د "بېلجیم" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
Xqbot (خبرې اترې | ونډې)
و r2.7.2) (روباټ زیاتول: mhr:Бельгий
و r2.6.2) (روباټ زیاتول: kaa:Belgiya
۱۸۳ کرښه: ۱۸۳ کرښه:
[[jv:Bèlgia]]
[[jv:Bèlgia]]
[[ka:ბელგია]]
[[ka:ბელგია]]
[[kaa:Belgiya]]
[[kab:Biljik]]
[[kab:Biljik]]
[[kbd:Белгэ]]
[[kbd:Белгэ]]

د ۲۳:۵۹, ۷ سپټمبر ۲۰۱۱ بڼه

بلجيم په يو نظر :

پراخوالى : 30،528 كيلومتر مربع

نفوس : 10،584،534 نفر

پلازمينه : بروكسل

پولي واحد : يورو



د بلجيم سلطنتي هيواد د شمالي اروپا له هيوادونو څخه دى چې د اروپايي اتحاديې له بنسټګرانو هم شمېرل كيږي .په دې سیمه کې چې نن بلجیم بلل کېږي دمسيح ع له ميلاده ۵۰ كاله وړاندې پكې د سلت قوم ژوند كاوه .


بلجيم له هالنډ ، جرمني ، لوكزامبورګ او فرانسې سره ګاونډى دى او همدغه راز د شمالي انتلانتيك يا ناټو له بنسټګرانو هم دى . ددغه هيواد پلازمينه براسل یا بروكسل د اروپايي اتحاديې اصلي مقر دى .


معتدل ، مرطوب باراني اقليم لري او د ټيټې ارتفاع خاوند ټاټوبى دى چې څه دپاسه نيمايي برخه يې جلګو پوښلې ده .


بلجيم د اوږدې مودې لپاره د فرانسې ، هالنډ او هسپانيا د خاورې برخه ګڼل كېده . بالاخره په ۱۸۳۰ ميلادي كال د لومړي ځل لپاره خپلواك شو .


د نولسمې پيړۍ په دوهمه نيمايي پيړۍ كې د بلجيم صنايعو زيات پرمختګ وكړ او د بليجم دهغه وخت پاچا دوهم لیوپولډ له خوا د لومړي ځل لپاره د مستعمرې د په فکرکې شو او كانگو، روانډا او بروئنيا يې په تدريج سره د بلجيم مستعمرې وګرځولې .


كانگو تر ۱۹۶۰ ميلادي كاله د بلجيم مستعمره وه ، د روانډا او برونوئيا هيوادونه هم تر ۱۹۶۲ ميلادي كاله د بلجيم مسعتمرې وې .


په ۱۹۹۴ كال كې ددغه هيواد په اساسي قانون كې له يو لړ بدلونونو وروسته دغه هيواد د فډرالي حكومت خاوند شو . ددغه هيواد په اساسي قانون كې بلجيم يو فډرالي هيواد بلل شوى چې له درېو ، فلاندرز ژبو ، جرمن ژبو او فرانسوي ژبو له ټولنو څخه تشكيل شوى دى .


دغه هيواد په درېو سيمو ويشل شوى : په شمال كې فلندر چې خلك يې په هالنډي ژبه خبرې كوي ، په جنوب كې والونيا چې فرانسوي ژبي په كې ژوند كوي او بروكسل . هالنډي او فرانسوي ژبې يې رسمي ژبې دي . د والونيا په برخه كې ۷۰۰۰۰ جرمني ژبي خلك ژوند كوي .

سياست

د بلجيم پاچا دوهم آلبرت دى خو محدود سياسي قدرت لري . د بلجيم په نظام كې لومړى وزير د حكومت مشر دى . دغه هيوادپارلمان له دووجرګویعنې مشرانو او ولسي جرګې جوړدی .


د بلجيم هره يوه برخه د خپل حقيقي او حقوقي وضعيت په بنسټ د قانون جوړونې او د قانون په اجرا كې خپلواك عمل كوي . له همدې كبله د سيمو او ټولنو له قانوني مشرانو څخه جوړه شورا شته چې د ټول هيواد لپاره يو ډول قوانين تصويبوي .


د بلجيم له درې واړو برخو څخه هره يوه يې د خپلې سيمې د كلتوري ، ښونيزو ، ژبنيزو مسائيلو او انساني چارو مسئوليت په خپله غاړه لري . درې واړه سيمې د اقتصاد ، انرژۍ ، ليږد راليږد او حكومتي خدماتو مسئوليتونه هم لري .


هغه كار چې فډرال حكومت يې ترسره كوي د بهرنيو اړيكو تنظيمول ، حقوقي او دفاعي چارې سمبالول دي . فډرال حكومت همدغه راز مسئوليت لري چې كلي قوانين وضع كړي او د هيواد اقتصادي ، كلتوري او ټولينز خط مشې هم وټاكي .


د بي بي سي د راپور له مخې د دوه ژبو فرانسوي او هالنډي د وګړو ترمنځ تاوتريخوالى كله كله پورته ځي او هالنډي يا ښي لاسي د فلندر د سيمې د خپلواكۍ غوښتنه كوي ، په عين حال كې رايګيرۍ ددې ښودنه كوي چې زياتره بلجيميان د فډرال حكومت پلويان دي . اقتصاد :

بلجيم په يوه ډيره صنعتي سيمه كې پروت هيواد دى . ددغه هيواد اقتصاد په خصوصي برخه څرخيږي . په ۲۰۰۶ ميلادي كال ددغه هيواد كورنى ناخالص توليد ۳۴۲.۵ ميليارده ډالره وو . په دغه هيواد كې د بيو تورم هم ۱.۸ فيصده دى .


كابو ۴.۹ ميليونه كسان كاري ځواك لري چې يو فيصد يې په كرودګرۍ ، ۲۴.۵ فيصده يې په صنعت او ۷۴ فيصده يې د خدماتو په برخه كې په كار بوخت دي . په دغه هيواد د بېكارۍ كچه ۸.۱ فيصده ده او څلور فيصده خلك يې د فقر له كرښې لاندې ژوند كوي .


ماشين آلات، كيمياوي مواد، الماس، وسپنه او خوراكي توكي د دغه هيواد مهم صادرات جوړوي چې د آلمان (19.7 فيصده)، فرانسې (16.9 فيصده)، هالنډ (12 فيصده)، انگلستان (7.9 فيصده)، آمريكا (6.2 فيصده) او ايټاليا (5.2 فيصده) هيوادونو ته صادريږي .


ددغه هيواد واردات ماشين‌آلات، كيمياوي مواد، الماس (ناتراش شوي)، خوراكي مواد تيلي محصولات او د ليږد راليږد وسايل دي چې له هالند (18.3 فيصده)، آلمان (17.3 فيصده)، فرانسې (11.2 فيصده)، انگلستان (6.6 فيصده)، ايرلند (5.7 فيصده) و آمريكا (5.4 فيصده)څخه وارديږي .


خلك :

په ۲۰۰۷ ميلادي كال كې ددغه هيواد نفوس ۱۰۳۹۲۲۲۶ كسان وو چې منځنى عمر پكې ۴۱.۱ كاله دى او ژوند ته پكې تر ۷۸.۹۲ كلونو پورې هيله شته .


د بلجيم اساسي قانون له سياسته د دين په بېلوالي او له كليسا څخه د حكومت په لېرې والي ټينګار لري . په همدې دليل په بلجيم كې رسمي دين نشته خو كاتوليك كليسا بيا د هيواد په ډېرو سيمو كې نمايندګۍ لري .


د ۲۰۰۳ ميلادي كال د رسمي احصائيو له مخې د دغه هيواد ۰.۲ فيصده خلك د ايډز په ويروس ككړ وو .

اړيكتيايي چارې :

په بلجيم كې ۴.۷۱۹ ميليونه ثابتې ټېلفوني كرښې فعاليت لري او او ۹.۶۶ موبايلونه هم پكې شته دي . ۲۵ ټلويژني چينلونه پكې خپرونې کوي . بلجيم د نورو اروپايي هيوادونو په خلاف يوه واحده حكومتي رسنۍ نلري بلكه حكومتي رسنۍ يې په دوه برخو ويشل شوې دي چې هره يوه يې يوه راډيو او ټلويژن لري .


كابو ۹۵ فيصده بلجيميان له كبلي ټلويژنونو استفاده كوي چې له دې پلوه په نړۍ كې لومړۍ رتبه لري . ټاكل شوې ده چې د بلجيم ټلويژني سيستم تر ۲۰۱۱ كاله پورې ډيجيټلي شي .


په ۲۰۰۷ ميلادي كال كې يې ۳.۱۹۵ انټرنيټي كوربانه درلودل او ۴.۸ ميليونه كسان پكې له انټرنيټه استفاده كوي .