د "محمد نجيب الله" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
و r2.7.1) (روباټ زیاتول: be-x-old:Махамад Наджыбула
و r2.7.1) (روباټ زیاتول: az:Məhəmməd Nəcibulla
۱۹۷ کرښه: ۱۹۷ کرښه:


[[ar:محمد نجيب الله]]
[[ar:محمد نجيب الله]]
[[az:Məhəmməd Nəcibulla]]
[[be:Махамад Наджыбула]]
[[be:Махамад Наджыбула]]
[[be-x-old:Махамад Наджыбула]]
[[be-x-old:Махамад Наджыбула]]

د ۱۸:۴۲, ۱ نومبر ۲۰۱۱ بڼه

پېژنليک
د زېږېدو نېټهاګست، ١٩٤٧
د زېږېدنې ځایکندهار, افغانستان
د مړينې نېټه٢٧ د سېپتمبر، ١٩٩٦
د مړينې ځایکابل
سياسي مالومات
د کار مودهنومبر ١٩٨٦ – اپرېل ١٩٩٢

ډاکټر نجيب الله (١٩٤٧سېپتمبر ٢٧, ١٩٩٦) د افغانستان ډيموکراټيک جمهوريت په کمونېسټي وختونو کې څلورم او وروستنی ولسمشر وه.

د بېلابېلو ډلو ترمنځ د يوه منځګړي په توګه، د يوه اغېزمن ډيپلوماټ په توګه، د يوه هوښيارميرڅي په توګه، د يوه ډاډمن مدير او د يوه پياوړي وياند په توګه، څوک چې د خپل د حکومت په شپږو مسلسلو او بدلېدونکو ناکراريو سره مقاومت کوي، دا ټول هغه ښېګڼې او لاس ته راوړنې وې چې ډاکټر نجيب الله درلودې ، خو ددې تر څنګ ډېری افغان روڼ اندي په هغه دا نيوکه لري چې د حکومت په منځ کې ېې فاشيست عناصر لکه عبدالرشيد دوستم د عوامو د ډار لپاره ساتلی و او سيکولر نظام ته ېې په يوې نالوستې او دودپالې ټولنې کې لومړیتوب ورکاوه چې ېې حکومت نور هم ټکنی شو .

هغه د ثور انقلاب د لومړۍ ورځو ټول ريفارمونه باطل کړل او د پرچميانو مارکسيستي مفکوره يې په هېواد کې پياده کړې وه. که څه هم چې د نوموړي حکومت پوځي برلاسي درلودله خو د اسلام پالو جنګياليو فشار ته يې حکومت ټينګ نه شو او همدا وه چې په (١٩٩٢ کال کې) يې واک له لاسه ووت او ډېر ژر کورنۍ جګړې پيل شوې.

زده کړې

نوموړي په ١٣٣١ کال کې خپله لومړنۍ زده کړه د کابل د ده افغانانو په لومړني ښوونځي کې پيل او په ١٣٤٢ کال يې د کابل د «حبيبيې» لېسې څخه په اعلی درجه بکولريا لاس ته راوړه.
په ١٣٤٤ کال کې د کابل پوهنتون په «M.P.C.B» کورس کې شامل شو، د دغه کورس په بری سره تر بشپړېدو وروسته په پوهنځي کې شامل شو.

پخواني وختونه، شخصي او سياسي ژوند

د ډاکټر نجيب الله د ولسمشرۍ دوره ٦ کاله وه.

ډاکټر نجيب الله د اختر محمد زوی د ١٣٢٥ کال د اسد د مياشتې په ١٥ نېټه د کابل په «مراد خانيو» کې په يوی مسلمانه دينداری پښتنې کورنۍ کې زېرېدلی دی. ډاکټر نجيب الله په کابل کې د احمدزيو غلزي پښتنو کورنۍ کې زېږېدلی. هغه خپلې زده کړې د حبيبيې په لېسه کې پای ته رسولي او وروسته بيا د کابل پوهنتون د طب پوهنځۍ کې ومنل شو او په ١٩٧٥ کال کې د هماغه پوهنځي نه طبيب وواته.

نوموړی په ١٩٦٥ کال کې د افغانستان د پرچم ګوند غړی شو، سره له دې چې دی يو ډېر پوه سړی وه خو د خپلو نورو ملګرو په مېنځ کې د تکړه جوسې له مخې د نجيب ګو په نامه مشهوره شوی وه. په ١٩٧٨ کال کې چې کله خلقيانو او پرچميانو پر سردار محمد داود خان کودتا وکړله او خلقيان د واک خاوندان شوه نو ښاغلی نجيب الله يې د هېواد نه دباندې ايران ته ولېږه او دی هلته په تهران کې د افغانستان سفير شو. خو بيا وروسته ډاکټر نجيب الله يې د دندې نه ګوښه کړ او نوموړی د روسانو تر راتګ پورې په اروپا کې اوسېده.

سياسي ډګر

په ١٩٧٧ کال کې ډاکټر نجيب الله د مرکزي کميټې غړی شو او په ١٩٧٨ کال کې د انقلابي شورا غړيتوب يې واخيست. کله چې د خلقيانو سياسي فشار پر پرچميانو زيات شو نو د هماغه وخت حکومت پرېکړه وکړه چې ډاکټر نجيب الله د هېواد څخه دباندې واستوي او په همدې توګه يې نوموړیايران ته د سفير په توګه ولېږه. او ډېرې لنډې مودې وروسته هغه د سفير له دندې نه ګوښه او په همدې توګه د افغاني طابعت نه هم بې برخې کړای شو.

کله چې روسانو په ١٩٧٩ کال کې پر افغانستان يرغل وکړ نو پدغه وخت کې ډاکټر نجيب الله هم بېرته کابل ته راستون شو. په ١٩٨٠ کال کې د خاد د ريس په توګه وټاکل شو. داسې وييل کېږي چې د خاد رياست، د ډاکټر نجيب الله د مشرتابه په وختونو کې ډېر کسان بندي کړل او په زرګونو شمېر افغانان يې په زندانونو کې وزورول او په اعدام يې محکوم کړل. بيا په ١٩٨١ کال کې نوموړي ته د سياسي بېرو بشپړ غړيتوب ورکړ شو.

په ٤ د مۍ، ١٩٨٦ زېږيز کال کې ببرک کارمل خپل د دندې نه لاس په سر شو او پر ځای يې ډاکټر نجيب الله د افغانستان ولسمشر شو. که څه هم چې کارمل د يو څه مودې لپاره د ولسمشرۍ پر چوکۍ ناست وو خو ډاکټر نجيب الله ته د ولسمشرۍ واک ورسپارل شوی وو.
د شوروي لخوا نه د ډاکټر نجيب الله د ولسمشر کېدلو ټاکل په ښکاره توګه د خاد په رياست کې د هغه د کاميابه رياست نتيجه وه، په هغه وختونو کې د خاد څارګره اداره په ټول افغانستان کې يوه واکمنه او برلاسې اداره وه.

د افغانستان جمهوريت ولسمشر ( د ١٩٨٧ نوامبر – د ۱۹۹۲ ز کال اپرېل)

د ډاکټر نجيب الله په وخت کې د افغانستان د ډيموکراتيک جمهوري دولت بېرغ. د بېرغ په نښان کې سور ستوری لېرې شوی، ماشيني غاښۍ بېرته لاندې ځای شوې او د لمر لاندې زرغون افق هم پکې څرګندې نوې نښې دي.

د ١٩٨٦ کال په نومبر مياشت کې ډاکټر نجيب الله د افغانستان ولسمشر وټاکل شو او په همدې توګه د افغانستان لپاره يوه نوې بنسټيزه کړنلاره (اساسي قانون) هم جوړه شوه. بيا په همدې وخت کې ځينې نوي ابتکارونو او زياتونو په اساسي قانون کې د افغانستا سياسي ډګر د يو ګونديز نظام نه څو ګونديز حکومتي نظام جوړ کړو، په بنسټيزه کړنلاره کې د بيان آزادۍ د ساتلو او د يو اسلامي قانون يا شرعيت پر بنسټ خپلواک قضايي نظام جوړ شو.

که څه هم چې ددغو اصلاحګانو سره سره ولسمشر چې د لوی واک او برلاسۍ خاوند وه چې د پوځ او د پوليسو د امر واکدار و خو دغه انډول د حزب وطن يا د وطن ګوند بې توله کاوه او ددغه ګوند د کنټرول نه پرته يې هېڅ نه شو کولی. حزب وطن يا د وطن ګوند په ١٩٨٨ زېږيز کال کې جوړ شوی وه. په سېپټمبر د هماغه کال ډاکټر نجيب الله د ملي روغې جوړې په نامه يو کميسيون جوړ کړ، او ددغه کميسون دنده دا وه چې د حکومت ضد جنګياليو سره اړيکې ټينګې کړي او د حکومت او د حکومت ضدو جنګياليو ترمېنځ سوله راولي. په دغو وختونو کې څه د پاسه ٤٠٠٠٠ جنګياليو سره اړيکې ونيول شوې او هغوی د حکومت بلنې ته هرکلی وويل.

په همدې توګه نجيب الله په سيمه کې خپل سياسي حيثيت ټينګ وساته تر هغه حده پورې چې مسکو يې دې ته اړ کړ چې خپل پوځونه د هېواد نه وباسي او په ٢٠ د جولای ١٩٨٧ زېږيز کال کې د افغانستان له خاورې د روسيې د وروستي سرتېري د وتلو خبر خپور شو.

دا د ډاکټر نجيب الله د ولسمشرۍ وختونه وه کله چې په ١٩٨٥ او ١٩٨٦ کلونو کې په افغانستان کې د جړې ډګر ډېر تود وه. په همدغه کلونو کې روسي پوځونو د پاکستان پولې ته څېرمه د مجاهدينو پر ضد خپل تر ټولو لوی او ګټور عمليات پيل کړي وه. د همدغو عملياتو په پايله کې په هرات او کندهار کې هم مجاهدينو دفاعي عمليات ترسره کړل.

د سياسي ژوند پيل

په ١٣٤٤ کال کې کله چې لا د «M.P.C.B» د کورس محصل ؤو، عملي سياست ته يې ودانګل. د همدغه کال په بهير کې ؤ چې د همدې کورس د درې سؤو څخه زياتو زده کوؤنکو هغه د حکومت سره د خبرو لپاره د هغه کړکېچ په هکله چی د عقرب د مياشتې د درېيمې ورځې په پايله کې پيدا شوی ؤو، د کانديدولونه وروسته وټاکه. په دغه وخت کې نجيب الله لا د هېڅ يوه سياسی بهير غړی نه وو. وروسته بيا هغه د ١٣٤٤ کال د جدي په مياشت کې د افغانستان د خلک د دموکراتيک ګوند غړيتوب تر لاسه کړ.

د خپل ګوند په نمايندګئ يې په مظاهرو، غونډو او ميټنګونو کې فعاله ونډه اخيسته او د دغه دوران د پښتو او دري ژبو يو پياوړی او سر اېستلی وياند ؤ. په پښتو او دري ژبو يې روانې خبری کولې او په انګليسی او اردو ژبو هم پوهېده. د پوهنتون په ټول تحصلي ژوند کې د داکټر نجيب الله له نوم سره ځوانان آشنا ؤ او مينه يې ورسره لرله.

له يو شمېر نورو محصلينو سره يې د ١٣٤٨ کال په اوله نيمايي کې په سياست کې د فعالې برخې اخيستنې له امله څلور مياشتې بندي شو. ١٣٤٨ کال د افغانستان په تاریخ کې د مظاهرو او اعتصابونو د کال په نوم شهرت لري.

بندي کېدل

يو ځل بيا نجيب الله له يو شمېر نورو محصلينو سره د ١٣٤٩ کال د جدي په مياشت کې له دې کبله پوره ٩ مياشتې بندي شو چې د کابل د ځينو ښاريانو له خوا د امريکې د جمهور رئيس ريچارډ نېکسن د معاون سپيرو اگنيو په موټر چې د افغانستان د حکومت مېلمه ؤ; د خوسا هګيو ګوزارونه ترسره کړي و او د هغه مخې ته ېې د امريکی رپی (بيرغ) سوی و.
دوه ځله بندي کېدلو هغه د نورمال تحصلي بهير څخه درې کاله شاته وغورځاوه. په ١٣٥٤ کې د کابل پوهنتون د طب له پوهنځي نه فارغ شو او ورپسې يې د قرغې د احتياطو د ضابطانو په غنډ کې ٦ مياشتې د عسکري خدمت سر ته رسولی دی.
د ١٣٥٦ کال د اسد په مياشت کې يې د افغانستان د خلک د دموکراتيک ګوند د مرکزي کوميټې غړيتوب تر لاسه کړ او د کابل ښار د ښاري ګوندي کوميټی مشر وټاکل شو.

شخصي ژوند

په ١٣٥٣ کال کې يې واده کړی او درې لوڼی د هيلې، اونۍ او موسکا په نومونو لري. هغه د ١٣٥٧ کال د ثور د مياشتې له بدلون نه وروسته، په داسې حال کې چې د کابل ښار د ګوندي کميټی منشی ؤ، د کابل ولایت دولتی کميټی مسئوليت يې هم په غاړه درلود. له رژيم سره د سياسی اختلاف په وجه د ١٣٥٧ کال د سرطان په مياشت کې په ايران کې د افغانستان د دموکراتيک جمهوريت د لوی سفير په حيث وګمارل شو او وروسته بيا د همدغه کال د تلې د میياشتې په نيمايي کې له رژيم سره د سياسي اختلاف د ژوروالي له امله د سفارت له دندې څخه ګوښه کړی شو. د همدې اختلاف له مخې اول يوګوسلاويې بيا (فرانسې) او بيا بېرته يوګوسلاويې ته ولاړ. شهيد نجيب الله د ١٣٥٨ کال د جدي د مياشتې په ٢١ مه نېټه بېرته خپل وطن ته راستون شو او د دولتي خدمتونو د اطلاعاتو (خاد = خدمات امنيت دولتي) د رئيس په توګه وټاکل شو او د دې تر څنګ يې د قبائيلي چارو د سمون د کميسيون مسئوليت هم په غاړه درلود.

د ١٣٦٠ کال د زمري په مياشت کې يې د ګوند د مرکزي کميټی په يوه پراخه غونډه کې د ا.خ. د. گ. د سياسي دفتر غړيتوب تر لاسه کړ.

سياسي وړتوبونه

د ډاکټر نجيب الله د ولسمشرۍ دوره ٦ کاله وه.

ډاکتر نجيب الله دخپل دوران يو سر ايستلی وياند او سياست پوه ؤ . دده په وينا عام خلک ښه پو هيدل او په خلکو کی يی ژوره جاذبه لرله. نجيب الله دخپل وطن او خلکو زړه ورسپاهی ، مهربان ، صابر ، استوار او د يو پيش بين او نوښت گر شخصيت خاوند ؤ. هغه لکه په کوم ډول چه خلکو ته يی لارښؤونه کوله ، دخلکو او شرايطو څخه يی زده کړه هم کوله . دهمدغی زده کړی په نتيجه کی ؤ چې هغه د١٣٦٤ کال په اوږدو کې دافغانستان دبحران دحل دپاره دکورنی او بهرنی وضعی دعينی کرکتنې او تجزيې نه وروسته ځان ته معينی طرحی او نظريه پيدا کړی وه . دغه نظريه چې وروسته بيا په گوند او خلکوکې په يو فکري خط بدله شوه - دايديولوژيکي چوکاټونو نه فاصله نيول او په عمل کې دتيرو تپل شوو ايديالوژيکي چوکاټونو پريښؤول، په سوله ايز ډول د افغانستان دلانجی حل، په جگړه کې دښکيلو خوا و تر مينځ د ديالوگ او خبرواترو لاره پرانستل، دافغانستان څخه د شوروي دنظاميانو دوتلو دپاره زمينه برابرول، دسياسي پلوراليزم پر بنسټ ددموکراسۍ رواج او په عمل کی پلی کول - دغه نظريه دډاکتر نجيب الله له خوا دگوند دسياسی دفتر په غونډو کې او همدا راز دشوروی دوخت مقاماتوته په هر اړ خيزه ډول توضېح شوی وه او همدا راز يې دشوروي دوخت مقاماتو ته په ښکاره ويلي ؤ چې دغه نوی سياسی دريځ به د اړينو بدلونونو سره غبرگ د دواړو هېوادونو په گټه وي .

نجيب الله د١٣٦٤ کال دحوت دمياشتې په پيل کې ددولتي خدمتونو له اطلاعاتي ادارې نه ګوښه کړی شو او د دې سره د ګوند د مرکزي کميټې د دارالانشاء د منشي په توګه او بيا د ١٣٦٥ کال د ثور دمياشتې په ١٤ مه نېټه د ګوند په اتلسم فوق العاده پلنوم کې د ګوند دعمومي منشي په توګه وټاکل شو. د دې نوي مشرتابه له ټاکلو سره سم د ګوندي او دولتي سياست لور بدل شو . ډاکتر نجيب الله وروسته له دی چې د ګوند عمومي منشي وټاکل شو، د خلکو د غوښتنو او د ګوند په ليکو کې د سالم تفکر د خاوندانو په پلوي او دهېواد د عينی واقعيتونو پر بنسټ خپله طرحه چې په حقيقت کې دشخړو د هوارؤلو نوې لاره وه او د ژورې انساني محتوی په لرلو سره، له جګړې نه د افغانانو د ژغورولو او دتلپاتې سولې ور په برخه کولو یواځنۍ لاره وه، د ١٣٦٥ کال د مرغومي دمياشتې په ١٣ مه نېټه په ګوندي جلسه کې د يو ستراتيژيک هدف په توګه وړاندی کړه، چې په پای کې د غونډی دګډونکو له خوا تصويب شوه، او دهمدغې ورځې د غرمې نه وروسته په يوې درنې افغاني غونډه کې چې سرايستلي ګوندي او غېرګوندي مشران په کې راټول شوي وه، د ملي روغې جوړې دغه رغنده نوښتګر سياست د ډاکتر نجيب اله له خوا رسماً اعلان شو. او په عمل کې د ١٣٦٥ کال د مرغومي په ٢٥ مه نېټه يو اړخيز اوربند ېې اعلان او د دغې انساني مشی پلي کېدل يې پيل کړل. همدا ډول د نوي سياست څخه په پيروي د همدغه کال د دسلواغې د مياشتې په لومړۍ نېټه دسياسي بنديانو دآزادولو په هکله د ډاکتر نجيب الله له خوا دبښنې عمومي فرمان صادر شو، چې دهغه په اساس په زر ګونو بنديان خوشې کړی شول. د ملي روغې جوړې سياست هغه وخت په لاندنيو څلورو ستنو ولاړؤ  :

  1. له پوځي پلوه په ټول افغانستان کې دسولې بسيا کېدل (يعنې د وسلې ټولول او يوې قانوني افغاني مرجع ته ورسپارل .)
  2. په سياسي ډګر کې اېتلاف ، سياسي پلوراليزم، دموکراسي او پراخ بنسټه حقوقي اداره جوړول .
  3. له اقتصادي اجتماعي پلوه د اقتصاد دټولو ډولونو همزمان ممکنه وده او پر مختيا او د آزاد بازار د اقتصادي سيستم غښتنوالی .
  4. د ملي روغې جوړې په خپرونه کې درې مسئلې دړومبني عملي اقدام په توګه په ګوته شوي وې
  5. يو شپږ مياشتنی يو اړخيز اوربند .
  6. د وسله وال اپوزيسون په ګډون « دملي وحدت حکومت » جوړول.
  7. تقريباً دپنځه ميليونو په شاوخوا کې دافغاني مهاجرينو له پاکستان او ايران نه بېرته خپل هیواد ته ستنېدل .

ددی سیاست معنی داوه چې د افغانانو تر منځ دوینی تویو لو او د ورور وژنی بهیر پای ته ورسیږی، خپل منځی مشکلات دتیریدنی او گذشت په روحیه دافغانانو دخپل منځی دیالوگ له لاری دحل امکان پیدا کړی، دقدرت له یو اړخیز انحصار نه ډډه وشي او یوه پراخ بنسټه ملی اداره جوړه شي او داسې فضا رامنځ ته شي چه تول افغانان په خپله دآزادو ټولټاکنو له لاری دخپل برخلیک د ټاکلو وس پیدا کړی . د ډاکتر نجیب الله د سیاست دپلي کولو په پایله کې وؤ چې دنوی اساسی قانون مسوده د١٣٦٦ کال دسر طان په میاشت کې خپره شو او دمخالفینو په شمول دټولو خلکو څخه غوښتنه وشوه چې په دغه مسوده کې دتغییر او بدلون په هکله خپل رغنده نظریات داساسی قانون کمیسیون ته ورواستوي.

څومیاشتی وروسته دنوی اساسی قانون په مسوده باندی دبحث، تأ یید او تصویب لپاره دټول افغانستان نه عنعنوی لویه جرگه دکابل تاریخی ښارته راوبلل شوه، پدی ترتیب دنوی اساسی قانون مسوده له یو لړ تغییراتو او بدلونونونه وروسته دلویی جرگی دبرخه والو له خوا دقوس دمیاشتی په نهمه نیټه د رایو په اتفاق تصویب شوه . همدا ډول دنوی اساسی قانون د حکمونوله مخی دلویی جرگی دبرخه والو له خوا، ډاکتر نجیب الله د رایو په اتفاق دافغانستان دجمهور رئیس په توگه وټاکل شو .

ملي روغه جوړه

دملی روغی جوړی دسیاست بله ستره بریا د١٣٦٧ کال دحمل دمیاشتی په ٢٤ مه نیټه دژنیو دتړونونولاسلیک کؤل ؤ چې دهغو په بنسټ دپخوانی شوروی پوځونو ته بیرته خپل هیواد ته دبشپړ ستنیدو لپاره لاره هواره شوه . نجیب الله د دلوې دمیاشتې ٢٧مه نېټه چې دافغانستان څخه دروسي پوځيانو دوتلو د ورځې سره برابره وه د ملی نجات ورځ اعلان کړه. ډاکټر نجيب الله د١٣٦٩ لمريز کال دسرطان دمياشتې په شپږ مه نېټه دگوند ددويمې کنگرې په ترڅ کې د گوند دعمومي منشي په توگه يوځل بيا وټاکل شو . په همدغه کنگره کې دگوند په کړنلارې اوگوندي ژوندکې ژور بدلونونه رامنځ ته شول. گوند د کلېشه يي او د وچو ايډيولوژيکي شعار ونو څخه دوطن دخلکو دغوښتنو په بنسټ، دريښتنې ډېموکراسۍ، د جگړې د عملي ختمېدو او ملي مصلحت د پلي کولو په لور گوزار ورکړ . دگوند نوم د وطن گوند تصويب شو او دغه گوند نور د تل لپاره دبنياد گرۍ او غير عملي شعارونو سره مخه ښه وکړه . ١٣٧٠کال د نجيب الله او د هغه د ملي روغې جوړې د سياست دپلويانو لپاره د سختو ازمويښتونوکال ؤ . ډاکتر نجيب الله پراخ، نوښتگر ،او هدفمن اقدامات تر سره کول. په گوند کې يې د روغې جوړې تگلاره په نوی روحیی سره سمبال کړه، دملگرو ملتونو د دفتر تر مستقیمی سر پرستی لاندی او دهغوی په ضمانت دقدرت دویش اویا بی طرفه شوری ته د لږدولو میکانیزم دخبرواترو مهمه موضوع وه، د دغو خبرواترو رغنده نتایج دملگرو ملتونو په پنځه فقره ییز پلان کې انعکاس وموند. ټول تدبیرونه په چټکه توگه سرته رسیدل اود١٣ کلنی جگړۍ له ناورین نه ستړي افغانان دهمیشنی سولی دبری لورته سترگی په لاره ؤ . ډاکتر نجیب الله دملگرو ملتونو دجنرال سکرټر پطروس غالی دغوښتنی په اساس اود هغه د ځانگړي استازي اومرستیال بنین سیوان دپنځه فقره ایز پلان له مخی ددولتی واک نه دگوښه کیدو او دقدرت دلیږدولو دژمنی په هکله د ١٣٧٠ کال دحوت دمیاشتی په ٢٧ مه نیټه خپله تاریخی اعلامیه صادره کړه، پدی ترتیب دملی روغی جوړی په لارکې ټولی بهانی اوخنډونه عملاً ایسته شول. شهید ډاکتر نجیب الله دملی روغی جوړی دسیاست اود ملگرو ملتونو دپنځه فقره ایز پلان دپوره عملی کیدو لپاره پخپل ټول توان او پوره ریښتینوالی او وفاداری کار وکړ . څو دملی روغی جوړی لاس ته راوړنی اوپه افغانستان کی دسولی دبهیر گړندي کیدل، چې په نتیجه کې به په افغانستان کې دانتخاباتو له لاری یو پیاوړی ملی حکومت رامنځ ته شوی وای، گاونډیو هیوادونو هر یوه دخپلو مغرضانه اهدافو له زاویې څخه داسی یو مرکزی پیاړی حکومت په افغانستان کې دخپلو گټو سره په ټکرکی لیده. په همدغه لحاظ ؤ چې دملگرو ملتونو دسولی دپنځه فقره ایز پلان د ناکامولو هڅی یې پیل کړی

د روسانو وتل او کورنۍ جګړه

ډاکټر نجيب الله د روسانو د وتلو نه وروسته د افغانستان ملي جرګې ته د وينا پر مهال.

Immediately after the Soviet departure, Najibullah pulled down the façade of shared government. He declared an emergency, removed Sharq and the other non-party ministers from the cabinet. The Soviet Union responded with a flood of military and economic supplies. Sufficient food and fuel were made available for the next two difficult winters.

Much of the military equipment belonging to Soviet units evacuating Eastern Europe was shipped to Afghanistan. Assured adequate supplies, the Afghan Air Force, which had developed tactics minimizing the threat from Stinger missiles, now deterred mass attacks against the cities. Medium-range missiles, particularly the Scud, were successfully launched from Kabul in the defense of Jalalabad, 145 kilometres miles away.

Victory at Jalalabad dramatically revived the morale of the Kabul government. Its army proved able to fight effectively alongside the already hardened troops of the Soviet-trained special security forces. Defections decreased dramatically when it became apparent that the resistance was in disarray, with no capability for a quick victory.

Soviet support reached a value of $3 billion a year in 1990. Kabul had achieved a stalemate which exposed the mujahedin's weaknesses, political and military. Najibullah's government survived for another two years. Eventually divisions within his own ranks, including the defection of General Abdul Rashid Dostam fatally weakened the government's resolve.

In March 1990, his Government successfully withstood a Khalqi coup, headed by Defense Minister Shahnawaz Tanai. Gulbuddin Hekmatyar was one of the main supporters of the coup.

Najibullah had been working on a compromise settlement to end the civil war with Ahmad Shah Masood, brokered by the United Nations. But talks broke down and the government fell, and by 1992 Najibullah agreed to step down in favor of a transitional government. He also announced that a bicameral parliament would be established "within a few month," on the basis of "free and democratic elections."

The regime collapsed while it still possessed material superiority. Its stockpiles of munitions and planes would provide the victorious mujahedin with the means of waging years of highly destructive war. Kabul was short of fuel and food at the end of winter in 1992.

Najibullah announced his willingness on March 18 to resign in order to make way for a neutral interim government. On April 16, having lost internal control, was forced to resign by his own ruling party, following the capture of the strategically important Bagram air-base and the nearby town of Charikar, by the Jamiat-i Islami guerrilla group.

واک پرېښوول او د ده پرضد کودتاه

پدی ترتيب يې دافغانستان دحاکميت په دننه کې يو شمېر پوځي جنرالان او دوطن ګوند په سياسي دفتر کې معلوم الحاله اخيستل شوی افراد د «مجاهدينو» دقومندانانو د يو شمېر وګړو او ډلو په مرسته په يو ګډ پلان کې يو ځای د ١٣٧١ کال د وري د مياشتې په وروستيو ورځو کې د شهيد نجيب الله او د ملګروملتونو دپنځه فقره ايز پلان په ضد يوه خاموشه کودتا تر سره کړه . په دغه کودتاه کې دې لاندې حکومتي او ګوندي جګپوړو چارواکو برخه درلوده: د وطن ګوند د مرکزي کومېټې د منشي مرستیال او د سیاسی بيرو غړي فرید احمد مزدک ، د وطن ګوند د مرکزي ګومېټې د سیاسی بیرو غړي محمود بریالي ، د وطن ګوند د مرکزي کومېټې د سیاسی بیرو غړي نجم الدین کاویاني د افغانستان جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر او د وطن ګوند د مرکزي کومېټې د سیاۍي بیرو غړي عبدالوکیل ، د وطن ګوند د مرکزي کومېټې غړي شفیق الله توده يي ، ډاکتر ضمیر ، انجنیر نعمت ، ادینه سنګین اوځینې نور . په دغه کودتاه کې د دفاع وزیر مرستیال او د کابل ګارنیزویون بولندوی ستر جنرال محمد نبي عظیمي ، د ۵۳ فرقې بولندوی جنرال عبدالرشید دوستم ، ډګر جنرال نورالحق علومي ، د دفاع وزارت ستر درستیز جنرال اصف دلاور ، تورن جنرال محمد عزیز حساس ، جنرال عبدالحق علومي ، د امنیت وزارت مرستیالانو جنرال یار محمد او جنرال باقر فرین ، د ځانګړي ګارډ بولندوی سید اعظم سید ، د هوايي او مدافع هوايي ځواکونو بولندوی جنرال فتاح ، جنرال امیر محمد ، جنرال مومن او جنرال جعفر نادري هم په کودتاه کې کارنده برخه درلوده. ډاکتر نجيب الله په مرګ تهديد شو او علل اجبار د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په مرسته يې په کابل کې د هغوی دفتر ته پناه يوړه، او پوره څلورنيم کاله يې دملګرو ملتونو په دفترکی تېر کړل . او بلاخره د ١٣٧٥ لمریز کال د تلې د مياشتې په پنځمه نېټه کابل ته د طالبانو دلښکرو د ننوتلو سره سم د وحشت او بربريت په لاسونو په ډېره غيراخلاقي او غيراسلامي طريقې پرته له محاکمې مړ کړای شو .

د کابل نيول او د ده وژل کېدل

په ١٩٩٦ کال کې چې کله طالبانو کابل ونيو، نو ډاکټر نجيب الله يې وواهه، وټکاوه، په ګولۍ يې وويشته او وروسته يې بيا په سولۍ وځړاوه.

ډاکټر نجيب الله غوښتل چې د کابل نه وتښتي، خو د عبدالرشيد دوستم لخوا يې مخه ونيول شوه . په ١٧م د اپرېل نوموړي په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر ته پناه يووړله. همدا رنګهبرهان الدين رباني چې د وخت زورواکی و ، د ډاکټر نجيب الله له افغانستان څخه د وتنې مخنيوی وکړ ، خو هېڅ کله يې د هغه د نيولو او بندي کولو هڅه هم و نه کړه .
په کومه ورځ چې سروبي د طالبانو تر ولکې ورغله، ډاکټر نجيب الله ملګرو ملتونو ته په اسلام آباد کې يو پېغام ولېږه. په پيغام کې ېې له هغوی څخه د خپل او د خپل د ورور شاهپور احمدزي او دده د ځينو ساتونکو د ژغورنې او تخليې د مرستې غوښتنه وکړه، خو په دې مسله کې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی-اس-آی د لاسوهنې په سبب د ملګرو ملتونو دفتر هېڅ کوم ځواب ورنه کړ.
د ډاکټر نجيب الله ښځه فتانه او د هغه درې لورګانې د ١٩٩٢ کال نه په نوي ډېلي کې ژوند کاوه. هغه خپل د ژوند پاتې شپې ورځې په نظر بندۍ کې تېرولې او تر سېپتمبر ١٩٩٦ پورې کله چې طالبانو کابل ونيول هماغلته وو.
احمد شاه مسعود، د برهان الدين رباني د پوځي قطعاتو آمر خپل يو لوړپوړی جنرال ده ته ورلېږلی وه او د هغه څخه يې غوښتنه کړې وه چې ددوی د جنګياليو سره يوځای مخ پرشا ولاړ شي، او د شمال پر لورې يې د خوندي تګ ژمنه کړې وه، خو ډاکټر نجيب الله ورسره نه وه منلې. ځينې خلک داسې انګېري چې هغه نه غوښتل د تاجکانو جنګي ډلګۍ سره ولاړ شي دا ځکه چې هغه د پښتنو د غبرګون څخه وېرېده ، ځينې هم داسې انګېري چې ډاکټر نجيب الله ځکه د احمد شاه مسعود غوښتنه ونه منله ښايي احمدشاه مسعود به د پرچميانو د ډېرو جنرالانو سره پټې ليدنې کتنې او تړونونه درلودل چې له مخه ېې د ډاکټر نجيب الله څخه د ملاتړ تمه درلوده .
نجيب الله د وروستي ځل له پاره په اسلام آباد کې د ملګرو ملتونو دفتر ته خپل بې سيمه پيغام واستاوه او د مرستې غوښتنه يې وکړه. خو دا ځل ډېر ځنډ شوی و. داسې وييل کېږي چې د طالبانو په نوم د پاکستان د آی اس آی د کسانو له خوا يو ٥ کسيزه ډله چې ددې دندې لپاره په ځانګړي توګه ګومارل شوي و، او په وسلو سمبال و، د ملګرو ملتونو دفتر ته ورننوتل. ډاکټر نجيب الله يې د ملګرو ملتونو د دفتر څخه دباندې په زور راووېسته. هغوی لومړی دی ډېر وکړاوه او هڅه يې دا وه چې د نوموړي ولسمشر څخه د ډيورنډ د کرښې د رسمي منلو په کاغذونو باندې لاسليک ترېنه واخلي. بيا يې د ولسمشر ورور او دی دواړه په ټويټا موټر پسې وتړل او د ولسمشر تر ماڼۍ پورې يې په موټر پسې راوکاږل. هغوی ډاکټر نجيب الله او د هغه ورور په ګولۍ وويشتل او په آخر ه کې يې دواړه د ملګرو ملتونو د دفتر څخه يو څو مټره لرې د ولسمشر د ماڼۍ مخې ته په ټرافيکي ستنه وځړول. دا هغه ځای و چې ښاغلي ولسمشر د جلال آباد په جګړه کې د پاکستان په ښکېلتيا سخته نيوکه کړې وه.
پدې وخت کې بيا ملا محمد رباني چې د کابل د نيولو وروسته د طالبانو په واکمنۍ کې د مرستيال ولسمشرۍ دنده ور په غاړه شوه دا انګېرنې کولې چې ډاکټر نجيب الله ته د مړينې سزا د طالبانو له خوا ورکړل شوې او دا دليل يې وړاندې کړ چې هغه يو وژونکی او کمونېسټ و. او ښايي بيا ملا محمد رباني د پخواني ولسمشر د مړي پر خښولو هم بنديز د خپلو همغاړو په فتوا ولګولی و .
د پخواني مشر د مړينې د خبر په خپرېدلو سره نړېوالو او په ځانګړي توګه اسلامي نړۍ د طالبانو دا بې رحمانه او غير اسلامي عمل وغانده. تر اوسه پورې د ډېرو افغانانو له خوا د هغه د ياد د تازه کولو په خاطر د هغه تلين نمانځل کېږي. د هغه مړی بيا د پکتيا ولايت مرکز ګردېز ته څېرمه د احمدزيو د ټبر له خوا ولېږدل شو او هماغلته خاورو ته وسپارل شو. دا د هغه د زېږېدو ځای و.

انځورتون

واک اخيستنه له
حاجي محمد څمکنی
څخه
د افغانستان ولسمشر
September 1987 – April 1992
واک سپارنه و
صبغت الله مجددي
تـــه
واک اخيستنه له
اسد الله امين

(د کام مشر)
څخه

د خاد ريس
1980 – می 1986
واک سپارنه و
جنرال غلام فاروق يعقوبي
تـــه
واک اخيستنه له
ببرک کارمل
څخه
د افغانستان د خلق دېموکراتيک ګوند عمومي مرستيال
می 1986 – اپرېل 1992
واک سپارنه و
هېڅوک نه - ګوند له منځه ولاړه
تـــه
واک اخيستنه له
ببرک کارمل
څخه
د انقلابي شورا ريس
می 1986 – نومبر 1987
واک سپارنه و
None - انقلابي شورا په رياستي شورا بدله شوه
تـــه

دا هم وګورئ

  • [[]]

اخځونه

  1. http://entezar14.blogfars.com/blog.html?page=comments&member=sapand&newsid=55082
  2. http://sporghay.com/index.php?option=com_content&view=article&id=1663:2010-03-01-23-06-20&catid=34:2010-01-31-16-17-42&Itemid=56
  3. http://www.youtube.com/watch?v=MN5BcKT1HV0&feature=share
  4. http://www.hezbe-watan.com/dokumente/aziz%20asas.html
  5. http://manager8909.blogfars.com/blog.html?page=comments&member=sapand&newsid=48301

باندنۍ تړنې