د "استالف ولسوالۍ" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
W.Kaleem (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
و r2.7.1) (روباټ زیاتول: tr:Istalif ilçesi
۲۲ کرښه: ۲۲ کرښه:
[[en:Istalif District]]
[[en:Istalif District]]
[[ms:Daerah Istalif]]
[[ms:Daerah Istalif]]
[[tr:Istalif ilçesi]]

د ۲۰:۴۱, ۳۱ اگسټ ۲۰۱۱ بڼه

د استالف ولسوالۍ د افغانستان د کابل ولايت شمال لوېديځې برخې کې پرته ده. د دغې ولسوالۍ د وګړو شمېر ۸۵۰۰ دی (د ۲۰۰۲ کال د UNHCR لخوا رسمي اټکل شوی شمېر). په دغې ولسوالۍ کې د افغانستان د بېلابېلو توکمونو خلک، په ځانګړي توګه (تاجکان)لږ پښتانه او هزاره ګان ژوند کوي.[۱]

د استالف ولسوالۍ په شمال او ختيځ خوا کې د پروان ولايت سره، په سهيل ختيځ خوا کې د قره باغ ولسوالۍ سره او په سوېل کې د ګلدرې ولسوالۍ سره ګډې پولې لري. د دغې ولسوالۍ منځی د استالف کلی دی چې د همدغې ولسوالۍ په سوېل-ختيځه برخه کې پروت دی.

پخوا د دغې ولسوالۍ د وګړو شمېر نژدې ۳۶،۰۰۰ خلکو پورې رسېده او په دې ولسوالۍ کې د انګورو او نورؤ مېوؤ ګڼ شمېر بڼونه او د غلو دانو بې شمېرې کرکېلې وې، خو په افغانستان کې د بېلابېلو جګړو پر مهال د دغې ولسوالۍ وګړي کډوالۍ ته اړ وېستل او د همدې ولسوالۍ ډېر خلک په خپل منځي جګړو کې هم مړه شول او وران کورونه او شاړې زمکې ترېنه پاتې شوې. دغو جګړو د همدغې ولسوالۍ د زده کړو، روغتيا او کرهڼې جوړښت په بشپړه توګه له مېنځه يووړ. د طالبانو د حکومت په وخت کښې دغه ښايسته ځای په بشپړه توګه وسوځول شول. خو په دې وروستيو څو کالونو کې د روغتيا او زده کړې نوي مرکزونه جوړ شوي او د کډوالۍ نه خلک بېرته خپلو کورونه ته راستانه شوي او خپلې مېنې يې ودانې کړي دي.


سرچينې

باندنۍ تړنې