق)، باختر ( افغانستان )، یونان، او مصر د هخامنشیانو حکمرانانو په لاس کی وه. د هخامنشیانو امپراطوری په ۳۳۱ ق.م. کی د داریوش ۳ د حکومت په وخت کی د ستر اسکندر لخوا ونیول. د هختمنشیانو د واکمنی عنوان یوازې یوه تاریخی اصطلاح ده. د هخامنشیانو د حکمرانانو په وخت کی خلکو خپل هېواد د حکمران د نوم په مطابق یادوه ( مثلا : د کوروش واکمنی، د داریوش واکمنی ) دغه هېواد په یونانی متنونو کی د پېرسیس ( Persis ) نوم لری. پېرسیس په پخوانی فارسی پارسه ( ) او په عصری فارسی د فارس معنی لری.

تاریخ

د داریوش ماڼی (آپادانا)

کوروش یا ستر کوروش ( فارسی: کوروش بزرګ) د مادی امپراطوری یو تبعه وو چه د مادی د سیاستو تر زوال وروسته د مادی پر پاچا برید وکړ او په جګړه کې یی د مادی پاچا ته ماته ورکړه. کوروش د خپل بریالیتوب وروسته خپله اردو لیدیه (ترکی)، بابل (عراق) او باختر (افغانستان) ته ولیږل او خپل پاچایی یی پراخه کړه. کوروش ډېر معرفت او زغمناک امپراتور وو.کوروش عموما په بابل کښې حکومت وکړ خو په ۵۳۰ کال کې په پاسارګادا کې نوی مقر تاسیس کړ. دکوروش تر وفات وروسته زوی یی کمبوجیه ۲ د هخامنشانو پاچا شو. کمبوجیه غوښتل چه خپل ځواک تینګ کړی او د دې لپاره یی څپل ورور چه نوم یی بردیا وو، مړ کړ. په ۵۲۵ عیسوی کال مخکی کمبوجیه ۲ پر مصر برید وکړ او د مصر پاچا ته ماته ورکړه. تر جګړې وروسته ټول مصر د کمبوجیه لاس ته ورغی.مګر په دې وخت کښې د ایران په مرکز کښې قیام پېل شو او کمبوجیه مجبور شو ایران ته پریږوی. مګر په فلسطین کې یی وفات وکړ. د کمبوجیه تر وفات وروسته داریوش ۱ د هخامنشانو پاچا شو. داریوش ۱ د هخامنشانو د امپراتوری پر اقتصاد او اداری برخه کی ښه اغېره لرل. داریوش ۱ هم نوی مقر چه د تخت جمشید په نوم يادېږی، تاسیس کړ.

ژوند د هخامنشیانو په واکمنی کی

د هخامنسیانو په پاچایی کی د پاچا ماڼی مهم مرکز وو. په ماڼی کی پاچا د کوړنی سره ژوند کاوه. په دی وخت کی د هخامنشیانو حکمرانو زیات پلازمینې لرلې پاچا هر فصل د ښار څخه ښار ته کډه کاوه. پاچا په ژمی کی په جنوبی ایران ( تخت جمشید, پاسارگاد) کی او په اوړی کی په غرونو کی ژوند کاوه. د هخامنسیانو پاچا یوازې ښکاری کاوه او جګړه کاوه. د واکمنی اوسېدونکی د پاچا رعایا ول.د هخامنشیانو د حکمرانان په نظر د انسان وضع د هخامنشیانو په تولنه کی د انسان په جټه کی ول. د دی معنی دا وه چی هر حکمران باید د حکمرانانو جټه ( وینه ) ولری. په دی وخت کی هر نرینه کولای سول زیاتی ښځی ولری. د هخامنسیانو حکمرانانو په حریم کی تقریبا ۳۰۰۰ ښځو درلودل. خلکو اجازه وه چی خپلوی واده وکړی. د تبعو د اشرافو ماشومانو مجبور شول چی د پاچا په ماڼی کی ژوند وکړی او د دی لپاره د تبعو اشراف نسول کولای د پاچا په خلاف قیام وکړی.








سرچینې