د "ذاکر نايک" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و ذاكر ناېك، ذاکر نايک ته ولېږدېده
و "ذاکر نايک" وژغورلی شو ([edit=autoconfirmed] (لامحدوده) [move=autoconfirmed] (لامحدوده))
(بې توپيره)

د ۱۱:۲۹, ۶ اکتوبر ۲۰۱۱ بڼه

رنځورګر ذاكر ناېك

ډاكټر ذاكر ناېك هغه اورژبې ويناوال دى، چې د يوويشتمې پېړۍ معجزه يې ګڼلې شو. دا عالم پدې توانېدلې چې د ګردې نړۍ د هغو بېځايه نيوكو ځواب ووايي، چې دوي يې د اسلام په سپېڅلي دين، اسلامي شخصيتونو او د شريعت په اړه كوي، په مستند ډول ځواب ووايي.

د يوويشتمې پېړۍ نامتو اسلامپوه، او د نړيوالو اديانو پرتله اييزه څېزونكې علامه ډاكټر ذاكر ناېك چې په ځوانه ځوانۍ كې يې د ټولې نړۍ بېلارې اديانو لارويان چلېنچ كړي دي، خو د ځواب ويلو لپاره يې څوك تر دې مهاله ندې راوړاندې شوې، ان تردې چې د روان كال (۲۰۰۷)ز كال كله د عيسويانو مذهبي پلار (پاپ بنډي كېټ) د اسلام سپېڅلي دين او محمد صلى الله عليه وسلم په اړه له زهرو ډكه وينا وكړه، نو همدې ځوان ؤ، چې هغه يې چېلېنج كړ، مګر دده له پوهې او هوښيارۍ څخه په ډار سره پاپ دېته تيار نشو چې له ده سره مناظره وكړي.

زوكړه

علامه ناېك صېب په ۱۹۶۵ز كال د اكتوبر په اتلسمه نيټه د هند په بمبۍ نومي ښار كې زوكړې دى.

زده كړې

رنځپوه ذاكر ناېك د هند په يوه روغتون كې د خپل ښوونكي پوښتنه كوي

ډاكټر ذاكر ناېك خپلې لومړنۍ زده كړې د پېټر په منځني ښوونځي (St. Peter's High School (I.C.S.E.), Mumbai )كې پيل كړي، له دې څخه وروسته بيا د كېشن چند چېلارام (Kishinchand Chellaram College, Mumbai) لېسه كې يې خپلې زده كړې د بكلوريا تر دورې بشپړې كړې، او د لوړو زده كړو لپاره د ټوپيوالا د طب ملي انېستېټيوټ (Topiwala National Medical College, Nair Hospital, Mumbai ) چې د ناېر روغتون كې يې موقيعيت درلود پيل كړې.


د پوهنتون دوره

رنځپوه ذاكر ناېك د بمبۍ ښار كې د جراحۍ او درملجوړونې په څانګو كې خپلې لوړې زده كړې بشپړې كړي، او له دې وروسته يې د شلمې پېړۍ د اديانو د پرتله ايزو څېړنو نامتو عالم او مفكر علامه شېخ احمد ديدات له وياوو څخه په اغيزمنتيا سره، د هغه په پل، پل كېښود، او د هغه لار يې خپله كړه.


په نړيواله كچه د پېژندلې اصلي لامل

ډاكټر ذاكر نايك په عام ډول د (اسلام او عصري علوم)، (اسلام او عيسويت)، (اسلام او سكيولرزم)، (اسلام او هندويزم)، (اسلامي دعوت) او د اسلام په اړه ناسم پوهاوې او داسې نورو موضوعاتو په اړه ويناوې كړي، خو دده د مشهورېدو يوه ستره وجه د (قران او انجيل د ساينس په رڼا كې) تر سرليك لاندې مناظره كې د لوديځې نړۍ ستر بېلاري (ډاكټر ويليم كېمبل) ته غاښماتوونكې ځواب وركول ؤ. نوموړي امريكايي ډاكټر (په قرآن كې شل ساينسي تېروتنې) سرليك لاندې يو كتاب ليكلې ؤ، چې ګواكې د قرآن ليكوال (!!؟؟) شلو ځايونو كې تېروتې دى.

دا مناظره د اپرېل په لومړۍ نيټه، كال ۲۰۰۰ز د شېكاګو په ښار كې جوړه شوې وه، چې زرګونو خلكو پكې ګډون درلود. په نوموړې غونډه كې ډاكټر ذاكر نايك خپل سيال ته نه هېرېدونكې ماتې وركړه. او دا يې په زبات ورسوله، چې ساينسي تېروتنې په قرآن كې نه، بلكه په انجيل كې راغلې دي.

نړيوال شهرت ترلاسه كوونه

ډاكټر نايك د مختلفو اسبابو له مخې نړيوال شهرت ترلاسه كړ، چې لدې ډلې څخه د هغه قرآن كريم، شپږو سپېڅلو احاديثو كتابونو، د نورو اديانو لكه ،عيسويت، يهوديت، هندويزم، بوديزم، سكهيزم او داسې نورو د سپېڅلو كتابونو په يادو يادونه. د يادولو وړ ده، چې ددې كتابونو ماضې يادونه نه، بلكه د ايات نمبر، سورت... ښودنه هم كوي. چې دا په حقيقت كې د ډاكټر ذاكر نايك په ذهانت او زكاوت دلالت كوي.

تېر كال، چې كله د عيسويانو سپېڅلي پلار (پاپ بنډي كېټ) د اسلام په اړه خپله سپېره خوله وخوځوله، او ناوړه الفاظ يې وكارول، نو همدې ځوان ورته ټټر وواهه، چې د اسلام په اړه هرډول پوښتنو ته دى تيار يم، مګر پاپ دده له څښتن وركړې وړتيا څخه ووېرېد، اوله ده سره مناظرې ته تيار نه شو.

دندې

  1. د اسلام بلنه او تبليغ | Islamic Da'wah (Propagation of Islam)
  2. د اسلامي څېړنو د مركز بنسټ اېښودونكې او رييسس، بمبۍ| President, Islamic Research Foundation, Mumbai
  3. د آى. آر. اېف ښوونيزه تړون مشر، بمبۍ | Chairman, I.R.F. Educational Trust, Mumbai
  4. President, Islamic Dimensions, Mumbai

د تبليغ او دعوت ښوونيز پروګرامونه

د ډاكټر ناېك ليكلي كتابونه

هسې خو د ډاكټر ذاكر د كتابونو شمېره ډېره زياته ده، خو موږ يې دلته د يو څو كتابونو يادونه كوو:

  1. REPLIES TO THE MOST COMMON QUESTIONS ASKED BY NON-MUSLIMS
  2. QUR'ÂN AND MODERN SCIENCE - Compatible Or Incompatible
  3. CONCEPT OF GOD IN MAJOR RELIGIONS
  4. ISLAM AND TERRORISM
  5. WOMEN'S RIGHTS IN ISLAM - Protected Or Subjugated?
  6. AL-QUR'ÂN - Should it be Read with Understanding?
  7. IS THE QUR'ÂN GOD'S WORD?

ددې كتابونو ترلاسه كولو لپاره دا ځاى كېكاګئ

د زړه او علاقې وړ څانګې

د اديانو پرتله اييزه څېړنه، درملجوړونه، ټولنيز، ښووونيز، وټه اييز او اخلاقي چارو كې د زړه له تله برخه اخلي، او په دې ټولو ډګرونو كې د څښتن په فضل بريالې راوتې دى.

هغه هېوادونه چې د اسلام بلنې لپاره يې ورته يون كړې

ډاكټر ذاكر نايك د اسلامي بلنې او مناظرو په اړه ډېرو هېوادونو ته سفرونه كړي، چې موږ يې دلته لاندې هېوادونه د يادولو وړ بولو:

رنځپوه ذاكر ناېك د نړۍ ډېرو هېوادونو ته د بلنې او تبليغ لپاره يون كړې، د امريكا متحده ايالات --- كاناډا --- برېتانيا --- اتريش --- سعودي عربستان --- كوېټ -- بحرين -- قطر -- متحده عربي امارات -- سوېلي امريكا -- بوټسوانا -- سينګاپور -- ګيانا -- هانګ كانګ -- تايلېنډ -- مالېزيا او داسې نورې. د يادولو وړ ده، چې پاكستان هرڅومره د اسلام داوه وكړي، خو بيا هم د ذاكر ناېك صېب په څېر خلك هم دې ته زړه نه ښۀ كوي، چې دې هېواد ته راشي، او ددې ملك له سياستپوهانو او مذهبي علماؤ څخه خپله ناخوښي څرګندوي.

له ډاكټر ذاكر ناېك سره اړيكه ټينګول

DR. ZAKIR ABDUL-KARIM NAIK

ISLAMIC RESEARCH FOUNDATION 56/58 Tandel Street (North), Dongri, Mumbai - 400 009 (India) Tel : (0091-22) 23736875 (8 lines) Fax : (0091-22) 23730689 e-mail: zakir@irf.net website : http://www.irf.net

د اسلامي څېړنو ټولنه

دا هم وګورئ

سرچينې