د "برهان الدين رباني" د بڼو تر مېنځ توپير
Luckas-bot (خبرې اترې | ونډې) و r2.7.1) (روباټ لرې کول: eo:Burhanuddin Rabbani, it:Burhanuddin Rabbani |
و r2.7.1) (روباټ زیاتول: it:Burhanuddin Rabbani |
||
۹۳ کرښه: | ۹۳ کرښه: | ||
[[hi:बुरहानुद्दीन रब्बानी]] |
[[hi:बुरहानुद्दीन रब्बानी]] |
||
[[id:Burhanuddin Rabbani]] |
[[id:Burhanuddin Rabbani]] |
||
[[it:Burhanuddin Rabbani]] |
|||
[[ja:ブルハーヌッディーン・ラッバーニー]] |
[[ja:ブルハーヌッディーン・ラッバーニー]] |
||
[[ko:부르하누딘 라바니]] |
[[ko:부르하누딘 라바니]] |
د ۰۱:۴۳, ۲۲ سپټمبر ۲۰۱۱ بڼه
دا ليکنه د يو داسې چا په اړه ده چې تازه مړ شوی. په دې ليکنه کې به ځينې مالومات، لکه د مړينې اسباب او چارپېره موضوعگانې د وخت په تېرېدو او د لا نورو رښتينو مالوماتو موندلو وروسته بدلېږي . |
پېژنليک | |
---|---|
بشپړ نوم | برهان الدين رباني |
مشهور په | استاد ربانی |
د زېږېدو نېټه | ۱۹۴۰ |
د زېږېدنې ځای | بدخشان, افغانستان |
د مړينې نېټه | ۲۰ د سېپتمبر ۲۰۱۱ |
سياسي مالومات | |
د کار موده | ۲۸ جون ۱۹۹۲ تر ۲۶ سپتمبر ۱۹۹۶ |
سياسي اړخ | د جمعيت د ګوند مشر |
برهان الدين رباني (دري: Script error: The function "د ژبې نوم" does not exist.) - (۱۹۴۰ - ۲۰ د سېپتمبر، ۲۰۱۱ ز. کال) د ۱۹۹۲ - ۱۹۹۶ ز. کال پورې د افغانستان ولسمشر و. همداراز هغه د سولې د شورا مشر او د جميعت اسلام د ګوند مشر او پخوانی جهادي جنګيالی هم پاتې شوی. نوموړی د توکم له پلوه دېګانی دی. نوموړی د افغانستان د ژغورنې د جبهه ېې ملي تر نامه لاندې سياسي ګوند لارښود هم وه، چې همدا وروستی نومېدلی ګوند د بېلابېلو پخوانيو کورنيو جګړو کې ښکېلو ډلګيو يوه سياسي اېتلافي جبهه ده چې په افغانستان کې يې د طالبانو د غورځنګ په وړاندې د جګړې لپاره لاس يو کړی دی. رباني د افغانستان د ولسمشر په توګه تر هغه مهال پر کابل کې خپل واک چلاوه تر څو چې د طالبانو له غورځنګ سره په ټکر کې او د کابل په نيولو سره د کابل ښار نه تېښتې ته اړ شو. د هغه دولت د ملګرو ملتونو او د ګڼ شمېر نورو هېوادونو لخوا يو پېژندل شوی دولت و.
مخينه
برهان الدين رباني د محمد يوسف ځوی دی چې په ۱۹۴۰ ز.کال کې د افغانستان سهېلي ولايت بدخشان کې زېږېدلی. له ۱۹۹۲ ز څخه تر ۱۹۹۵ ز پورې د افغانستان په کورنيو جګړو کې ښکېل و ، او د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو د څانګې له خوا چې وايي ، ده افغانستان کې ېې توکمپالنې او تبعيض ته لار هواره کړه او د خپل په حکومتي دوره کې ېې پر بې ګناه ولسونو هر راز غیر بشري تېري ترسره کړل تورن دی همدارنګه ېې دی د افغانستان د ډېرو لرغونو اثارو پر لوټلو او د بیت المال پر خرڅولو هم د بشر د حقوقو له خوا تورن دی.
زده کړې
وروسته له دې چې يې خپلې لومړنۍ زده کړې په بدخشان کې پای ته ورسولې نو بيا کابل ته ولاړ او هلته يې د ابو حنيفه په دارالعلوم شرعي کې خپلې زده کړې پرمخ بيولې. وروسته له دې چې نوموړی د همدغه دارلعلوم نه بری وواته نو بيا يې د کابل پوهنتون کې د اسلامي قوانينو او شرعياتو فاکولتې کې لاره وموندله. په کابل پوهنتون کې د څلورو کالونو د مودې وروسته يې په اسلامي زده کړو کې نوم ترلاسه کړ چې ډېر ژر بيا په ۱۹۶۳ ز.کال کې په هماغه پوهنتون کې د استاد په توګه دنده ترسره کوله. د دې لپاره چې خپله اسلامي زده کړه نوره هم پراخه کړي، نو په همدې تکل په ۱۹۶۶ ز. کال کې مصر ته ولاړ او هلته يې په قاهره کې د الازهر په اسلامي پوهنتون کې په زده کړو پيل وکړ او د هماغه پوهنتون نه يې په اسلامي علومو او اسلامي فلسفه کې د ماسټرۍ بری ليک ترلاسه کړ.
جميعت اسلامي
کله چې برهان الدين رباني په ۱۹۶۸ ز. کال کې بېرته افغانستان ته راستون شو نو بيا يې د جميعت اسلامي افغانستان ګوند لپاره په سياسي فعاليتونو پيل وکړ. هغه د پوهنتون په غولي کې د محصيلينو په جذب او منظمولو پيل کړی و. چې د همدغه فعاليت په پايله کې د ۱۹۷۲ ز. کال په ګونديزو ټاکنو کې د يوه ۱۵ کسيزه ډلګۍ او د جميعت اسلامي د بنسټګر، غلام محمد نيازي لخوا د جميعت اسلامي د ګوند مشر وټاکل شو.
کله چې په ۱۹۷۴ ز. کال کې افغان پوليس د کابل پوهنتون ته د ده د نيولو په تکل راغلل نو برهان الدين رباني د خپلو پلويانو لخوا پټ شو او پوليس و نه توانېدل چې هغه ونيسي او په همدې توګه هغه پاکستان ته په تښتېدلو کې بريالی شو. کله چې رباني پېښور ته ورسېده نو هماغلته يې د خپل ګوند مرکز تاسيس کړ او له هماغه ځايه يې د جميعت اسلامي د ګوند لارښوونه کوله. په پاکستان کې د نورو جهادي ګوندونو تر څنګ يې د روسانو او د هغه وخت د حکومت په وړاندې د جهاد اعلان وکړ او بيا د امريکا په وسلو او پېسو او د پاکستان په پوځي او سياسي لارښوونو د روسانو د يرغل په واندې ودرېده. کله چې په ۱۹۹۲ ز. کال کې د ډاکټر نجيب الله دولت د يوې کودتا په ترڅ کې ړنګ شو نو د رباني په مشرۍ د مجاهدينو لومړنۍ ملېشې کابل ته راننوتلې چې بيا تر ډېر مهاله يې د کابل واک په خپل لاس کې نيولی وه.
دا وروستي کلونه
مړينه
برهان الدين رباني د ۲۰۱۱ ز کال د سپتمبر پر ٢٠ مه ، د ٧٠ کلو په عمر ، مازدیګر ناوخته د کابل په زړه وزير اکبرخان مېنه کې په خپل کور کې په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو.
اخځونه
- http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2011/09/110920_rabani_killed.shtml
- http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2011/09/110921_as_rabbani_fenural.shtml
دا هم وګورۍ
واک اخيستنه له صبغت الله مجددي څخه |
د افغانستان ولسمشر 1992–1996 |
واک سپارنه و ملا محمد عمر اخوند de facto تـــه |
واک اخيستنه له ملا محمد عمر اخوند de facto څخه |
د افغانستان ولسمشر 2001 |
واک سپارنه و حامد کرزی تـــه |